ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
لړليک د ارواښاد خالد بارګامي لنډه پېژندنه

د كتاب ځانګړنې:

||||||||||||||||||||||||||||||

د كتاب نوم :: د خيال څپې.
ويناوال :: خالد بارګامى.
چاپ زيار :: سيد عبدالله پاچا.
چاپ شمېر :: 1000 ټوكه.
چاپ نېټه :: 1384ل/ 2005م.
كمپوزګر :: حاجي محمد "عمرخېل".

چاپ او كمپيوټر ځاى
د دانش خپرندويې ټولنې تخنيكي څانګه
قصه خوانۍ بازار، پېښور Tel/ Fax: 2564513
E-mail: danish2k2000@yahoo.com

اهـــــداء

په پراخه روسيه پاس د الوتكې نه نظر كړم
د وطن په نيت به كډه راپه سر كړم

ورته وبه وايم ورك شه پردى ملكه
زه مې خوږ افغانستان ته نن سفر كړم


خپل جګړې ځپلي او ځورېدلي هېواد ګران افغانستان او ټولو هغو بې وطنه مساپرو ته، چې وطن ته د تلو هيله د زړه په وينه په خپلو زړونو كې ژوندۍ ساتي.

خالد خيال څپه كښ بارګامي


مننه

د ټول افغان ويب پاڼې د درنو او قدرمنو ليكوالانو او خوږ ژبو شاعرانو د تسليت او غم شريكۍ له پيغامونو څخه د زړه له كومي مننه كوم او كور ودانى ورته وايم او د ژوند په هر ډګر كې ورته د لوى خداى(ج) له دربار څخه د برياليتوبونو هيله كوم.
او همدارنګه د ښاغلو هر يو عباد الرحمان ښاد "بارګامي"، محمد شعيب كروړ "بارګامي" او ذبيح الله الماس "بارګامي" څخه هم د زړه له تله مننه، چې د كتاب په چاپولو كې يې زما سره هر اړخيزه مرسته او ملاتړ كړى دى.

په پښتنه مينه او درنښت
ز. هيله­ ب
1­ 3­ 2005