د ګلونو وږمې
روڼ سبا نسيم روان شو د ګل خوا ته
توره شپه كې نڅېدو د غرونو شاته
ويل مې څه له هر سبا راځې ته بڼ ته؟
ويلې وړم وږمې د ګلو هرې خوا ته
ويل مې دا ښېګڼه چا سره كوې ته؟
ويلې دا د ژوند پيغام ټولې دنيا ته
13- 12- 1369
زما د ژوند د تور ماښام د تورو شپو ملګرې
د بېلتون وخت كې د بې واره اوسېلو ملګرې
د سپين سبا د رسېدو په اميدونو كې مل
د مينې ژوند كې د بېلتون د تېرېدو ملګرې
5- 5- 1367
ستا د سترګو نشه زياته له شراب
لا به كم وي چې لوګى كړم ترې شباب
ته نازونه كړه ستايل يې زما كار دى
يوه ورځ به ترېنه جوړ كړمه كتاب
15- 1- 1370
شنه غوټۍ وغوړېږي سور ګل شي
بختور ګل وي چې ځاى يې په وربل شي
خداى(ج) دې ما هم د جانان د وربل ګل كړي
چې د هر رقيب په زړه باندې اور بل شي
15- 1- 1370
زما د هيلو غوټۍ مخ په غوړېدو دي
د سپرلي وږمې ورو ورو په زياتېدو دي
ورځ په ورځ غوټۍ د مينې سره ګلان شي
په سپرلي كې د يار سترګې د ليدو دي
15- 1- 1370
كه ته ټوله نړۍ پاكه كړې د غم
غم زما سره اموخت لري هر دم
په ليدو يې هر وګړى حيرانېږي
كه څوك وګوري زما د زړګي چم
27- 1- 1370
هلته د ژوندون هيله نڅا كوي
هلته انسانان ژوند په ريښتيا كوي
چېرته چې د سولې مرغۍ الوځي
هلته مينه خوند بيا د ليلا كوي
18- 12- 1369
زمــــــونږ ميكده
زموږ خپله ميكده ده خپل شراب دي
دلته هر څه چې اړتيا وي بې حساب دي
دلته خپله شونډې خپل جام ته رسېږي
دلته هر ساقي په خپل حساب پوهېږي
دلته هر رند د رندۍ په قانون ګرځي
دلته هر كاواك قدمه انسان پرزي
23- 1- 1370
ګل
د پرون شنه غوټۍ وي
د نن چې سور ګل شي
سبا ته پاڼې رژوي
خاورې غندل شي
ژوند هم د ګل په شان دى
هره ورځ يې رنګ بدل شي
ګــــــناه
دلته چې قدم څوك په ريښتيا كېږدي
خلك يې نوم ورله جفا كېږدي
دلته بازار د تهمت ښه ګرم دى
دلته وفا كول يو لوى شرم دى
خدايه ددې ځايه پنا غواړمه
د جانان شونډو نه ګناه غواړمه
7- 2- 70
دا بوى د مشكو د ختن راځي
كه مې بادونه د وطن راځي
په مساپرو وطنوال خوږ لګي
لكه دارو يې په بدن راځي
31- 1- 1370
د نارنـــــج ګل
نن په ښكلي ننګرهار كې د نارنج د ګل مېله ده
ستا ديدن ته مې جانانه ځكه ډېره تلوسه ده
د نارنج د ګلو بوى كې ننګرهار ټول عطرګين دى
بوراګانو جوړه كړې په چمن بيا هل هله ده
18- 1- 1371
ستا يادونه چې راياد شي كله كله
دا ناښاد زړه مې پرې ښاد شي كله كله
كه تا نه وينم نو ياد خو دې رالېږه
چې د زړه بڼ پرې اّباد شي كله كله
17- 10- 1992
پېښور
د مينې زلـــــزله
دا د زړه كلا مې ړنګه ستا د مينې زلزلې كړه
يا د بخت ظالم ګذار و يا خو ورانه زمانې كړه
د يادونو درانه بار مې بې اجله مرګ نصيب كړ
په قبره كې مې زړه تنګه ستا د مينې پلوشې كړه
د وختونو په پنجره كې را ايسار لكه توتي شوم
دا تعدا د هسك نه وشوه كه د مينې تلوسې كړه
24- 7- 1371
شو ننګرهار پاتې بهار پاتې شو
د سترګو تور د زړه دلدار پاتې شو
شوم بې وطنه خپل پښتون وطن كې
ژوند رانه پاتې ټول قرار پاتې شو
21- 2- 1371
پېښور
چې نظر مې په روا او ناروا شي
په يو رنګ راته ښكاره غل او پاچا شو
د ريښتياوو او د دروغو تميز نه كړي
پروا نشته كه برباده دا دنيا شي
22- 2- 1371
پېښور زرګر اّباد
د زړه په قبر د وفا ډيوه بلېږي د سينې په هديره كې
ذهن هم نن راته راوړل څو يادونه په تحفه كې
د خوږو شپو څو خوږې خوږې كيسې هم پكې وشوې
عقل سر نه كډه وكړه ترې روان شو جنازه كې
2- 2- 1371
اوښكې بې رنګه دي اشنا څه پرې ليكلى نه شم
ليكم په وينو باندې ليك زړه صبرولى نه شم
سترګې مې ستا لارې څاري وايم چې كله راځې
ياد دې جانانه د خپل زړه څخه وېستلى نه شم
31- 1- 1370
يوه شېبه ديدن كړم ليلا مه مې ځه له خوا نه
يو وارې شونډې راكړه چې خوشاله شم جانانه
د غم په دنياګۍ كې اوسېدلى تل تنها يم
په غېږه كې اّرام راكړه زما د زړه ارمانه
27- 1- 1371
د زړه خبرې مې په خولې نه راځي
چاته مې خولې باندې ګيلې نه راځي
دښته كې پروت يم دايم كله راځي
په دغه لاره قافلې نه راځي
28- 11- 1370
سبا ته بيا ورځ د ديدن ده زه به يار ووينم
په ښكلو سترګو كې به بيا د حسن ښار ووينم
خير دا د وخت ګذار به هم وزغمم ستا دپاره
غواړم په سره ډولۍ كې تا يو ځل سينګار ووينم
13- 10- 1370
چې په رنګ ددې نړۍ څوك غلط نه شي
په هغه انسان به غم مسلط نه شي
د نړۍ په هر يو رنګ كې يو نيرنګ دى
تش په يو كتو كې پام كړه غلط نه شي
1- 2- 1993
روسيه پتر بورګ
چې په چا باندې شي تور د مينې پورې
خلك كړي ورپسې زر خبرې نورې
روغ سړى باسي بيديا ته چې مجنون شي
كه هر څو ځان بچوي د عشق له سيوري
28- 5- 1370
راشه نذرانه ستا د ديدن مې اېښودلې ده
ټوله نړۍ ستا په تمه اوس ما پرېښودلې ده
ته د قدرت هغه ابتكار يې چې ښكلا لرې
ستا ښكلا سپوږمۍ هم په ښكلا باندې غندلې ده
15- 5- 1370
ته زما د مينې دنيا ته مې اميدونه يې
ته مې د زړګي ټوټه يې ته مې هوسونه يې
ته مې د زړګي محفل كې شمعه د اميد شولې
ته مې د دردمند زړه اواز ته مې فريادونه يې
2- 12- 1368
كله چې زه يار ته د بڼو لاندې كتل كوم
نه پوهېږم ولې د خپل زړه عذابول كوم
زما د محبت هنګامه ګرمه ښه ده ګرمه ښه
تل يار ته دعا كړم نه ښېرا او نه ښكنځل كوم
10- 3- 1370
د سپوږمۍ رڼا ته څېرمه
د ليلا سره په څنګ كې
چې غم نه وي
غېږ په غېږ
شونډې په شونډو
ژوند هغه وي بې ارمانه
1- 5- 1370
كه په ژبه يې هر څو وي ښې خبرې
چې ناپاكه زړه لري درومه ترې لرې
چې په يو دوه ځل خبره څوك پوه نه شو
هوښيار نه وايي اوښانو ته سندرې
10- 7- 1370
لكه د مني زېړه پاڼه د باد ساز ته ناڅي
لكه بېلتون ځپلى قيس د يار اواز ته ناڅي
هوا راوړي د ليلا څخه خبر مجنون ته
د بيديا شګې د مجنون د عشق انداز ته ناڅي
9- 7- 1370
مينه، مينه چې څوك كړي هغه خوارېږي
ميينان همېش ځورېږي او كړېږي
چې د چا برخه ليك درد او كړېده وي
د هغوى ژوندون په هېڅ رنګ نه رغېږي
23- 8- 1370
څو خاطرې مې په زړګي كې شته دي
ارمان مې نشته دا دنيا فاني ده
نه ساتم زړه كې هېڅ هوس د ښكلو
ځكه د ښكلو خو ښكلا فاني ده
9- 8- 1370
لكه چې سپينې ورېځې توره شپه كې تورې ښكاري
داسې په مينه د بېلتون خبرې سپورې ښكاري
چېرې غوټۍ په غوړېدو وي هلته نه ځي خزان
زمونږه ملك كې د ژوندون خبرې نورې ښكاري
12- 3- 1370
مينه يې كړم له چانه ډار نه كړم
زه يم مين بې مينې كار نه كړم
اشنا چې هر څومره جدا وي رانه
زه يې خاطر ساتم انكار نه كړم
21- 6- 1368
يا به جام د شونډو واخلم د ګلفام نه
يا به تېر شمه د مينې د انجام نه
كه يې جام راكړ نو سر به ورنه ځار كړم
كه نه تېر يمه له دغسې اّرام نه
15- 12- 1370
جام مې پورته كړ او ياد مې خپل جانان كړ
په سجده شومه او ياد مې لوى سبحان كړ
د يوه هم سود رانغى نه د خداى(ج) نه د جانان
لا همغسې مې شپه وه د بېلتون او د هجران
6- 5- 1370
اى د ميو جامه نن جانان رانه خپه شو
نن راسره مل شه چې نن شعر رانه ګيله شو
ښكلې مې په مينه چې نن بيا راغلله غېږې ته
بل چاته مې پام و چې جانان مې سره لمبه شو
9- 2- 1370
قـــــــــلم
كاغذ اوښكې وچولې د قلم
ويلې مه ژاړه زما ويرجن صنم
خو قلم د يار بېلتون انځورولو
ويلې څه كړم د جانان د مينې غم
11- 11- 1369
د شنو درو وطن
چې ښايست يې په جهان كې ليدى نه شم
دا د شنو درو وطن افغانستان دى
پښتانه په كې اوسېږي زمونږ كور دى
اتلواله كې يې نوم په ټول جهان دى
6- 9- 1367
نه ګيله لرم د ژمي نه خزانه
نه خفه يم د سيلۍ نه د طوفانه
نه د چا په ناكامۍ او بدو خوښ يم
بې له خدايه وېره نه كړم له بل چا نه
13- 1- 1368
پښتونـــخوا
كه په مينه د پښتو باندې سنګسار شم
زه پښتون يم پښتونخوا له تا به ځار شم
په كږو سترګو چې تاته نظر وكړي
د هغو سترګو په منځ كې به زه خار شم
9- 6- 1369
دلته
دلته خاوره د پښتو ده
دلته هر څه د پښتو دي
دغه مېنه د جرګو ده
دلته هر څه په جرګو دي
د جګړې نه يې زړه تور دى
كونډې رنډې په زارو دي
تور پړوني لا ډېرېږي
دغه زېري د جګړو دي
15- 4- 1369
پسرلـــــــــيه
په چمن پسرلى راغى
د صحرا لمنې شنې شوې
د ګلونو موسم بيا شو
هره خوا نړۍ زرغونه
پسرليه ستا په غېږ كې
زما څو هيلې ايرې شوې
نن مې بيا څو جنازې
د لحد په حواله شوې
ستا په هر رنګه خوبۍ كې
زمونږ برخه هديرې شوې
تانه نه غواړم ګلونه
راله مه رژوه ګل
ته د ژوند پيغام راوړونكى
ولې مونږ ته جنازې شوې
ماته ګل د سولې راوړه
د اغزو ګېډۍ به څه كړم
د خيال شعر له برېښه نه وو
نن د درد سوې نغمې شوې
24- 1- 1370
غــــــــندو
زمونږه لاره ده د روغې جوړې مينې ورورۍ
چې زمونږ لار نه مني هغسې فكرونه غندو
چې د دنيا په مينه مينه د انسان خرڅوي
كه د مسلم وي كه كافر دغسې زړونه غندو
كه په كې نه وي افغاني غرور د خلكو مينه
بې مينې زړونه او بې ځايه غرورونه غندو
د جهالت توره تياره كې د ړندو په څېر
د څو ناپوهو د تياره ذهن خيالونه غندو
12- 12- 1369
احساس مړ دى كه مړه شوي انسانان دي
په دې ځمكه انسان ژوند كړى كه وحشيان دي
په هر ځاى وينې تويېږي دا په څه د انسانانو
دلته شته د چا خواخوږي كه له سره يتيمان دي
18- 11- 1370
ملنګ جـــــان
ستا د شعر رڼا چې تللې په كوم خوا ده
راته ښكاري هغه سيمه پښتونخوا ده
دا خوږه نغمه چې راغله تر غوږونو
روح افزا د چا د مينې كه ليلا ده
چې د غه خپله جنازه په اوږو تل ګرځوم
جانانه ستا غم به د ذهن سره مل ګرځوم
ما د بېلتون لارې ليدلې ډېر هوښيار ګرځمه
چې زه پرې تاته در رسېږم د هغو لارو په پل ګرځوم
9- 2- 1993
پتر بورګ دريليوا كوڅه
رانه پاتې غم ښادي د خپل پردي شوه
چې مې برخه د خپل ملك مساپري شوه
د وطن ښې خاطرې زما يادېږي
د وطن نه جدايي مې مجبوري شوه
29- 3- 1993
بيلاروسيه ګوميل
كـــــــنړ ته
اى زما د سترګو توره
اى زما كنړ سمسوره
راته وايه د زړه حال ته
د ترخو يادو احوال ته
ستا سپېڅلي ماشومان چا
ستا سپين ږيري او ځوانان چا
ستا د شمعې پتنګان چا
ستا چمن كې بلبلان چا
چا په وينو ولړل
تور پړوني چا زيات كړل
د سپېڅلو شهيدانو
د پاك نيته خادمانو
جنډې وسولې په اور كې
كلى كور ستا ګډ په شور كې
هنګامې د غم خپرې دي
ستا په شاوخوا درو كې
بيا د جنګ د اور لمبې دي
ستا په دښتو او ميرو كې
بيا ستا مينه په جوش راغله
زمونږ پلو او په رګو كې
ننګرهار به كړو اّزاد مونږ
بيا درځو دا ستا په لوري
دښمنان به كړو برباد مونږ
بيا درځو دا ستا په لوري
ته ښايسته ماته يونان كې له اتنه
ته يې ګران ماته په چين كې له ختنه
په ښكلا كې كشمير كله در رسېږي
ته يې خوږ په انګلستان كې له لندنه
ستا د خاورو نه جوړ شوي خړ كورونه
وركوم نه په سپين كاخ د واشنګټنه
بيا هم ستا په لور روان يم
اى زما خوږه وطنه
تا به كړو اّباد له سره
اى زمونږ وجود او تنه
20- 2- 1368
اى د مينې ياره تل به ګرځم په اغزو باندې
ستا د ديدن خيال به همېشه وړم په مغزو باندې
زړه مې ناقراره دى ننګرهار راته يادېږي
څه به مې تېرېږي په ننګرهار كې پښتنو باندې
15- 4- 1993
پتر بورګ
لاړ شم خيال كې ښكلي ښارد لېونو ته
په كې وكړمه نرر زه د مينې خاطرو ته
يو وخت زه هم اوسېدلم په دې ښار كې
اوس يې ګورمه دې ورانو كنډوالو ته
د تنكۍ مينې په ياد يې يم راغلى
لټوم رڼا د مينې تورو شپو ته
21- 3- 1993
غـــــړند ګل
په زړه خبرې مې هوښيارې نه دي
د سترګو اوښكې مې بېكارې نه دي
د شرم څلى راته مه جوړوه
د غم سندرې مې بې لارې نه دي
زه به دا ستا په مينه څه وكړم
د رقيب هيلې چې لا چارې نه دي
د غړند ګل په څېرې سر ټيټوې
جانانه سترګې دې خمارې نه دي
18- 2- 1998
روسيه
ډار
خير كه زه د لېونتوب په كوڅه لاړم
د ښكلا د پېغلې كور راته معلوم شو
زه نظر د لرې لرې پرې لرمه
نږدې نه ورځم ډارېږم
ډېرې سترګې راپسې دي
چې ډوب نه شمه وېرېږم
1- 5- 1995
شوندې رپېږي د ليلا د شونډو ست غواړي
سترګې ژړېږي د ليلا نه محبت غواړي
نن مې دا دوه مصرۍ زړګي ته مركه جوړې كړې
واوره اشنا ستا نه د مينې صداقت غواړي
اشـــــــنا
راشه چې دواړه سره كېنو اشنا
يو څو خبرې سپينې سپينې وكړو
د زړونو پټې غوټۍ وبه سپړو
د پردېسۍ كيسې په مينې وكړو
6- 6- 2004
د جنونه مې د مينې ياد بيدار كړي
په ما ظلم ستا د مينې دا ريبار كړي
سترګې پټې كړمه خداى(ج) ته زاري وكړم
چې نظر كې راته جوړ تصوير د يار كړي
نه پوهېږم څه ګناه به مې وي كړې
چې په خيال كې دې خداى(ج) بند په ما ديدار كړي
نن عجيبه شان احساس راپيدا شوى
ستا اّواز مې په غوږونو كې سنګار كړي
كه دې يو ځلې ديدن زما نصيب شو
زما خوار زخمي زړګى به پرې قرار كړي
ځه خالده ځولۍ نيسه خداى(ج) رحيم دى
كېږي ستا په برخه هم د ديدن وار كړي
13- 6- 2000
مسكو
د زړه كيسې
كه ميخانه شته نو رندان خو د وژلو نه دي
كه غريبي شته غريبان خو د رټلو نه دي
د ژوند په كمه فاصله كې مې ډېر څه وليدل
زما د زړه كيسې عالم ته د كولو نه دي
په كومه لاره روان كړى برخه ليك يمه زه
د څه ګناه ده چې توبې د قبلولو نه دي
د خاطر كلى مې وران شوى په كې هېڅ هم نشته
د فكر ورانې كنډوالې د جوړولو نه دي
كه ژوند همدا وي چې ته هغه مه كړه دا مه كوه
د ژوند نه تېر يم دغه شپې خو د كولو نه دي
خالده صبر كوه دغه شپې به ښې شي اّخر
كه اوښكې نه وچېږي سترګې د وېستلو نه دي
31- 5- 2001
مسكو
انتــــــظار
ستا انتظار تل د راتلو كومه
مينې ستا لاره په لېمو كومه
چې ته رانه شې هيلې وسوځېږي
ځكه اصرار دې د راتلو كومه
چې په بوسه باندې ملكونه بخښم
خير دى كه ژوند د لېونو كومه
ماته ژوندون هم يو پېغور ښكاري
چې په ديار يې د پردو كومه
زما خو مينه پښتنه خوښه ده
ځكه يې تل خيال د پښتو كومه
د راديو څپه شه راشه چې دې واورم
بوڅ غوږونه ستا د غږه پسې ژاړم
د سپين غر د غاړكۍ له غمو سپينې
څو به لارې ستا ليدلو پسې څارم
وينـــــم
مينه دې ښكلې په لېمو كې وينم
رضا كېدل دې په پلمو كې وينم
ته چې راوګورې زما په لوري
بيا نو نشه هسې اوبو كې وينم
څو به زما او ستا په دې جګړه وي
چې زه تا خپله په پردو كې وينم
په ميينانو باندې تور لګوي
څه رواجونه پښتنو كې وينم
تا چې مخ واړاوه د بل په لوري
ځكه خالد په لېونو كې وينم
تپــــــوس
لاړې پاتې شوم يوازې
خپل قسمت سره په لارې
اوس به چاته زه نظر كړم
چې تا توكړې راته لاړې
په ګناه مې زه پوه نه شوم
چې ته څه راځنې غواړې
مينه
سر په مينه كې د مينې فكر كړي
قلم ځكه يو د مينې ذكر كړي
د هغې زلفې بالښت شوې زما سر ته
چې زما په زړه د نازه چكر كړي
ما د غم په اوښكو لوند كړ تر سهاره
څوك مې كله لوند ګرېوان ته نظر كړي
ما ويل يار به تر قيامته راسره ځي
خبر نه وم چې يوازې سفر كړي
چې د مينې يار دې نيمه لار كې پرېږدي
څوك به څنګه پسرلى يا اختر كړي
21- 9- 2001
ګــــــيله
د برخې ګيله مند يمه چې شوم په بل ديار
پرده مو ده ساتلې همت غواړم له غفار
زما چې شي ساه تنګه يو مطلب ځانته پيدا كړم
چې شاوخوا ته ګورم زړه مې ډك شي له اّزار
چې مور مې په ژړا شي ځاى مې ورك شي په دې ځمكه
په سمه به روان يم رانه وركه به شي لار
خالده ما خو داسې اورېدلي دا ريښتيا دي
چې هرې تورې شپې پسې راتلونكى وي سهار
2003
په ژړا مې نه پوهېږي شاوخوا
په پردي ملك كې پردى لرم اشنا
مينه ما ورسره كړې پښتنه ده
خير كه پوهه نه شوه په دې زما ليلا
ښايسته ګلونه چې ماليار نه لري
لكه ماشوم چې مور او پلار نه لري
زمونږ په بڼ كې غوټۍ غړندې شوې
يا ماليار نشته يا پې كار نه لري
وطـــــــنه
نور به وچوي زړه مې ډك دى له ګيلو نه
پس له دې ځنې توبه كړم د توبو نه
خوږ وطنه غوږ شه حال د پښتنو ته
چې بېل شوي ستا د خاورو د كوڅو نه
ستا لمنې ته يې اور د نفاق واچاو
هديرې يې درله جوړې كړې بڼو نه
په نامه د سړيتوب به ارته غېږه
خلاصوي وطنه تا دوى د سړو نه
ځار وطنه ستا له غمه ځان راويښ كړه
د پردو لاسونه لنډ كړه چې خلاص نه شې د پښتو نه
14- 10- 2002
ستړى مه شې
پسرليه ستړى مه شې
زه دې نه وم منتظر
ته له كومې خوا نه راغلې
ولې زه نه وم خبر
ته تنها يې پسرليه
كه راوستى دې دلبر
14- 8- 2003
جام د شرابو راته واچوه
چې مې په لار كې ميخانه نشته دى
سفر مې ډېر اوږد دى
او زما زړه كې حوصله نشته دى
پښتو ژبـــــــه
نشته ژبه چې خوږه وي د پښتو نه
نشته خلك چې ترخه وي پښتنو نه
خدايه(ج) عقل ورته وركړې چې تباه شول
دوى خپل نه شي بېلولى د پردو نه
تر هغو به له ګړنګه راغورځېږي
چې تر څو نيسي يو بل دوى له پښو نه
3- 3- 1372
څـــــوك يو
مونږ رندان نه يو چې تمه له ساقي كړي
مونږ ساقيان يو د رندانو په وطن كې
بلبلان نه يو چې هسې ګلان ستايي
مالياران يو د ګلونو په چمن كې
نه ډارېږو له ټوپكو نه له تورو
پښتنه وينه چلېږي مو بدن كې
چې هر كله ګناه وغواړې زما نه
زه تيار يمه زما د زړه جانانه
ستا په مينه كې بري برخه زما ده
زه پوهېږمه په دې له ډېر پخوا نه
11- 8- 2003
شــــــپه
بيا شپه راغله زه يوازې شوم بستر كې
بيا به ګرځي ستا خيالونه راته سر كې
د بېلتون شپې په فكرونو لنډومه
بيا به خوب كې لټوم تا سمه غر كې
برخه ليكه غواړم ووينم نن ستوري د نژدې نه
څو بڼكې د پرواز لپاره غواړمه وزر كې
22- 4- 2003
ســـــــتونزه
لاره نشته مخ ته تګ به راته ګران وي
نه پوهېږمه په كوم ځاى به جانان وي
راشئ اوښكو چې زړګى خو مې لږ سپك شي
په ژړا باندې د درد زغمل اسان وي
د رقيب كلي ته څېرمه لاره ورك يم
كه ناكام شم په خندا به زما واړه رقيبان وي
زه له وخته لېونى يم
زه له بخته لېونى يم
دا چې وچې شونډې ګرځم
د ژوند سخته لېونى يم
هغه ښكلي چې نازېږي په ښكلا
سبا نه لري د نن كوي سودا
تل د ځان سره د ځان په غم اخته وي
نه د چا فكر كوي او نه پروا