د شاعر پېژندنه

پرې ياد د خالد تېر شي په زړه څړيكې چې راځي
ځيګر نه وينې څاڅي په خوله كوكې چې راځي
سپېره نصيبه وايه راته څرنګه يې هېر كړم
خالد مې په مخ هره اوښكه ليكي چې راځي


په پښتو او پښتنو مين خالد بارګامى د ښاغلي
حضرت ګل بارګامي زوى او د حاجي محمد ګل خان لمسى په 1354لمريز كال د ثور د مياشتې په 24مه نېټه د كونړ ولايت د سركاڼو ولسوالۍ د پشد كلي په بارګام كې په يوه روښانفكره كورنۍ كې زېږېدلى دى. خالد په ډېر وړوكوالي كې د زده كړې سره مينه پيدا كړه په پينځه كلنۍ كې ښوونځي ته لاړ خپلې لومړنۍ زده كړې يې د كابل ولايت د بي بي نېكبختې په منځني ښوونځي كې تر درېيم ټولګي، د ننګرهار ولايت په تجربوي ښوونځي كې تر اووم ټولګي او د درونټې د امرخېلو په منځني ښوونځي كې تر اتم ټولګي په ډېره مينه تر سره كړې د اتم ټولګي نه يې د كارګري او امادګي په نوم نوي پرانستل شوي درسي پروګرام ته ازموينه وركړه، چې په ډېرو ښو نومرو بريالى شو او دوه كاله يې په دغه پوهنځي كې په ډېره مينه زده كړه وكړه.
وروسته يې په ننګرهار ولايت كې د كانكور ازموينه تر سره كړه، چې د خپلې خوښې سره سم د ننګرهار د طب پوهنځي ته بريالى شو. د طب په پوهنځي كې د څلور كاله زده كړو نه وروسته، چې په ډېرو ښو نومرو يې تر سره كولې او د راتلونكي ژوند د جوړېدو او خپلو خلكو او وطن ته د چوپړ ارمان او هيله يې درلوده د ظالم قسمت له لاسه او زموږ په ګران هېواد افغانستان كې قدرت ته د رسېدو او چوكۍ په سر جنګونو له امله د نورو ډېرو ځوانانو په څېر د ګران افغانستان پرېښودو ته اړ شو په 1371لمريز كال كې د خپلې ټولې كورنۍ سره د روسيې فدراسيون خاورې ته مساپر شو. څه دپاسه يوولس كاله يې په دغه ملك كې د مساپرۍ ژوند څرنګه تېر كړ دده د شعر د لاندې بيت نه يې پته لږېږي:
د دوزخ ســـــاړه تاوده ورته اســـــــــــان شي
چې بندي د روسيې خاوره كې افغان شي
خالد د ښوونځي د شپږم ټولګي نه په شعر ويلو پيل كړى و كه څه هم هغه به ويل، چې: زه خو شاعر نه يم د شعر د مينه والو څخه يم شعر مې خوښېږي د حسن ستايل خوند راكوي د يتيمانو او كونډو ژړا نورو ته رسول غواړم د يو مساپر د زړه نه د وطن د مينې انځور را اېستل غواړم او د پښتو ويل، په پښتو لوستل، په پښتو ليكل او پښتو كول مې مينه، هيله او ژوند دى؛ خو سره له دې هغه ډېر ښكلي شعرونه ليكل، چې د شعر د ډېرو مينه والو تنده به پرې ماته شي.
خالد د پردېسۍ د ژوند په سختو شپو ورځو كې هم د خپلې ژبې او خپلو خلكو ته د خدمت نه لاس وانه خيست هغه په خپلو بې سارو هلو ځلو د مسكو په ښار كې د پښتنو ځوانانو په يوه ټغر د راټولېدو هڅې وكړې او په خپلو دغو هڅو بريالى هم شو. د ځوانانو د ادبي ټولنې په نوم يې يوه ټولنه جوړه كړه، چې د روسيې پلازمېنه مسكو او ددغه هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې مېشتو پښتنو ځوانانو يې ملاتړ او په كې ګډون وكړ.
د ځوانيمرګ خالد د پښتو ادب سره مينه پخوانۍ وه؛ خو د پردېسۍ شپو ورځو او د وطن نه د بېلتون اور هغه لا پخه او كلكه كړه. خالد لا د ښوونځي زده كوونكى و، چې د ننګرهار راديو ته به يې ليكونه لېږل او په بېلابېلو خپرونو كې به يې ګډون كاوه. هغه د خيال څپه كښ په نامه د ستاسو ليكونه او زموږ ځوابونه خپرونې ته هم خپل شعرونه د خپرېدو لپاره ورلېږل.
او په دې وروستيو وختونو كې يې د انټرنېټ په مخ په خپرېدونكي پښتو سايټ كې، چې د ځوان  او تكړه ليكوال ښاغلي شېرزاد كامه وال او په پښتو مين ليكوال ښاغلي وطنمل صاحب په هلو ځلو جوړ شوى دى، چې د ټول افغان په نوم يادېږي د بحث په فورم كې د غښتلي په نوم ګډون وكړ، چې د خپل لنډ عمر څو خوږې شېبې يې پكې بېلابېلې خوږې او په زړه پورې ليكنې وكړې.
خيال څپه كښ د شعر نه پرته د لنډې كيسې او ناول په ليكلو كې هم ځان ازمايلى و، چې په دې برخه كې هم پوره بريالى ښكاري. يو ناول او د لنډو كيسو ټولګه يې چاپ ته تيار دي، چې په راتلونكي كې به د مينه والو په لاس ورشي. دا چې د شعر لنډه كيسه او ناول په ليكلو كې يې كومې نيمګړتياوې او يا نوښتونه دي د هغو څېړنه به درنو مشرانو ليكوالانو او شاعرانو ته پرېږدم او زه راځم دې ته، چې زما زړه وايي:
مــــــرګيه ســـــــــــــــــتړى در په در شـــــــــــــــې
خاورې په سر شې چې خالد دې واخيستنه
خداى بښلى خالد بارګامي د 2004م كال د جولاى په 28مه نېټه د چارشنبې ورځ، چې د 1383 لمريز كال د اسد (زمري) د مياشتې له 7 مې نېټې سره برابره ده د ماښام په
8 بجو د يوې ترافيكي پېښې له امله خپل لنډ ژوند له لاسه وركړ او په ابدي خوب ويده شو.
انا لله و انا اليه راجعون

د ځوانيمرګ خالد د ژوند ډيوه په داسې وخت كې مړه شوه، چې هغه يې رڼا خپل ځورېدلي او كړېدلي ملت ته رسول غوښتل د هغه د ژوند په ډيوه يوازې د هغه ژوند نه و روښانه؛ بلكې د ډېرو خورو ورو پښتنو او د خپلې مساپرې كورنۍ، چې پالنه يې دده په غاړه وه ژوند روښان او ځليده؛ خو افسوس، چې په مرګي ظالم كې د هېچا خاطر نشته.
د خالد د خوږو غزلو او نغمو بلبل، چې په چغار راغى د هغه د پښتنو او ملي هيلو او ارمانونو غوټۍ، چې په غوړېدو كېدلې د هغه وطن او خلكو ته د چوپړ كولو خيالونه، چې په ريښتياوو بدلېدل ناڅاپه پرې دمرګي خزان راغى او هر څه يې له ځانه سره يووړل.
هغه د تل افغان په نوم په انټرنېټ كې يوه پښتو پاڼه خلاصه كړه، چې اوس يې د ادبي ټولنې نور محترم غړي په مخ بيايي او د خپلې وسې سره سم كار په كې كوي.
خالد به همېشه ويل:
د تور غر په زنګانه به مې سر كېږدم
بې وطــــــــنه ژوند به تل تر تله پرېږدم
د خپل لنډ عمر د ختمېدو نه څه موده وړاندې هغه د يوولس كاله پردېسۍ نه وروسته خپل ګران هېواد افغانستان ته راغى د زخمي زخمي كابل په ټپونو وګرځېد د تل بهار ننګرهار د جګړې خزان وهلي بڼونو پوښتنه يې وكړه بيا يې خپله يوه ډېره لويه هيله تر سره كړه، چې د ماشومتوب نه يې په زړه كې وه، چې هغه په پېښور كې د رحمان بابا زيارت و. ارواښاد خالد په دغه لنډه موده كې خپله ټوله مينه او محبت خپلو ډېرو دوستانو او خپلوانو ته وركړ او د ډېرو خلكو زړونه يې لاس ته راوړل. هر لور ته يې مينه وكرله. خالد د پردېسۍ د ژوند په ټوله موده كې د خپل وطن او خپلو بې وزله خلكو د ديدن ارمان تل كړى دى.
د هغه لويې هيلې په ژوند كې په ګران افغانستان كې د سولې او ارامۍ منځ ته راتلل او د افغانانو ملي يو والى، ورورولي او پښتنه مينه او محبت و.
د غښتلي خالد په اړه د نور څه ويلو نه تېرېږم او د هغه د خپلې خبرې، چې:
الوځي سپرغـــــــــۍ تورې ايرې شي ژر
ژوند داسې تېرېږي چې كيسې شي ژر
نن د خيال څپه كښ لنډ ژوند هم د مينه وړو او خوږو خاطرو نه ډكه يوه كيسه شوه.
د خالد بارګامي جنازه د هغه د يو عالم نيمګړو هيلو او ارمانونو سره يو ځاى د كونړ ولايت د پشد په كلي كې په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شوه.

ياد دې راته پرېښود په شعرونو كې
مينه دې پالمه په يادونو كې
ځه خالده لوى الله(ج) دې مل اوسه
ژوند به تېرومه ستا غمونو كې

ز. هيله- ب

خــــالده

مرګ مې كړو قبول خو په نصيب كې جدايي مې وه
ډكه له ارمانه ځوانيمرګه عاشقي مې وه
ورور به ورورولي وكړي خو ياره ياري نه كوي
ځكه نازېدمه زه چې تاسره ياري مې وه
ستا په يو نظر چې به مې زړه كې ټوكېدل خياله
ستا بېلتون د هغه ارمانونو تباهي مې وه
ما خو ويل چې زهر د پردېس ژوند به يو ځاى وڅښو
ستا په فيصله باندې پوه نه وم ناداني مې وه
چارې د نصيب وې او كه بله مجبوري ګله
مرګ سره دې مړه نه شومه لويه ناځواني مې وه
څه د سترګو رپ كې دې د ژوند لار رانه بېله كړه
تاسره خالده څومره لنډه اشنايي مې وه


ز- هيله- ب
2005- 1- 31