داجمل اټك ددردچغه

ماته اجمل اټك يوسفزي يوه مسوده راكړه چې زه پرې څه وليكم ماچې دده دقلم ، زړه اوذهن داتخليق اولوستو نوپوه شوم چې دنن وخت دحساس افغان زلمي په حيث يې دخپل هيواداوسنيو پيښو ،غم ، درد ، فكر او نظرملي وطگني زخمونو اوارمانونوته دالفاظو جامه وراچولې ( وراّغوستلې ) ده ، دفن نقادان به ورته كومه نامه وركوى يانه وركوي زه په هغې بحث كښې پريوتل نه غواړم زه صرف دومره وايم چې دده او زما په هيواد كومه خونړى لوبه اوشوه اولاكيږي ( لوئى خداآ دې زرختمه كړي ) دهغې ژوبل احساس اوتريخ ژوند تاثريآ دبرداشت دحده وتلآ دآ نوبې اختياره دزړه بړاس اودفكر تاوونه يآ ،په دې مسوده كښې بيان كړې دي او داسې نقش ئي ترنه سازولو كوشش كړې دى چه لكه معاشره ځنګل شوي وي اوانسان خون خوارشوى دى نن دافغانستان دخارې هريو داحساس ،شعوراوقلم خاونددخپل دې لرغوني وطن شخړي اوپيښې دهور طوفان اودوينو ډنډونه په خپل خپل بيل بيل انداز كښې داسې بيانوي چه خپل زړه لږ څه يخ كړي اوددې هرڅه دذمه وارانسان سترګې اوغړوي ، اټك هم دغه كوشش كړى دى اوپه خپل خيال داهرڅه دانسان عمل منلوته تيارنه دى ياانسان ته وايې چه دادانسان كارنه دى دادځنګل دځناورو ( زمرو ، پړانګانو ،ليوانواوګيدړانو ) دخونخوارۍ اوبيوقوفۍ چارې كيدى شي اودغه شان داژوبل ، غمژن ، دردمن، حساس اوغصه پښتون خپلې نننۍ معاشري اوانسانيت ته په مخ سپيړه وركوي چه (داڅه كوئ )

مادامحسوس كړه چه داجمل داتحرير ديوداسې ماشوم دډيرزخمي مجبورشعوربې واكه بې اختياره ساده چغه ده چه هغه كور كښې وهل ، وژل ، لوټل ، په وينو لمبول لمبيدل ، په هور سوزول ، سوزيدل ويني اوددې نظرپه ليدويې د درد اوغم ويري اوخفګان جذبات طوفاني شي نودخولې نه ناڅاپه څه چغه مغه اوباسي چې څوك ددې خونړي شيطاني منظربنولو ته توجه وكړي دغه وخت داسې ماشوم سره نه وخت وي نه پوهه نه الفاظ خودخولآ نه څه اوباسې اووئيل غواړي چه داڅه كوئ ؟ ولآ كوئ ؟ مه كوئ؟
دليكوال زړه اوذهن،لكه زما اوستا اودهرافغان، دا غواړي – چه د( ځنګل دځناورو) دا دزوراوفريب دا دسيسآ زرختمې شي ، نو خپل داتحرير په دې ختم كوي چې دزخمي زمري ( زغم تمام شو) اوپه دواړو( ټولوځناورو) ئې ورغړم كړو.
ولآ زه وايم چه – خداآ پاك دې زرهغه وخت راولي – چه ددنيا په مخ دجنت هسي هيواد، اونجيب اولس دهرسړى خورسازشي – اودشيطان انسان دزور ،مكر اوفريب نه محفوظ اوپه امان شي .

اجمل خټك
2 .... 2 – 4 – 21