د ليكوال سريزه  د ژباړن يادښت  لـومـړى څـپـركـى دويــم څــپـركــى  درېــيــم څــپـركـى  پايله ( نتيجه)

د لوى څښتن څخه د ښه راتلونكي په هيله

زموږ د مورنۍ ژبي پښتو لپاره د غوره كتابونو ژباړل يو اشد ضرورت دى، خصوصاً هغه كتابونه چي زموږ علمي اوورځنۍ اړتياوي پوره كوي او زموږ د ټولني ځوانان او راتلونكي نسلونه ګټه ځني واخلي، چي يو هم همدا اثر د كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني دى، چي په دري ژبه يـې ليكلى او د افغانستان د علومو اكاډمۍ له خوا څو كاله پخوا خپور سوى و او زموږ د ګران وطن د تېر پېر د يرغلګرو د يو ظالـم او مستبد شخص افشار نادر د ظلمونو څېره پكښي ښودل سوې ده. خو د افغان ملت د شهامت په وړاندي يـې د خپلو شومو اعمالو په مقابل كي ماتي خوړلي دي او ددې خاوري او وطن له هر كونج او كنار څخه د ټولو پرګنو له خوا د بدو عواقبو سره مخامخ سوى دى او دې ته يـې نه دى پرې ايښى چي د خپلي جابرانه او تېري كوونكي واكمنۍ ريښې زموږ په ځمكه كي د ډېر وخت لپاره وغزوي.
كه څه هم ده د خپلي تشدد خوښوونكي واكمنۍ لپاره زموږ د اتلانو سترګي د ولس په وړاندي راايستلي دي، خو په ولس كي يـې ددې اقدام په وړاندي د اتحاد او يووالي روحيه راژوندۍ كړې ده او ددې وطن ساتونكو مبارزه ورسره كړې ده.
نوري خبري به د كتاب په متن كي ولولئ، چي ګران صالح محمدصالح چي تر حد زيات يـې هڅه كړې ده چي د كره پښتو نوي او زاړه الفاظ پيدا كي او د كتاب د متن په جملو كي يـې واوډي، په خوږه او روانه پښتو په داسي حال كي ژباړلى دى، چي افغان ملت يو وار بيا د يو نامعلوم ازميښت سره مخامخ دى او دا ورته لا زمه ده چي يو وار بيا د تېـر پېر په شان خپله د يووالي جنډه اوچته كړي او د نړۍ خلګو ته دا په اثبات ورسوي، چي موږ يو ملت يو او موږ هغه پردي كرغېړن لاسونه نه پرېږدو، چي زموږ د نفاق سبب كيږي.
صحاف نشراتي موْسسه يو ځل بيا وياړي چي ( د افشاري استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه) د ګران صالح ژباړه د لومړي ځل لپاره خپروي او د ژباړونكي د ښې راتلونكي او قلم بركت له پاك څښتنه غواړي.

پــــر ځگــــــوانـــۍ دې بـــركت سي!

Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright 2002-2003  webmaster@tolafghan.com