فکر،خيال اوذوق

 ګرانولوستونکيو!انسان که هرڅومره دقيقه څېړنه،پلټنه اوکتنه وکړي،نوبيابه هم يوتوکى له بل سره په ټولو خصوصياتو کې يورازونه ويني٠
څښتن تعالى هرڅه ته خپله،خپله ځانګړتيا ورکړې،دهرې ونې مېوه خپل رنګ او خپل خوندلري اودهربوټي له بل سره ځانګړى توپيروي٠
دشولواوغنموبوټي لکه شمله ورافغانان په سر کې وږي نيسي،دالوګانو بوټى لکه ښامارپرخزانه پروت وي اودجوارو بوټي لکه هيله منه ښځه خپل بارته په خپله خېټه کې ځاى ور کوي٠
دغه توپيرنه يوازې دنباتاتوترمينځ ليدل کېږي بلکې په ټول کاينات کې وجود لري؛کاينات څښتن تعالى دانسانانود ګټې لپاره پيداکړي،خوداچې انسانان هم په خپلوکې توپير لري،نوڅوک ترې ډېره ګټه اخلي اوڅوک لږه٠
په انسانانوکې دتفاوت ډېرﻻملونه دي،خو دلته يې مونږد فکر،خيال اوذوق پرتوپيرغږېږو٠
څښتن تعالى هرانسان ته فکر،خيال اوذوق ورکړى،خوچا ته يې عالي فکر،عالي خيال اوعالي ذوق ورکړى اوچاته يې
ادناچــــا ته يې لږاوچا ته يې ډېر٠
دکم اوزيات،غښتلي اوناغښتلي فکر،خيال او ذوق خاوندان ټول دهمدغوتوکيو پرملتيا خپل ژوند تېروي٠ دژوند هرلوري ته دخيال پر وزرو الوځي اود فکرپرعصا ور روانېږي٠
فکراوخيال دانسان د خودۍ اوهوښيارۍ سترګې دي اود همدغو سترګو په واسطه دښه اوبدتوپيرکوي٠
خبره نه اوږدوم،البته دومره وايم،چې دفکر، خيال اوذوق دغه تفاوت چې په عاموانسانانو کې شتون لري،شاعراو ليکوال هم ترې بې برخې نه دى٠
هيخ شاعراوليکوال نشي کولى،چې دخپل ذوق پراساس يوې ليکنې ياشعرته داسې معيار وټاکي،چې دهرچا د ذوق استازيتوب پرې وکړاى شي اوياپه بله وينا،چې هرڅوک يې ورسره همغه رازومني کوم چې هغه منلى وي٠البته ورته ذوقونه به وي،خومونږ ته ښايي،چې دړندوپرڅېردبل پراوږې لاس ايښى دخپل منزل پرلوري وﻻړ نشو٠
مونږبايد دهرشاعراوليکوال پرهنري هڅې د خپل فکر خيال اوذوق پراساس قضاوت وکړو نه د کوم بل ښاغلي پر هغې سريزې اومقدمې،چې دچاپرکتاب يې کښلې وي:- ((ډېر ښه شعرونه يا نثرونه دي) )-: ځکه،چې ((دنيا پـــرخپلو
سترګوليدل کېږي))٠
سريزې يامقدمې کښوونکي که هرڅومره ريښتينى قضاوت کړى وي بياهم شونې نه ده،چې ارومرو به زمونږله غوښتنو سره کټ مټ برابروي؛ځکه، چې ذوقونه توپيرلري٠ يوشاعرويلي:-
دچابه شنې سترګې خوښېږي دچاتورې...
که مونږيونالوستى کتاب دسريزه کښوونکي پرهغه معيار ومنو،چې هغه منلى؛نودستاينې يا نيوکې پروخت ښايي له دې پوښتنې سره مخ شوو ،چې څه خوبۍ ياخامۍ لري؟؛نوله مونږسره به له دې پرته،چې ووايو پلاني صاحب پرې ډېره ښه ليکنه کړې؛ډېرښه يې ستايلى،بل ځواب نه وي٠
خوکه پوښتونکى ووايي،چې دپلاني صاحب،خو ((کرت)) ډېرخوښېږي،آيا ستاسوهم خوښ دي که څنګه؟٠
ستاسوځواب پرتاسو،خوزماځواب به هغه دچا خبره وي چې:- ((زه،خودجلادخان وروريم پر کرتواوغوړيوڅکه هم نه کوم))٠
په درنښت
شهزاده"شيرين زوى"