ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
لړليک لومړۍ خبرې لابه ډير ګلونه واشي په داباغ كې داجمل اټك ددردچغه اجمل او (( دځنګل ځناور )) ګرانه اجمله !

دكتاب پېژندنه :
دكتاب نوم : دځنګل ځناور
ليكوال : اجمل (( اټك )) يوسفزى
كمپوزاوديزاين : دفتربت شكنان
دچاپ شمير: پنځه سوه ټوكه
خپرندوى : وحښى كولتورى ټولنه
نيټه : 1381 دغوايي اومه
دخپريدوحقوق : پرته له لاس وهنې يې هرڅوك خپرولاى شي
دويم چاپ
دهلال ياسيني نه مننه

دليكوال نور اثار :
1 - دازميښت ډولۍ ( دلنډوكيسو ټولګه ) چاپ
2 - رڼې اوښكې ( دشعرونوټولګه ) چاپ
3 - دځنګل ځناورهمدااثر ( تاريخي كيسه ) چاپ
4 - دوې خبري ( تاريخى ناول ) ناچاپ
5 - سيندپه منګوټي كې د(استادصميم ليكنې) //
6 - سپين شعرونه ( ادبي ټوتې سپين شعرونه غزلې)
7 - دريم عمر: ( تاريخي يادښتونه اوڅيړنې)
8 - ځان پېې :

ډالۍ ( ! ؟ )
دافغاني تاريخ هغو سپيڅليو اتلانوته چې په درندو بمونو يې دتن غوښې باد،باد شوې خوترپايه يې غليمانوته خپل سرونه كښته اولاسونه پورته نه كړل.

( داسر ربه مات شوى خوټيټ شوى چاته نه دى
پنځه وخته يې تاته په محراب كې راولم )
منن ليك :
له قدرمن اودرانه استادرفيع صاحب څخه دزړه له كومې مننه كوم چې دغه كيسه ګۍ يې ولوسته اولازمې لارښوونې اوپيرزوينې يې راباندې وكړې .

دګران اجمل جان مينه اوپښتنو پوهانو سره دقدروړده . دامينه ئې ښيرازه اوسمسوره اوسه . * ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين *
په اجمل كې ملي دردشته اوهمدغه درددى چې دى سوچه ليكل كوي نه دشهرت اومادي مطلب له پاره : لكه يوه دانه غنم چې په خاوروكې نه وركيږي بلكې شين اوپه لسګونونوري دانې هم ونيسي داسې داجمل استعداد هم په رزغونيدودى * اجمل خټك *
باور دى چې دپښتو سبابه دګران اجمل له څپانده استعداد اومينې نه ډيرې پيرزوينې اولمانځنې ترلاسه كړې . * استادحبيب الله (رفيع)
اجمل يوسفزى دپښتوبا استعداده ځوان ليكوال، ډيرباتربيه اود ښواخلاقو خاونددى، زه يې وجودكې ډيرصلاحيتونه وينم. اميدلرم چې دده استعدادبه غزونې وكړي زماپه عقيده داجذبه په كي ده زمونږ فرهنګ ته به ډير ستركارونه وكړي. * سرمحقيق زلمى هيوادمل
كامې دعلم ،ادب اوسپين ږيرتوب له حيثه ننګرهار ښائسته كړى. مرحوم موليناخادم كامه يونان ګاڼه ،ددې يونان ديوې لوې اودرنې كورنۍ يوځوان غړى اجمل دىزه يې استعداد، پښتو نواله اوايماندارى ستايم ، * اولسي مشرحاجى فقيرمحمد(بايزى) *
اجمل يوسفزى له پښتو سره سياسى مينه په وينه كې راوړې اودچاخبره په ميراث كې ورته پاتې ده. خودپښتو ادب فرهنګي پيريان پرې دموليناخادم اوشهيدشفيق دكامې د(قافه) راغلې دي * استادمحمدا صف ( صميم ) *
اجمل خوندورنشرليكي .شعرهم وائي خولږ،قاطع ، سپيڅلى اومغرور شخصيت لري ، ادبى اوسياسي سرګرمي ورته سكون وركوي ، * استاد غلام عمر يوسفزى *