په مخ راغله د اشنا کلا- جزاک الله څه خوند
د دې پورې غرو تر شا کلا- جزاک الله څه خوند

ستوري لر بر چې کېدله او د کرړو ساز چې خور
د سپوږمۍ غېږ کې بېگا کلا- جزاک الله څه خوند

گل گل شنه يې په گوټ گوټ باندې يادونه چې د يار
د گل ونه شوله بيا کلا- جزاک الله څه خوند

گونگو، تشو، تورو مېنو راته زړه خوړلى تل
دا چې پورته ترې غوغا کلا- جزاک الله څه خوند

دا له کومې ډډې ياره پاڅېدلى يم سهار
ليک په سترگو مې دِ تا کلا- جزاک الله څه خوند

يار به ماته بېکسياره! راکوله چې جزا
ورته وې به مې جزا ک الله جزاک الله څه خوند.

***

درېغه چې لږ راتۀ احساس چې تا به څه کړي و؟
ما درنه غوښتى که واى لاس چې تا به څه کړي و؟

ژوندون مې ټول يوه عجبه معما کې راگير
تل را سره وي دا وسواس چې تا به څه کړي و؟

ستا له غوسې نه لړزېده چې ما کتل ځمکې ته
که در کتلي مې واى پاس چې تا به څه کړي و؟

د وطن مور يې که آگا چې نازدانه بچي دې
غواړي خيرونه په مدراس چې تا به څه کړي و؟

که تاته پته واى اشنا چې بېکسيار يې په دار!
هم بې گونا، هم بې اساس چې تا به څه کړي و؟

***

خاطر ته دې راغلى يم لږ ومې کړه خاطر
په زړه باندې داغلى يم لږ ومې کړه خاطر

گيلې گيلې زړگى لرم، نينې نينې ځيگر
حيران هک پک ناست غلى يم لږ ومې کړه خاطر

چې څوک يمه او څنگه يم او څه يم پرېږده نور
بدنام يم که ښاغلى يم لږ ومې کړه خاطر

ما کړى وو قسم چې نور به نه درځم ساقي
بيا هم چې درغلى يم لږ ومې کړه خاطر

بللى بېکسيار يم نورو ښکليو هم وار وار
قسم که ورغلى يم لږ ومې کړه خاطر

***

دا ستا ظلمونه ستا کيسې به تا اخر شرموي
ټول بشريت ته دسيسې به تا اخر شرموي

وژنه يې څومره چې وژلاى شې چې څومره دې وس
مرگي ته ډېرې تلوسې به تا اخر شرموي

درباندې اخلي چې بې دينه بې ايمان وگړي
زما ايمان دى راپسې به تا اخر شرموي

د خداى مخلوق درته د ماشي هومره نه ښکارېږي
د طلا، تېلو وسوسې به تا اخر شرموي

د مظلومانو له زړگو نه را اوچتې ښېرې
د وخت جلاده درپسې به تا اخر شرموي
که يې له ما سره به يې که نه دښمن يې زما
دا پڼکې او دا غوسې به تا اخر شرموي

لکه رمه باندې د وږي لېوه پېښه شوې
د بې گونا وينو کاسې به تا اخر شرموي

ديموکراسۍ باندې به سر خورې بېکسيار خو وايي
دغه د زهرو پتاسې به تا اخر شرموي.

***

انسان نو څه يانې، د غوښې پوټې
د ظلم دنگ، لوړ غر، د کرکې بوټى

حال يې خراب مدام، خو که لږ ښه شو
وهي لغتې به، لکه خر کوټى.

***

کله پند يم په کيسه کې
کله خوند يم په کيسه کې

لکه وخت اوړم را اوړم
بند په بند يم په کيسه کې

په زړه لگم لکه وږم
خولې ته قند يم په کيسه کې

خداى دې خير کړي مياشت خو وشوه
چې پابند يم په کيسه کې

د ابۍ څيرې لمن ته
سور پيوند يم په کيسه کې
امريکا چا وې ورانېږي؟
د مومند(1) يم په کيسه کې

ورک د چا د سترگو شعر کې
د چا بند يم په کيسه کې

که له شعره لږ وزگار شوم
ارجمند يم په کيسه کې

يار خاکه د ژوند چې کښلې
تش کارمند يم په کيسه کې

بېکسيار يم د [ميدان] به؟
هنرمند يم په کيسه کې
***


يواځې نه ده مسله د اوښکو
څنگه تړم به سلسله د اوښکو

زه يې که څو ايساروم بهېږي
دا ده په خپله فيصله د اوښکو

د زمانې زاهد ناحق تکفير کړم
زما په لاس کې وه پياله د اوښکو

زړگيه گرانه به شي ډېره گرانه
سفر د عمر او جاله د اوښکو

ما په بلا وهه ما هېر کړه اشنا
لږ مې جرگې خو در بله د اوښکو
ژړا ليدلې مې وه نه چې داسې
لکه په شړک باران گله د اوښکو

چې رسېدې هر چاته خپلې رخې
زما په برخه قواله د اوښکو

تل ناببلې را روانې به وي
اسانه نه ده مامله د اوښکو

بس بېکسياره! دا غزل ختم کړه
څه راته ليکې مقاله د اوښکو

بېکسيار څرنگه به و خاندمه
څو په لېمو مې دا مېله د اوښکو

***

لکه دا نور مخلوق نه سر واخله مري
که هنرمند وي ترې هنر واخله مري

تل لکه زخم په دردونو پايم
له زړه مې ستا د ياد پرهر واخله مري

ساقي خمار د ژوند ته وگوره لږ
لږ جنازه يې په نظر واخله مري

گله اشنا دې د وخت سختو کې گير!
لږ يې کړه ياد لږ يې خبر واخله مري

څوک به په څه څوک به په څه باندې مري
له بېکسيار څخه دلبر واخله مري


***

د زړه له حاله چاته حال ووايم
زه له محاله چاته حال ووايم

په وس مې نه چې ړنگ د شرم دېوال
له بند دېواله چاته حال ووايم

راته کتلي چې محفل کې اشنا
يمه بې حاله چاته حال ووايم

تاته معلوم ظالم مظلوم ټول د وخت
گرانه ليکواله! چاته حال ووايم

خوار بېکسيار داسې مدام چې کوم
ستر له سياله چاته حال ووايم


***

نشه يې نه خمار يې کړم دا څرنگه ځواني وه
په مخ سي د يار يې کړم دا څرنگه ځواني وه

واړه، زاړه د کلي مې د تور په غشو ولي
چې خپلو ته اغيار يې کړم دا څرنگه ځواني وه

کيسې مې د ځوانۍ د خوبو ډېرې اورېدلې
تر عمره چې بيدار يې کړم دا څرنگه ځواني وه

د نورو په هجران باندې اوس سرې سترگې زما ځي
دا داسې پامته دار يې کړم دا څرنگه ځواني وه

مالت کې بېکسياره! رسېدم نجونو ته نه چې!
اوس اوس چې داسې خوار يې کړم دا څرنگه ځواني وه


***
وخت راسره و په خبرو کې لاړ
زما او ستا په تشو غورو کې لاړ

په غليمانو د يرغل ښکلى وخت
په ټولولو د لښکرو کې لاړ

له شملو، ږيرو يو وطن را پاتې
په برېتورو، څڼېورو کې لاړ

چې په رڼا مين ما خپله وليد
د وخت بېړۍ يې په ښنگرو کې لاړ

څوک خبر نه شول بېکسيار چې روان
چې په سلگيو که سندرو کې لاړ


***

نن مې مېلمه راځي له بر کلي نه
زړه ته دمه راځي له بر کلي نه
يو ړنگ انځور دى ما بلي شاړو ته
هره غرمه راځي له بر کلي نه
ربه همدا يې د راتگ زېرى کړې
نرۍ وږمه راځي له بر کلي نه
څوک سره اخلي بيا په اوښکو مچې
د وير نغمه راځي له بر کلي نه
خيال تخنوي مې لېونتوب ته بيا بيا
څه هنگامه راځي له بر کلي نه
کوم څوک مين وايي د هجر ټپې
ورو زمزمه راځي له بر کلي نه
د بېکسيار د مرگ وروستۍ پرېکړه کړي
مکالمه راځي له بر کلي نه

***

په ويښه نه راځي په خوب کې مروره رانه
وايي مې زړه راځي په خوب کې مروره رانه

رقيب بې ځايه ورته دلته، هلته لارې نيسي
پاس په لېمه راځي په خوب کې مروره رانه

بره يې کله په ژوندوني هم را ونه کتل
مړه مړه کاته راځي په خوب کې مروره رانه

اوس يې په پلار، نيکه، په غور نيکه قسم چې وخوړ
اوس به نو څه راځي په خوب کې مروره رانه

شک به کاوه ما بېکسيار په يار خو وشه دا ځل
کړې يې خوله راځي په خوب کې مروره رانه

له بېرته تگ نه يې خبر ځان سره پت و ژاړم
لکه د غله راځي په خوب کې مروره رانه


***

خبر بې نه راځي تش ياد بې مسلې جوړوي
په گونگه ژبه شور فرياد يې مسلې جوړوي

ژوندون د گلو يوه څانگه ده چې څوک باندې پوه
د اوږده لنډ دغه معياد يې مسلې جوړوي

زړه ته مې سر لوڅ کړ چې هر څه هر څه کړه لږ په تول
داسې د مينې اعتياد يې مسلې جوړوي

خيام د ټولې ميکدې قايد به وې خوره شراب
خو دا يې هم وې از د ياد يې مسلې جوړوي

مينه له مخې بېکسياره! ده ساده خبره
مانا يې سخته ده بنياد يې مسلې جوړوي

***

غېږ کې حيا ورتلله يار يې په اوږه واخيست لاړ
ما يو شاعر وليد چنار يې په اوږه واخيست لاړ

صبر مې څومره که ساقي ته پښه نيولى شو هيڅ
يوه شېبه تر مخ خمار يې په اوږه واخيست لاړ

پل پسې واخله هلته کوز به چا وژلى پخوا
هغه ټوپک چې د اغيار يې په اوږه واخيست لاړ

زه هلته ناست يو لېونى مې وليد خوښ خندان شوم
هوښيار چې کوت مې ژوندون بار يې په اوږه واخيست لاړ

څوک نااشنا به بېکسياره ستا په مرگ وليکي !
چې د منزل گرد او غبار يې په اوږه واخيست لاړ

وم که د هجر په تيارو کې روان ړوند خو نه وم
خزان مې وليده بهار يې په اوږه واخيست لاړ

***

پرې پل په پل مې کړي خطا يار پسې اخلمه پل
چا وې چې يمه وارخطا يار پسې اخلمه پل

ستا ميخانه کې ساقي مست د چا د سترگو په جام
په دغه رنځ اخته کړم تا يار پسې اخلمه پل

عشق خو د پاک الله يو داد دى په چا- چا به شي
ماته چې پاک رب را عطا يار پسې اخلمه پل

زما خويونو سره نشته کار، نه اوسم خيال کې
گرځم په مينسک ، ماسکو، مالټا يار پسې اخلمه پل

نور ايسارېږم نه ناصحه! بېکسيار روان يم
دا ستا خبرې بېرته ستا يار پسې اخلمه پل
***

د زندگۍ غمونه واړه لکه توت را ټول کړم
خپلې هستۍ ته د ژوندون نور چاڼ ثبوت را ټول کړم

اشنا مېلمه وي د زړگي په باغ او زه يم ماليار
کله انار، کله انگور، کله شاتوت را ټول کړم

په مړي ژوند به دا يوه خوله خندا څنگه ساتم
يمه حيران چې څنگه عطر له تابوت له را ټول کړم

قسم په خداى دى که به څوک وي بيا زما د ټينگې
ټول پښتانه که هسې يو وارې مضبوط را ټول کړم

هسې نارې دي نامراده چې وهم يې ياره
کاڼه به څنگه د وختونو په سکوت را ټول کړم

چې ترېنه جوړ کړم بېکسياره! د وطن ورک تاريخ
دافغان پلونه له دمشق که له بېروت را ټول کړم.


***

ما کله هم ليدلې نه ده ياره يوه شپه
د يار غېږه کې پرې مې ږده سهاره يوه شپه

زه څنگه به ور وړمه د ټول عمر مناجات
لا هم چې خلاصه نه د ژوند له شماره يوه شپه

يو زه ومه يو يار و سره گډ به هره ورځ
تا څه کانې را وکړلې اغياره يوه شپه

د ژوند هر څه به هېر شي خو هېرېږي رانه نه
له يار سره چې ما کړې په لاره يوه شپه

اشنا راته نن وې چې زړه مې ډېر ډک دى اشنا
لږ پېښه خو را وکړه بېکسياره! يوه شپه.

***

مرور له دغه ښاره ځئ چې نه ځو
نښه راغله نن له ياره ځئ چې نه ځو

موږه ټولو وې ستنېږو له محفله
څوک به راشي خداى دپاره ځئ چې نه ځو

د جگړې اور به تر عمره داسې تود نه
يه د بر کلي سرداره ځئ چې نه ځو

چې کاروان روانېده موږ ويده پاتې
وار چې تېر دى اوس له واره ځئ چې نه ځو

کېږي خداى وکا له تگه نه تگ ښه شي
سوچ پرې وکړه بېکسياره! ځئ چې نه ځو.

***

وژني مې وخت تېره چاړه شي راته
د چا خبرې چې په زړه شي راته

گام په گام مرم چې دنيا هيڅ نه وايي
بشريت ټول په شان د مړه شي راته

سره خو په ټول جهان کې و شرمېدل
خدايه دا تور خو هم چې پړه شي راته

که مې په برخه شوه د مينې سوبه
ټول منزلونه به واړه شي راته

د يار له مخه د ژوند هر څه کې خوند
بې ياره ژوند زهر خواړه شي راته

چې را په زړه شي بېکسياره! بېلتون
څۀ بې مانا د ژوند کړه وړه شي راته.
***

زما کيسې ژوندون په خپله کوي
دا دسيسې ژوندون په خپله کوي

زه نه يم دا چې وايم نن به څه شي
دا وسوسې ژوندون په خپله کوي

ډار ما کې نشته- د مرگي دا ويره
چې را پسې ژوندون په خپله کوي

په ما يواځې اندېښنې يې پېرزو
او تلوسې ژوندون په خپله کوي

سرونه غواړي بېکسياره! چا وې؟
چې حماسې ژوندون په خپله کوي.
***


څه عجبه ده محال کې مې زړه بند
د چا سوچ کې د چا خيال کې مې زړه بند

د مرمرو په ماڼۍ کې مې زړه تنگ
او د خټو په دېوال کې مې زړه بند

حال به څه وايمه چاته د يارۍ
چاته څه پته څه حال کې مې زړه بند

عشق ته زړه، هم يې ساړه کېږي د يار
څه عجب يوه جنجال کې مې زړه بند

بېکسياره! که څو اخلمه پيالې
په ثواب او په وبال کې مې زړه بند.

***

خيال کې د يار چې کله لاړ شمه
کرار به ناست يم را ولاړ شمه

همت مې يو ځل غزونې وکړي
ميده ميده يم څنگه لواړ شمه

چې د اشنا شي ناکردې را په زړه
نېغ نېغ روان يم څنگه شواړ شمه

ما هم ژوندون ته گوره دغسې يم
سمسور وطن يم بېرته شاړ شمه

زه بېکسيار لکه گرېوان د ملنگ
په بېلتانه ريتاړ ريتاړ شمه.

ځان چې گورې يار شيشه کې تا ليدلى؟
کله ځان دې تماشه کې تا ليدلى؟

ستوري يو پر بل په نيمه شپه چې ورشي
اور د مينې پلوشه کې تا ليدلى؟

مسلک غوره دى اشنا چې يې لري څوک
گدا کله څه پېشه کې تا ليدلى؟

غماز څه خبر چې يار د کندهار دى
لا تر اوسه په شه شه کې تا ليدلى؟

دا چا- چا ويل زاهده دي خبرې
بېکسيار ډوب په نشه کې تا ليدلى؟.

***

کله جوړېږي دا نشې او زما جړ خيالونه
سبا، بېگا دا تماشې او زما جړ خيالونه
لکه چې باز په ښکار د زرکو لگيا داسې ښکاري
گام په گام وخت لشې لشې او زما جړ خيالونه
زه ورته گورم توره بوړه، فلوجه، کربلا
او په غزه مري عايشې او زما جړ خيالونه
پښتونخوا شته خو نه عجب نه ادم خان کې اوسي
د وخت بدلې دي نقشې او زما جړ خيالونه
ساقي باده کې دومره ځنډ مه کوه ژر يې راوړه
څه مې په زړه زهر پاشې او زما جړ خيالونه
تل را تر سترگو دېراوت کې د جومات خړ طالب
د وخت نخرې د فاحشې او زما جړ خيالونه
ژوندون، جنون دي بېکسياره! په يوه قافيه
څه ماتوې پکې خاشې او زما جړ خيالونه.

***

زه چې ستا په خيال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم
چېرته دې په سوال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم

سترگې خو تړلى نه شم هره خوا ښکلا ښکلا
هره خوا وبال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم

ټوله دنيا وگورمه نه يې کړم مثال پيدا
سوچ چې ستا د خال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم

زه چې تل پيالو ته ځمه شمه له فراقه تنگ
کله په وصال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم

پته د انسان که پيدا شي ما بېکسيار باندې
زه به په هر حال کې لاړ شم چېرته چېرته وگرځم.
***


هسې ښووه مې ځان ناگاره سندرې مې وې
له خواشينۍ ستا په تلو ياره سندرې مې وې

ستا په الزام چې وخت تړلى اعدام ته بووم
کسات مې اخيسته له داره سندرې مې وې

غماز راوړى وو اشنا نه پيغام د انکار
کله راته خوب تر سهاره سندرې مې وې

نن په ژړا- ژړا را تېر شوم په هغه محل
چې پرون تلم په کومه لاره سندرې مې وې

زه څو ورتلمه چې محفل ته اشنا تللى و
خبره تېره وه له واره سندرې مې وې

را ته را ياد شي بېکسياره! په شپه د بېلتون
داسې تياره وه چې له ډاره سندرې مې وې.

***

سترگې را واړوه لږ ياره مرم
له تندې مرمه له خماره مرم

زه لکه شمه په محفل کې تل
سرِماښام نه تر سهاره مرم

يار چې را و گوري په مړو سترگو
له مړو ايرو مرم له انگاره مرم

دا خپل احساس خلکه زما قاتل
بې غرغرې مرمه بې داره مرم

زه يم، غزل او تکه توره شپه
څنگه بې کسه بېکسياره! مرم.

***

يار چې خپه شي په نصيب کې به نه
جام چې چپه شي په نصيب کې به نه

ژوندون د هر ژوندي ارمان په ژوندون
چې لولپه شي په نصيب کې به نه

د يار ديدن ته مې کرۍ ورځ تېره
که توره شپه شي په نصيب کې به نه

د چا د حسن سمندر ته تږى
مړه که څپه شي په نصيب کې به نه

د ژوند خواږه خوند کړي چې باد يې په سر
چې په کپه شي په نصيب کې به نه

ليکه غزل بېکسيار واخيست قلم
ليک چې ټپه شي په نصيب کې به نه.

***

ستورى لکه يار ښکلى
يار لکه چنار ښکلى
و دې شي را پېښ شي نن
داسې چې نن ښار ښکلى
وْړه آينه صفا د زړه
کله وي غبار ښکلى
زه يې په سيرت مين
هر څو که نگار ښکلى
کړه يې ابتدا په عشق
بيا به دې هر کار ښکلى
څومره چې را بولم يې
نه راځي يو وار ښکلى
ژوند د بېکسيار ترې زار
يار ته انتظار ښکلى.


***

څنگه په چل ول مې يار خطاباسي
هر قدم هر پل مې يار خطاباسي

زه له ځانه نه خبرېږم کله هم
داسې لکه غل مې يار خطاباسي

څنگه په هوښيارو سترگو څاري مې
څنگه لايعقل مې يار خطاباسي

غواړم ورنه زړه بدل د زړه کې زه
هسې په تسل مې يار خطاباسي

څو که بېکسيار يار ته گيلې وکړم
خاندې په څه چل مې يار خطاباسي.

***

عشق کې آرام له زړه نه وباسه
ژوند گام په گام له زړه نه وباسه

څو توره بوړه داسې بوره وراره
پچيراگام له زړه نه وباسه

زړه توروي، سر سپينوي دا کيسې
د ننگ و نام له زړه نه وباسه

چې ستا مني نه په دښمن پسې ځي
بيا هغه قام له زړه نه وباسه

اوس بېکسياره! هغه کلي ړنگ دي
پوړۍ او بام له زړه نه وباسه.
***


هېرې سندرې را په زړه شي کله
د چا خبرې را په زړه شي کله

زه کله کله خوب د وصل وينم
د يو چا غورې را په زړه شي کله

خواته اشنا خو کله هم رانغى
له لرې لرې را په زړه شي کله

دا کله کله د چا ياد مې سېځي؟
که اور د سرې را په زړه شي کله

بېکسيار کله مې زړگى په ټوپو
د غم لښکرې را په زړه شي کله.

***


ناست يم ازل ته غلي غلي گورم
پاتې مزل ته غلي غلي گورم

خپله مې خپل وجود په خپله دښمن
د وخت دې چل ته غلي غلي گورم

د قافلې جرس مې روح ځوروي
د يو چا پل ته غلي غلي گورم

خلاصه شمه شوه د ليکلو راکې
يوه غزل ته غلي غلي گورم

دا ټول وطن زما دا اوس چې د بل
قسمت بدل ته غلي غلي گورم

ژوند بېکسياره! معما ده ستره
او زه يې حل ته غلي غلي گورم.

***


هره خطا به کوي دا نه کوي
يار چې موسکا به کوي دا نه کوي

هر څه کوي خداى مه کړه نه چې کله
زما رضا به کوي دا نه کوي

چا وې ساقي ميکده وتړله
هر څه رښتيا به کوي دا نه کوي

شاعر چې څه يې په زړه وايي به يې
چې خيال د چا به کوي دا نه کوي

صوفيان مې ډېر تسپې په لاس وليدل
چې لگيا دْوا به کوي دا نه کوي

بېکسيار هر فسق او فساد کې شريک
چا وې چې دا به کوي دا نه کوي.
***

نه هېرېږي ياره ستا د مخ کيسې
تل ډېرېږي ياره ستا د مخ کيسې

د زړه کور مې داسې ځکه شو باغ- باغ
پرې خورېږي ياره ستا د مخ کيسې

زه په خپله گونا ټينگ يمه ولاړ
منکرېږي ياره ستا د مخ کيسې

د ځوانۍ ورځې شپې لاړې پوپنا
نه تېرېږي ياره ستا د مخ کيسې

پرخه- پرخه يې چې ونيو ټول محل
را ورېږي ياره ستا د مخ کيسې

بېکسيار ته تر بل هر څه په ژوندون
پکارېږي ياره ستا د مخ کيسې.

***

ومې بله خوښ به يم حاضر به يم
وايمه به هيڅ نه خو ناظر به يم

مه مې ورانوه د زمانې باده
نښه د يو چا د پس منظر به يم

عمر تېر نه پته نه درک د يار
زه په تمه گل ته د انځر به يم

ټول وجود مې جوړ روغ الوتى نه شم
ښايي لگېدلى په وزر به يم

ښه پوهېږم نه راځي په ژوند اشنا
زه ورته تر مرگه منتظر به يم

ښکلى راته ډېر گوري محفل کې چې
زه هم د يو چا متناظر به يم

سل ځله يم خوښ په تغافل د يار
شو يې که راپام خوښ يو په زربه يم

وايي دې هر څه چې زمانه وايي
هر څه به يم خدايږو که مضر به يم

زه اشنا هماغه بېکسيار يمه
تاته غورځېدلى له نظر به يم.

***


ژوند څپو سره په جنگ د وخت غورځنگ سره جنگ
جانانه کله شي تر عمره عمره جنگ سره جنگ

چا وې تاريخ دى خو ما بل څه پکې ونه لوستل
بس نن له روس، نن امريکې، نن له پرنگ سره جنگ

خوب رانه ولوټي له سترگو د چا ياد د سترگو
اړخ په اړخ اوړم لکه وي مې چې پالنگ سره جنگ

هغه د ستر، د پردې حيا وختونه لاړل
هر يو وگړي را اخيستى نوم او ننگ سره جنگ

ديموکراسي راغله حقوق شول د قومونو تامين
خو له يوه قام، يوې ژبې او فرهنگ سره جنگ
نه چې د خير په پلمه لوټى يې ديدن دى ورنه
په پورې وره کې څوک نيازبينه چا ملنگ سره جنگ

حالات مغول، خلک مغول او نصيبونه مغول
څوک به خوشال شي بيا به وکړي کوم اورنگ سره جنگ

موږ بېکسياره! هر نومورکي ته په غېږنه ورځو
د وخت زمرى مو کړ گيدړ اوس مو پلنگ سره جنگ.

***

په مخه راغله خو پردې يې غمازي کوله
د کشرۍ خور پرځاى ادې يې غمازي کوله

له بې وعدې جانانه ځار شم اوس يې هر وخت گورم
ښکاري پخوا کړې وعدې يې غمازي کوله.

***

ورځم کوم يار ته منت چې چاړه را کاږي نور
ژوندون ته څه مې ضرورت چې چاړه را کاږي نور
راغلم ختيز ته تر لوېديزه انسان ومې نه موند
له انسانيته مې نفرت چې چاړه را کاږي نور
راته تر څو به وخت ايستلې توره سرته ولاړ؟
درېغه چې وکړي دا همت چې چاړه را کاږي نور
خيال خو مې نه شي چې به يار له قصده نه مې وژني
که داسې وي هم له غفلت چې چاړه را کاږي نور
ورشه ريباره يار ته و رسوه دغه پيغام
تېر يې له مينې له الفت چې چاړه را کاږي نور
په واټنونو رانه لرې يار سره مې نور څه؟
ورځم يواځې په دې نيت چې چاړه را کاږي نور
ما بېکسيار خون ور بخښلى اوس رقيب که نر شي
او يو څه وکړي جرئت چې چاړه را کاږي نور.

***

چا ويل چې ساز د زمانې يمه
زه د زړه اواز د زمانې يمه

هر څوک زما پل کله وهلاى شي؟
زه چې په انداز د زمانې يمه

نه مې شته سکون لکه د سيوري هيڅ
خوځم اهتزار د زمانې يمه

ځير شه راته شد مد مې ټول ولوله
پام کوه چې راز د زمانې يمه

بولي مې غزل د بېکسيار خلک!
اصل کې زه ناز د زمانې يمه.

***


د خيال يوه څپه راشي د باد يوه څپه شي
موږ دواړه غرفېدلو چې را ياد يوه څپه شي

د مينې سمندر چې کړي د هجر سيلۍ لاندې
منزل ته يوه و رسي برباد يوه څپه شي

وران کړى دا وطن خو دى بې شمېره سېلاوونو
حيران يمه چې ولې قلمداد يوه څپه شي؟

د مېږو، د کيږديو، د اوښانو بوى چې راوړي
را پېښه داسې کله به د باد يوه څپه شي

له زړونو نه چې مينې بېکسياره! کډې وکړي
مېشته شي پکې کرکې او اضداد يوه څپه شي.


***

کله په هېر باندې خمار ماتوم
کله په تېر باندې خمار ماتوم

په بام مې تنده اشنا نه سړېږي
په لږ و ډېر باندې خمار ماتوم

هغه کوڅه اوس له مودو نه شاړه
په تېر و بېر باندې خمار ماتوم

زه شاعر نه يمه ملگرو هسې
وخت ناوخت شعر باندې خمار ماتوم

بېکسيار پوه يم چې اشنا نه راځي
د ورځو شمېر باندې خمار ماتوم.

***


د اغزو دور دى د گل کيسه څوک کله اوري؟
باغ کې کارغان مېشت د بلبل کيسه څوک کله اوري؟

په خونړو لارو د مينې وي مزل چې د چا
د پړاوونو د منزل کيسه څوک کله اوري؟

يا به قاتل يې، يا به غل يا به وطن خرڅوې
بغير له دوى نه د چا بل کيسه څوک کله اوري؟

چا چې وران کړى هماغه ورباندې بيا حاکمان
اوس د کنډر- کنډر کابل کيسه څوک کله اوري؟

زېړو جنجړ وېښتو او شنو سترگو وطن ټول ونيو
د تور اوربل او د کاکل کيسه څوک کله اوري؟
ځانځاني دومره چې يو بې له ځانه ټول پردي شول
د دوست، اشنا د يار او خپل کيسه څوک کله اوري؟

د تورې بوړې، دېراوت هنگامې داسې تودې
چې د ژورې او گومل کيسه څوک کله اوري؟

اوس بېکسياره! يارانې د ناستې ملاستې شولې
اوس د مړوند او د منگول کيسه څوک کله اوري؟.

***

وخت خو ناوخته شو پياله چاى به کراره وڅښم
بيابه سگريټ يونيم پسې کولا په لاره وڅښم

اوښکې به خدايزده چې ترڅو درځم څو واره وڅښم
د شونډو جام به دې که خداى کوله ياره وڅښم.


***


شاعري څه به کړم د زړه خبره ومې نه کړه
اشنا محفل ته چې راته خبره ومې نه کړه

په سترگو سترگو کې مې وکړې ورته ډېرې زارۍ
خو يار ته مخامخ په خوله خبره ومې نه کړه

پرېږده سلگۍ، اوښکې، ژړاوې مې جونگړه تالا
چې راز د مينې مې ساته خبره ومې نه کړه

ما خو د وخت د نظر سرو غرمو کې عمر کړ تېر
چا وې د سترگو د باڼه خبره ومې نه کړه

خوله مې را جوړه کړله څو ځلې چې ويې وايم
اوښکه مې راغله تر لېمه خبره ومې نه کړه

زړه وې چې وکړه بېکسياره! ورته ټوله کيسه
د يار حيا ته مې کاته خبره ومې نه کړه.

***


نغمه نغمه به يم رباب به يم خو شور نه لرم
د ستړي ستړي ژوند يو باب به يم خو شور نه لرم

زه يو کاروان يم بې جرسه، بې منزله روان
ځم لکه عمر په شتاب به يم خو شور نه لرم

لکه لمرڅرک را ويښوم هره ورځ ټوله دنيا
و دې شي زه کوم انقلاب به يم خو شور نه لرم

اوس اوس زړه شين، خوا سړه ډوب يم سمندر کې د وخت
له دنگو غرو را کوز سيلاب به يم خو شور نه لرم

نه څه واعظ يم نه زاهد چې به په زور، زور لگيا
عشق کې په زړه کباب کباب به يم خو شور نه لرم
د زمانې آهنگ چې زېر و بم غږېږي څنگه؟
زه يې بې شکه څه اسباب به يم خو شور نه لرم

گرځم را گرځمه يوه خوا، بل خوا سا را کاږم
ضرور ژونديو کې حساب به يم خو شور نه لرم

ټيک ده ليکلى بېکسيار به يم په تورو شپو کې
پنډ د غزلو يو کتاب به يم خو شور نه لرم.

***

هرڅه هرڅه بېرته هسې کله کېږي
د بوډا ځواني له وسې کله کېږي

د يار خياله خيال ته مه راځه منت کړم
يارانه د بوالهوسې کله کېږي.

***