د پښتو ژبې د تكړه او خوږ ژبي شاعر ښاغلي سيد رحمان وګړپال شعر، چې د خالد بارګامي په ياد كې يې ليكلى دى:

خـــــالده

اى زما تنه زما روح زما ايمان خالده
څنګه دې پرېښودل ماتم كې ټول ياران خالده

تا خو چې تللې ماسره دې خداى پاماني ونه كړه
خلك چې ځي پالي خو ټول خپل او خپلوان خالده

زما د سترګو اوښكې نه تلې خو نن نه پوهېږم
د تا په مرګ مې اوښكې راغلې په ګرېوان خالده

تل به دې ويل د وطن خاوره مې په سر وشيندۍ
تا د كونړ د خاورو كړى و ارمان خالده

كاشكې چې كړى دې و ماته يوه ورځ انتظار
ما به وركړى ستا اجل كې و خپل ځان خالده

هلته به ما ثابته كړې واى دا خپله ياري
چې تانه مخكې زما مړى واى روان خالده

