لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

پېنځم څپركى

د يوازېتوب حس

اروايي ناروغي زيات ډولونه لري، يو يې چې په ټولو ناروغانو كې شته، د پردېتوب او بېزارۍ حس دى. ناروغ كس په خلكو كې ځان يوازې او پردى ګڼي، د ټولو وسايلو پر شتوالي سربېره له ژوند څخه بېزاره وي.
كله، كله دغه رنځ د غوسې او قهر بڼه خپله كړي او كله هم د كهالۍ او ټنبلۍ بڼه. البته دغه حالتونه په روغو كسانو كې هم ليدل شوي، لكه څنګه چې ځينې وخت وايو: پلانى له كيڼ اړخه پاڅېدلى، له ده او هغه سره شخړه كوي او بېځايه ځوابونه وركوي، خو بله ورځ بيا وينو چې هماغه كس روغ او خوشحاله وي.
له نېكه مرغه، دغه كس سره له دې، چې حالت يې تغير كوي، بيا هم ځينې دوستان لري او له هغو سره ژوند كوي، له هغوى او خپل ژوند سره مينه كوي، خو كه د پرديتوب حس دايمي او ژور شو، نو پايله يې خطرناكه ده او كله خو د لېونتوب تر حده رسېږي.
ددغو ناروغانو له چلندونو او كردارونو څخه عبرت او پند اخيستلاى شو، ځكه ځينې وختونه دغه حالتونه په موږ كې هم رامنځته كېږي، هېڅوك په بشپړ ډول د اروا له سلامتيا څخه برخمن نه دى، بېځايه په غوسه كېږو، نور خلك له ځانه خوابدي كوو او دوستان له ځانه شړو. دغه حالتونه هغه مهال په موږ كې راڅرګندېږي، چې په پرېشانو افكارو او دروني دردونو اخته يو او ځان په پرديو كې پردى ګڼو، له دې كبله د نورو كسانو احساساتو ته پاملرنه نه كوو، ځكه له ځان پرته نور څيزونه نه وينو او د بل چا له ضمير څخه هم خبر نه يو.
بل پند دا دى، چې موږ هم د اروايي ناروغانو په شان، د نورو خلكو اشنايان او دوستان خپل ګڼو، د توان تر حده هڅه كوو، چې هغوى زموږ مقصدونو او غوښتنو ته غاړه كښېږدي، نه يې خاطر ساتو، نه هم د هغوى زيان ته پام كوو، هغه كس ښه ګڼو چې موږ ته ګټه رارسوي او خبره مو مني، هغه څوك بيا بد ګڼو چې په درد مو نه خوري او په خبرو مو غوږ نه ګروي. اروايي ناروغ دومره سراښ (حريص) وي، چې هېڅكله نه مړېږي، كه زيات شته يې پيدا كړي هم وي، بيا هم دغه هڅه نه پرېږدي، څومره واك چې ولري بيا هم كوښښ كوي، د خپل واك نړۍ لا پراخه كړي. په شهوت چلوونه كې زيات بېباك وي، په خوړلو او اغوستلو كې هم كومه اندازه نه مني، ځان له نورو ليرې احساسوي، چاته قايل نه وي او نه هم د چا احساساتو او اړتياوو ته خيال ساتي. له بده مرغه دغه نخښې په موږ ټولو كې څرګندېږي.
د اروايي ناروغۍ يو بد عيب بې ثباتي، په فكر، خيال، قوا او عمل كې نه ټينګښت دى، دا هغه عيب دى چې نورو كسانو ته هم زيان او لالهاندۍ وراړوي. څوك له دغه ډول كس سره د خپلې ستونزې د حلولو لار نه شي پېژندلاى: كله خاندي او كله بيا په غوسه وي، كله دوست وي او كله هم دښمن، هغه څه چې نن يې خوښوي، سبا يې له ځانه ليرې شړي، نن چې يو قول كوي، سبا يې هېروي!.
نور كسان ددغه ډول چلند له كبله په ستونزو او حېرانۍ كې وي، خو ناروغ كس كوم رى نه ورباندې وهي، ځكه په دې لار كې د عقل قوې ته د ګوتنيونې او نيوكې حق نه وركوي. دى پر ټولو بدقوليو او بې انصافينو سربېره ځان با انصافه او ژمن ګڼي.
د هغه چا حال هم د اندېښنې وړ دى، چې پر دوى نيوكه كوي، ناروغ كس له حاله بهر كېږي، شخړه كوي او كنځاوې په خوله راوړي.
هر ځل په هېڅ خبره په غوسه كېږي، چغې وهي او شور جوړوي، ددې پرځاى چې تر اّرام وروسته د موضوع بې ارزښتۍ ته پام وكړي او پر ځان وخاندي، يوه وړه ستونزه ډېره لويه ګڼي او په اصطلاح د مچ له سر څخه غر جوړوي، چې دا ورسره چندان نه ښايي. دى تل نور خلك مسوْله او ځان بېګناه شمېري.
د اروايي ناروغۍ بله نخښه تلپاتې نارضايتي ده. هغه كسان چې په خپله خپلې ستونزې نه شي غوڅولاى، دنيا تياره ويني او ګومان وي چې له نړۍ څخه، نېكۍ، اخلاقو او پوهې كډه كړې، ټول خلك فاسد او خراب دي، د دوى په اند په همدغو ورځو كې به دنيا پر بله واوړي.
هغه كسان، چې نه شي كولاى خپل ژوند منظم او خيالي ستونزې له پامه وغورځوي او رښتيني خنډونه له خپلې لارې ليرې كړي، نو تل په دروني خواشينۍ او جګړه اخته وي، دغه حالت يې بهر ته هم لاره اواروي، له نړۍ او خلكو سره يې جګړې او دښمنۍ ته هڅوي.
ددې ستونزې يو ستر زيان د كورنۍ له غړو څخه د هوسايۍ اخيستل دي، دوى تل د ناسم چلند او د ناروغ د اروايي ناروغۍ له كبله په عذاب كې وي. دغه ناروغان چې له كوره ليرې شي، چغې وهي او غوغا جوړوي، خو كله چې كور ته راشي، د جګړې او شخړې بدرنګه سندره پېلوي. دوى ته د نورو پر استقامت او اّرامۍ هم رخه ورځي، د خپلې كمزورۍ او خواشينۍ له كبله ځورېږي او دغه غچ د كورنۍ له نورو غړو څخه اخلي.
كه څه هم موږ او تاسې ګومان كوو له دغې ناروغۍ څخه په امن كې يو، خو كه خپلو چلندونو ته پام وكړو، نو ددغې ناروغۍ نخښې به په ځان كې هم ووينو. په بله وينا داسې كس نه شته، چې د اروايي ناروغۍ نخښې په كې نه وي. يانې هېڅوك نه شي كولاى تل له اروايي ناروغۍ څخه په امن كې وي، نو كه موږ دغه ټكي ته پام وكړو، ښايي له زياتو ناروا چلندونو او خبرو څخه ځانونه وساتو، چې بيا به له شرم او پښېمانۍ سره هم نه مخامخېږو.
كله چې رواني ناروغ لږ روغ شو، نو متوجه كېږي، چې نورو ته بايد د وسايلو او الاتو په سترګه ونه ګوري، موږ بايد د هر چا د اّزادۍ حق وپېژنو او د هر چا درناوى پر ځاىكړو. تر دې وروسته له نړۍ او خلكو سره د اخته ناروغ اړيكې ښې كېږي، د بدبينۍ او توند چلندۍ پرځاى به ګذشت، سړه سينه او نرمښت خپلوي، د كركې او دښمنۍ حس به يې په مينې بدلېږي، بدګوماني او بد غوښتنه به يې هم له سره كډه شي. د مينې وړانګې به يې هر پلو خپرېږي، تردې چې د نړۍ هنداره د شخص په وړاندې خاندي او د دوستۍ د جنت دروازه هم ورته پرانيستل كېږي.
روغ كس له هغې ودانۍ سره تشبېه كولاى شو، چې دنګه ولاړه وي او له هوا څخه خښتې اخلي او په خپله يې سره اوډي. سالمه اروا هم د ژوند كارونه په هماغومره اسانۍ سره ترسره كوي. كه د خرابې خښتې په شان كوم كار ناسم وي، ليرې كوي يې. لكه څنګه چې په عمل كې مهارت د تمرين او ارادې حاصل دى. ښه ژوند كول، هرې پېښې ته تدبير او وړ ځواب لرل، خپله ستونزه پېژندل هم بيا د فكر د ودې او روزنې نتيجه ده.
كله چې سقراط ته وويل شول: ځان مرګ ته تيار كړه! نو هغه وويل: ما ټول عمر ځان مرګ ته چمتو كړى دى. كله چې د امريكا جمهور رئيس له ابراهيم لينكلن څخه وپوښتل، چې په خپل حكومت كې څه پروګرام لري؟ نو بې له ځنډه يې وويل: نه به د چا بنده شم او نه به پر چا مشري وكړم.
روغ كسان پوهېږي چې څه وكړي او څه ووايي، همدغه راز د پېښو پرضد څنګه مقابله وكړي. دغه كسان د ژوند په لاره كې د وېرې، شك او مايوسۍ ښكار نه شي كېدى، له ژوند او د مقصود پر لوري له پرمخيون څخه زيات خوند اخلي.
روغ كس هره ماتې زغمي، پر پښو درېږي او بيا هم هڅې روانې ساتي، لكه څنګه چې له ځان سره د نښان د وېشتلو لپاره څو غشي ولري، كه يوه لاره ورباندې بنده شوه بله لاره نيسي او بل هدف ټاكي، اّن د سقراط په شان كه ژوند كول ورته ناشوني شي، په ډېره هوسايۍ سره د مرګ لار نيسي، خو ناروغه اروا يوازې يو هدف او يوه لار ويني، كه كومه ستونزه ورپېښه شوه، نو وچ پاتې كېږي او ډېر ژر د نهيليو په سيند كې ډوبېږي.
انسان، چې څومره د نرمښت له ځواك څخه برخمن وي، له ماتې څخه لږ وېرېږي او د برياليتوب ډګر نيسي، هغه نړۍ د خپلو هيلو، استعداد او مېړانې جونګړه ګڼي، كه هرڅومره له دغه قدرت څخه بې برخې وي، دومره ژر له مبارزې څخه لاس اخلي او ځان ناكامه ګڼي.
هغه كس، چې په زړورتيا سره كوم كار ته غاړه ږدي، كه مقصد ته ونه رسېد، كومه خبره نه ده، ځكه په بدل كې خپله تجربه زياتوي او هغه تېروتنه بيا نه تكراروي، چې لومړى ځل ترې شوې وه. پر دې سربېره د هڅو او پلټنو په نتيجه كې د تدبر او فعاليت يوه بله چينه چې ځان كې پيدا كوي، چې وړاندې ترې بې خبره و.
د روغ كس يوه نخښه هغه تدبير دى، چې په اوسنۍ وضعه كې ترې كار اخلي. بې تدبيره او كمزورى سړى د ښې وضعې او ښو وسايلو په هيله خپل ارزښتمن ژوند په محروميت كې تېروي، خو دى په هماغو اسبابو او نيمګړې وضعې سره بريالى كېږي.
د اروايي ناروغۍ او اروايي روغتيا ترمنځ توپير داسې پېژندلاى شو، چې ځينې د ژوند پر ټولو وسايلو سربېره د محنت او نامرادۍله كبله ځانوژنه كوي او ځينې نور بيا پر هر ډول ماتې او ناكامۍ سربېره خوښ او خوشحاله وي، دوى د ژوند له هرې شېبې څخه زياته ګټه اوچتوي او خوند ترې اخلي.
زيات ځانغوښتونكي كسان پېژنو، چې د اروايي ناروغيو له كبله په ټولنيزو كارونو كې ډېر وارد او د پام وړ نه وي. دوى زيات خواشيني كېږي، لمر يې د سترګو په وړاندې خپله ځلا او ښكلا له لاسه وركوي او د ژوند كولو لپاره كوم دليل هم نه ويني، خو روغ كسان په ځان كې دهيلو او خوښيو دومره وسايل ويني، چې خپل بهرني چاپېريال ته دومره اړتيا نه احساسوي، له خپلو فكرونو سره خوښ وي او خپلو غوره صفتونو ته درناوى لري.
دغه ډول كمزوري كسان تل د ټولنې د بدمرغۍ لامل ګرځي، ځكه دوى خپل پرمختګ د لويو پېگښو په رامنځته كولو كې ويني، په هر حالت كې ددغه ډول لويو پېښو وړاندوينه (پېشبيني) كوي، خلك په وېره كې اچوي او اوضاع خرابوي. اروايي ناروغ ځان د نړۍ مركز ګڼي، هرڅه تر ځان قربانوي له هېڅ ډول بد كار څخه مخ نه اړوي، ځكه د خپل نفس او رضايت لپاره بله نړۍ جوړوي، د نورو په غم كې شريك نه وي. كه كومه ستونزه ګالي، د ځان لپاره يې ګالي او كه له كوم مصيبت څخه وېرېږي، د ځان لپاره وېرېږي، نه د نورو لپاره.
روغ كس هم ځورېږي، ځكه دى وايي طبيعت ولې موږ ته دومره خپګانونه زېږولي، يا هم بشر ولې وينې تويوي، دى تر كنځاوو، مهربانۍ او د ښو چارو چغې وهل غوره ګڼي!.
موږ ټول ځورېږو، خو د روغ كس غم يو ډول خوند هم لري، چې اروايي ناروغ ترې ناخبره دى، ځكه هغه غم چې د نورو لپاره وي، خوند لري.
هغه كس چې اروايي روغتيا ولري، هېڅكله هم له اړو او خوارو كسانو سره له مرستې لاس نه اخلي، ځان نهيليو او خواشينيو ته هم نه وركوي، هر سهار په خوښۍ سره مني او په پراخه ټنډه يې هركلى كوي. هره ورځ د خوارۍ په ګاللو سره ځواكمن او خوشحاله كېږي، چغې، زارۍ، بدبيني، نهيلي او ځانوژنه د اروايي ناروغيو او كمزوريو څرګندوى دي. موږ ټول ښه څيزونه ځان ته غواړو، كله چې دا ناشونې شي، نو ګردسره لېوني كېږو، حال دا چې نړۍ له ښكلاګانو، خوښيو او نعمتونو څخه ډكه ده، په دې شرط چې ټول يې يوازې ځان ته ونه غواړو، نورو ته هم بايد برخه وركړو، موږ بايد په خپله خټه كې د طبيعت له خوا د ډالۍ شوې مينې او محبت له سرچينو څخه نور تږي خلك هم خړوب كړو.
د اروايي سلامتۍ بله نخښه مينه ده. له پوهې، هنر، ښو كارونو، اخلاقي سجاياوو، مور و پلار، كورنۍ، هېواد او معشوق سره مينه، په دې شرط چې دغه مينه له وفا سره مله وي. روغ كس د مينې له كړاو او رنځ څخه نه ويرېږي، دى خپله دغه خواري ځان ته غواړيو. د اروايي ناروغانو په څېر نه وي، چې د خطر، ستونزو او كړاوونو له كبله له اّسماني خوندونو او مينې څخه تېر شي او د هېرې د پردې تر شا ځان له نظرونو څخه پټ وساتي.
دا خو د مينې ستونزه او كړاو دى، چې د ژوند په ډګر كې اروا جګړې ته هڅوي، دا مينه ده چې هوښ او حس مو پاروي، زړه نرموي او له جنتي مينې او مهربانيو څخه يې ډكوي.
 

شپږم څپركى

موخه (هدف)

د هر چا فكري وده، له ځانګړي كار سره د هغه په مينې پورې اړه لري. هغه چا چې كومه موخه په پام كې نه وي نيولې او د هغې پر لوري الوتنه ونه كړي، د خپل وجود په قفس كې زنداني دى، هغه د زندان له څلورو دېوالونو پرته بل منظر نه لري.
مينه، هغه وزرونه دي، چې سړى تر نورو لوړ وي او توپيرو وركوي. يانې اروا ځكه الوتنه كوي او اوج نيسي، چې جسماني ژوند يې له نورو سره يو شان كېږي، ښايي په ظاهره به تر نورو خواشينې وي، لكه څنګه چې زيات پوهان د لږ معاش له كبله له فقر سره لاس او ګرېوان پاتې شوي، ځكه دوى په اسمان كې تفريح كوي، ځمكې ته زياته پاملرنه نه كوي، دا خبره مشهوره شوې، چې (ثالث ملطي) د ستورو په څارنه بوخت و، څاه ته ولوېد.
يو ګياه پوه او ګلپال مې پېژانده، چې له كومې ستونزې سره مخ شوى و، غوښتل مې ډاډ وركړم، زما خبره يې غوڅه كړه او ويې ويل:" زه له ګل سره ژوند كوم، له ګل پرته بل څه نه وينم او نه يې هم غواړم". هوكې! د هرچا پېژندونكى د هغه خپله مينه او لېوالتيا ده، څومره چې په دې خبره زيات پوه شي، هومره پر خپلې مينې برلاسى كېږي او شخصيت يې درنېږي. مينه له پنځو اړخونو تر غور لاندې نيولاى شو:
لومړى: د هر چا مينه د هغه د خپل ذوق او فطرت نماېنده ده.
دويم: د مينې موضوع هغه ترازو ده، چې مينه وال كس دنيا ورباندې اندازه كوي او تلي يې او ټول څيزونه په هماغه نظر ګوري.
درېيم: د هر چا د مينې كمزوري او توندوالى، د شخص ازادي په ګوته كوي، يانې كه شخص څومره له ځانه تېر شي، دومره خپلې مينې ته لېواله كېږي.
څلورم: د هر چا د مينې تودوالى، د سختيو په وړاندې د شخص د زغم قوت او قدرت څرګندوي.
پېنځم: رښتينې مينه له خوښيو او هيلو سره _ سره د كمال له حدودو زيات واټن لري، ځكه نو تل له ځانه شرمېږي او نورو ته سترګې نه لري.
ځينې نور خلك ګومان كوي، چې نوابغ او ستر خلك اروايي تعادل نه لري، كه خپله درملنه وكړي او اروايي روغتيا ورپه برخه شي، خپل نبوغ له لاسه وركوي، پر اروايي درملنو باندې دا نيوكه هم كېږي، كه ټول كسان د روغتيا له مخې په يوه كتار كې راشي، بېلابېل افكار او هنرونه به نه رامنځته كېږي. په دې توګه د نړ ۍ كار ځنډېږي او د ژوند لپاره مينه له منځه ځي.
خو حقيقت دا دى، چې هر موجود ځانګړى استعداد لري، هر څومره چې روغ وي، استعداد به يې هم په هماغه كچه غوړېږي.