حـــــمد

څومره عظمت لري د خداى(ج) نوم
شان او شوكت لري د خداى(ج) نوم

ژبه يې هم خوند له ويلو اخلي
داسې حكمت لري د خداى(ج) نوم

وروسته له ځانه لومړى خداى(ج) پېژنو
دومره عزت لري د خداى(ج) نوم

هر كار شروع د رب په نوم خوند كوي
ډېر بركت لري د خداى(ج) نوم

رحيم، رحمان دى او كريم دى الله(ج)
هر رنګ صفت لري د خداى(ج) نوم

27- 1- 1370




مــــــلګرو

كه زما جنازه پورته شي ملګرو
يو ځل تېره يې كوڅه كې د جانان كړئ

چې پخپلو سترګو وويني تابوت مې
بيا نو جوړ زما د مينې نه داستان كړئ

پردېسۍ كې لېونى وطن پسې شوم
د وطن خلكو نظر مې په ګرېوان كړئ

زما هيله اّبادي د ګران وطن وه
وطنوالو چې تر سره مې ارمان كړئ

خپل وطن راباندې ګران دى ټول جهان كې
ځم ننګرهار ته بيا كنړ ته مې روان كړئ

20- 9- 1370





زما قـــلم

زما قلم د تورو شپو حال ليكي
د ځورېدلو سوو زړو حال ليكي

د كړېدلي ځورېدلي پښتون
د منډو ترړو جګېدو حال ليكي

د پښتنو د مېړنو نيكونو
دا د هوتكو دورانو حال ليكي

زړه كې مې مينه د وطن هم شته دى
ځكه يې تل د لوړو غرو حال ليكي


د قــــلم ژبه

د قلم ژبه مې خوږه ده ډېره
د چا د وصل د شېبو حال ليكي

د ورځې لمر د شپې سپوږمۍ ما ګوري
دواړه مې غبرګ د ژړېدو حال ليكي

قلم مې نه ژاړي عالم ژړوي
تل د ريښتيا ريښتيا درد و حال ليكي

خالده ستا قلم چې ليكي ريښتيا
نو خامخا د پښتنو حال ليكي

14- 7- 1360
ننګرهار درونټه.



مـــور ته

ستا د قدم په سپېرو خاورو كې جنت پروت دى
ستا په ښېرو دعا كې څومره كرامت پروت دى

د زړه په وينو دې اولاد ته د ژوند لار ښودلې
ستا لارښوونه كې ريښتيا انسانيت پروت دى

چې كړي ټولنه رڼا ستا د مينې اور دى مورې
نا اهل زوى تورې تيارې كې د غفلت پروت دى

د نورو مېندو ته به تل كړي احترام په مينه
د چا په سر كې چې د مور خيال د حرمت پروت دى

هغه انسان ته خالد سر په احترام ټيټوي
د چا په زړه كې چې د مور، خور محبت پروت دى

8- 7- 1369



نا اهــــل اولاد

كه يې كعبه كړم په سجده شم ورته
كه يې خالق كړم په توبه شم ورته

بيا هم مور بېل ځاى او مقام لري
اولاد يې مور ته احترام لري

هغه اولاد چې د مور پت نه ساتي
د مور مقام تر ځان اوچت نه ساتي

خلك نا اهل اولاد هغه بولي
د كور او كلي فساد هغه بولي

ځكه چې مور ته احترام نه لري
په كور او كلي هم هېڅ پام نه لري

3- 6- 1367






ننــــــګرهار ته

بيا به راشي پسرلى په ننګرهار
بيا به وغوړېږي ښكلى لاله زار

په هر لوري به د مينې ترانې وي
بيا به جوړې دا ويجاړې ويرانې وي

دا چې اوس پكې د وينو سيند بهېږي
دا چې ورور د ورور له لاسه وژل كېږي

د افغان په خاوره اور د نفاق بل دى
افغان خپله د خپل كور او كلي غل دى

تر هغو به افغانان خپلو كې وژني
تر څو مينه محبت په زړو كې وژني

د نفاق په سرو لمبو كې به سوځېږي
دښمنان به پرې د تل په شان خندېږي

ننګرهار ته ټول جهان ته خوښي غواړم
ټولې ځمكې ټول اسمان ته خوښي غواړم

غواړم بيا زرغون شي ستا شاړې او دښتې
غواړم نورې كونډې نه شي دا بدبختې

نور يتيم د پلار په مرګ ونه ژړېږي
افغانان په وينو نور ونه لمبېږي

مينه سوله وروري غواړم هر افغان ته
خوښي ژوند برابري غواړم انسان ته

7- 4- 1367




ډاكـــټر ته

ستا په خدمت باندې قانع نن ټول جهان وينمه
ستا د احسان په لمن نښغتى نن انسان وينمه

ډاكټره ستا د محبت سارى مې هيڅ ونه ليد
چې هره خوا ګورمه ستا جهان ودان وينمه

ډاكټره ته ددې دردمند اولس دردمند اوسه
غريب انسان درته محتاج په هر زمان وينمه


د تور غر په زنګانه به مې سر كېږدم
بې وطنه ژوند به تل تر تله پرېږدم

2002- 6- 30



سپين رخسار

چې يې حسن لكه لمر هسې ځلا كړي
ګلابي شونډې د مخ بڼه زېبا كړي

په اوږو باندې يې تور وېښته خواره وي
نېغ كتل يې د ښكاري په څېر رسا كړي

چې زموږ كوڅې ته راشي ژر تېرېږي
د رقيب كوڅه كې تل قدم هوسا كړي

په ټپونو مې د مالګې دوړول كړي
چې زما مخ كې د بل سره خندا كړي

غم له غمه نه شرمېږي را روان وي
ما د يار غم له غمونو نه جدا كړي

30- 6- 1367
درونټه ننګرهار


ســـتا په ياد

ستا په ياد كې به ژړېږم
ستا په مينه به ځورېږم

خو په دې باندې شكمن شم
چې به ستا هېڅ نه يادېږم

كه مې ژوند او محبت په پرتله كړم
ژوند نه تېر يم محبت ته خوشالېږم

زړه مې ډك ستا د هوس دى
بې له تا نه په دنيا كله پايېږم

تل مې سترګې ستا په لار وي
په راتلو دې نه پوهېږم

زه خالد تل ستا په ياد كې
په شعرونو كې ډوبېږم

30- 6- 1367

ګـــناه

كله چې خوشاله وي وفا كوي
شونډې راكوي راله خندا كوي

كله چې زړګى خپه كوي راله
ګوري به اغيار ته او ادا كوي

دا بې مينې مينه په ما څه كوي
نه مې شته ارام دا به همدا كوي

كړې مې خطا وه چې مين دې وم
بيا مې زړه له سره دا خطا كوي

دومره ناروا څوك په چا نه كوي
څومره چې په ما باندې اشنا كوي

6- 7- 1367
درونټه ننګرهار


د زړه امـــيد

راكړه جانانه د سرو شونډو شراب
دنيا فاني ده عاقبت به يې خراب

ستا د ځوانۍ مستې شېبې تېرېږي
كله ستا وصل نه مې زړه صبرېږي

ته همېشه كړې اداګانې ډېرې
دورې د حسن به ستا هم شي تېرې

ستا په ځوانۍ به هم خزان راشي
زما په زړه به بيا ارمان راشي

راشه د زړه اميد مې سر كړه اشنا
مينه سوچه لكه سره زر كړه اشنا

نور د فرېب او دروغو لاس واخله
لږ د خالد د مينې پاس واخله

7- 7- 1367

خـــــوند كا

ګل په اوربل كې د ليلا خوند كا
د اشنا خوله كې تل خندا خوند كا

نه مې د يار څخه بېلتون خوښېږي
نه يې رقيب سره موسكا خوند كا

د يار په زلفو بندي شوى يمه
د عشق نغمه په بند كې ستا خوند كا

د بې حيا ليلا د لاسه مرمه
د ښكلي مخ سره حيا خوند كا

بې وفايي ښه نتيجه نه لري
د خالد ژوند تل په وفا خوند كا

26- 7- 1366
ننګرهار



د غمازانو قافلې

د مينې ژوند كې عذابونه شته دي
غماز رقيب سره جنګونه شته دي

كله جانان درنه خفه شي ناز كړي
بېرته پخلا چې شي په دې كې هم خوندونه شته دي

يا د ليلا نه ګيله راشي يا د ځانه ګيله
د يارۍ ژوند كې ګوره هر رنګه وختونه شته دي

د غمازانو قافلې مخكې او وروسته درومي
د يار د لاسه مې په زړه باندې داغونه شته دي

نادانه ياره ته په مينه باندې څه پوهېږې
غمازان ډېر دي زموږ مينه كې لاسونه شته دي

11- 7- 1367

داغـــــي زړه

د تېر ژوند په خاطرو پسې ژړېږم
د څپو په څېرې لاړې نه پوهېږم

چې د شپې په خوب كې راشي كله كله
لېونو په شانته ځان سره خندېږم

بريالى د يار په وصل باندې نه شوم
تر مرګي پورې به زه مدام ځورېږم

داغي زړه د يار له كلي يم راغلى
وصل نه غواړم ليدو پسې كړېږم

ورك يم زه خالد په ياد كې يې مدام
ښايي زه به كله يار ته وريادېږم

21- 1- 1993
پطر بورګ روسيه


مـــــړه كتل

مړاوې ستركې د جانان او مړه كتل واى
ډكه خوله يې د موسكا او مست خندل واى

په سرو شونډو چې خندل ليلا په مينه
شرابونه واى مستي واى نڅېدل واى

چې تر څنګه راسره ښكلى اشنا واى
څومره ښه به و كه داسې شېبې تل واى

بوى چې ښه لري تر مشكو او عنبرو
د جانان د زلفو بوى واى چلېدل واى

چې مې مينه راته شمعه بلېدلى
زه خالد ورته پتنګ واى سوځېدل واى

11- 1- 1368
ننګرهار

خوند كړي

خندا د ګلو د بهار خوند كړي
د ګل څېره زما د يار خوند كړي

نه چې ښكنځلې د ليلا واورم
د خوږې ژبې مې يو ځار خوند كړي

په تورو سترګو يې وژونكى نظر
زما په لوري وار په وار خوند كړي

د غمازانو شاوخوا ډكې دي
مينه زما په زور په جار خوند كړي

مرګ د بې مينې ژونده غوره بولم
چې مينه بايلم سر په دار خوند كړي

د ورځې يو نظر په ما لوروه
د شپې زما سره ستار خوند كړي

9- 10- 1367
درونټه ننګرهار

د مرګ تورې خانې

د ميو فكر سر كې ميخانې لره ورځو
جامونو كړنګولو او مېلې لره ورځو

په لاره كې دامونه غمازانو غوړولي
دامونو ته هم ګورو هم دانې لره ورځو

زاهده لاره پرېږده وړاندې كېږه مو له مخې
چې نن موږ د رندانو ميكدې لره ورځو

غمونه د دنيا راباندې زيات شولو له حده
بس لږ شانې بې خوده شو بادې لره ورځو

نړۍ لكه ده لار د مساپرو لارويو
موږ دغه لاره وينو قافلې لره ورځو

د كومې ګناه زور دى چې په دې نړۍ ځورېږم
هغه ورځ به هم راشي چې د مرګ تورې خانې لره ورځو

12- 2- 1368
ننګرهار درونټه

انـــــدېښنه

د ورځې ناقراره ګرځم ستا په اندېښنه كې
د شپې هم يمه غم كې د اشنا په اندېښنه كې

يادونه د اشنا چې راته وخاندي په خوب كې
بستر مې راته اور شي سوځم بيا په اندېښنه كې

په دې باندې پوهېږم چې بې تا مې ژوندون ګران دى
ارمان مې هوسېږي د ليلا په اندېښنه كې

دا نه ښايي چې ته بې وفايي راسره وكړې
غمونه راسره دي د وفا په اندېښنه كې

ريبار زما د مينې دوكه ونه كړي وېرېږم
د يار ښكلا يې نه كړي د خطا په اندېښنه كې

14- 2- 1368
ننګرهار



د زړګــــي حال

ښكلې نن مې د زړګي حال د پوښتو دى
چې ويشتلى تا په غشو د بڼو دى

د سپرلي د سور ګلاب په څېر مې ښكاري
ستا په مينه كې مې ژوند د لېونو دى

خير كه اوس بېلتون زغمو سبا به يو شو
د غماز د هيلو كور په ورانېدو دى

د بې مينې دنياګۍ نه لاس په سر يم
زړه مې نن د ډېره غمه په سلګو دى

يا به دا دنيا كړم خپله يا به ځان ورته پردى كړم
ما نن مرګ ته ځان نيولى دغه ژوند د پرېښودو دى

14- 12- 1370


پوښـــــتنه

لږ خاطر راله كوې اشنا كه نه
يو وار شونډې راكوې اشنا كه نه

خوب مې ته تصور ته قرار مې ته يې
ته يو خوږ نظر كوې اشنا كه نه

زما ذهن اّينه ستا د څېرې ده
ما هم كله يادوې اشنا كه نه

رنځ مې ته علاج مې ته رنځور يم ستا
خپل رنځور را رغوې اشنا كه نه

مړ احساس به په ژوندي كالبوت كې څه كړم
مړ احساس ژوندى كوې اشنا كه نه

چې څوك مينه درنه غواړي هغه زه يم
ته به مينه راكوې اشنا كه نه

زه خالد به څو غمګينې مصرې ليكم
ته مې شعر رنګينوې اشنا كه نه

27- 11- 1370

د ســــترګو جنګ

چې يار په مينه انتظار وكتل
ماته د ګلو نوبهار وكتل

په مړاوو مړاوو غلي غلي كتو
راته نن خپل ښكلي دلدار وكتل

سرخي د مخ يې نوره هم زياته شوه
چې مخامخ مې ښكلي يار وكتل

څوك خو شكمن نه شو لږ ووېرېدم
د سترګو جنګ ته مو اغيار وكتل

د بڼو غشي مې په زړه كې لاړل
چې ښكلي يار نن وار په وار وكتل

13- 10- 1370



مـــــين يم

ناروا نه وايم خلكه دومره وايم چې مين يم
كه غزل وي كه اّزاد شعر اشنا ستا يم چې مين يم

ارماني زړه مې ټپي دى يو په غشو د بڼو ستا
ما خپل فال د ژوند كتلى زه تباه يم چې مين يم

زه چې ځان در رسومه راته لار كې اغزي شيندي
لار اغزي بندوى نه شي بې پروا يم چې مين يم

ورځ مې ته يې شپه مې ته يې خوب مې ته سودا مې ته يې
لېونو غوندې د خلكو د خندا يم چې مين يم

يا به ستا وصال حاصل كړم يا به مړ شم د بېلتونه
د بېلتون نه په مرګي باندې رضا يم چې مين يم

5- 12- 1370

ســــتا يادونه

ستا يادونه راسره دي په زړګي كې
ډېر دردونه راسره دي په زړګي كې

اى زما د تياره ژوند ډيوې بلېږه
ارمانونه راسره دي په زړګي كې

ښادي نشته خوښي نشته ارام نشته
تش غمونه راسره دي په زړګي كې

ستا په شونډو دې غوټۍ د خندا ګل شي
هوسونه راسره دي په زړګي كې

لكه زېرى د سهار د لمر رڼا يم
مشعلونه راسره دي په زړګي كې

لاره نشته چې منزل ته ورسېږم
تش خيالونه راسره دي په زړګي كې

1- 7- 1370


ســـــتا مينه

چې د تنكۍ ميني احساس په زړه كې وخوځېږي
نو د مينو سترګو ډېرې اوښكې وبهېږي

زما رګونو كې ستا مينه لكه وينه ګرځي
ورك دې غماز شي چې په دې خبره نه پوهېږي

لكه ماشوم ته چې كوي څوك افسانې د پخوا
دا ستا خبرې ښكلې داسې په ما ښې لګېږي

لكه خوږلن او په ايرو كې پټ سكاره پراته وي
زما هم زړه كې ستا غمونه ياره نه مړه كېږي

لا خو مې هيله شته وفا راسره وكړه ګلې
كه ته جفا كوې د مينې كور به ونړېږي

24- 10- 1370


خــــطا

خطا وشوه جانانه چې رسوا مې شوله مينه
ځورېږمه په دې چې بې وفا مې شوله مينه

انداز ته يې زمان هم ودرېدلى هك حيران دى
دا ورځ د قيامت نه ده په خندا مې شوله مينه

د حسن جادوګره مې په زړه باندې دېره ده
رسوا شوم په عالم د زړه درزا مې شوله مينه

كچكول لكه ملنګ ستا د ديدن په تمه وړمه
روزګار راڅخه ورك د سر سودا مې شوله مينه

غزلې به د زړه په وينو زه خالد درليكم
شاعر يم ستا د مينې يو پر تا مې شوله مينه

25- 9- 1370
ننګرهار

زېــــــرى

چا زېرى راته راكړ چې ليلا راغلې ده
د اوږد بېلتون وروسته ښكلې بيا راغلې ده

ارمان مې غلى غلى راته وموسكېده زړه كې
بيدار شو را اوچت شو چې ښكلا راغلې ده

قسمته تندر نه شې چې مې مينه تندر نه شي
د غم په خاموشۍ كې نن خندا راغلې ده

دا ستا حسن بلېږي كه اسمان كې روښنايي ده
د ژوند تيارې ته ستا د مخ رڼا راغلې ده

زما هيله همدغه يو ديدن د لرې لرې
ستا ژوند ته مې همېش په خوله دعا راغلې ده

ښكلا او مينه يو لوري ته هم نه لري پولې
د خيال د زړګي مينه يو پر تا راغلې ده

23- 9- 1370


انــــسانه

چې د خداى بنده په ياد وي، وي پرې سخته
كه نه كله څوك خبر وي له خپل بخته

د الله(ج) قهر دې ونه شي په هېچا
كه پادشاه وي نو راكوز به شي په تخته

بې ګناه اّزاروې انسان انسانه
د قضا په ورځ به تېر وي وخت له وخته

ملايانو ددې وخت نه ګيله مه كړه
خپل كاله له پټوي د جومات ښخته

هلې ځلې د دنيا پسې كړې څه له
كه نن ستا ده سبا پاتې ده كمبخته

1­ 7­ 1993


هـــــوس

راته مه وايه يادونه
د ښايسته جانان نازونه

بس يو ګل يم ځورېدلى
څه له سپړې پرهرونه

نننۍ مينې هوس دى
پرونۍ مينې خيالونه

چې د يار زلفو ته ګورم
راته ښكاري تور تمونه

د خيال شعر څومره ساده دى
پوهوي ساده فكرونه

22- 1- 1370

