لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

درېيم څپركى
 

وينـــا

زموږ د حالت بدلون زموږ له وينا څخه څرګندېږي، لكه څنګه چې د قهر او خواشينۍ پر وخت بل ډول غږېږو، نو د عادي وضعې په پرتله مو تر خولې داسې ناوړه خبرې راوځي، چې بايد ونه ويل شي. باور لرو، چې دغه خبرې به مو د پښېمانۍ لامل هم شي. اروايي ناروغان تل په دې درد اخته دي، چې له اړتيا پرته په بيړه او زياتې خبرې كوي، يا هم توري په ډېرو ستونزو سره پيدا كوي او سره اوډي يې، يا هم د ځان د ښوونې او اظهار لپاره د خپلې پوهې او كمالونو په باره كې بېځايه خبرې كوي، چې د حاضرينو د ستړيا لامل هم ګرځي، خو روغ كس تل طبيعي، وړ او منطقي خبرې كوي، همدغه راز د نورو كسانو د احساساتو رعايت هم له ياده نه باسي.
له دې كبله ارواپوهان د خبرو ډول ته هم اهميت وركوي او په دې باور دي، چې فكر او بيان سره نېغې اړيكې لري، د فكر روغتيا، د بيان ښه والى دى، چې دا خبره له ډېره وخته د ارواپوهانو د پام وړ ده او په عمل كې يې هم ثابته كړې ده.
پخوا به يو شمېر اغېزناك او جادويي توري دود وو، چې د اړتيا پر وخت به يې كارول، په دې توګه به بريالي كېدل. نن هم ثابگه شوې، كه يوه خبره په وړ وخت كې پر ژبه راشي ډېر ښه اغېز ښندي، يانې اروايي ناروغ ته روغتيا وربخښي.
انسان ته ناطق حيوان وايي. له "نطق" څخه موخه له خولې څخه د بېلابېلو اوازونو راكښل نه دي، بلكې موخه دا ده چې انسان د تصور او عقل ځواكونه لري او نه يوازې په اوسني زمان كې ژوند كوي، بلكې تېر او راتلونكى مهال يې هم په تصور كې شته او د خپل ژوند يوه برخه يې ګڼي، دى د فكر او تصور د ځواك په مرسته د طبيعت قوا په خپل واك كې راولي. لنډه دا چې انسان د فكر خاوند دى، تر ټولو مهمه يې لا دا چې د تورو (كلماتو) په وسيله ، موږ په طبيعي او غريزي ډول پرته له دې چې كومه خبره وكړو، ډېر كارونه ترسره كوو او بېلابېل احساسات درك كوو.
كه وغواړو، چې هغه كارونه او احساسات له نظره تېر كړو، سوچ پرې وكړو او ښه و بد يې وڅېړو، راتلونكي ته ترې عبرت واخلو، نو بايد چې د تورو (كلماتو) په بڼه يې واړوو، هغه كه په لوړ غږ وويل شي او كه په ذهن كې ځاى وركړل شي، دواړه يو دي.
هغه څه چې زموږ پر جسم نه دي وارد شوي، نو موږ هم د تورو په بڼه نه دي اړولي. دغه څيزونه زموږ د وجود برخې نه دي، زموږ پر تجربو يې هم زياتونه نه ده كړې او نه هم زموږ په حكم كې راګډ شوي، بلكې تراوسه لا هغه سرچينې دي، چې زموږ پر وجود مشري كوي، نو ويلاى شو چې اروايي روغتيا د تورو په سمې كارونې پورې تړلې ده، كله چې اروا خواشينې وي، له انسانه بېلابېل متضاد چلندونه ترسره كېږي، تل له ځان او نورو سره په جګړه كې وي، ډېگر لږ داسې توري كاروي، چې سم او معقول وي.
كله كله دغه كسان ډېرې خبرې كوي او كله خو بيا د دروني خواشينۍ او اضطراب له كبله له خبرو پاتې شي، بې نظمه او بې ترتيبه خبرې كوي. ګيلې، شكايت، ځانښودنه، غوړه مالي، غېبت او بدغوښتنه، دغه ټول د اروايي ناروغۍ څرګندويي كوي.
هغه كس، چې د كومې كركې له كبله په خواشينۍ اخته وي او د كركې موضوع په ژبه ياده كړي. حقيقت، له كومې زياتونې او كمونې پرته مخې ته كښېږدي، د كينې او كركې كچه به يې ټيټه شي. كله چې له كومې ستونزې سره مخ يو، كه دغه ستونزه له كومې زياتونې او پېچلتيا پرته له دوستانو سره شريكه كړو، وينو څومره چې مو په ژبه خپله ستونزه بيانه كړې، هومره مو اروايي پرېشاني ليرې شوې، دا داسې مانا لري، چې موږ عقدې له زړه څخه باسو او ورباندې پريمن كېږو.
هغه بېلګه خلك چې كوم يار او ملګرى نه لري، اخر له يوازېتوب څخه د ژغورنې په موخه، له ځانه سره خبرې يا هم ليكنې كوي. همدغه شان سياسي خلك چې خپل اسرار له چا سره شريكولاى نه شي، اخر قلم و كاغذ ته پناه وړي.
پردى كس چې د هېواد په ژبه نه پوهېږي، نه شي كولاى نورو كسانو ته دا ووايي چې زه هم فكر، فهم، زړه او غوښتنه لرم، دى ازيات فشارونه ګالي، يو وخت د اروايي ناروغانو په شان شي: غالباً حساس وي او ژر خپه كېږي: يا ځان ټيټ او كوچنى ګڼي، يا هم لويي او بې پروايي خپل شعار ګرځوي، تر دې چې د خپل هېواد له داسې كس سره مخ شي چې په ژبه يې پوهېږي، لكه كب (ماهى) چې اوبو ته خوشې كړل شي، بيا يو نوى ژوند پيلوي.
لكه مهربانه خاوند او مېرمن چې له مينې او لېوالتيا سره سره د خپل مقصد له څرګندولو عاجز وي، د يو بل په خبرو نه پوهېږي، اخر بېلتون پرې راځي او د دوى ژوند زيات تريخوي.
انسان چې څومره د باطني شعور تر اغېزې لاندې راځي، هومره د اروا له روغتيا بې برخې وي. هغه كس چې له ځان او نړۍ سره په جګړه كې وي، له خپل چلند څخه ناراضه او په عذاب كې وي، هغه څه وايي چې بايد ويې نه وايي او هغه څه چې بايد ويې وايي، نه يې وايي. دوى توند چلند او ژور خپګانونه لري، چې په خپله يې هم په علت نه پوهېږي. دغه كسان د خپل باطن په شعور كې په دروني ټپونو اخته دي، چې د ځورونې لامل يې هم ګرځي، دوى كه دغه ټپونه په ژبه ياد كړي، نو كولاى شي له كړاو څخه يې ځانونه وژغوري.
هغه كړاوونه چې زموږ د باطن شعور ته رسېږي، همالته پاتې كېږي، هېڅكله هم له منځه نه ځي، خو په اّزادانه ډول د سړي ياد يا خاطر ته نه راځي، بايد په ځينو وسايلو يې له هغه پټ ځاى څخه رابهر كړو او په ژبه يې ياد كړو. دغه ترخه يادونه زياتره د ماشومتوب له مهاله وي، ځكه ماشومان دوه حالته لري، يو شمېر چې په توندۍ سره احساس كوي، خو د خبرو لپاره ژبه او توري نه لري، نو ځكه خپل احساسات د باطن شعور ته سپاري. دويمه ډله دا ده چې كله د ماشوم ژبه خلاصه شي، له هره اړخه ځان ناتوانه او د مشرانو په واك كې ګڼي، په دې ګومان چې خبرې به يې د مشرانو د قهر لامل شي، نه غږېږي. خپلې هيلې، غوښتنې او غوسې زړه ته سپاري، په علمي اصطلاح، د خپل باطن په شعور كې يې ښخوي. همدغه پټ شوي احساسات د شخص پر وجود واكمنېږي، زموږ ژوند او چلندونه په خپل واك كې راولي، لكه څنګه چې مو له يوه چا څخه بد راځي، پرته له دې چې ددغې كركې لپاره كوم ظاهري لامل او دليل هم ولرو، خو كه د باطن شعور مو وپلټو، نو څرګندېږي چې دغه بېچاره هغه سړي ته ورته دى، چې موږ يې په ماشومتوب كې ځورولو، له بده مرغه كله، كله دغه پلټنه كومه پايله نه وركوي، كركه مو د باطن له شعور څخه سرچينه نه اخلي، نو له زياترو ناپېژندويه شيانو سره دښمني پيلوو.
زيات داسې خلك شته، چې د ماشومتوب له نړۍ څخه نه دي راوتلي، دوى له هغه حالت څخه د نه راوتو په نيت نه، بلكې د ماشومتوب د عادت له مخې، د ستونزې له حل څخه تښتي او د خپل باطن شعور ته يې سپاري، دغه ډول كسان له كوم ظاهري علت پرته په بېلابېلو اروايي او جسمي ناروغيو اخته وي او ستونزې ګالي.
د ارواپوهنې موخه دا ده چې د ناروغ په باطن كې پټو شويو پېښو او د اروايي ستونزو څېړنې ته زمينه برابره شي.
ناروغ كس ته بايد د ملامتۍ ګوته ونه نيول شي، ځكه بيا د ځان په دفاع لاس پورې كوي، بيا به حقايق نه بيانوي. بله دا چې ناروغ ته بايد لارښوونه هم ونه شي، ځكه كېدى شي بيا د ډاكټر له وجې ځان خبرو ته اړ ونه ګڼي، يا هم تصور وكړي كه د ډاكټر خبرې عملي نه كړي، نو دا په دې مانا ده چې كوم بد كار يې كړى دى. ناروغ ته بايد لارښوونه او نصيحت ونه شي، ځكه دى بايد ځان خپلواك او له لارښوونې بېنيازه وګڼي. همدغه راز ناروغ بايد بيړه او تلوسه حس كړي، چې په دې توګه يې د افكارو د تسلسل له كبله په ازادۍ او اّرامۍ سره تېرې پېښې ذهن او ژبې ته راشي.
كه ټول شرطونه مراعات شي، نو وركه به پيدا شي. يانې د ناروغ د باطن له شعور څخه به ناروغۍ راووځي او ناروغ به هغه پېښه هم په ژبه ياده كړي، چې اروايي ستونزه يې ورپېښه كړې وه، تر هغه وخته چې د هغې پېښې په اړه څرګندونې ونه كړي، نو ژغورون يې هم ستونزمن ښكاري.
كله چې پېښه په ژبه ياده شي، نو هغه فكر چې د نعقل او د ناروغ د اختيار تر قدرت بهر اوسېده او ناروغ به يې ځوراوه د عقل او اختيار په واك كې راځي، په دې توګه د ناروغ له اوږو څخه د غم او خواشينۍ دروند بار سپكېږي.
اوس وپوهېدو كه چاپېريال ازاد نه وي، نو نه شو كولاى خپل افكار په خپلواك ډول څرګند كړو، له ناچارۍ څخه يې زړه ته لېږو، يا يې هم په علمي اصطلاح د باطن شعور ته سپارو، په دې توګه يې د خپلو اروايي ناروغيو سرچينه ګرځوو. د اروايي سلامتيا لپاره بايد هر كس ځان ته يو اّزادانه چاپېريال جوړ كړي او په هغه چاپېريال كې دې په اّزادانه ډول خپل خيالونه او غوښتنې په ژبه بيانې كړي، په بله وينا په اوچت اواز دې د زړه خواله وكړي، نو په دې صورت كې د روزنې يوه دنده د "تورو" زده كول دي. هر څومره چې په زياتو تورو او لغتونو پوه شو، نو خپل افكار به هم داسې بيان كړو، چې مقصد ته مو نژدې وي.
دغه روزنه بايد له ماشومتوبه پيل شي، اّن كله چې لا د ماشوم ژبه خلاصه شوې نه وي، بايد حركتونو او غږونو ته يې پاملرنه وشي او ځان پرې پوه كړو، چې څه غواړي؟ په دې توګه ماشوم ځان بې پناه نه مومي، خپل احساسات هم په زړه كې پټ نه ساتي، ماشوم بايد ډېر ژر له لوړو او ښكلو فكرونو سره بلد كړو، چې له معنوي خوندونو سره بلدتيا ومومي.
په هغه كورنۍ كې چې ټول عمر د ګاونډيو او دوستانو شكياتونه، بد ويل او غېبت كېږي، د ماشومانو روزنه يې هم ناسمه وي. هغه كسان چې په دغسې چاپېريال كې روزل كېږي، د عامو خلكو د تېر ايستنو ښكار كېږي، د هغوى وينا اسماني وحى ګڼي او ډېر ژر يې په لومه كې ښكېل كېږي، ځكه دغه تېر ايستونكي خلك مطلب له حقيقت څخه زيات ليرې بيايي، په پېچلو تصوراتو او افكارو زينت وركوي او په دې كار سره د بې تجربه كسانو ژوند په خپل واك كې راولي.
په كور او ښوونځي كې د ميندو، پلرونو او ښوونكو لومړنۍ دنده دا ده، چې ماشوم ته ژبه په پاخه ډول ورزده كړي، چې ماشوم وكولاى شي خپلې خبرې په جوت ډول سره وكړي، همدغه راز د نورو په ليكنو هم ښه پوه شي. هغه كس، چې خپل مقصود په څرګند او اسانه ډول سره ادا كړاى شي، په هر ځاى كې چې وي، خپل مطلب د نورو د پام وړ ګرځوي او تر نورو ژر بريالي كېږي. په دې صورت كې دا منلاى شو، چې د اروايي سلامتيا يوه نخښه وينا ده، خو په دې شرط، چې سمه او پرځاى وي. همداراز له پاك زړه څخه راوتلې وي.

څلورم څپركى

اروايي خپلواكي

د اروايي خپلواكۍ نخښه دا نه ده، چې شخص دې چغې ووهي او ټول خلك دې له خپلې هوسايۍ څخه خبر كړي، بلكې روغ كس لا اّرام او غلى وي او د تېر پر خلاف له ځان ستاينې او بدو چلندونو څخه ډډه كوي، دى تل د ودې او كمال په لاره كې يون كوي. بايد دا ګومان ونه شي چې ددغه بدلون له كبله شخص له عالي هيلو څخه لاس اخيستى او حقارت ته يې اوږه وركړې، برعكس ده يو داسې بار پر مځكه ايښى چې زور يې نه پرې رسېده، نو داسې بار يې اوچت كړى چې منزل ته يې رسولاى شي. نېكمرغي په مال او مقام پورې اړه نه لري، بلكې په ښه چلند او د خاطر په اّرامي كې موندل كېږي.
هغه كس، چې تل خپه او له نړۍ سره په مبارزه كې، له هرڅه ورهاخوا تل د عزت او شتمنيو په راټولولو بوخت وي، تل به خواشينى او ناكام وي، د ماشوم د ودې نخښه دا ده چې دى خپل چارچاپېرل ته پام اړوي، دغه پام اړول كه په هر عمر كې وي دانسان د ودې په مانا دي، يانې څومره چې له ځانه بهر وځو او خپل بهرني چاپېريال ته پاملرنه كوو، په هماغه كچه نړۍ او نور كسان ښه پېژنو، په پايله كې اّسانه او خوشحاله ژوند پيلوو، ځكه د دنيا د نعمتونو دترلاسه كولو يو شرط پېژندنه او خبرتياوې دي. هغه كس چې په ځان كې ډوب او تل د ځان په سوچ كې وي د زمان او مكان له غوښتنو او خبرتياوو ليرې پاتې وي، چې دغه نه خبرتيا، د هغه د پرمخيون مخه نيسي. هر څومره چې خپلو غوښتنو ته متوجه كېږو او د نورو نړۍ له پامه وغورځوو، ډېر لږ خپل موخې ته رسېدلاى شو.
هغه كس، چې په اروايي خواشينۍ اخته وي، خپله بهرنۍ نړۍ نه ويني، په خپل پرېشانه سوچ سره د نړۍ او خلكو په اړه داسې قضاوت كوي، چې له حقيقت سره سرنه خوري، دوى د خلكو او نړۍ په اړه له زياتو تېروتنو او ناكاميو سره مخ كېږي. هغه زده كوونكى چې په ښوونځي كې سم درس نه وايي او زيات تنبل ښكاري، داسې برېښي، چې دغه ماشوم په دروني خواشينۍ او پرېشانۍ اخته دى، بايد پوښتنه او پلټنه يې وشي، په سمه توګه مطالعه شي او د علت لټون يې وشي، د ړانده او هغه كس ترمنځ زيات توپير وي، چې په دوو سترګو ليدل كوي، خو متوجه كېږي نه او په پټو سترګو تېرېږي.
اروايي ناروغ چې اّرام نه لري، تل د يوې پېښې او ماتې انتظار كوي، اّن كه په كوم كار كې بريالى هم شي، نو خپل برى كوچنى او لنډ مهالى ګڼي. يا يې هم خپل نه ګڼي. بل حالت يې دا دى، چې په هر حال كې اّن كه په وسه يې پوره هم نه وي، په لاپو او باټو نورو ته ځان ځواكمن او جوت ښيي. دوى د دروغو او ځان ستاينې په مرسته خپلې نيمګړتياوې پټوي.
د اروايي ناروغانو بله نخښه له كور او ټولنې څخه تېښته ده، تر ورځني كار وروسته په كور كې ارام كول د ځواك د بيا لاسته راوړلو لپاره ضروري دي، خو هغه كس چې تل له ټولنې څخه تښتي او زيات وخت په كور كې تېروي، په حقيقت كې د تكليف او سيالۍ له درانه باره، همدغه راز خبرو اترو او د ژوند له مبارزې څخه پناه كېږي او له پرمختګ څخه بې برخې پاتې كېږي، خو هغه كسان چې خپل زيات وخت په بهر كې تېروي او كور ته له تلو څخه انكار كوي، هغه چاته ورته دي چې په كوم ګرداب كې لوېدلي وي او نه شي كولاى ځان وژغوري، نو د كمزورۍ له كبله له پښو لوېږي.
د اروا اّزادي دا ده، چې: دنيا او خلك په واقعي بڼه ووينو، له باټو او لاپو څخه ډډه وكړو، همدغه راز وېرې ته په ځان كې ځاى ورنه كړو، كه موږ د ځان په درملنې نه توانېدلو، بايد ډاكټر ته لاړ شو او له هغه څخه د اروايي روغتيا او د خاطر د هوسايۍ په اړه پوښتنې ګروېږنې وكړو.