ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
ځانګړني :

د اثر نوم : بنګ حبيب الله
ليکوال : امين باوري
خپرندويه موسيسه : د سلام فرهنګي ټولنه
د ټوک شميره : ٢٠٠ ټوکه
د خپريدوکال : ٢٠٠١ ميلادي
د خپريدو ځاي : اسن _ نيدرلند

يادونه :

ما د (( بنګ حبيب الله )) په نوم په پښتو ژبه خوږ نثر چي د امين باوري په زيار ليکل شويدۍ ولوست ، په رښتيا چي د هيواد په ټولنيز جوړښت کي يې د يوه داسي سپيڅلي او ميړنۍ ټولګۍ بيلګه را پيژندلې ده چي نه يوازي په محلي او سيمه اييزو پيښو کي يې ونډه څرګنده ده بلکي د هيواد په تاريخ کي هم ځانته وياړلۍ باب لري .

د امين باوري دي ليکني وهڅولم چي د دې اثر د خپريدو پر مهال د (( دښه ځوانانو تاريخي بيلګو ته يوه لنډه کتنه )) د سريزي په توګه وليکم ، دادۍ اوس دا وخت راورسيدۍ چي د بنګ حبيب الله په نوم اثر خپريدو ته چمتوشوۍ او د سريزي په توګه يې د دې ليکني تکل کوم . هيله من يم چي تاسو درنو لوستونکو ته هم د دي اثر لوستل خوندور وي .

د ښه ځوانانو تاريخي بيلګو ته لنډ ه کتنه
(( ښه ځوان )) د دوو کليمو څخه جوړه سوې اصطلاح ده چي يوه يې (( ښه )) او بله يې د (( ځوان ))کلېمه ده چي (( ښه )) د بد او يا ناوړه په مقابل کي کارول کيږي ، او ځوان د نارينه تن لپاره د وړکتوب او سپين ږيري توب تر منځ د سن ټاکلې مرحله ده .

په لغت کي د (( ښه ځوان )) اصطلاح مانا ديوه نارينه انسان د ظاهري څيري ښکلا او وړتيا تعبير کيدلای شي ، چي په دي تعبير کي د نوموړي انسان صورت د هغه تر سيرت او شخصيت زيات مرجح شميرل کيږي ، مګر د (( ښه ځوان )) نوم ديوي منل شوي اصطلاح په توګه خپل ځان ته مانا لري چي د کندهار خلکو ته بېله کومي توضيح او بيان څخه د پوهيدلو وړ ده .

د تاريخ په اوږدو کي د (( ښه ځوان )) نوم د پهلوان ، عيار ، فتی ، شبرو ، کاکه ، الوفته او نورو نومونو سره په يوه مانا ياد شوۍ ، چي هدف يې همدا (( ښه ځوان )) دۍ . د ښه ځوان د پيژندلو لپاره په بيلا بيلو زمانو کي د زيات شمير پوهانو او ليکوالانو له خوا ليکني شوي او دهغو د پيژندلو لپاره يې د خپل وخت هغه مميزات او مشخصات بيان کړي او ليکلي دي چي د هغو په وسيله يې (( ښه ځوانان )) پيژندل . د بيلګي په توګه په << لغت نامه دهخدا >> نومي اثر کي د عيار پيژندنه داسي شويده : (( شخصيکه جامه وسلاح مخصوص در جنګ همرا داشته باشد و مخفي کارها بکند ، مانند عمرو عيار . ٧ : ٤٤٩ )) د سيستان تاريخ ليکوال په خپل اثر کي ليکي : (( رجل ، عيار را کان کثير الطوائف ذکی وحرب ، اشخاص کاري و جلد و هوشيار را که از طبقه عوام الناس ، مردم حامل الذکر بوده اند ودر هنګامه ها د غوغا ها خود نمايې کرده و يا درحروب جلدي وفراست به خرچ داده ، عيار ناميده اند . ١٤ : ١٦١ )) وا عظ کاشفي په خپل يوه اثر << فتوت نامه سلطانی >> کي داسي ليکي (( بدان که علم فتوت علمي شريف است و شعبه است از علم تصوف وتوحيد ... مبدا فتوت را ابراهيم خليل الله است ... و موضوع ان نفس انسان باشد ... بعضي از ائيمه لغت بران است که فتوت جوانمردي باشد . ١٢ : ٥ ))

علامه حبيبي په خپله يوه مقاله کي د ښه ځوان تعريف او پيژندنه په لاندي ډول کړيده (( ښه ځوان به اصطلاح کندهار برکسي اطلاق ميګردد که احتياجات زنده ګي خودرا از راه پيشه وري و کديمني بدست مي اورد . و انچه کمايې ميکرد در همان روز نثار ياران مينمود وبرای فردا نه مي اندوخت . از صفات برجسته اين طائفه سخاوت وتوکل بود . مردمي بود خوش پوش وسرشار وازاده ، ولی متواضع وغيور باغربا کمک ميکرد واز اقويا پروائی نداشتند ... . ٢ : ١٠ ))

د اوسني کندهار ښه ځوانان د افغانستان د لرغونو پيړيو د پهلوانانو د منځنيو پيړيو د عيارانو او د اوسنيو پيړيو د ښه ځوانانو پرله پسې سلسله ده چي موږ دهيواد په تاريخي او ټولنيزو پيښو کي يې ديوه خپلواکه ټولنيز نهاد په څير د پاملرني وړ کارنامي لري او په ځانګړو کړو وړو سره يې د تاريخ بيلا بيل بابونه رنګين کړيدي .

زموږ په هيواد کي د پهلوانانو ، عيارانو او ښه ځوانانو سلسلې د زمانو په بيلا بيلو مرحلو کي په يوه او بل نوم ياد شويدي ، چي د نومونو دا بيلوالۍ په يقين سره د دي ډلو تر منځ د تفاوت او بيلتون مانا نه لري ، دا نومونه يوازي د زماني د غوښتونو له مخي ايښودل سويدي او د بلي خوا دهغي زماني د مقتضياتو پر بنياد ، د هغو کړنلاره او يا دکړو وړو حدود ټاکل سويدي .

د ښه ځوانانو ډلو دتاريخ په اوږدو کي د زمانې اساسي اړتيا ته پام اړولۍ او دهغو اړتياو ته په پام سره يې خپل اعمال او افعال تنظيم کړي او يايې د هغو اړتياو د تامين په هيله هڅي تر سره کړيدي . (( د ښه ځوانانو همدي ډلو ه د محلي او سيمه ايزو زور ه ورو او ظالمانو په وړاندي مقاومت کړۍ او کله هم په ټولنه کي د لوي مصيبت او بد بختۍ په وړاندي دريدلي دي ، او بيله کومي طمعي او هيلي څخه يې په خپله خوښه حيرانونکي هڅي تر سره کړيدي . خاصتا هغه وخت چي د هيواد دخپلواکۍمساله را منځته سويده همدا ډلو د ټولو هيواد والونه په وړاندنۍ او مخکنۍ ليکه کي د ير غلګرو په وړاندي جنګيدلي دي . ١٠ : ٩١ ))

د ښه ځوان مقام ته درسيدو لپاره د دي ډلو غړو ډيري ازميني په لار کي درلودې ، چي د هغو ازمايښتونو څخه تر بياليتوب وروسته د خپلي ډلي له خوا د ښه ځوان په نوم ياديدۍ او د دې لقب د ګټلو وړتيا يې تر لاسه کول . د ښه ځوان مقام ته تر رسيدو پخوا بايد دې مقام ته کانديد د (( اردلي )) او تر هغه وروسته د (( يار )) پړاونه تير کړي تر څو د ښه ځوان مقام ته ورسيږي . د دي لپاره چي د ښه ځوان په اړه بشپړه پيژندنه ترلاسه کړو زما له انده اړينه ده چي په تاريخي متونو کي د ښه ځوانانو هغه مميزات او مشخصات را ياد کړو چي د هغو په وسيله ښه ځوانان د هيواد د يوه ټولنيز قشر په توګه پيژندلای شو .

د قابوس نامي ليکوال ليکي چي : (( ځوانمردي دري ا صله لري ، لومړۍ دا چي د رښتيا خلاف ونه وايې ؛ دوهم داچي هغه څه چي ووايې هغه وکړي ؛ او دريم دا چي شکيب او هوښيار اوسي ؛ نوموړۍ ليکوال په همدي تړاو ليکي : پوه شه چي ځوانمرد او عيار هغه وي چي لاندي خصلتونه ولري : يو داچي زړه ور ميړنۍ او صابر وي ؛ د هر کار يه کولو صادق وي ؛ پاک عورته او سپيڅلۍ زړه ولري ؛ د نورو خلکو تاوان په خپلو ګټو ونه کړي ؛ پر اسيرانو لاس پورته نه کړي ؛ له بيچاره ګانو سره مرسته وکړي ؛ څرنګه چي رښتيا واوري حق له خپل ځانه ورکړي ؛ پر هغه دسترخوان چي ډوډۍ وخوري بد ونه کړي ؛ او د نيکۍ په بدل کي بدي ونه کړي ؛ ١ : ٢٤٦ ))

د ښه خوان د ځانګړتياو په هکله د سمک عيار نومي اثر ليکوال ليکي : (( کله چي شهزاده خورشيد شاه د عيارانو د مشر کور ته پناه يوړه د عيارانو د مشر څخه يې وپوښتل چي ځوان مردي څو حده لري ؟ د عيارانو مشر وويل چي حدود زيات دي خوزه يوازي د دو يادونه کوم چي يو ډوډۍ ورکول او بل راز ساتل دي ؛ ١١ : ١٠٧٣ ))

د سياست نامي نومي اثر ليکوال د عيارانو ديوه مشر په هکله داسي ليکي : (( بفرمود تا تره وماهي و پياز چند برطبق چوبين نهاده پيش اورند ، انګاه فرمود تا رسول خليفه را بګوی که من مرد روئين زاده ام واز پدر روئين ګري اموخته ام و خوردن من نان جو وماهي وتره وپياز بوده است . اين پادشاهي والات و ګنج از سر عياري و شير مردي بدست اورده ام نه از ميراث پدر ونه از تو يافته ام . ازپاي نه نشستيم تاسر تو به مهديه بفرستم وخاندان ترا ويران نه کنم ، تا اينکه ګفتم بکنم ، يا به نان چو اين وماهي وتره باز شوم . ١٣ : ١٩ ))

د لطائف الطوائف ليکوال ليکي : (( د حلب د ښار يوه ښه ځوان د يوي غريبي کورنۍ سره د مرستي په هيله د هغه ښار ديوه کاروان سرای څخه يوشمير مالونه د يوه کوهي له لاري چي هلته يې نغم ( نقب ) رسولۍ و ، غلا کړل . غلا سوي مالونه يې د هغي کورني د مشر په واک کي ورکړل او خپله بيرته د حلب ښار ته وګرځيدۍ . په سبا ورځ غوغا جوړه شوه اود غلا په تور يې د هغه کاروانسرای ساتونکي او چوکيداران را ونيول او دعام اولس په وړاندي يې د هغوي په وهلو ټکولو پيل وکړ ، هغوي يې ووهل خو ساتونکي چي له غلا خبر نه وه ، نو يې په ژړا او زاريو د غلا څخه انکار کاوه . په دي وخت کي هغه ښه ځوان راپيښ شو او وه يې ليدل چي د غلا په تور په ناحقه نور کسان تر وهلو لاندي دي . دا کار يې د خپلو اصولو څخه بيل وګاڼه او د خلکو په منځ کي يې خپل ږغ پورته کړ او وي ويل چي : اي خلکو دا څوکيداران مه وهۍ هغوي په غلا نه دي خبر ، د دي کاروانسرای څخه غلا شوي مالونه ما وړيدي ، او دا غلا ماکړيده . او بيا يې د غلا شويو شيانو ټولي نښانې وويلې او زياته يې کړه چي دا ټول شيان ما همدي کوهي ته کښته کړيدي ، که غواړي چي معلومه شي نو ما په يوه پړي کلک وتړۍ او دي کوهي ته مي کوز کړي ، چي هرڅه روښانه شي .

همداسي وشول د عيار ملا يې په يوه پړي وتړل او کوهي ته يې کښته کړ . ښه ځوان چي د همدي کوهي د نغم له لاري ټول شيان وړي وه نو دا ځل پخپله هم پر هاغه لاري ولاړ . حاضرينو چي يو دوه ساعته انتظار وه ايست خو د هغه څرک معلوم نه شو بيا يو بل تن کوهي ته کښته شو چي ګوري د کوهي په منځ کي يو نغم شته چي د هغه له لاري ښه ځوان تللی و . د دي خبر په اوريدو ټولو خلکو وويل چي صد افرين پر دي ښه ځوان چي هم يې ساتونکي وژغورل او هم يې ځان ته نجات ورکړ . ٨ : ١٣٦ ))

د حبيب السير نومي اثر مولف د خپلي زمانې ديوه ښه ځوان د ژوند يوه پيښه داسي ثبت کړيده : (( و يعقوب ... در ان اوقات شبي نقب زد به خزانه درهم بن رافع که به تقلب بر سيستان استلا يافته بود ، رفت . جواهر بيشمار وامتعه بسيار درهم بسته ، بوقت بيرون امدن پايش برچيزي خورد ، يعقوب انرا صلب شفاف يافته ګوهري پنداشت وبرداشت ، جهت امتحان زبان بر ان زده ، وان نمک نيشاپوري بود . انګاه اورا غايت حق نمک براخذ اموال غالب امد وانچه باهم بسته بود ګذاشته به منزل خود شتافت . علي الصباح خزانه چي متحير ګرديد و نزد درهم رفت واورا بر صورت واقعه مطلع ګردانيد . درهم فرمود تا در شهر منادی کردند که هر کس اين حرکت کرده است به امنست و بايدکه به ملازمت بشتابد تا به انصاف والطاف اختصاص يابد . و لي يعقوب صفار به در بار شهريار درهم امد، و از وی سبب نه بردن اموال خزانه را سوال نمود ، جواب داد که رعايت حق نمک از تصرف دران جهات مانع امد . ... ٦ : ٣٤٥ ))

د سمک عيار نومي اثر ليکوال د خورشيد شاه د ميړاني په اړه ليکي (( خورشيد شاه د خپلي معشوقې په پيا له کي د بې هوشۍ دوا واچول تر څو خپله هيله پوره کړي . خپل کالي يې بدل کړه ، کله چي ماه پري پوه شوه چي شهزاده په ښځينه جامو کي هغي ته ځان رسولۍ ، نو يې د ځان سره وويل : ميړنۍ او ښه ځوان هغه کار کوي چي زه ورته په اختيار کي هم يم ، خو ماته په بده نه ګوري ؛ خورشيد شاه چي کله دا وينا واوريدله نو خپله اراده يې بدله کړل او منصرف شو . ١١ : ١٠٧٥ ))

د همدي اثر ليکوال د خپل اثر په يوه بله برخه کي د سمک عيار په اړه داسي ليکي : (( يوه ورځ سمک عيار په يوه پيښه کي ټپي شو او د خپل ملګري په وسيله د هغه کلي يوه طبيب ته ورسول شو ، د همدي کلي طبيب د سمک تداوي او پالنه په يوه پټ ځاي کي تر سره کول چي د سمک مخالفين راورسيدل او د طبيب څخه يې د سمک پوښتنه وکړل ، خو طبيب ته د سمک ښودل د هغه مخالفينو ته د ميړاني او فتوت څخه ليري وبريښيدل نو يې د سمک د ښودلو څخه ډه ډه وکړل . د سمک مخالفين چي پر طبيب شکمن وه نو يې هغه تر وهلو لاندي کړ ، وايې چي طبيب تر وهلو لاندي وويل چي : ای زمابدنه تا به تر دې لښتو چي پر تا لګيږي زيات ونه وهي ، ځان ټينګ کړه داسي ټينګ چي دا راز څرګند نه کړې ، چي نامردي ده ؛ همدا خبره يې وکړه او ځان يې لښتو ته ټينګ کړ . جلادانو دومره وواهه چي د تن اوه غړي يې يوله بله بيل او له تنه يې ويني وبهيدلې ، خو زند طبيب اقرار ونه کړ . ٤ : ٩١١ ))

شيخ عطار د ښه ځوانانو او عيارانو د ښه پيژندلو لپاره ٧٢ مميزې يادي کړي چي دلته ليکل يې وړ بريښي : (( راستي ؛ انديشه از بدی ؛ ياري به ديګران ؛ ازادی از بندنفس ؛ پاک داشتن چشم ودامن ؛ وفا ؛ بخشيدن بر دوست ودشمن ؛ خواستن بر ديګران انچه برای خود ميخواهد ؛ جان و دل بستن در راه کسی که مهر بريده باشد ؛ زبان را به بد ګفتن نيا موختن ؛ در روز خود را از مور کمتر دانستن ؛ براوردن مراد نامرادان ؛ کردن کاري را ناګفتن وکردن انچه که از دست برايد ؛ فرو خوری چشم ؛ دل ازار نبودن ؛ خويشتن بين نه بودن ؛ برده بار بودن ؛ نان دادن ؛ زبان ودل يکی داشتن ؛ از پس وپيش يکی بودن ؛ نکردن کاريکه ديدن وشنيدنش را نه شايد ؛ از برده باري دم نه زدن ؛ راه پارسايی ورزيدن ؛ تزوير نه کردن ؛ رفتن به جائيکه اورا بخواهد واګر بيم جان باشد ؛ دماغ از کبر خالی داشتن ؛ متواضع بودن ؛ ازکبر دوری جستن ؛ سخن نرم وتازه به اندازه ګفتن ؛ راز دل به هر کس نه ګفتن ؛ حسد نه ورزيدن ؛به فرزند طمع نه داشتن ؛ به جا اوردن هرانچه بګويد ؛رياضت کشيدن ؛ ناخوانده به جاي نه رفتن ؛ به چشم شهوت به دوست نه نګريسن ؛ کجبين نه بودن ؛ خود کام نه بودن ؛ به کام خود وبه ضرر ديګران يک ګام نه ورداشتن ؛ به اهل زمانه مروت کردن ؛ مردم سخي را دوست داشتن ؛ مدارا کردن به پيران وبخشودن به جوانان ؛ با دوست ودشمن لاف نه زدن ؛ داد خلق دادن و دستګيری کردن ؛ به خود مغرور نه بودن ؛ اداب نګهداشتن ؛ باعزت بودن ؛ نام کسی را جز به نيکی نه بردن ؛ ګرد عصيان نه ګشتن ؛ هوای نفس خودرا شکستن ؛ پير وجوان را چنان تربيه کردن که شرمسار نه شوند ؛ نصحت در نهان کردن ؛ لباس خودرا به هر ناسزا نه دادن ؛ همه کس را مانند فرزند تربيت کردن ؛ قناعت داشتن ؛ به طاعت کوشيدن ؛ ديندار بودن ؛ پيرو فرمان بودن ؛ صبوری کردن ؛ درنعمت شکر کشيدن ؛ در محنت صبر کردن ؛ بر مهمان شرين زبان بودن ؛ تکلف از ميان برداشتن وهرچه باشد پيش اوردن ؛ دلهارا به احسان وکرم به دست اوردن ؛ چون شمع درميان جمعيت سوختن ؛ ګفتار را با کردار راست داشتن ؛ ودرون را از کين پاک داشتن ؛ ٤ : ١٧٤ ))

خوشالخان خټک په خپل يوه نامتو اثر دستارنامه کي د يوه منلي شخصيت او ميړني کس لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په لاندي ډول بيان کړيدي : (( باب اول مشتمل پر شل هنره : د ځان معرفت ؛ علم چي کسب او کمال باله شي ؛ هنر د خط چي لازم او ملزوم د کسب او کمال دۍ ؛ هنر د شعر چي هيرا د علم دۍ ؛ تير اندازي ؛ اب بازي ؛ اسپ تازي ؛ ښکار ؛ شجاعت ؛ سخاوت ؛ ازدواج د معاشرت ؛ د اولاد تربيت ؛ د تاديب حزم او حشم ؛ اسباب معيشت ؛ زراعت او دهقانيت ؛ تجارت ؛ تحقيق د نسب ؛ علم د موسقي ؛ سطرنج ؛ تصوير د نقاشي ؛ ))

(( باب د خصلتونو دۍ : مشورت ؛ عزيمت ؛ عدل او انصاف ؛ توکل ؛ خوف او رجا ؛ د ملک انتظام ؛ همت ؛ حلم ؛ غيرت ؛ حزم او احتياط ؛ او بيا ليکي چي حميده خصائل ډير دي که داهومره چي وکښل شوه واړه ونيسي لکه سترګي چي د چاد سواد وشي نور هر کتاب په خپله لولي په دا خصائل به هغه وفور خصلتونه بيا مومي . ٥ : ٨_٩ ))

ښه ځوان به خپل هوډ پرې نږدي له لاسه

که يې سر شي د خوني زمري تر زامه

خوشال خټک

لنډه داچي په زياتو تاريخي متونو کي د ښه ځوانانو په اړه ارزښتمن مطالب او هر اړخيزه معلومات شته او تر لاسه کيدای شي ، خو شوني نه دي چي د اټول په دي لنډه ليکنه کي را ياد شي ، په دي برخه کي ګران لوستونکي د بنګ حبيب الله په اړه د دي اثر لوستلو ته رابولم چي د امين باوري په زيار ليکل سويدۍ . هيله من يم چي د دي ليکني په لوستلو سره به زموږ دهيواد د ښه ځوانانو معنوي ، ذهني ، او ټولنيز دريځ د کندهار د بنګ په څيره کي ، چي د اوسنۍ زمانې د ښه ځوانانو يوه بيلګه ده ، جوت او دلا پوهيدو وړ وګرځي .


په درنښت

پوهنوال رسول باوري

٢٠٠١ ميلادي

اسن __ نيدرلند