اختر

شل کاله وروسته،
زه د چرمي درې نفري کوچ په دا منځ کې ناست
او شاته مې تکيه وهلې،
راته په مخامخ دېوال باندې
ځړېږي د توحيد کلمه،
ترې لاندې دوه کرښې زما يو پخوانى شعرگوټى،
او تر هغه رالاندې،
د المارۍ په څنډه يو ليکه
کتار څو تور او سپين عکسونه،

اول خليل پاس د بيهي ونه کې،
بيا اسماعيل يون، بيا ارمان
بيا سيدعمر او قاسم،
المارۍ ټوله، تر خوا دوه نورې هم،
له سولېدلو، سوځېدلو او خيرنو، پاڼې پاڼې
کتابونو ډکې،
نن اوويشتمه روژه،
زه د سهار لمانځه ته شمېرم شېبې خوب رانه ورک،
سبا يا بل سبا- يا بل سبا اختر به ضرور
ماته به ته زياته
تر شل کاله پخوا يادېږې.
***

تړاو

زما د لاس گړۍ کې هر ځلې ساعت شي پوره،
زما غوږو کې زه که هر چېرې يم،
د خبرونو يو زيگنال وشي،
د خبرونو سرخط:
"امريکايي پوځونو،
د تورې بوړې په شاوخوا سيمو کې،
د القاعدې د مسلمانو بنسټپالو يو ټولى تباه کړ"،
...
"امريکايي پوځونو،
د فلوجې په ښار کې،
د القاعدې د مسلمانو بنسټپالو
څه نا څه دپاسه دوه زرو نه زيات کسان له منځه يووړل"،
....

"امريکايي پوځونو،
د پاکستان په سرحدي سيمو کې،
د القاعدې د مسلمانو بنسټپالو
يوه لويه ډله ونيوله"،
....
اسرايلي پوځونو،
نن د غزې د ښار لوېديز برخه کې،
له ښوونځي نه د راتگ په لاره،
دوه اووه کلن فلسطيني ماشومان،
د ماشينگڼو په سرو ډزو کې غلبېل- غلبېل کړل،
د القاعدې له مسلمانې بنسټپالې ډلې،
سره تړاو يې لاره.
***

باران


کيږدۍ کې ستونيستاخ ليمڅي باندې پروت
غبرگو لاسونو باندې سر مې ايښى
ورو- ورو غږېږي راته ساز د باران

د وريو، مېږو يوه لويه رمه
ځوړ- ځوړ غوږونه چوپ بهر ولاړه
لکه مين چې په آواز د باران
تر ما هم کله له پرانيستې کيږدۍ
د باد څپه راوړي، څپه د څاڅکو
نغاړم ترې ځان نه، اخلم ناز د باران
په مخامخ غره کې تک ژېړ لمر گوره
دا يو ځاى اوري، يو ځاى نه چې اوري
په دې کې هم به وي څه راز د باران

خدايزده چې اوس څومره شېبه به تېره
چې بېکسيار ډوب يم په خيال کې د يار
راڅخه هډو هېر آغاز د باران.
***

د ابد دپاره

ځم د غنمو طلايي فصل ته اور اچوم،
پاس د شوتلو
کوز د جوارو
شنو پټيو ته پاده ور پرېږدم،
چې په يوه شېبه کې جوړ کړي
ترې د بر کلي ډاگ،
او هغه پورې ډک
د سرو مڼو باغ،
په گيلمجمو چور کوم چې يې د سوند لرگي کا،
رېدي ته وايمه چې نه به راځي،
غاټول ته وايمه چې کډه دې شي،
زه د وطن په غرو رغونو
شاړو دښتو
په ميرو
او په هوارو باندې،
تر هر څه، هر څه نه اول د ژوندون کر کومه،
هسې نه تخم يې ورک نه شي
د ابد دپاره.

ژوند

دا ژوند عجب ژوندون دى
عجيبـه يـــو قـانــون دى
ارمان ارمان کې ومره
ارمان ارمان کې ومره
دا ژوند څه عجيبه دى
د ټولو غم لاربه دى
د خان که د غربه دى
شېبه په شېبه تلون دى
ارمان ارمان کې ومره

په خپل کور که سارا يې
مجنون او که ليلا يې
غني، که بېنوا يې
په برخه دي بېلتون دى
ارمان ارمان کې ومره


باران ورېږي ناست يم
شېبه وروسته به ملاست يم

الله پاک ته په خواست يم
په دې مې شين لړمون دى

ارمان ارمان کې ومره
زه مينې ته بې وسه
د زړه اشنا را رسه
حالاتو ته بې کسه
قسمت زموږ پښتون دى
ارمان ارمان کې ومره

حيران زه بېکسيار يم
له هر سړي وېزار يم
د وخت په چار ناچار يم
بس کړى مې تړون دى
ارمان ارمان کې ومره.

***
هوس


چې نيمه شپه د ليدو هوس دې
زما د خوب په درمندونو باندې سيورى وکا
لېمو کې ډنډې له ماښامه اوښکې
د گرېوانه په لوري، لورى وکا

چې نيمه شپه شي د ليدو هوس دې
زما د صبر کاسه واړوي نسکوره يې کا
خوا مې له ژونده چې له ځايه سړه
ورڅخه سل چنده لا نوره يې کا

چې نيمه شپه شي د ليدو هوس دې
راشي زما په تياره خونه کې څراغ شي راته
ما لا په زغرده ور کتلي نه وي
ستا د ديدن يو خيالي باغ شي راته
چې نيمه شپه شي د ليدو هوس دې
راته سپوږمۍ له پورې غرو په تماشه راولي
بيا نه په ځان يم، نه په بل باندې يم
څه لېونۍ غوندې نشه راولي

چې نيمه شپه شي د ليدو هوس دې
زړه را زلمى کړي فکر ستا د پېغلتوب مې يوسي
په هغه شپه بيا ځوروي مې ډېر نه
راته پالنگ شي پکې خوب مې يوسي.
***

تصوير

اسمان کې ايکي يو خړکى ستورى زما مخامخ،
زه د موټرو
بايسکلونو
او د پليو لارويو
په يو ارت څلورلاري کې ناست،

کله موټرې شمارم،
کله سايکلې
کله پلې جينکۍ
يا جينکۍ هلکان گډ وډ سره،
نارينه نه شمارمه،

په نارينه وو ته کتو زه داسې گران وختونه نه ورکوم،
اوس په اسمان کې هغه ايکي يو خړکى ستوري له مانه پنا،
هغه دى بيا يوه يواځې جينۍ
بس کې لاړه،
لږ شېبه وروسته به توده موده
خپل کور کې ناسته،
يا د خپل يار په درشل،
خو زه خپل کور ته چې د بس لار هم نه
نه شم تلاى کيلي مې ورکه،
او په اسمان کې هغه ايکي يو خړکى ستورى
زما مخامخ
بيا را څرگند.

***
کيسه


اسمان تک شين لکه د گوتې غمى،
کټ مټ زموږه د نيمزالې گاونډۍ
پړونى تېر اختر کې،
خو بس يوه لکه په شپه کې
خور ځنگل ته ورته
توره ورېځه،
زموږ د کلي په دا سر ولاړه يو سات وشو،
نه څپک بره ځي نه کوزه خوځي،
سره له دې چې اوس هواوې ماتې،
خو چې لمر لږ پنا د ژمي احساس بېرته ژوندى،
د کلي مخې ته په نوې ټوکېدلې
د رشکې پټي کې،
بلاربه سپينکۍ دنگه رسا اسپه
دوه تورې او دوه ژېړې غواوې،
څنگه په وار سره اسمان ته گوري،
ټيک لکه زه ښايي په ورېځو غوسه،
دا زه کيسه نه ليکم،
نه تخيل دى زما،
دا زه همدغه شېبه ليکم چې همدغسې ده.
***

تپوس


کابل وران، ميدان ويجاړ شو،
خو دې دواړو کې توپير شته،
عالمان به پرې پوهېږي،
ما خو داسې اورېدلي،
چې اکثره وران ودان شي،
خو ويجاړ چي خدايزده څه شى؟،
تش پوښتنه مې کوله.
***

مڼې

د "مڼې گل" د لومړۍ مشاعرې په وياړ


څنگه مې زړه کېږي
په خپله چې ور وخېژم څپليو سره،
څادر د دوو څانگو په منځ کې
کېږدم کېنمه پرې،
او ښه تکيه ووهم،
په پېغلو څانگو کې
را ځوړندو د سرو مڼو بنډار ته غوږ شم،
لږه شېبه په لاندې سين کې
د رڼو اوبو شرار ته غوږ شم،
د چا ښکالو مې د خيالو لړۍ
را و شلوي او لار ته غوږ شم،


لکه چې بيا يې د کلا په دېواله
له خپلو ځالو سره مار ليدلى،
پورې سنځلو کې د گڼو کورنو مرغيو،
په زوره- زوره چغهار ته غوږ شم،
يو چتى راشي غواړي و څري دې اړخ ته دلته،
نيمه مرغيو چې خوړلې په دا سره مڼه کې،
بېرته چې ماته يې پام ژر و تښتي،
زما مڼو ته تلوسه لا زياته،
اول سورلاستى په غنمو پېرودلى چاکو،
د واسکټه له جېبه
په ناز را وکاږم
پرې رغوى تېر کړم،
بيا په مڼو ور خلاص شم،
چې په مزه- مزه او خوند- خوند يې کړم سپينه
لکه سپينه هگۍ،
بيا ترې تړانگې بېلوم د خټکي په شانې،
تر هغو خورم يې
چې د مور خبره : "و بزېږم"،
يانې چې ټنډ شم د څاريو په شان،
بيا نو ور وغورځم پراخه سين ته،
تر هغو لامبم چې دا يو خروار مڼې مې هضم،
له لمبا ستړى چې راوځم
رېگ کې خوب مې يوسي،
چې را ويښېږم غرمه تېره
ماسپښين هم پسې،
په درمندځاى کې د تمام کلي واړه ماشومان،
په خرمستيو لگيا،
زه هم په بيړه ځان ور ورسوم.
***

خداى پاماني


ستورو! نور ځئ
له دې محله دلته اور را اوري،
لمره په دې غم کلي
نور چې را ونه ځلېږې!،
سپوږمۍ په مخه دې ښه.