دشاعر يادښت
قدرمنو لوستونکيو: ستا سو په
وړاندې زما دشعرونو لومړی ټولګه ده ، دا ټولګه د اوس
نه اووه کاله دمخه په ډېرو ترينګلو شيبو کې چاپ شوی وه
. او په کې زما ډېر هغه شعرونه دي چې ما په خپل کلې کې
ليکلي دي .
هغه مهال چې موږ د ننګرهار د فرهنګي يون په نوم يو وړ
بنډار درلود چې تکړه ليکوال اوشاعر استاد لاپاچا ازمون
ددې فرهنګي يون مشر وو، دا د هماغه لورينه وه چې دا
ټولګه يې هغه مهال چاپ کړه ،که څه هم دهغه وخت له
امکاناتو سره يې چاپ بدوکۍ نه و خودوستانو يې بيا بيا
د چاپي ستونزو يادونه کوله ، بل دا شعري ټولګه هغ وخت
په کم شمير کې هم چاپ شوې وه نو ژر ترۍ تمه شوه . دا
مهال چې ما د کومې نسخې په مټ دا بيا ټايپوله دهغې
نسخې هم ځينې پاڼې ورکې دي .
په هر حال ، له دې امله چې دا ټولګه ماته تر خپلې بلې
هرې ليکنې ګرانه ده نو د خونديتوب په موخه يې د ټول
افغان ويب پاڼې ته سپارم ، هم به خوندي شي هم به يې که
څوک وغواړي ولوستلی شي .
د ټول افغان د چلونکي شيرزاد کاموال ورور دې کور ودان
وي چې په خپله خوارۍ يې د پښتو ژبې د چوپړ په موخه په
دې وخت کې داسې ډېرې اسنتياوې موږ ټولو ته چمتو کړي .
خداې دې يې په ګوتو برکت کړي
په مينه
اجمل اند
٢٠٠٥ جون ٤ کابل