ړونــــــد
دا څه پسرلى دى چې ګلونه پكې نه وينم
څه ننداره ده چې رنګونه پكې نه وينم
ګورمه زه چې د نړۍ انسانان څومره بد دي
كلو كې لاره كړي د عصر لېوان څومره بد دي
انسانيت په بينا سترګو باندې نه شي ليدى
دغه بې مينې او ړانده بينايان څومره بد دي
زما نړۍ د خيال انځور دى فسادونه پكې نه وينم
يوه بې رنګه ننداره ده چې رنګونه پكې نه وينم
دوى په خبرو يو د بل څخه ښاغلي ښكاري
ورسره كېنم چې په زړه راته داغلي ښكاري
دوى په ګيلو ګيلو نړۍ څخه زړه توري كړمه
خو په باطن مړاوي ګلان راته اغلي ښكاري
زه په خبرو كې تېروځم عملونه پكې نه وينم
بې رنګه ژوند دى هېڅ رنګونه پكې نه وينم
27- 10- 1370
د شـــــعر ښكلا
د ليلا د يارانې اخر همدا وي
چې مين يې په بيديا باندې رضا وي
روغ انسان د لېوني په شانې ګرځي
چې د مينې په جادو څوك مبتلا وي
نه يې خلك نه يې كور كلى خوښېږي
ځناورو په څېر څېرمه په صحرا وي
رنګ يې تك تور لكه اور كې چې وي سوى
مدام خداى(ج) ته په زاريو په دعا وي
ورنه غواړي خپله مينه
كله سوال كله ژړا وي
د ليلا د عشق جنون كې
د مجنون دغه دنيا وي
قيس مجنون شي لېونى شي
همدغه د وخت سزا وي
د مجنون د مرګه وروسته
د هغه ياده وفا وي
د ليلا او مجنون مينه
د شاعر د شعر ښكلا وي
28- 9- 1370
ســــودا
په خندا كې په ژړا شوه
با وفا وه بې وفا شوه
لاس يې ووېستو د غاړې
بې حيا وه باحيا شوه
نېغې سترګې يې كړې ټيټې
ناڅاپي خپه ليلا شوه
ما ويل ولې ژاړې ښكلې
څه ګيله دې بيا له ما شوه
ولې شوې له غېږې لرې
مينه ستا ولې بلا شوه
ويلې لاړ شه خيال مفلسه
ستا تش جب ته مې سودا شوه
11- 2- 1370
د نرګـــــس حسن
د غاټول ټوله ښكلا
د يار له نازه لوګى
د نرګس سپين حسن هم
ستا له اندازه لوګى
د ميو ډك خومونه
د ساقي ټوله هستي
د شوره ډك سرونه
د نشو ټوله مستي
ستا په خندا كې نغښتى
د يوه سازه لوګى
د نرګس سپين حسن هم
ستا له اندازه لوګى
د ځوانۍ ټول غرور
د غيرت ډك زړګى
د وجود جوړه خونه
د عظمت ډك كورګى
د يار په نرمه ژبه
د يو اّوازه لوګى
د نرګس سپين حسن هم
ستا له اندازه لوګى
9- 7- 1370
ژونـــــد
شين چمن واى د ګلانو
ډله جوړه د مستانو
په نړۍ كې هېڅ غم نه واى
محفل تود واى د رندانو
هغه وخت به ژوند ژوند ياد شي
هغه وخت به ژوند اّباد شي
بچ د غم د تاړاكونو
لرې لرې د دردونو
مينه وپېژني هر څوك
زړه شي تش له ارمانونو
هغه وخت به ژوند ژوند ياد شي
هغه وخت به ژوند اّباد شي
د انسان ژوندون هوسا وى
زړونه پاك د هر يو چا وى
غم او وېره نه وى زړه كې
درد زبون ورك په دنيا وى
هغه وخت به ژوندون ښاد شي
هغه وخت به ژوند اّباد شي
12- 8- 1370
شـــــكايتونه
زما غم رانه هېر كړي دي شعرونه
درد ځپلى يمه نه وايم حالونه
بيماري مې د دردونو حال نه وايي
دردوي مې همېشه خواږه يادونه
خاطرې مې لا ژوندۍ دي په زړګي كې
خو افسوس ليكلى نشمه نظمونه
درد د مينې او هجران يو بل كې تاو دي
ښكاري دا چې مې ډوبېږي غزلونه
د درې كاله نه مې پس قلم را اخيستى
لومړى كار مې شو ليكل شكايتونه
20- 9- 1995
په يورپ كـــــې
ناولتوب ته مينه وايي خلك دلته
چې شراب وڅښي دوا كوي يو بل ته
غولول دلته رواج په هر قدم دي
اوښكې قدر نه لري پردي او خپل ته
چې پيسې وركړې بادشاه يې هم خرڅېږي
بې ګناه وژني سلام به كوي غل ته
په كوڅو كې به خواره واره پراته وي
د شرابو سيند راوړي وي ساحل ته
چې رايادې خاطرې د خپل وطن شي
د يورپ جامې مې ځان پورې كفن شي
بې وطنه بادشاهي هم مزه نه كړي
كه په تخت د زاړه روم يا د لندن شي
د و طن سپېره مخونه خواږه لګي
د يورپ ښكلي مخونه دې قدغن شي
3- 2- 1993
خــــپل وطن
د روسيې په سړه خاوره كې ايسار يم
غواړم ووينم پيتاوى د خپل لمر
بې احساسه او سړې كوڅې د واورو
ځار د واورو چې پرتې دي په سپين غر
د بې ستورو اسمان لاندې شپې تېرېږي
په ما بد لګېږي دلته مازديګر
د كنړ د سيند اوبو نه يو ګوټ راكړئ
خراب كړى مې مسكو اوبو ځيګر
اّرام ژوند د پردېسۍ كې لېونى شوم
رايادېږي راته خپل وطن كې شر
15- 1- 2003
د نرګـــــس ګلونه
په يو لرې شان صحرا كې
د پراخ سمندر څنګ ته
د نرګس ګلونه شنه وو
په خندا خندا هر لور ته
په موسكي نظر كې مينه
په هر چا پېرزو كوله
ما هم پرانيسته ځولۍ د خپل نظر
پكې رايې كړله مينه
مينه مينه مينه
15- 4- 1369
ننګرهار درونټه
هـــــيلې
د سبا نسيم يې غوږ ته زېرى راوړ
چې به بيا غوټۍ ګل كېږي
انتظار نور ختم شوى
په چمن به خوشبويي شي
شنې غوټۍ به سره ګلان شي
چې په هيلو د سبا وې
اّه چې ژوند ته هوسېږي
13- 9- 1369
ننګرهار درونټه
پښتنـــــې
چې مين دې په رخسار شوم پښتنې
ستا د ښكلو سترګو ځار شوم پښتنې
د ليدو په قدر ستا نه پوهېدمه
په ارمان ستا د ديدار شوم پښتنې
بې وطنه ژوند د مرګ ارمان راوستى
لېونى په بل ديار شوم پښتنې
تاته مخامخ كتو كې څه اثر و
انكاري وم په اقرار شوم پښتنې
په خوږو د ژوندون ځكه اوس پوهېږم
خالد ستا د غاړې هار شوم پښتنې
15- 1- 2003
وفــــــا
كه صداقت كه دې وفا زړه كې وي
جانانه زه هم جفا نه غواړم
د مينې اور كه دې په زړه اثر كړي
ما هم د مينې زور ليدلى اشنا
كه خوله دې غلې ده نو هم پوهېږم
په چپو خولو كې ډېر رازونه پټ وي
سترګې دې هم راته خبرې كوي
خير كه سينه كې اوازونه پټ وي
15- 6- 1367
چې ستا په شونډو كې موسكا خپره شي
زما په زړه كې تمنا خپره شي
ښايست دې زر ځله نور هم زيات شي
چې په څېره كې دې حيا خپره شي
14- 9- 1367
درونټه ننګرهار
بــــــرخه ليك
خداى(ج) پيدا كړي تور او سپين انسانان
څوك بې كتابه څوك د دين پيروان
دغه وېشنه د الله(ج) ده چې څوك څنګه څنګه
څوك پروت په ځمكه څوك اوچت تر اسمان
8- 10- 1369
شــــاعر
زه شاعر يم ما ليدلې دا دنيا ده
د څپې په شان يې مينه بې وفا ده
زه نړۍ لټوم چې پاتې په وفا وي
نه چې مينه يې په رنګ ددې دنيا وي
2- 7- 1369
تـــــېر شو
زما خو عمر ستا د وصل په ارمان كې تېر شو
د طوفاني بېړۍ په څېر تل په طوفان كې تېر شو
د غم څپېړو مې په مخ باندې داغونه ايښي
د زخمي زړه طبيب مې لاړو په خپګان كې تېر شو
6- 7- 1367
ګــــرځم
د مينتوب ساقي د مينې جام راكړه
چې په ارمان يې زه ژوندى ګرځم
د ښكلو سترګو نه الهام راكړه
چې يې په مينه خندنى ګرځم
وخوړه ځواني د مينې غم زما
د وصل شپې پسې ګړندى ګرځم
27- 6- 1367
د ګلونو پسرليه راشه راشه
په راتلو دې مست بلبل شي
چې د زړه غمونه لاړ شي
چې د مينې غوټى ګل شي
22- 9- 1369
انتــــظار
ستا انتظار په ما ماتم راولي
هره ګړۍ راته يو غم راولي
هر ګړۍ د ګودر لارې څارم
چې به مې كله خداى(ج) صنم راولي
3- 6- 1369
د عــــــشق ګناه
عشقه لېونى دې كړمه زه هجران كې وسومه
وصل ته مې زړه وي خو په دې ارمان كې وسومه
مينه يو عذاب دى د ژوندون لار كې
خدايږو زه په دې عذاب كې وسومه
خلك د ځوانۍ نشه كې مست ګرځي
زه د عشق ګناه باندې په خپل شباب كې وسومه
6- 4- 1367
بربادي خو دغه نه ده چې به مړ شم
هغه ورځ به زه تالا يم چې بې تا يم
وصال نه غواړم ديدن خو به مو وشي
بې ديدنه په مرګي باندې رضا يم
7- 10- 1370
خـــــوږې شېبې
برايي يې سترګې ښكلې ښكارېدلې
مخامخ يې نه كتلې شرمېدلې
تورې زلفې يې په ولو راپرتې وې
نرمې شوندې يې بې واره رپېدلې
د يار سترګو كې عجيبه شان ځلا وه
د وصال په شپه كې شمعې بلېدلې
غېږ په غېږ خوږې شېبې د يار په څنګ كې
د برېښنا په شان په پړق كې تېرېدلې
د وصال د شپې سهاره څه دې وكړه
څو شېبې دې په ما نه پېرزو كېدلې
6- 9- 1367
چې د ذهن په هينداره كې مې ستا تصوير ښكاره شو
ساده زړه مې د ژوندونه اّهواره شو
دا به هم د كوم يو چا سپېرې ښېرا وې
چې ليدل دې بس يوازې خاطره شو
7- 11- 1370
خــــــيال
كله خال د يار د مخ شم
كله خيال د يار د مخ شم
چې يار شمعه شي پتنګ شم
د بېلتون له ژونده تنګ شم
يار چې ګل شي زه بلبل شم
يار چې مينه شي غزل شم
31- 3- 1369
ګل او بلبل
نن بيا شو بلبل مست ستا په ليدو
اى ګله ستا خندا كې بلبل څه اثر ليدو
چمن كې سرو ګلونو ته د مينې نغمې بولي
مين چې په ګلونو دى بلبل په چغېدو
اختر به و جوړ شوى بيا د مينې پسرلي كې
نو ځكه بلبل ژر ژر په چمن راڅرخېدو
23- 4- 1369
نن يې په سرو شونډو خندا نه وه
نن يې مستي او ناز ادا نه وه
پرون يې مسته په خندا دنيا كړه
نن هغه مسته شان ليلا نه وه
20- 4- 1369
ګلونه په خندا شول پسرلى راغلى دى
د سولې سره يو ځاى ګلالى راغى دى
سپړلي يې ګلونه د ورورۍ زموږه زړو كې
د مينې او ورورۍ شين شينلى راغلى دى
30- 3- 1369
زما مينه د جنون ده خو خطا نه ده
چې هر ګل بويوي د هغه چا نه ده
چې د هرې ښكلې مخ پسې نظر كړي
د هغوى مينه ريښتيا چې وفا نه ده
20- 3- 1369
اى د خوږ ژوندون پيغامه
اى د خوږ ژوندون ارمانه
تا كې شته دي ډېر خوندونه
اى د مينې خوږ دورانه
29- 6- 1367
كه هر څو اوښكې ودرومه نه ودرېږي
خوار زړګى مې تل دتا پسې ژړېږي
اوښكو جوړې كړلې لارې په رخسار
چې جانان راڅخه ولې جدا كېږي
9- 8- 1369
چې څوك مينه په بهار كړي
په غمونو به ځان خوار كړي
چې كړي مينه په ريښتياوو
ځان به ژوند سره اغيار كړي
26- 5- 1369
ســـــتا ياد
چې ګلان زيات شــــــــي بلبلان زيات شي
چې مستي ډېره شـــــــي خوبان زيات شي
خوبان چې ډېر شــــــــــي لېونيان زيات شي
ستا ياد چې راشي كله په زړګي كې ارمان زيات شي
26- 11- 1369
ګلونه لارې د سپرلو څاري
غمونه لار د خوشالو څاري
سپوږمۍ د شپې د راتلو تمه كوي
سترګې مې لار ستا د راتلو څاري
31- 1- 1376
راغله ژړا چې مې ليلا رانغله
نن يې وعده وه بې وفا رانغله
زه به يې څنګه لاره نه څارمه
پرون رانغله او نن بيا رانغله
28- 4- 1368
زمـــــا نظر
زما نظر كې ټول جهان تياره دى
لكه چې ذهن د نادان تياره دى
نه يې سپوږمۍ او نه يې ستوري ښكاري
په توره شپه كې شين اسمان تياره دى
هسې خو هم دغه نړۍ كې ژوندون
د هر بې كسه شان انسان تياره دى
نن چې مې ستا په نوم قدم جګ كړى
په هر قدم كې مې روښان تياره دى
13- 1- 1370
خيال چې د يار راسره مل شي
په زړه مې اور د مينې بل شي
د ديدن په شېبه يار ته كتى نه شم
په كتو مې ځاى د يار د سترګو تل شي
19- 4- 1369
راته وخانده اى ګله د بهار
ته چې خاندې راته ياد شي ښكلى يار
بې خندا مې په بل كار وس نه برېږي
په ژړا به مې خوشاله شي اغيار
22- 4- 1368
سپرلو كې اوسېدلم ما خزان ليدلى نه و
اشنا وم د چمن ما بيابان ليدلى نه و
د مينې په دنيا كې اوسېدلى وم همېش زه
د يار سره يو ځاى وم ما هجران ليدلى نه و
17- 4- 1368- كابل
خبره مې د مينې تر جهانه رسېدلې
د مينې ولوله مې تر ايمانه رسېدلې
بېلتون زغملى نشمه جانانه ديدن راوړه
د وصل تلوسه مې تر ارمانه رسېدلې
8- 4- 1368
د څو شېبو انتظار راته پېړۍ شي كله
په انتظار انتظار تنګه نړۍ شي كله
د ژمي شپه كې د بېلتون پالنګ هډونه سېځي
يوازې ځان باندې توده د خوار شړۍ شي كله
22- 12- 1370
كه ته سترګې رانه واړوې جانانه
سترګې اړومه زه له دې جهانه
ستا د زلفو په ماښام كې چې شم ورك
هله ووينم سپوږمۍ د مخ روښانه
5- 7- 1370
ستا ديدن راته سور اور شي
ستا نظر چې په بل لور شي
د رقيب سره چې وخاندې جانانه
لاندې ځمكه پاس اسمان مې راته ګور شي
31- 1- 1371
ساقي زه نن درنه صهبا غواړمه
په ميخانه كې بيا غوغا غواړمه
زه دې پيالې سره نن كار نه لرم
كه راكوې ټوله مينا غواړمه
14- 3- 1370
خاطرو كې دې اوسېږم او ژړېږم
له وختونو نه پټېږم او ژړېږم
په تياره كې چې څوك ورك شي پروا نشته
روښنايي كې زه وركېږم او ژړېږم
12- 1- 1371
رابه شي سپرلي ډېر خو بې تا چې وي پرې څه وكړم
وبه وينم ښكلي بې وفا چې وي پرې څه وكړم
خاندي كه دنيا راته له هرې خوا چې ته نه يې
دا نړۍ بې ستا ټوله زما چې وي پرې څه وكړم
13- 1- 1370
چې ستا د زلفو خوشبويي مې په كوڅې خپره شوه
توره تياره د رقيبانو په اسرې خپره شوه
ستا مينه ناكه خندا نن زما په زړه كې ګلې
لكه سور شال د شهيد زړه په مقبرې خپره شوه
8- 1- 1370
نن مې په زړه د ګل وږمه راغله
چې مې ليلا نن په كوڅه راغله
شونډې كه وچې وې خو ومسكېدې
چې د خندا د بڼ څپه راغله
20- 12- 1369
ستا د هوښيار نظر په دام راغلم
راتلم راتلم د عشق په جام راغلم
ما د رڼا په لور تكل كړى و
خو ستا د زلفو په ماښام راغلم
15- 12- 1369