ښار

لمبي شوي بلي د ګوګل په ښار کې
چې خال يې ورک شو د وربل په ښار کې

څه ليونی يم چې د مينې په نوم
مرګ پسې ګرځم د اجل په ښار کې

منې! دا ستا په دې بدنامه نامه
پټ پټ تاوېږم لکه غل په ښارکې

ولاړ حيران په څلور لارې د ژوند
لکه چې ورک کړي څوک منزل په ښار کې


داسي لوګي مې له ارمانه خيژي
لکه چې دود شي د کابل په ښار کې

١٣٧٥ د وري دولسمه

تصوير

يو تصوير مې جوړولو ورته ناست وم
د چا ياد مې خندولو ورته ناست وم

يو يادګار ستا د نادودو مې جانانه !
په دې مات زړګي تراشلو ورته ناست وم


وريځ

لکه چې وريځو پورې غر ونيوه
داسي مې ستا غمو ځيګر ونېوه

چې مو کېسې دېرو حجرو کې وشوي
جانانه اوس نو مينې سر ونېوه

ليونی

څو به د شپو په تنابو کې زانګې
ژوند تر څو به په تيارو کې زانګې

حسنه! منم خپله مغروره نه يي
خو کبرجنو اننګو کې زانګې

احساسه! خود پرې لولپه شوي وسوي
لکه لوګې تل په لمبو کې زانګې

زړګيه! دې کې ګنا ماته څه ده
ته يې په خپله په بڼو کې زانګې

اجمله خود دې ليونۍ بولي اوس
پر لار روان د خيال ټالو کې زانګې


١٣٧٥ د غوايه اتمه


خــــــــــــــــــوب

راته يې ښکلي يادول ، يادول
يوليوني غزل ته خوب نه ورته

بيګا يې ټوله شپه سندرې ويلې
خدازده په څه بلبل ته خوب نه ورته


نوکــــــــــــــــــه


ها لوی غل د نښترو مې په شوکه کې نيولی
ښکاره مې د(( بزرګې څوکې )) څوکه کې نيولی

د سپين کاغذ په پاڼو قلم سرې کرښې راکاږي
د چا د وينو څاڅکې يې په نوکه کې نېولی


مساپره


نه ځم خو اشنا د چا خاطر ته ځم
پير له د سندرو خړ خيبر ته ځم

شم چې د صبرونو په نڅا کې ورک
خيال د کوم شاعر يم پورې غر ته ځم

وريت چې په انګار شوم ، شين منګی شومه
غېږ کې د ماشوم په شان ګودر ته ځم

غاړه را غاټوله مساپره يم
پرخه يم سهار چې شي نو لمر ته ځم

هيلۍ

څنګه وزر به پر هغې فضا هيلۍ ووهي
چيرې چې ښکلي د کابل د مرګ سلګۍ ووهي

ستا کو چاني يادونو خدازده کډه چيرته وړي
کله به بيا زما د زړه دشت کې کيږدۍ ووهي

شپونکی شهيد دۍ ، توله ماته، نغمو ار اخيستی
د رغو زرکو ته به څوک خوږه شپيلۍ ووهي

د خندا ځل مې پاڼې پاڼې شي په وينو شونډو
لکه تنکي کوکنار ګلونو کې ږلۍ ووهي


د خيال ورشو کې مې نن بيا څري د ښکلو رمي
زما زړګی شي چات شپول چاته کېږدۍ ووهي

که مېوندي ارادې بيا زلمو کې و غزېدې
نو د غيرت چېغې به ډېرې ملالۍ ووهي

مه شلوه مراندې مې د زړه د خيمې يه جانانه!!!
نه چې ډېوه مې د ارمان د غم سيلۍ ووهي

١٣٧٦ کب ٤

باور

يارانو څومره مو دا خپل زړګوټی سپين ساتلی
چې مو د وخت په داړه مارو هم يقين ساتلی

خدايه توبه چې نن هغه ستا د کعبي قسم خور
په جار نارې کړې راته وايي چې ما دين ساتلی

خير دی که تور ګرد د بارودو دې پر مخ ورک کړی
موږ تصور کې خو تل خال ستا په جبين ساتلی

سپرليه ستا او ستا د رنګو احسان په څه ومنو
چې چاپيريال مو خپل په وينو تل رنګين ساتلی

د وخت نادودو که هر چو را ته تراشلۍ زړګی
مونږه بيا هم دا خپل تراشلی زړه سنګين ساتلی


ترخو حالاتو که ښکلا له ټول مالت نه وړې
خو ما په زړه کې د ارمان کورګی حسين ساتلی

١٣٧٥ مرغومی ٨

غرنــــــــــــۍ

په کې د مستې غرنۍ مينې کيسه پرېوته
د ډبرليک غوندې مې سترګو کې پخه پرېوته

ښکاري! همداسې د هوس له هسکه لاندې پرېوځې
لکه له غره نه چې هوسۍ ټپي سينه پرېوته

د کوم تيمور د کوم چنګيز وحشي لښکر پرې تېر شه
کنډر کنډر مې د ټپي زړه غلغله پرېوته

لکه شمشاد، لکه تورغر، لکه بزرګه څوکه
زما له هسکې کوپړۍ څه هسکه شمله پرېوته

لکه ارمان ، لکه لمبه ، لکه د هيلو غوټۍ
د باز له سرې پنجې چې زرګه تکه سره پرېوته

لکه ټپه ، لکه سندره، لکه غږ د شپيلۍ
راته په خوله د چا غزل غزل نامه پرېوته


پيڅکه


ما خو مې تنکۍ مينه د سوال پيڅکه کې غوټه کړه
ستا ښکلا مې ټوله د وبال پيڅکه کې غوته کړه

نور به زوروره ! ستا د زړه تڼاکې ماتې وي
اوس چې مې خندا د وير د تال پيڅکه کې غوټه کړه

دا چې د ماشوم ذهن په غېږ کې مې لمبې شيندي
دا سپرغۍ خو تا زما د خيال پيڅکه کې غوټه کړه

هلته چې قاضي د قسمت ويش د نصيبو کاوه
خدازده زموږ سوله يې د کوم کال پيڅکه کې غوټه کړه

هلته دې زما په ژوندون نوم د انتظار کېښود
دا راته وعده چې د وصال پيڅکه کې غوټه کړه

خپله مې جانانه توروشپو کې د ژوند واړول
ماچې زندګي ستا د تور خال پيڅکه کې غوټه کړه

١٣٧٦/ ١٠/ ١٢ خوګياڼي کوزبيار



د ملنګ جان سپيڅلې اروا ته :

وخته! مين دې د ښکلا وژلی
تا د پښتو د بڼ بورا وژلی

د چا خندا چې ټول مالت ښوراوه
يو ليونی دې بي ګنا وژلی

چې سپيده داغ کې يې سندرې ويلې
هغه بلبل مرګيه تا وژلی

زما د ډېر عمر بدل دی ورته
دې وخت يو ښکلی ډېر پخوا وژلی

هغه همدې کوڅو کې خير ټولاوه
همدې کوڅو هغه ګدا وژلی

اوښتې ډېرې سپيرې سترګې ورته
په وږو سترګو دې دنيا وژلی

ملنګه تا چې له سندرو بس کړل
سوز د چاربيتې خدازده چا وژلی


لاسونه

چا زورورو مو کلک ايښي دي په زړه لاسونه
داسې چې غورزوو هر خوا ساړه ساړه لاسونه


پښتون احساس مې رانه چا هم په زور وا نه خيسته
ربه ! که بند په بند مې پرې شول پښتانه لاسونه

زموږ له شونډو به د ژوند سندرې څنګه اخلي
جانانه !چا ايښي بلبلو ته په خوله لاسونه

افغان ماشوم شوم ياره ستا غني غني سترګو ته
ورته اوږده مې کړل د سوال واړه واړه لاسونه

ښايي له ژوند سره د مينه نوره پاتې نه وه
اجمله داسې چې د ښکلو پسې وړه لاسونه

١٣٦٧/٢/١ خوګياڼي – کوزبيار

مات منګی

خانده راخانده زنـــــــــــــدګي تيروه
خير دی اشنا پر ځان سختي تيروه

دلته اوس څوک د چا په وير کې ژاړي
هر څه دې غلي په زړګــــــــــــــــــي تيروه

چې دې نادودې ليــــــــــدې خانده ورته
عمر په شان د ليــــــــــــــــــــــــوني تيروه

د درديدلي ژوند په دې پړاو کې
راسره خير دی بي وسي تيروه

بلبله ژاړه د ګل وچ ډنډر ته
ورته کيسه د ورک سپرلي تيروه

کله راځه د نازولي ياده !
را ته تش لاس خو په تندي تيروه

اجمله ولاړ شه هغه وران ګودر ته
شپې په مزار د مات منګي تيروه


ميوند

غېږ له دې بيا ځولۍ ، ځولۍ د رباب ترنګه راغلم
لکه افغان زلمی همدا ساعت له جنګه راغلم

خولې خولې ستومانه روح مې په ټپو دمه کړه
پردي مزدور غوندې له بيل او له کلنګه راغلم

خور ريګستان شه ستړی ، ستړی مې په غېږ کې واخله
د هريرود غوندې ستومان له يکاولنګه راغلم

ويده کبان مې د سندرو په ټال وزنګول
د سيند څپه شوم د غره غېږ ته ړنګه بنګه راغلم

د چا ملالي د تنکي ارمان سندره شومه
ميوندي غږ ووم د رڼو تورو له شرنګه راغلم

لمبې

موږ چې د ښکلو کاڼو زړو کې زندګي تيروو
څه په هنر يې په ليمو کې زندګي تيروو


تنها حالات مو د سرو شونډو نه خندا شوکوي
کنه د حسن په ورشو کې زندګي تيروو

لکه د خال به رنګونه څنګه نه توريږي
چې په لمبو د اننګو کې زندګي تيروو

چې حالات ښه شوه بيا د سپينې خولې غوښتنه کوه
اوس خو د وينو غرغنډو کې زندګي تيروو

ته جوړ د سترګو د خندا په انجام نه پوهېږې؟
اخر مالت د پښتنو کې زندګي تيروو

٦، لړم ، ١٣٧٦ خوګيا ڼي


ماښام


که د تيارو زيری ماښام راکوي
راته شفق د ميو جام راکوي

په خونړي ګودر ټوټي د منګي
د ليونۍ د مرګ پيغام راکوي

لا خو مې راز د مينې پټ ساتلی
دوې نو په څه نوم د بدنام راکوي

سره له عقله مې صحرا ته بيايي
مينه څه بل رنګه مقام راکوي

اې افغانانو اخر شرم نه دی
د غلامۍ پيغور غلام راکوي


١٣٧٥ جلال کوټ


دسمال

اخر دا څوک دی چې زموږ د چم جمال اخلي
د چا د تورسترګو رنګ د چا شين خال اخلي

يو خو به وي چې دغه دروند پيټی يې په ولو باروي !؟
څوک خو به خامخا زموږ د غرو وبال اخلي

د هغې پيغلې د بي وسه سترګو اوښکه شوم
چې زورور يې د ټوپک په زور دسمال اخلي


د سکندر غوندې مې سر هيچا ته نه ټيټيده
عشق زورور دی له لاسو می توره ډال اخلي

خدايه مهدي دې له دريم اسمان راولېږه نور
باج د سرو رانه د ژوند په نوم دجال اخلي

١٣٧٥ خوګياڼي


پور

نن د کوم ښکلي ګلالي زلمي د مرګ په پور کې
يو ګلالۍ پېغله زموږ له کلي بدو کې وړي

خدايه ! له هسکه زموږ برخه شول د جبر کاڼي
لکه ږلۍ را نه تنکي غنم په وږو کې وړي

پرهر ټټر يمه په ژوند مې ډګر نه دی پريښی
ها چې له جنګه تښتي غشي خو په ډډو کې وړي

لکه مرغومی تل د اوښ په شا ټالۍ وهمه
د کوچۍ مينه يم هلمند ته مې په کډو کې وړي


قيامت


چې ښکلي ګورم خپلې شونډې خورمه
را کې دا يو خراب عادت پاتې دی

ستا د جبين په سر خو ډېر واوښتل
خو خلک وايي لا قيامت پاتې دی



درود

درود چې مې د عشق د پيغمبر په شونډو پريوته
څاڅکی می جانانه د کو ثر په شونډو پرېوته

ټول غزل غزل شوم ترنم شومه سندره شوم
ښايي چې مې ګرد د خړ خيبر په شونډو پرېوته

زوږ د بل تنکي د جنازې مې ژبه ګونګه کړه
کله مې چې نوم د خوږ اختر په شونډو پرېووته

غږ وکړه څاروانه ! قافلې ته چې په ورو درومې
ګورې نه چې تږی مساپر په شونډو پرېوته

نوم دې و، خو مست و څه سرور خو په کې نغښتۍ و
جام غوندې مې ګرانه سر په سر په شونډو پرېوته


وينې وې پاړ پاړ وې خو رنګو په کې ټالۍ خوړې
اور شو شو چې مې دا تږی نظر په شونډو پرېوته

اه! د چا سوالګرې بي اسرې وړې ماشومې وو
درد شو څړيکه څړيکه د (( پرهر ) په شوڼيو پرېوته

ورکه شوه ښکلا د طبيعت په رنګينيو کې
پړک چې د خندا د خوږ دلبر په شونډو پرېوته

١٣٧٧٧، مرغومی ، ١٤ جلال اباد


ترنم

ستا د ښکلا لمبې لمبې ځوانۍ که زور اخيستۍ
ماهم پر ځان باندې د ټول کلي پېغور اخيستۍ

ها چی زموږ د کلي ترخې ترې هم مخ پټوي
هغه زموږ د کلي منځ کې ځان ته کور اخيستی

د يکه زار په مستو مستو ترانو مينه
سندرې وسوي د شپانه ترنم اور اخيستی

چې يې ډالۍ ډالۍ مرګي زموږ کابل ليږل
د مرګي وېرې اوس تهران سره لاهور اخيستی

چې ستا په سترګو د وينو پردې خوځي اوړي
سترګو مې ستا له سترګو ګرانې سور انځور اخيستی

١٤، لړم ، ١٣ ٧٦ جلال اباد


مرواريد

هديرې ته جنازه د کوم شهيد وړي
خدايه بيابه څوک د عشق د پير مريد وړي

د کابل د اضعر اه ! عرش ته روان دی
لپې لپې شکايت به له يزيد وړي

د جنت حورې اميل ورته ولاړې
ورته سره شالونه ځان سره ناهيد وړي

سوداګر دي د بارودو په بدل کې
د زړګي له بدخشان مې مرواريد وړي

مرګی

ښکليه ! لږ و خانده سپرلی راوله
لږ په نڅا مې دا زړګی راوله

د خيال بلبله په هوا شه پسې
ياد د خواږه جانان موسکی راوله

کلاله رنګ مې د زړه وينې ورکړه
د يار منګی مې ګلالی راوله

زما د ستړي ستړي ژوند کتاب کې
يو باب (( د خپل ځان خونړی )) راوله

خاونده يايې زموږ له کلي ورک کړه
يا دې پرديو ته مرګی راوله

٣٠ تله ١٣٧٦ جلال اباد


د سندرو ژبه

لکه چې يوه وي د اوږدو اوږدو لښکرو ژبه
خدايه يوه مې کړې د لارې د مــــــلګرو ژبه

ورته به يې څه د ځواني مرګې ځوانۍ ساندې ويلي
ښه ده چې چا ته ياده نه ده د نښترو ژبه

د شين توتي د ستونې ټپ د توپ بدغږ وواهه
ځکه يې نه ګرځي اوس هسې په خبرو ژبه

که مې دې درد ته د غزلو پټۍ جوړې نه کړې
رب مې دې وچه کړي په خوله کې د خبرو ژبه

کلونه وشول چې زموږ پر بام غومبر نه وهي
خاونده ګونګه شوه زمونږه د کوترو ژبه

پردی وطن پردی خبرې خدايه چيرې ولاړشي
چاته به ياده وي د ستړو مســــــــــــــــاپرو ژبه


پلی

راشي په کابل زړه کې مې پلی شي
خاندي د بارودو دود کې ښکلی شي

ميشت مې ځاې پرځاې د زړه دره کې شي
عشق له خپل واړه کورګي نه کلی شي

زه چې ورته پرخه پرخه وژاړم
دا دکمر ګل شي جل وهلی شي

نور غوندې مې سترګې پرې روښانه وي
کله مې له زړه نه اوس وتلی شي

هله به په سر هسکه شمله وړمه
داچې ټولو ښکلو کې ښاغلی شي


ما هم د وير غېږې ته راپورته کړي
اوښکه شي ارمان شي غمځپلی شي


زيړ مازيګر

اوس هم شمله د هندوکش هماسې دنګه ښکاري
خو پښتنه کيږدۍ يې غېږ کې ړنګه بنګه ښکاري

د چا غرور چې تاويزو او کوډو نه ماتوه
هغه د شل منګيو ميره اوس ملنګه ښکاري

موږ يې په سترګو کې نړی نړی ښايست لټوو
ښکلو ته هسې زموږ د زړونو دونيا تنګه ښکاري

د قاف ديوانو يې پر مخ وحشي نوکارې کښلي
د حرمونو ښاپيرۍ مو خود بدرنګه ښکاري


چې مې رنځورې هيلې وژني د طبيب په ګوتو
زما ددې عصر دښمن خو ډېر بې ننګه ښکاري

خړه شمله د سور سالو تر چنګه وبرېښيده
وايه اجمله ! چې اوس زيړ مازيګر څنګه ښکاري


بغدادۍ کوتره
خدای بښلي اسحاق ننګيال ته:

د مينې تور له رنګه تور کړم اوس مې تور خوښيږي
ستا له نړی نړی ښايست نه مې تور خال واخيسته


زموږ د يثرب خورما به نور د چا په غږ و ناڅي
وخت خو زموږ د ړنګ مسجد ځينې بلال واخيسته

د مرګ قاصد تير شو په ګواښ زموږ له ړنګ ګودره
د شعر د پېغلې له وربل يې د ننګ شال واخيسته

خلکو ويل د اموخته کوترو ښکار ګنا ده
خو چا زموږ د بغدادي کوتر وبال واخيسته


د خندا پېغله مې په شونډو هسې نه ژړيږي
وچو پاړو يې د ټوپک په زور دسمال واخيسته

نور به د خيال ريګزارو دښتو کې پرې څنګه زغلي
د مرګ ډبرې يې د سپين اس د پښو نال واخيسته


شپول

څوک مې په غېږه کې راټول ونېوه
که مې له لمره چاپير شپول ونېوه

خدايه له سترګو يې سرور ورېده
ورته مې خود د زړه کنډول ونېوه

دا خو د نور له غېږ خالي لاس راغلم
چې تور ماښام ته مې کچکول ونيوه

ستا د خندا څومره ياغي لښکر وو
د زړه وطن يې رانه ټول ونېوه

خدايه ! باران کړه کنه ورژېده
تندې د غره داړخ غاټول ونېوه

څه شول ، زموږ د اتڼ ژڼي څه شول
چا غنيمت کې رانه ډول ونېوه

٨ ، زمری ، ١٣٧٧ خوګياڼي کنډۍ


لــــــــــــو

لو کې د لوګرو په ملا ماته شوه
لخته وه ملګرو په ملا ماته شوه

ړنګه شوه ها دنګه ځواني ړنګه شوه
چوپ شوه له سندرو په ملا ماته شوه

ښايي شپون په زير کې نغمه ونېوه
څانګه د ګورګورو په ملا ماته شوه

خدايه چې ترې شين ګړی ټوټې نه شي
لويږي په ډبرو په ملا ماته شوه

زوره ستا د تبر فولادي څوکه
زمونږه د نښترو په ملا ماته شوه

ستا د تومت توره که تيره وه خو
زموږ د عشق د زغرو په ملا ماته شوه