عجيبه يو احساس دى څه اشنا اشنا هوا
د بخت لاس کې مې لاس دى څه اشنا اشنا هوا

اشنا راشه له ځانه سره راوله ځواني
همدا مې التماس دى څه اشنا اشنا هوا

خويونه لږ پردي دي اور، گودر، منگى اشنا
اشنا د يار لباس دى څه اشنا اشنا هوا

انځور د تېر پرون کړي درته مخې ته ناڅاپ
بې شک ژوند ستر عکاس دى څه اشنا اشنا هوا

د کلي په لوى ډاگ کې زه ماشوم يم په ډۍ بوخت
دا خوب، خيال که وسواس دى څه اشنا اشنا هوا
هر څه هسې په ځاى دى د کلو- کلو تر شا
وياله لاندې، غر پاس دى څه اشنا اشنا هوا

که اوسه پورې مړ وم بېرته بيا شوم را ژوندى
دا ټول ديار تماس دى څه اشنا اشنا هوا

ضرور به بېکسياره! پکې نښې دې د پل
دا سند دى، که مدراس دى څه اشنا اشنا هوا.
***

ته له پورته زه له ښکته يم راغلى
د بدبختو له مالته يم راغلى

راتگ هم هسې څه مفته نه وو دلته
ستا د دوا له برکته يم راغلى.

***

(خدايه زغم کړه را په برخه)
هوس کم کړه را په برخه
حريص نه يم ډېر نه غواړم
يو صنم کړه را په برخه
"چې تر عرشه پورې رسي
يو قدم کړه را په برخه"
ربه يار ته چې ور مخ شم
هغه دم کړه را په برخه
يا مې مه سوځه جانانه!
يا ملهم کړه را په برخه
چې زرگونه ښادۍ ارزي
داسې غم کړه را په برخه
يه د پاک الله رسوله!
خپل حرم کړه را په برخه
ستا ښکلا به باندې ستايم
مات قلم کړه را په برخه
ربه تش جانان نه غواړم
جنت هم کړه را په برخه
ستا رضا چې پکې نغښتې
هر الم کړه را په برخه
پر هغه دنيا چې تل ده
هر پرتم کړه را په برخه
دښمن ستا چې ترې وېرېږي
داسې برم کړه را په برخه
د ايمان څراغ مې بل کړه
ژوند تورتم کړه را په برخه
زړه مين درڅخه غواړم
لېمه نم کړه را په برخه
گوناگار يم، گوناگار يم
خپل کرم کړه را په برخه
ديدنونه چې بې توله
د يار چم کړه را په برخه
په هجران که جل وهلم
ته زمزم کړه را په برخه
خلک وايي بې رقم يم
څه رقم کړه را په برخه
ربه زړه کې راته وېره
د عدم کړه را په برخه
زه به ساز د زمانې شم
زير و بم کړه را په برخه
ټول وطن مې درخانۍ ده
يو ادم کړه را په برخه
چې يې ستا په نامه ورکړم
زر درهم کړه را په برخه.

***
يار په لوى لاس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ
زه خپل احساس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ

خيال کې راغلى يا راځي يا بېرته ځي څوک اشنا
بلا وسواس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ

ساقي څوک بولي، څوک شړي د ميخانې له غولى
دې ټيټ و پاس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ

خلک ظاهر چې گوري، حد چې نن د ښه سړيتوب
ټاکي لباس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ

وطن لغړ، گلشن لغړ، هر تن لغړ چې گورم
فقر و افلاس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ

يار او اغيار چې بېکسياره! سره پټه کې يو
دغه تماس نينې نينې کړمه د وخت په تبۍ.

***

نه ورځم په مخ د لېونتوب کيسه اوږده ده
ژوند يو هسې خوب دى او د خوب کيسه اوږده ده

پيڅکه د څادر خيشته تمام عمر مې ياده
تالندې، باران، اوښکې څڅوب کيسه اوږده ده

غچ مې له غليم څخه د ژوند د نن سندره
عشق کې مې د ماتې او د سوب کيسه اوږده ده

يار ته يادوم هسې چې زړه باندې يې ويشتى
وخت لنډ دى د زخم د پړسوب کيسه اوږده ده

نور مې پوښته مه اشنا چې شپه راڅخه لاړه
نن درته د کوټې کړم د ژوب کيسه اوږده ده

درېغه بېکسياره! بس چې وږيو ته ډوډۍ خو
نوره د خواهش او د خړوب کيسه اوږده ده.

***


کارغه ونيو باغ د گلو ستر مات شو
په چمن کې د بلبلو ستر مات شو

چې د لمر د شغلو لاره ورته نه وه
په وطن د هغو ښکلو ستر مات شو

ديوسي، ديموکراسي شول سره غاړه
د بلا- بلا ښاغلو ستر مات شو

چې تميز شو پکې ورک د پردو خپلو
د پردو او هم د خپلو ستر مات شو

بېکسياره! شاعري دې افسانه شوه
د پټ- پټ غزل ليکلو ستر مات شو.

***


په خيال کې راغلې تر نظره شوې را شنه په زړگي
راته دې وکړه څه خبره شوې را شنه په زړگي

هلته يو ښکلى په مخ راغى څه يې تاته ورته
راته را ياده ناببره شوې را شنه په زړگي

درخانۍ دغه دې بېشکه چې پښتو وکړله
يو ځلې راغلې تر آخره شوې را شنه په زړگي

محبوبې ښکاري چې کلونه د روژې مې ختم
چې سم له مياشتې د اختره شوې را شنه په زړگي

د بېکسيار د زړه دنيا وه له مودو نه شاړه
ته ورته راغلې بختوره شوې را شنه په زړگي.

***


محفل ته ورغلو تر جامه ور ونه رسېدو
د کبرجن ساقي تر پامه ور ونه رسېدو

په لمرخاته ور روان ټوله ورځ مزل مو وکړ
خو په وعده تر خړ ماښامه ور ونه رسېدو

منډې مو وکړې ستړې ستړې تر درشله د يار
مرحلې راغلې تر انجامه ور ونه رسېدو

لکه افغان روڼ اندي خلک مو په هر کلام کې
په رښتيانو تر مظلوم قامه ور ونه رسېدو

لا مو د مينې پټ پټوني وو چې وخت سره بېل
تر سپوږمۍ، ستورو او تر بامه ور ونه رسېدو

ښه په غږ، ځوږ را ټول، روان شوو له ډولونو سره
خو بېکسياره! تر مرامه ور ونه رسېدو.

***


څه يې تپوس کړې دا کيسه اوږده ده
ته وير پرې اوس کړې دا کيسه اوږده ده

خورد له خرواره ته خبر ورنه، نه
افسوس- افسوس کړې دا کيسه اوږده ده

دا چې بلا- بلا پېړۍ تېرې شوې
ننگ په ناموس کړې دا کيسه اوږده ده

شل به يې کړې اشنا گومان مې نه شي
که يې پنځوس کړې دا کيسه اوږده ده

يار چې په مخه بېکسياره! درشي
ته ځان چاپړوس کړې دا کيسه اوږده ده.

***

زه بل څوک يم دلبر ستا غلام
ستا نوکر، ستا چاکر ستا غلام
اشنا اخلې قدم چې، کړه پام
درته پروت دى په در ستا غلام
په محفل کې به وايي هر څه
په لېمو په نظر ستا غلام
پادشاهان د دنيا نه مني
عجيبه دى مگر ستا غلام
لټ په لټه يې کړله دنيا
غواړي يو ستا خبر ستا غلام
اشنا راغى که وخت د آزمون
ږدي به سر خپل په سر ستا، غلام
بېکسيار ورته وايي عالم
گڼي ځان خپل اکثر ستا غلام.

***


کيسه د ژوند لا هسې شاړه او دا جړ خوبونه
ځه چې ويده شو، زه ته دواړه او دا جړ خوبونه

همدا نن راشه که تعبير يې شې خو نه چې سبا
سبا بيا ما له خدايه غواړه او دا جړ خوبونه

اشنا چې ته ماته يې دغه دوه ډالۍ را ډالۍ
پاس په باڼه اوښکه ولاړه او دا جړ خوبونه

لېونى خيال مې بيا د کوم سمندر تل ته کاږي
دغه د زړه خونه ويجاړه او دا جړ خوبونه

د بېکسيار له مرگه وروسته ورثه به د چا؟
د گرېوانه څيرې ريتاړه او دا جړ خوبونه.

***

لکه مدام بيا را په ياد شوې خوب مې وتښتېده
د زړه په کلي مې اباد شوې خوب مې وتښتېده

بېگا نسکور چې په هوجره کې پروت ستا خيال راسره
د چا وطن، د چا هېواد شوې خوب مې وتښتېده

کوم ماشومتوب، کوم زلميتوب، کومه ځواني قسمته؟
زما ژوندونه څه برباد شوې خوب مې وتښتېده

نه پسرلى شوې، نه گلونه او نه پرخه اشنا
تر خوا مې تېر لکه د باد شوې خوب مې وتښتېده

دومره د يار د مينې لومه کې وم خوښ بېکسيار
چا غماز ووې چې ازاد شوې خوب مې وتښتېده.

***

ملگرو خدايزده چېرې ځي دا شاړه قافله
دا هر گام را په شا او دا ولاړه قافله

جوړېږي سره هيڅ نه په انجام يې رب خبر؟
دا چسته زمانه او زموږ شواړه قافله

اختر چې تېر شو ووله نکريزې په دېوال
دا نن يې که مل نه شوې نو بيا غواړه قافله

په ژبه برکت يې شه، شکرې شه، شه گوړې
دا چا ويل وختي نن سهار لاړه قافله


يارانو بېکسيار بيا غږ جگ کړى د وطن
سبا به روانېږو نيسو واړه قافله.
***


هسې خو تل مې تر حد تېره په والله يادېږې
نن شپه تر هرې شپې مې ډېره په والله يادېږې

ته خو په ورځو، ته په مياشتو، په کلونو لاړې
اشنا په کلي کې چاپېره په والله يادېږې

مينې عجبه معما يې زه له ځان درکې ورک
څومره چې غواړم دې کړم هېره په والله يادېږې

رقيب په ډک محفل کې و پوښتم يادېږي درته ؟
نه له چا شرم او نه وېره په والله يادېږې

شاعران وايي دې نغمې د وخت چې ياد پرې سبا
ته بېکسياره! ساندې شمېره په والله يادېږې.

***

ورځم وهم قيمار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
زه ازمويم يو وار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
هغه توبې، تسپې يو وخت وو، اشنا تېر شو لاړ
اوس مې ماښام سهار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
پخوا به وخت نا وخت بې سده، يا بې موډ کله؟
کړم د زړگي بيمار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
په څېر د خوب شي را په ياد، يو نا اشنا اشنا!
او نن سبا مي يار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
مفلس خوشال وم په هجران، خدايږ و خو داسې نه؟
لکه چې کړمه خوار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
ما وې که شي گوندې نشه، راته د ټول ژوندون
کړ را سېوا خمار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند
تمه د ژوند له بېکسيار، هسې بې ځاى اسره
چې کړ ژوندى په دار ساقي، قيمار- قيمار د ژوند.
د اساسې قانون لويې جرگې ته چې له پښتو يې د ملي ژبې هويت واخيست.

***


څه عجيبه ديموکراسي له خلکو ژبه اخلي
اقرار د مرگ ورنه په څنگه سړه تبه اخلي

ننگ او پښتو او وطن ټول يې اوس له واکه وتي
د زمانې سيلۍ نور څه له پښتانه به اخلي

داسې جرگې کارمل، مسعود، رباني ډېرې کړي
والله که نن سبا يې نوم هم څوک په خوله به اخلي

څوک به راځي يو وخت د دې وطن خادم او مشر
گوتې، امضاوې نه د دغه ولس زړه به اخلي

څوک يې مني نه بېکسياره! دا د وخت غلامان
دوى ورکوي به چاته څه او له چا څه به اخلي؟.

***


شېخه شړه دې نور هوده را باندې کار نه کوي
مسلې مه کړه بې هوده را باندې کار نه کوي
دومره د وخت ترخو- ترخو کې شوم په وار وارې ډوب
چې د ساقي د لاس باده را باندې کار نه کوي
د يار ادا به چې وژلمه قدم په قدم
څومره تېرېږي چې موده را باندې کار نه کوي
وږى نظر مې نېغ ترې وځي، ځي د سترگو بڼ ته
اوس د اشنا د مخ پرده را باندې کار نه کوي
پښېماني دې اوس کوي ډزې چې څومره يې وس
زما په ټينگه اراده را باندې کار نه کوي
ته دې اشناپه حد د ظلم کې کمى مه راوړه
حوصله وي به دا چې ده را باندې کار نه کوي
نور بېکسياره! د زړه شاړ سپرلي نه دمه وتې
اوس که وخت کوږ ځي، که سيده را باندې کار نه کوي.

***

د وخت له سترگو نه پنا يم د خپل سيوري شاته
کله غلام کله باچا يم د خپل سيوري شاته

د بوډۍ ټال مې مېلمه کړى د سپوږمۍ درشل ته
ستا د ښايست رنگونه ښايم د خپل سيوري شاته

شين هسک، زېړى لمر، سمندر غاړه، نو باد به څه کم
د خداى په داد باندې رضا يم د خپل سيوري شاته

ستاسو د کلي اوازې په ما څه کار نه لري
زه له مودو څخه رسوا يم د خپل سيوري شاته

د بې خودۍ اوږدې مزلې خلکه نه شي تنها
دا ځل اشنا راسره بيايم د خپل سيوري شاته

د غړغړو لـکه د نورو بېکسياره! نه يم
يو څو وريتې غزلې وايم د خپل سيوري شاته.

***


دا ته د کومو غرونو شور يې چې مې خيال ته راځې
تصور، ياد، خوب، که انځور يې چې مې خيال ته راځې

ړنگه گودره د مالت په پته پوه دې نه شوم
تسل د مينې، که پېغور يې چې مې خيال ته را ځې

د يار ديدنه پرخه پرخه ورېدې چې په ما
اوس خو رسا د سرې اور يې چې مې خيال ته راځې

د بې خوديو فصل شين چې دې په غېږه وخته
هغه شپې لاړې اوس څه نور يې چې مې خيال ته راځې

د بېکسيار توره قسمته ته چې مل له تيارو
لا خو هماغسې تک تور يې چې مې خيال ته راځې.

***


راشي پر زړه راته اور بل، بېرته واپس شي په شا
زما ور پام چې لکه غل، بېرته واپس شي په شا

د زړه تر کوره يې په څومره منتو راولم
يمه حيران چې په څه چل، بېرته واپس شي په شا

د اشنا غم راشي دېره وي يو څو شپې راسره
راسره روږدى کړي اجل بېرته واپس شي په شا

د دوه شپو ارگ کې مېشته دا درسره ياد کې ساته
په موږ چې چا کړى يرغل، بېرته واپس شي په شا

د بېکسيار د زړه پولۍ به خامخا شي پوچې
که د غمو کاروان يو پل، بېرته واپس شي په شا.

***

د شپو په جېل کې گير يمه، شوگير وهلى ناست
مودې وشوې په وير يمه، شوگير وهلى ناست

نه مرمه، نه رغېږمه، عجيبه څه ژوندون
ټپي په داسې تير يمه، شوگير وهلى ناست

لږ خياله د اشنا خو، زړه په ما باندې سېځه
ښه وينې مې اسير يمه، شوگير وهلى ناست

دا چا راپسې کړي په سرتوره دي ښېرې
د چا د خوب تعبير يمه، شوگير وهلى ناست

جوړ کړى مې اشنا ځانته د خيال يو امارت
په خپله يې امير يمه، شوگير وهلى ناست

يو خړ پړ ميدانى يم بېکسيار بې نوم نښان
د سوات يم، نه د دير يمه، شوگير وهلى ناست.

***

دغه ارمان چې بخت به لاس يوه شېبه راکوي
په مړي ژوند د ژوند احساس يوه شېبه راکوي

ويره يې دا چې ميخانه په بله وا نه ړوي
ساقي فرصت چې د گيلاس يوه شېبه راکوي

ژوندون او مرگ مې سره څو- څو واره جمع، تفريق
حاصل يې فکر او قياس يوه شېبه راکوي

غليم زما چم کې په اس سپور زه يې مخکې درومم
لکه ماشوم قيضه د اس يوه شېبه راکوي

پرخه په خاورو ډوبېده په چيغو- چيغو يې وې:
"گلان مهلت پر تندي پاس يوه شېبه راکوي"

زما غزلې بېکسياره! خود به هجر- هجر
بل څه ته وخت کله وسواس يوه شېبه راکوي.

***

ستوري چاپېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه
له شپې څه وېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

رقيبه تا چې مې په برخه تورې شپې کرلې
اوس طالع شمېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

نن مې له جامه بېنوا گوره ساقي چې نه کړې
په مفت مه پېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

د شهادت به مې شاهده وي ضرور چې آگا
له زوَره، زېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

***

نن سبا لا ډېره را ياده وې دا چا ملگرو؟
محبوبه هېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

تل کې يې ډېرې د غم لړې خو ستا مينه اشنا
د زړه برسېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

زه چې راتلم بېگا په ټوله لار، له چمه د يار
تر پورې نېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

هغه چې ما به تل د خپل ژوندون سپوږمۍ گڼله
يادېږي ډېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه

بېکسيار تېر هغه وختونه چې کړم خيال کې راتېر
تر سترگو تېره مې سپوږمۍ راته په سر ولاړه.
***

زړه وايي ياره په سر واړوه يوه پياله زار
مخکې تر داره په سرواړوه يوه پياله زار
نه د يار شونډو، نه د وخت تر لېمو ورسېدې
تور بخته خواره په سرواړوه يوه پياله زار
شېخه تر څو به تل خپه- خپه بې واکه گرځې؟
په زړه بيماره په سرواړوه يوه پياله زار
د ژوند په هره لوېشت، په هر قدم- قدم شهيده
په مرگ انکاره په سرواړوه يوه پياله زار
چې کور او گور او پښتو ټول درنه پښتونه لاړل
اوس له ناچاره په سرواړوه يوه پياله زار
اور- اور سوچونو، کږلېچونو نه لږ غاړې ته شه
د ژوند خماره په سرواړوه يوه پياله زار
د ځان سوداوې د يار غم سړى عاصي- عاصي کا
نور بېکسياره! په سرواړوه يوه پياله زار.

***


زموږ د چم په لاره، د الوچو ونه نن
د مساپرو، ستړو، خوارو بچو ونه نن

څنگه د مرگ غېږه کې، خوره وره پرته وه
لکه کوم چا چې ويشتې په تمانچو ونه نن

په وچو خسو حساب، چې شوه له ځمکې نه پرې
له شنه ټولي را جلا، شوه د باغچو ونه نن

هغه ټيټي ښاخ ته يې، کوم- کوم ماشوم به په زړه
او يادوي به خدايږو د چا، چوچو ونه نن

بېگا يې تن وراره، يوه شين سترگي بوډا
د درد مزې به گوري، د تبرچو ونه نن


هر دم مې زړه کې قلم، هر دم مې کور کې څلى
را ننوتې لکه له دربچو ونه نن

ما وې چې بيا سپرلى شو، سپين سره گلان به راوړي
د الوچو په تمه په کږلېچو ونه نن

تا خو گوټ اوښکې ورکړې، د بېکسانو ياره
هر څو که نه شوه را شنه ستا په سوچو ونه نن

بېکسيار وچ لرگي کې د شعر وږم نغاړم
د زړو هنداره کې يې، ږدم په تاخچو ونه نن.

***

اشنا بې تا د ژوندون مل مې کله بل کېدى شي
ته چې منکر يې د زړه غل مې کله بل کېدى شي

حسنه! دا ته يې چې مې څارې ټول ژوندون گام په گام
داسې آگا له هر يو پل مې کله بل کېدى شي

ښکلي مې و څارل ختيز نه تر لوېديزه راغلم
ستا نوم په زړه ليک چې اول مې کله بل کېدى شي

دا ستا په نيم نظر لوگى که نه ده شاړه ځواني
د ژوند په لويه لار اجل مې کله بل کېدى شي

منکر به ليکه د بطلان چې پرې راکاږي سبا
هغه به وي همدا غزل مې کله بل کېدى شي

اقتدا مينې پسې کړې بېکسيار د عمر
د لمر په لوري دا مزل مې کله بل کېدى شي.

***


تيارې به تېرې، شپې سبا شي وارخطا چې نه شې
ستوري، سپوږمۍ، لمر به دِ تا شي وارخطا چې نه شې

د قاف په لړو کې مودو- مودو نه مېشته خياله!
د ښاپېرو ډلې به راشي وارخطا چې نه شې

په کايناتو د وجود کې چې په مينه قايل
سترگې د زړه به دې رڼا شي وارخطا چې نه شې

د وخت تيارو کې ورک پښتونه شم لوگى- لوگى دې
کله به تللى دور بيا شي وارخطا چې نه شې

ته بېکسياره! نغارې د حق رسا غږوه
لښکر د ظلم به په شا شي وارخطا چې نه شې.


***


رنځور وختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي
ويده بختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي

پخوا په تخت به چې ناست وو به د تېري مخالف
اوس څه تختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي

د سپين لباسو په جامو اوس وينې نه نښلي
بدل رختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي

د انسانيت جوړښت کې عدل يو څپرکى چې وو
اوس نور ساختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي

نړۍ يې ويني بېکسياره! چې د زړه په کور دې
تل انداختونه دي په ظلم باندې هيڅ نه وايي.

***


څنگه تنها وم ته را ياد شوې ياره کور دې ودان
خير که زه ښکار شوم ته صياد شوې ياره کور دې ودان

رانه دې لرې خاورې دوړې کړې د ستړي ژوندون
د زړگي درمند ته مې باد شوې ياره کور دې ودان

خلک دې وايي څه چې وايي اشنا وايي دې نو
ته که مقتول او که جلاد شوې ياره کور دې ودان

ما وې بې تا به دا وختونه تېروم زه څنگه؟
راته د ټول ژوندون مراد شوې ياره کور دې ودان

بېکسيار مري او که رغېږي دا يې خپل نصيب به
ته يې پيغام د زنده باد شوې ياره کور دې ودان.
***


(گل د گلاب بوى د سنځلې
قد د چنار سيورى د ولې)

هم چې ځواني او هم مستي وي
خوب مزه کا په مټ د ښکلې

را گوره مه، راباندې غږ کړه
کړه مې اسير ولې مې ولې

ستا ياد وطن، اشنا زما هم
دواړه به ځو که چېرې تللې

زه ملامت خو ته لږ راشه
ده وينه چا په وينه وللې

درېغه پردو بېکسياره لوټ کړاى
څه به گيله کړي څوک له خپلې.
***

سترگې دې را يادې شي له سترگو مې اور و اوري
هيلې مې بربادې شي له سترگو مې اور و اوري

وايم چې لوگى شواى ځنې بيا بيا چې وربولي مې
زړه ته چې صيادې شي له سترگو مې اور و اوري

څنگه تلوسې د ژوندون و خاندي په شنه سپرلي
څرنگه نامرادې شي له سترگو مې اور و اوري

کله وي شاعرې د اشنا سترگې مسرې پرې ليک
کله بيا نقادې شي له سترگو مې اور و اوري

وينم په ښادۍ چې ځي د هسک پېغلې تر ړنگ گودر
وينم چې ناښادې شي له سترگو مې اور و اوري

بيا بيا دې اقرار په سترگو بيا بيا دې انکار را شين
وخت په وخت جلا دې شي له سترگو مې اور و اوري.

***


په اصل نه په ظلم کې بوش پلار دى د يزيد
دا وينې د انسان څښل دغه کار د يزيد
نن يو ځاى، بېگا بل ځاى، سبا بل ځاى دا حملې
ښکارېږي چې مرگى ته يې تلوار دى د يزيد
تړلې يې ده ملا د ټول جهان د هضمېدو
يا مري به بشريت تمام يا وار دى د يزيد
تر څو به وي د ظلم داسې توره تروږمۍ
د عدل لمر به وخېژي بخت خوار د يزيد
ختيز نه تر لوېديزه پسې چيغې د جهاد
د ژوند هر هر ساعت يې اوس په شمار دى د يزيد
ملخ د زمانې داسې تر څو به وهي ترپ؟
مظلوم ولس يې وينو ته خمار دى د يزيد
ډارن شاعران وايي به دا څوک داسې لگيا؟
سندرې د مرگ وايي بېکسيار دى د يزيد.

***


ښه پوه يم راځي نه څه بې ځايه تلوسه مې ده
ژر ورشه ريباره ورته وايه تلوسه مې ده
هره تادي، هره بيړه وي د کار تر پيل پورې
مينه څه عجبه، څه بې پايه تلوسه مې ده
نېغ يو ځل را وگوره د کور ستونه څه کوې؟
نه ستا تر ډوډۍ نه ستا تر چايه تلوسه مې ده
کله زه کړکۍ ته شمه، کله زه هندارې ته؟
ځان ته چې ښه ځير شمه له ورايه تلوسه مې ده
يا خو واى راغلى اشنا، يا مې هېر د خوب په شان
نور مې صبر نه شي لويه خدايه تلوسه مې ده
کله دې ياد راشي، کله وږم، کله خيال شي را
ځاى د اوسېدو دې راته ښايه تلوسه مې ده
نور مې ناارام خاطر په هيڅ بل څه ارام نه شي
ستايه بېکسياره! ښکلي ستايه تلوسه مې ده.

***

درېغه چې واى خو څه شراب اوس به نشه نشه واى
زه او دا دومره اضطراب اوس به نشه نشه واى
که رقيب نه کړاى په اپلتو زما وخت را خراب
ولې به واى داسې خراب اوس به نشه نشه واى
د اندېښنو ور مې زاهده ټکوې څله تل؟
کړمه اخته دې په عذاب اوس به نشه نشه واى
درېغه محفل ته واى راغلى له اوله بې سد
پروا به څه مې په جناب اوس به نشه نشه واى
هم چې ځواني، هم چې مستي، هم لېونتوب واى اشنا
خير که د يار په مخ نقاب اوس به نشه نشه واى
ښکلي، بدرنگ نيمزالي ټول به اوس يو شانې راته
ولې به ښکليو ته بېتاب اوس به نشه نشه واى
بېکسيار ولې به جنون ته ورځې شپې شمارلې؟
که شاعري يې د شباب اوس به نشه نشه واى.

***

په بې اجله مرگي مړ شومه
د رقيبانو مخکې پړ شومه

ما وې ساپي، ما وې بابړ ټولوم
نه د ساپي نه د بابړ شومه

په ناوگۍ کې مې لښکر شو لوټ
ډېر گيله من له باجوړ شومه

وم د اشنا خوا کې رنگين سپرلى
په بېلتانه کې داسې خړ شومه

ما وې ولس ته به پيغام وړمه
د ماشومانو د پاپړ شومه
په تول د بوسو کې هم تېر نه شوم
د ژوند اخور کې وچ کنگړ شومه

زه راوتم د يار ډولۍ راغله
بېرته دننه په انگړ شومه

د بې خودۍ په منزلو کې بند
نه بېکسيار او نه اندړ شومه.

***

مري به څنگه چې په ژوند د چا يقين وي
خلک ژاړي پرې او دى له خندا شين وي

کور او گور يې غم لړلى فلسطين وي
بل نو څوک کېداى شي دا به شيخ ياسين وي.

***


قار دې لږ سوړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟
په خوله مې موړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

د سر په بيه کړه ستا گران ديدن غريب يم اشنا
نرخونه جوړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

چې په کابل نه په زابل دې وي څوک سارى بخته!
ځان امير کروړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

اوس مې د شل کاله پخوا په شان اشنا مه چېړه
فرق د ځوان، زوړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

په مينه وايي دې تومت جوړه دنيا زړگيه
ته ځان ناجوړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟





دغه ماښام، دغه باران، دغه ښوروا بيا خدايزده؟
غټ پياز را ووړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

بې پاى سوچونه د ژوندون ټول کړه را ټول جانانه!
دا يې نچوړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

د اشنايۍ په پاس لږ ورشه نور دره و گوره
سيل د سروړ کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟

اشنا ته ورکړه بېکسياره! ځاى په سراى د زړگي
خوى د اکوړ(1) کړه د سبا ورځې څه پته لگي؟.

***


يار را روان که وي را وبه رسي
تېر له خپل ځان که وي را وبه رسي

اشنا چې ته ماته يې وي چې راځم
بې شکه ځوان که وي را وبه رسي

چا اورېدلى وو محفل کې جرس
مل د کاروان که وي را وبه رسي

ما خو اشنا غوښته چې ويې لمانځم
پاک مې ارمان که وي را وبه رسي

زما په داسې توره ورځ چې آگا
زما جانان که وي را وبه رسي

د بې وطن بېکسيار کټ لږ تم کړئ!
پاتې ياران که وي را وبه رسي.

***

زړگيه ستا دا کشالې، ژوندون به څنگه کېږي؟
د مرگ دردونه چې پالې، ژوندون به څنگه کېږي؟

دنيا ته ځان ثابتول غواړي په کاڼو نوم ليک
زموږ ناچله قوالې ژوندون به څنگه کېږي؟

موږ لا په يو بل لگوو خولې ځينې وينې ځبېښو
موږ لا نه پېژنو پيالې، ژوندون به څنگه کېږي؟

خلک د ژوند د سمندر په تل کې لامبي، ناڅي
زموږه مړي وړي ويالې، ژوندون به څنگه کېږي؟

ته خو لرې به بېکسياره! ډېرې ډېرې هيلې
مېنه د زړه چې کنډوالې ژوندون به څنگه کېږي؟.

***


درېغه ليدلى چې مې يار اوس به نشه نشه واى
ولې به واى داسې خمار اوس به نشه نشه واى
ستا د انکار له بې سديو مې توبه توبه ده
درېغه چې کړى دي اقرار اوس به نشه نشه واى
په خوب کې راشي چې را ويښ شم تر سهاره ژاړم
په ويښه راغى که نگار اوس به نشه نشه واى
د ژوندون باده که راغلى واى محل ته يو ځل
کډې به بار واى د اغيار اوس به نشه نشه واى
هسې اشنا چې لږ خبر دې د راتلو راتللاى
ژوند به مې ولې سور انگار اوس به نشه نشه واى
دا خو د عقل دسيسې دي زه يې ټينگ تړلى
زما په وس که څه اختيار اوس به نشه نشه واى
د بېکسيار يورپ ځواني خزانو ولوټله
سپرلى راغلى که يو وار اوس به نشه نشه واى.

***


لاس کې يې لور پروت په ولي پړى دى
زړه رانه لوگرې جينۍ وړى دى

خيال د خيالورې مې مل شوى چې
مانه پردى شوى خپل هر غړى دى

بار مې د ژوندون مړى مدام په سر
لاس راکړه اشنا زړگى مې ستړى دى

وينه ترې د چم خبرو وخوړه
ستا پردېس شاعر چې لکه مړى دى

وژني بېکسيار که څوک د عشق په تور
وژني دې نو دغه کار يې کړى دى.

***


ﻻره دومره نه ده رسېدو ته دې که نيت کړى
لېڅو د سپوږمۍ کې ځنگېدو ته دې که نيت کړى

څو به لوغړن گرځم اشنا زه بې له تا داسې؟
ومې سېځه راشه لوگېدو ته دې که نيت کړى

هوډ داسې وسله ده چې نصيب يې سوبه هر مقام
زهر هم خواږه شي گوټېدو ته دې که نيت کړى

ډېر راشې په خير اشنا ټولۍ ته د مينو خو!
سر نه د زړه سره تېرېدو ته دې که نيت کړى

خانده په ژوندون چې خپه نه کړې بېکسياره! ځان
خپله به زهير يې ژړېدو ته دې که نيت کړى.

***


د خپل تقدير په فيصله کې به څوک څه ووايي؟
اوري يې نه چې څوک، گيله کې به څوک څه ووايي؟
يوه خوا ظلم دى چې کېږي بله خوا بې وسي
د ژوند په داسې مرحله کې به څوک څه ووايي؟
نه يې لاربه چې، نه منزل او نه يې غږ را معلوم
په بې جرسه قافله کې به څوک څه ووايي؟
خدايزده که دا ځلې جرگه شي څوک زموږه تر منځ؟
د مرگ او ژوند په مسله کې به څوک څه ووايي؟
يوم البدتر نه چې خبر وي او مني يې له زړه
نو د وختونو سلسله کې به څوک څه ووايي؟
کرزى خو نه ده چې له وخت سره بدلېږي هر وخت
د احمدشاه بابا شمله کې به څوک څه ووايي؟
څنگه په پټه خوله دې تېرې کړې نادودې د وخت
ستا بېکسياره! حوصله کې به څوک څه ووايي؟.


***


دغه چا وې د تربرونو وينه توى شوه
خورم قسم د سکه ورونو وينه توى شوه

ميندې بورې، خويندې ورارې شوې له مخې
د بچو او د پلرونو وينه توى شوه

نا انسانو پرې گوزار بې شمار بمونه
د دې ځمکې، د دې غرونو وينه توى شوه

دا ژوندي چې دا په هيڅ هم حساب نه دي
بې حسابه د سرونو وينه توى شوه

د بانډو، درو ، د کليو څه حساب کړې
د بسته بسته ښارونو وينه توى شوه
شوې ترى تمې گورگورې او مماڼې
د څېړيو، چنارونو وينه توى شوه

آفرين يې په همت وايه جلاده
د دې خلکو په وارونو وينه توى شوه

ټوله شپه شپې قتلول سپوږمۍ او ستوري
سپېده داغ د سهارونو وينه توى شوه

ما کاته ورته زامنو پلار په دار کړ
د ورېرو په لاس د ترونو وينه توى شوه

ټوله پته بېکسياره! يوالله ته
په ويالو او په نهرونو وينه توى شوه.

***


سودا د ياره سره گرځي مې احساس ﻻس په ﻻس
د بېلتانه غم رانه وړي دي حواس ﻻس په ﻻس

بې اعتباره زمانه شوه حيا والوتله
اشنا محفل کې له ساقي غواړي گيلاس ﻻس په ﻻس

ريبار که څومره احوالونه مې د صبر دروړل
را و دې نه لېږه اشنا کله شاباس ﻻس په ﻻس

ښه له هر چا سره تل ښه دي خو وېرېږم اشنا
نه چې ملگرى درسره شي څوک بې پاس ﻻس په ﻻس

اشنا هواره کې ارام ته مو څوک کله پرېږدي؟
درځه چې وخېژو دې تورو غرو ته پاس لاس په لاس

ما لا د مينې بېکسياره! نوم اخيستى نه و!
راپسې راغلل تومتونه او وسواس ﻻس په ﻻس.

***


لکه چا ښه چې په ژړا تش کړى
هسې مې زړه نن په اشنا تش کړى

تر سباوونه يې سلگۍ وهلې
وې يې د مينې ميدان چا تش کړى

يو وخت چې مالامال د يار له مخه
د زړگي کور مې چا په غلا تش کړى

له بې کسۍ نه غاړې، غرو نه ژاړي
مرگي وطن مې لا په لا تش کړى

اوس پکې بې له مينې بل څه نشته
دوکان د ژوند مې له سودا تش کړى

وخت بېکسيار هسې پرې غل ونيوه
د زمانې جېب چا پخوا تش کړى.

***


ستا که د تللي پېغلتوب هوا له سره نه ځي
زما ليدلي د يو خوب هوا له سره نه ځي

زه تورو خاورو سره خاورې شوم په ځوانه ځوانۍ
ستا د مستۍ او ياغيتوب هوا له سره نه ځي

رقيب که ستا سودا په زوره مې له سره باسي
د چا د مخ څټ په پړسوب هوا له سره نه ځي

ږيره مې سپينه شوه غاښونه مې له يو مخې توى
اوس مې لا هم د زلميتوب هوا له سره نه ځي

څومره ساده دي خلک وايي اشنا مه يادوه
له لېوني د لېونتوب هوا له سره نه ځي

بېکسيار څه کړم جنتي اوبه هوا د يورپ
نه د ترنـک او نه د ژوب هوا له سره نه ځي.

***

را روان په ملک چنگېز دى اسمان ورېځ دى
د مظلومو جست و خېز دى اسمان ورېځ دى
ښکته ځمکه ده چې چوي له هيبته
باران اوري او ښه تېز دى اسمان ورېځ دى
همدا نن چا وې ورځي چې بغداد چور کا
امريکه ده او انگرېز دى اسمان ورېځ دى
باد د کرکې دى چې لگي په هر لوري
سيلۍ لوټ د بخت پالېز دى اسمان ورېځ دى
شپه خو شپه ده، سپينه ورځ هم تورې لړې
له رڼا نه ژوند پرهېز دى اسمان ورېځ دى
څو نيمزالې په تياره ماښام اوبه وړي
گونگوسى يې په کارېز دى اسمان ورېځ دى
بېکسياره! ښکلې شنه له خندا نه شوه
بس همدغه يې اغېز دى اسمان ورېځ دى.

***


د ژوند په تمه د تابوت په غېږ کې شپې اړوم
يو څاڅکي شور ته د سکوت په غېږ کې شپې اړوم

د ژوند سړې، تودې اوس هيڅ راباندې کار نه لري
د بې خودۍ د کاڼي بوت په غېږ کې شپې اړوم

د بېلتانه په راتگ ما چې کله شک به کاوه
شک مې باور شو د ثبوت په غېږ کې شپې اړوم

د بدمستيو، عيش او نوش به مې چا دروغ ويلي
هسې د قوت او ﻻيموت په غېږ کې شپې اړوم

له خلکو تښتم چې مرغانو په شان ونو ته ځم
کله سنځلې کله توت په غېږ کې شپې اړوم




دلته چې هر غدار راځي ځان کړي بزرگ د زمان
ولس مې وايي د طاغوت په غېږ کې شپې اړوم

په زړه مې اوري بېکسياره! افغاني سيد تل
زه که دمشق که د بېروت په غېږ کې شپې اړوم

اوس به طالوت شي راته څوک، څوک به حضرت داود
ملگرو! گورئ د جالوت په غېږ کې شپې اړوم.

***


د سپېده داغ غيږ کې يوه غېږه ورېځ
نه سباوون ښکاري نه ستوري او نه لمر راښکاره
نن هم د تېرو څو کلونو په شان.

***


مړه يو په ځان باندې ډيوې بلوو
په خپل ارمان باندې ډيوې بلوو

د يار ښکالو مو اورېدلې نه وي
په تش گومان باندې ډيوې بلوو

ستا منزلونه رانه پاتې اشنا
په لوټ کاروان باندې ډيوې بلوو

مور چې سرتوره، پلار چې وژني راته
موږ هغه ځوان باندې ډيوې بلوو

تر تورو لړو مو نظر نه رسي
په شنه اسمان باندې ډيوې بلوو



زموږ له خپلې نافهمۍ مرور
په شته جانان باندې ډيوې بلوو

افغانستان لکه پردى کور سوځو
په خراسان باندې ډيوې بلوو

زه بېکسيار يو امريکن او يو روس
تباه افغان باندې ډيوې بلوو.

***


ماښام راخور د غره پر ولو دى
وخت د توبې د ماتولو دى

پروردگاره ته يې وبښې
بېکسيار کله د بښلو دى.


***


مينې ستړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
ته نيمگړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
زه پردى همداسې ښه يم، نااشنا ته
ما هيڅ کړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
همدا زه يمه چې وينې وينې پروت يم
حيرت وړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
ستا گيلې، ښېراوې ماته په سر سترگو
خود شخړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
انجمن د وصل، هجر او د اور کې
خدايږو غړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
تلوسه ښه يې وژلاى دې څوک نه شي
چې وگړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې
بېکسيار ته دې رڼې چې اوبه نه شوې
اوبه خړې مه شې ښه شوه چې بيا راغلې.


***


حسن يې نظر سره غرض لارۀ
سم يې د زړه سر سره غرض لارۀ

يه کنگلي هوډه! چې وې داسې سست
ولې دې بيا لمر سره غرض لارۀ

نه منم زه دا چې سپي دې و داړي
خوار که د چا ور سره غرض لارۀ

وخت ته که تېره توره په لاس نه واى
ما به څه له سپر سره غرض لارۀ

مينې بې گونا کړم بېکسيار اسير
ما کله دې شر سره غرض لاره.

***


ټپي- ټپي يم په پرهر مې مالگې مه دوړوه
په وينې- وينې د زړه سر مې مالگې مه دوړوه

بس دى چې خاورې دې يادونو کړم له خاورو سره
نور په سوري- سوري ځيگر مې مالگې مه دوړوه

د روح څرمن مې رانه کښلې د بېلتون سيليو
په بې څرمنې خوار بشر مې مالگې مه دوړوه

په تېرو تورو غوڅوه مې تن چې څومره دې وس
اشنا احساس باندې اکثر مې مالگې مه دوړوه

وخته تختونه به دې ډوب شي که بختونه را ويښ
په ښکاري ويشتي مات وزر مې مالگې مه دوړوه

د تخيل تلې مې پرې- پرې په هيندارو د وخت
نور بېکسياره! په گذر مې مالگې مه دوړوه.

***



داسې په منډه چې روان يم ځم د لمر کلي ته
چې نه په بل او نه په ځان يم ځم د لمر کلي ته

بس په توکل به ور رسېږم نور مې کومه اسره؟
زه د ناهيلو يو کاروان يم ځم د لمر کلي ته

تربورگلويو، ورور وژنو نه يم ستړى- ستړى
د يويشتم قرن افغان يم ځم د لمر کلي ته

راکې سپوږمۍ، ستورى او سپين سپېده داغ اوسي مدام
ځانته په خپله يو جهان يم ځم د لمر کلي ته

د يورپ تورو ورېځو و خوړمه دوه لسيزې
ډېر په ارمان د شنه اسمان يم ځم د لمر کلي ته

نظر او فکر، تخيل مې بېکسياره! گډ وډ
سوچ سره تل لاس او گرېوان يم ځم د لمر کلي ته.

***



تېره شپه چې مې غزل ته شيمه نه وه
په قسم چې مې مزل ته شيمه نه وه

ارادې راتلې د لريو لارو ډېرې
خو زما غريب يو پل ته شيمه نه وه

"چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي"
د ملگرو ژور تل ته شيمه نه وه

دا خو تا وم رابللى چې زه راغلم
خو زما گوره محل ته شيمه نه وه

د اشنا بلا يادونه مېلمانه مې
د مرگ زړه، زما اجل ته شيمه نه وه

بېکسياره! ما وې گوندې پښتون واوړي
له قاتل چې مې بدل ته شيمه نه وه.


***


ماته محفل کې اشنا کله کله کله کتل
رقيب اشنا ته خو پخپله کله کله کتل

زه وايم بې له ما يې کله هم بل خوا نه کتاى
دنيا غوسه ده چې يې څله کله کله کتل

هغه ماښام به شنه اسمان کې څه د ستورو اتڼ
جانان او ما چې يو تر بله کله کله کتل

سترگې ديدار لره پيدا دي خوشال ښه ويلي
درېغه چې ژوند مې تل تر تله کله کله کتل

په بېکسيار باندې يې هم پېرزو کوه وخت ناوخت
د تخيل د شاړې گله کله کله کتل.

***


خير دى که مخ يې بل رنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
په دې به څه کوو جنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
په اصل، نسل، قبيله باندې يې نه يم خبر
ښايي له ځايه پرنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
منم د سرې بنارسۍ کميس به نه يې په تن
نه يې په غاړه لونگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
ماته وعده خو يې شېبه- شېبه را اوري په زړه
و دې شي وکوي ننگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
زه يې پيالو ته نه، ديدن ته د ساقي ور روان
چې ميخانه مې قلنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
څوک نا اشنا راته مودو نه د خيال لارې څاري
راته په زړه وهي چنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي
بېکسيار دومره ډېر خطا هم اشنا نه دى وتى!
د چا د در چې ملنگ سترگې خو يې ستا غوندې دي.


***


له سترگو دې غزل ته څه الهام واخلم که نه؟
ساقي ستا اجازه ده چې بل جام واخلم که نه؟

زړگى په دې گواه دى چې راځې خو وېش دى نن
گودر، زه مازيگر او که ماښام واخلم که نه؟

سر تېر له ننگ او نومه راته وايي هر اشنا
حيران يم چې رخصت له ننگ او نام واخلم که نه؟

دا هسې يو هوس دى يو ارمان پوره کوم
وصال کې به هم خدايزده چې ارام واخلم که نه؟

راوي زما زموللي يې سپرلي کې ډېر گلان
لا اوس يې هم په سرو سترگو سلام واخلم که نه؟

بې شکه بېکسياره! چې له بخته لاس په سر
په سوچ کې يم چې وخت ځآنته غلام واخلم که نه؟.

***

درواغ نه وايمه ولا چې زه مين په سپوږمۍ
خدايزده چې دا څويمه پلا چې زه مين په سپوږمۍ
دغه راڼه ستوري، چې گورې د ښکالو پلونه مې
ژر به ور رسم انشالا چې زه مين په سپوږمۍ
دا يې اوله ورځ، مياشت نه، نه يې لومړۍ کليزه
کلونه واوښتل بلا چې زه مين په سپوږمۍ
شکر چې نه د چا ناموس، نه ننگ حيا، خور او لور
چيغې وهمه برالا چې زه مين په سپوږمۍ
ليلا مجنون تللي د مينې په نوم لار خو نشته
زه به ورځم په بسم الله چې زه مين په سپوږمۍ
نه د چا ور، نه د چا بام، نه د چا لوري څارم
نه چاته گورمه په غلا چې زه مين په سپوږمۍ
چې پرې اوښتى بېکسياره! نه وې واوښتلې
اوس نو توکل مې په مولا چې زه مين په سپوږمۍ.

***


يار چې بيا را مخ شو، بيا گيله مې په سر واوښته
صبر مې تم نه شو حوصله مې په سر واوښته

ته د خيال نيمزالې وږمې ټول عمر تازه اوسې
دا خو ستا له بخته ولوله مې په سر واوښته

داسې د غفلت په خوب ويده وم ټينگ په نيمه لار
ما باندې خته تله قافله مې په سر واوښته

کړى له مودو مې چې د نه درتلو قسم و ټينگ
مينه ټکنۍ شوه فيصله مې په سر واوښته

زه بېکسيار داسې لېونى شوم له هغې ورځې
ډکه چې له خيال د يار پياله مې په سر واوښته.
***


نن مې پياله د چا له سترگو ډکه
په زړه گيله د چا له سترگو ډکه
ما ور کاته خو شرمېدمه ورنه
سپوږمۍ چې تله د چا له سترگو ډکه
دواړه يادېږي مې جرگه د بڼو
او فيصله د چا له سترگو ډکه
ړوند په کلو چې پسې کال کې کله
شېبه ايله د چا له سترگو ډکه
چا ور کتلي به وي ډېر ور پسې
چې قافله د چا له سترگو ډکه
سر په اوږه يې بېکسيار ته ايښى
لا يې شمله د چا له سترگو ډکه.

***


شوله د وصل شپه په دار چې ستوري يو- يو پنا
په تورو- تورو غرو مې لار چې ستوري يو- يو پنا

راغلې نه وه لاړه تېره شوله دا څنگه شپه
زما سپوږمۍ ته انتظار چې ستوري يو- يو پنا

شين اسمان، سپينه سپوږمۍ خړو خړو ورېځو کې ډوب
لمنه ټوله د بهار چې ستوري يو- يو پنا

ورته مې خيال هومره هم نه وي وهي سترگې مدام
د نندارې يې نن خمار چې ستوري يو- يو پنا

تل خاطرو ته د يادونو غمازي مې کوي
اشنا مېلمه په ژوند يو وار چې ستوري يو- يو پنا

***


هسې هم نه ده چې يادېږي تل رڼاوې د وخت
هغه شېبه هم يو يادگار چې ستوري يو- يو پنا

شمه بېکس چې بېکسيار وړم پنا تل ستوريو ته
خداى مې دې نه کړي هسې خوار چې ستوري يو- يو پنا

اشنا يې نشته چې په ورو- ورو الاهو يې ويده
څنگه به خوب وړي بېکسيار چې ستوري يو- يو پنا.

***


دښمن ښه دې چې وهي دې په مغزي
تر هغه دوست چې کري درته اغزي

تر کوټه سپي زار رسا په سړي دانګي
نه په چم چم کې داړنه د تازي

***
له خدايه نه چې، له بنده څه پټه؟
زما په شان د شرمنده څه پټه؟

که د جهان عطرونه وشيندې پرې
بوى به يې لگي د گنده څه پټه؟

زما ايمان دى چې ظالم به پړ شي
ساتم به ټينگه عقيده څه پټه؟

قسم په خداى چې را يادېږې مدام
ښکلې! له تا مې څه پرده، څه پټه؟

يم حرامخور که شرابخور، يم ځانته
کوم له چانه به سجده څه پټه؟

بېکسيار نيت د غزل نه وو کړى
اشنا له تا مې اراده څه پټه؟.
***


ژوند هينداره، که شپشه ده مينې ته يې
بې سدي ده که نشه ده مينې ته يې

غره ته گورمه، که ستوري، که سپوږمۍ ته
څه عجبه تماشه ده مينې ته يې

تن مې بند- بند که ورتېږي په مړه اور کې
که په زړه مې پلوشه ده مينې ته يې

مينې ته يې چې دې قيس په غرو رغو کړ
د فرهاد په لاس تېشه ده مينې ته يې

بېکسيار يې گومارلى چې به ليکي!
شاعري که څه پېشه ده مينې ته يې.

***


سپوږمۍ څومره نېکمرغه يې څه لاره دې رڼا
ذره هم درکې غلا نه، هره چاره دې رڼا

د ژوند تيارې کړکۍ ته لاس زما دې چې را اوږد
د زړه تياره جونگړه کړه له واره دې رڼا

د ځمکې ړوند مخلوق درېغه له تانه يې څه زده؟
درې، بانډې او کلي ټول له ښاره دې رڼا

بې شکه به د کلي ماشومان ستا په ارمان
گودر دې، مازيگر دې او شودياره دې رڼا

راڼه دې رب لره ستوري تل دوا کړي بېکسيار
شه غېږه دې څو چنده او بې شماره دې رڼا.

***


ويده په خوب کې بيا- بيا چاى دموم
چې ويښ په خيال کې د چا چاى دموم

څوک به راځي گوندې عمرونو نه پس
شېبه- شېبه چې لگيا چاى دموم

سترگې گنډلې مې په وره کې د کور
په پخلنځي کې بسيا چاى دموم

ما خو نظر يې لا وچ کړى نه دى
د زړگي سر ته به لا چاى دموم

مجلسي يار که يو وار رب راولي
زه به سهار او بېگا چاى دموم

لکه کوچيانو چې اور بل سپوږمۍ ته
چاپېره ستوري، رڼا، چاى دموم

ما بېکسيار وې د زړه غوښې ورکړم
خو د اشنا چې سلا چاى دموم.

***


ژوند
ژوند يانې څه؟
ژوند يانې باد کې سفر
يانې باران کې مزل
په سپيده داغ کې راويښ
په سره غرمه کې ويده .


***

کله لر مې زړه ماتېږي
کله بر مې زړه ماتېږي

وي د ښکليو په اسره کې
چې اکثر مې زړه ماتېږي

دى بمبارد په توره بوړه
لکه غر مې زړه ماتېږي

لور په لور نارې د هجر
سر په سر مې زړه ماتېږي

يار چې مړه- مړه گوري نور څه؟
برابر مې زړه ماتېږي
د اشنا په بېلتانه تل
ناخبر مې زړه ماتېږي

په ديدن پسې ملنگ يم
په هر ور مې زړه ماتېږي

بېکسيار مين په مينه
او په شر مې زړه ماتېږي.


***


چې چېرې به يې بيايې دا نيمګړې برخه خواره

د ژوند او مرګ جګړې ته نېغ ور ووت سمد واره
ګردونه يې له پلونو نه خاته په پړونده لاره

له دغه کلي دغه خلکو لاړه مرور شو
غږونه پسې ډېر کېدل چې پام کړه بېکسياره.


***

زه څه خبر چې سمندر په شان ستا زوى ومه زه؟
ما خو گڼله چې پيدا همداسې لوى ومه زه

د احساس ډېر يم احسانمند چې لږ ناوخته راغى
زما سينه خو يو ډک جام دى اوس به توى ومه زه

ماته څه پته چې مور څه او مورنۍ مينه څه؟
زه خو کاکه ومه په هر څه- هر څه پوى ومه زه

حق به ادا دې مورې خدايزده خو کوښښ به کوم
که د پښتو ادب په بڼ کې سخنگوى ومه زه

د چا له زړه دوعا ساتلى بېکسيار يم ضرور
گنې بټۍ کې د حالاتو به الوى ومه زه.

***


خاونده بيا سپرلى شو گودر لارې مې يادېږي
الوتې ترې ايله واوره شوديارې مې يادېږي
د کلي هغه بر سر ته شينشوبو کې غاټول، ټول
ويالې ډډ ته د توتو د باغ بارې مې يادېږي
په دغو لارو هر وار زه که ځمه که راځمه
بلا- بلا د چا سترگې خمارې مې يادېږي
په وچو تورو غرونو کې د هجر سيلۍ ستړى
بانډو ته مې خيالونه ځي هوارې مې يادېږي
ساقي درته به څه کوم د يار د ياد شمېرونه
چې هر وار رپوم سترگې هر وارې مې يادېږي
له ښکليو د يورپ څخه بېزار زه بېکسيار يم
اندړې مې په زړه اوري، شينوارې مې يادېږي.

***


شاعره شپه ده، شاعر خيال مې د سپوږمۍ په ننداره په موسکا
هر خوا چې گورم بس له ورايه ځنگل، غر او سين ښکاره په موسکا

ماته له قصده خلکو مخکې اشنا ډېر- ډېر وې ځه بيا رانه شې
د ستنېدو يې راته وکړه بڼو لاندې اشاره په موسکا

د زور، د ظلم، د وژلو، زولنو او زندان څه حکومت؟
منم هغه چې که چا وکړه د وگړو اداره په موسکا

له ميکدې نه که هر وارې ساقي و ايستم په تروشه ټنډه
خو زه په بيا- بيا ورته راغلم په زاريو دوباره په موسکا

بس هماغه دى پوره سات چې شو اوبو کې خپل تصوير سره گډ
په جنجالو ډوب بېکسيار خوار او حيران او بېچاره په موسکا.

***