زما خبرې، زما نظر

په هېواد كې څه دپاسه شل كلن ناورين داسې كانې وكړې، چې هر افغان يې د ژوند په ورشو كې د خوار در په ديكې حالاتو سره مخامخ كړ.
د ژوند د ناهيليو په دغه پړاو كې افغانانو د وحشت په پوله د ډېر تريخ ژوند ګوټونه تر ستوني تېر كړل، نړيوالو د افغانانو په اّهونو او ستړي ژوند خپله خواشيني او غمرازي وښودله، وخت د وحشت په ملتيا هرې افغانې كورنۍ ته ډېر كړيدلى او ځورېدلى ژوند ور په برخه كړ.
د ژوند ددغې تيارې او كږې وږې لارې په اوږدو كې د هېواد ډېرې وتلې هستۍ د وخت د حالاتو لوګى شوې او د تاريخ ددې تور پړاو له اغېز څخه هېڅوك خوندي نه دي پاتې شوي.
خالد بارګامى يو د هغو رژېدلو غوټيو څخه دى، چې د كونړ د هسكو غرونو په لمن كې نړۍ ته سترګې غړولې او د يوې ډېرې روڼ اندې او شاعرې كورنۍ په غېږ كې د هېواد سره په لېونۍ مينه خپلې ټولې ستړې ستومانه شېبې او د پردېسو ماښامونو په لوګو كې خپل ګودر، خپله دېره او خپله جونګړه له ياده نه ده اېستلې او وايي:
پـــردېسۍ كې لېونى وطن پسې شوم
د وطن خلكو نظر مې په ګرېوان كړئ
خالد بارګامي د يوې شاعرې كورنۍ زوكړې خو و، ولې د هغه استعداد او پوهه يو بل هغه جوهر دى، چې دده د شخصيت او ذهني ځواكمنتيا دپاره په زړه پورې چاپېريال برابر كړى و.
دا شعر دده د ذهني تراوش غوره بېلګه ګڼلى شو:
د ژوند په كـــــــــــــــمه فاصله كې مې ډېر څه وليدل
زما د زړه كيسې عــــــــــــــــــالم ته د كولو نــــــــه دي
د خـــاطر كلى مې وران شوى په كې هېڅ هم نشته
د فـــــــــــكر ورانې كنډوالې د جــــــــــــــــوړولو نه دي
كله چې ويل كېږي شعر يوه اهنګينه عاطفي غوټه ده، چې د ژبې، خيال او فكر انځور پكې په پام كې نيول كېږي؛ نو ويلى شو دغه څلور واړه توكي د شعر د جوړښت په اډانه كې په كار وړل كېږي.
خالد هم په خود اګاه او ناخود اګاه ډول دغه څلور واړه توكي د خپلو شعرونو په جوړښت كې په پام كې نيولي دي، چې دا دده د لوړ خداى وركړي استعداد ښه استازيتوب كوي د مفهوم او موخې په لحاظ لاندېنى شعر د هغه د لوړ استعداد ښودنه كوي:
هـــــــــــــلته د ژوندون هيله نڅا كوي
هــــــلته انسانان ژوند په رښتيا كوي
چـــېرته چې د سولې مرغۍ والوځي
هـــــــــــلته مينه خوند بيا د ليلا كوي
شعر وخت، ځاى او مړينه نه لري په دې مانا، چې هر چېرته وويل شي د خلكو خوښ شي، په هره زمانه كې او د هرې تيپې او خېل په ذهنونو كې د يوې اندېښنې لامل وګرځي پورتنى شعر هم همداسې شعر دى، چې د هر چا دپاره او د هر وخت دپاره ويل شوى دى تر څو، چې دا نړۍ ودانه وي، دا به ژوندى او د خلكو په خولو كې به زمزمه كېږي.
د خالد په دې شعري غونډ كې يوه بله وتلې ځانګړتيا داده، چې د ابتذال له وړانګو يې ځان لرې ساتلى دى، چې دا هم د يوه ښه شعر ځانګړتيا ده، هغه (خالد) شعر په شعار كې نه دى نغښتى او د فورماليزم په بې خونده لاره نه دى روان شوى، چې دده شعري قريحې يوه غوره بېلګه يې ګڼلى شو.
خالد بارګامي خپل شعر د قافيې او رديف په لنډ او تنګ چاپېريال پورې نه دى تړلى د هغه شعر، چې سړى لولي؛ نو دا ورته جوتېږي، چې دا شعر، د شعر د شېبې په راتګ سره د الفاظو په باران كې ويل شوى دى، چې لوړه موخه او عالي مفهوم لري.
هغه، چې د شعر په شېبه كې دا لاندېنى شعر ويلى د هغه د ارمان او هيلې ښه انځور وړاندې كوي:
د روســــــيې په سړه خاوره كې ايسار يم
غـــــــــــــــــواړم ووينم پيتاوى د خپل لمر
د كونړ د سيند اوبو نه يو ګوټ راكړئ
خــــــــــــراب كړى مې مسكو اوبو ځيګر
دا يو داسې انځور دى، چې د هر افغان د هيلې او ارمان پورې ډډه لګوي او ښه شعر همداسې ځانګړتيا لري، چې د هر چا په ذهن كې كښېني او د احساس او درك بړاس ترې پورته شي.
خالد بارګامى د خپل عمر په ډېر تنكي پړاو كې د پردېسۍ د داسې كاروان په لاره روان شو، چې موخه يې څرګنده نه وه او يوازې د ژوندي پاتې كېدو په موخه د تيارو په ګړنګونو يې په ډېر ځيركتيا قدم پورته كاوه؛ نو ځكه هغه د ماشومتوب بې پروا كليوالي ژوند ته د اروپا په رڼاګانو او ښكلا غوره والى وركوي؛ لكه، چې وايي:
د وطن سپېره مــــــــــــخونه خواږه لګي
د يورپ ښكلي مخونه دي قدغن شي
په پام كې نيولى او د بحر او ريتم د ورته توكو په ليكه يې د شعر ناوې سينګار كړې ده؛ لكه، چې وايي:
عــــــــــشقه لېونى دې كړمه زه هجران كې وسومه
وصل ته مې زړه وي خو په دې ارمان كې وسومه
د هيښتيا وړ خبره خو داده، چې د هغه د ډېر كم عمر سره سره هغه د شعر د هنر په لاره داسې پاخه ګامونه پورته كړي دي، چې ټول مفاهيم او تركيبونه د شعر په قالب كې هم د بڼې او مضمون له نظره غوره او پر ځاى دي. دا شعر د هغه د لوړ خيال او فكر ښه انځور دى:
لوپټه له مــــــــــــخې لرې كړه شېرينې
راته وخـــــــــانده په مينې مينې مينې
د پښتو د دېوال سيوري ته به كښېنو
سره وبه كړو خــــــبرې سپينې سپينې
خالد په رښتيا سره راتلونكي ته هيله مند و هغه د خپل كنډر كنډر او وران هېواد جوړولو ته سخت مينه وال و؛ نو ځكه يې وايي:
خـــــــــــــالده ما خو داسې اورېدلي دا رښتيا ده
چې هرې تورې شپې پسې راتلونكى دى سهار
ما غوښتل، چې زه هم يو شعر د هغه په ژوند ورډالۍ كړم؛ خو دا چې زما او د هغه په ژوند كتنه ونه شوه؛ نو زړه مې نه غواړي، چې په مړينې هغه ته شعر ووايم.
خالد ځوان و؛ خو د هغه احساس او درك د ځوانۍ په سرشاره او بې پروا پړاو كې د هېواد د حالاتو څخه بې خبري نه ښودله هغه د پردېسۍ څپېړې وهلى و؛ خو د ناهيليو په توپان كې خپل هوډ او اراده ځواكمنه ساتلې؛ لكه، چې وايي:
چـــې رايادې خـــــــاطرې د خپل وطن شي
د يورپ جـــــامې مې ځان پورې كفن شي
بـــې وطنه پادشـــــــــــــاهي هم مزه نه كړي
كــــــــه په تخت د زاړه روم يا د لندن شي
ماته د خالد د سوچ او ذهن ځواك هغه وخت څرګند شو، چې وروسته د 18 كلونو څخه مې د هغه سره دده د مړينې نه يوه مياشت مخكې په كابل كې وليدل، ماته يې د تېر ژوند د ناخوالو داستان، چې وايه؛ نو كه له يوې خوا د هغه ددغه تريخ داستان په ويلو سره خواشينى شوم؛ نو له بلې خوا د هغه هوډ، ارادې او هغه احساس، چې يې درلود، دېته وهڅولم، چې كه خير وي د علي ګل پيوند او حضرت ګل بارګامي د كورنۍ نيالګى به د خپلو مشرانو ځاى نيسي، زما سره يې ويدويي مركه وكړه او ويې ويل، چې دا به زه په مسكو كې افغان فرهنګيانو ته وړم او هغو ته به يې ښايم، چې د بلې كتنې په هيله مو هغه ليدنه پاى ته ورسوله؛ خو درېغه، چې همدا زما او د خالد وروستۍ كتنه وه او بلې ناستې ته مو وار برابر نه شو.
په پاى كې به دومره ووايم، چې د خالد دا شعري غونډه كه څه هم لوړ شعري ارزښت لري؛ خو ددې شك نشته، چې نيمګړتيا ونه لري، ولې د خالد د شعر خواږه دومره زيات دي، چې نيمګړتيا په ځان كې وركوي.
اروا دې ښاده وي او ياد دې تل زموږ په سينو كې پاتې وي.

داد محمد رسا