د لوى خداى (ج) په نوم
پيل

تعريف :
ادبى فنون هغه علمونه دي چي د هغو په مرسته دليكونكو ليكني او د وينا كوونكو ويناوي او د شاعرانو شعرونه ښكلي، لطيف او سميږي.

غرض :
مهم غرض له دې فنونو څخه د ليك، وينا او شعر موْثر كېدل دي، چي كه كم ليك يا وينا يا شعر په دې ادبى مزاياووښكلى شوي وي، د اروېدونكو او لوستونكو په مغزو كښي ښه اغېزه كوي، او لطافت ئې ډيريږي او يا اقلاً تنفر نه ځيني كوي او ددوي په كومك ليكونكى يا وينا كوونكى يا شاعر خپل مقصد لاس ته راوستلاى شي.

موضوع :
د ادبى فنونو موضوع نثر، شعر او وينا ده، يعني د نثر او وينا او شعر سره او نا سره څرګندول او ناسم سمول او بې خونده خوند ور كول دي، ځكه چي ټولي هغه معناوي چي زړه وړونكي او معقولي دي د الفاضو په ذريعه فهمول كيږي او د الفاظو د سمولو او پېژندلو او دهغو د تركيب دپاره څو فنه ټاكلي شويدي، چي د هغو په واسطه الفاظ هم سميږي او هم پېژندل كيږي. او بل دا چي په هره ژبه كښي دا خبره ضرورى ده چي سمه به ليكله كېږي او هر ژبور مجبور دى چي سمه به ئې لولي، نو ويل ځانته فن او قانون لري او ليكل ځانته، چي همدې فنونو ته ادبى فنون وايي، او هيڅ يوه ژوندۍ او سمه ژبه په مستقيم يا غير مستقيم ډول ددې فنونو له مراعات څخه خلاصېدلاى نه شي، بلكى په طبعي ډول كه كمه ژبه خوږه او كلام ئې خوږ وي ( كه ئې ليكونكى يا ويونكى قصد وكړي كه ئې ونه كړي) ددې فنونو اغېزه پكښي ځليږي ( لكه د عربو د جهالت د وقت اشعار ) نو له دې څخه څرګنديږي چي دا فنون عموماً د پخوانيو له پخو ويناو او خوږو اشعارو څخه رائيستل شويدي.

د ادبى فنونو وېش

د ادبى فنونو په وېش كي راز راز مختلفي نظريې موجود دي او ډول ډول وېشونه پكښي شوى دي، او پخوانيو شرقي پوهانو پر څو علومو سره وېشلي دي. احتمال لري چي په اروپا كي په بل ترتيب وي، مګر دلته د شرقي پوهانو نظريې راوړو :

پخوانۍ شرقي نظريه :
پر پخوانۍ شرقي اصطلاح چي اوس هم په شرق كښي تقريباً تعقيبيږي ادب هغه پوهنه ده چي منثور يا منظوم كلام په پېژندل كيږي يعني دكلام ښه والى، بدوالى، ټيټوالى، لوړوالى، سم او ناسم ځيني څرګند شي، چي په دې صورت نو د بلاغت اسباب او دبليغ كلام و اصولو ته هم ادب ويلاى شو (1) او ځكه نو د اولنو په نظر د ادب علم په ډېرو عربي علومو پوري اړه لري، چي دا علوم نو "ادبى فنون" يا "ادبى علوم" بللاى شو، مګر ددې علومو په شمېر او ټاكلو كي هم د پخوانيو پوهانو نظريې سره مختلفي دي، مثلاً : د ادبى علومو په ټاكلو كي څوك د قرائت علم هم په ادبى علومو كي داخلوي او څوك ئې نه، يا دا چي ځيني علماء د بديع علم مستقل نه ګڼي او د معاني او بيان تابع ئې شمېري، همدارنګه د ادبى فنونو په شمېر كښي هم اختلاف دى، ابن انبازى (2) دا فنون اته بولي او زمخشرى (3) ئې خپل د قسطاس په كتاب كښي دوولس راوړي، او قاضي ذكريا (4) بيا د بيضاوي په حاشيه كښي څورلس ذكر كړيدي، چي علم قرائت ئې هم په ادبى فنونو كي داخل ګڼلى، محمد د محمود امين زوى (5) پخپل كتاب نفايس الفنون كي ادبى علوم پر پنځلسو فنونو مشتمل بللي دي (6) جرجي زيدان بيا ليكي : چي صرف، نحو، لغت، عروض، قوافى، صنعت، شعر، تاريخ او انساب ادبي علوم دي او اديب هغه څوك ګڼي چي په دې ټولو علومو پوه او خبر وي او يا په يوه ددې علومو كي پوره عالم وي، او په نورو خبروي، دا عالم او اديب ئې هم دا فرق ټاكلى دى چي اديب له هر څه څخه هغه ښكلې برخه انتخابوي او عالم يوازي يو مقصد تعقيبوي او مهارت پكښي مومي (7) بل بيا وايي د ادب علمونه ديارلس دي چي ددې ديارلسو څخه اته اصول او پنځه فروع ګڼي.

اصول ئې :
لغت، نحو، صرف، اشتقاق، معانى، بيان، عروض او قافيه.
فروع ئې :
رسم الخط، قرض الشعر، انشاء محاضرات او تاريخ دى، د بديع فن د معاني او بيان تابع ګڼي (8) سيد شريف (9) بيا ادبي علوم دوولس ياد كړيدي او داسي ئې راوړي :
د ادب علم وار دواره پر دوو برخو وېشل كېږي :
1. اصول
2. فروع

اصول :
د ادب د علم اصول اته دي، ځكه چي ادبي علوم په الفاظو اړه لري چي په دې صورت كښي به يا دالفاظو د مفرداتو او موادو او هئيات څخه خبري كيږي چي دا "دلغت د علم" كار دى. او يا به يوازي د الفاظو د صورتو او هئيات څخه بحث دى، چي په "علم صرف" اړه لري. او يا به د كلمو د نسبت له حيثه وي چي په اصلوالي او فرعوالى كي د يوې كلمې نسبت بلي ته وشي، البته دا د "اشتقاق علم" دى او يا دا چي بحث له مگركباتو څخه وي او دا هم پر څو ډوله دى، ځكه چي كه په اصل تركيبيه هئيات او د اصلي معناو په اداء كولو كي بحث وي "د نحو علم" دى او كه د معنا دافادې دكيفيت په شاوخوا كښي وي چي كمه معنا ترهغې معنا واضحه او كمه تر هغي بلي معنا پټه ده، دا "دبيان په علم" اړه لري او "د بديع علم" د معاني او بيان له ملحقاتو څخه دى او په هغو كي داخل دى، او كه بحث له هغو مركباتو څخه وي چي هغه وزن ولري دا بيا دوه قسمه دى، ځكه چي كه يوازي په وزن كښي خبري وي "دعروض علم" باله كيږي او كه دبيتو په اواخرو كي خبري وي "دقافيې علم" دئ.
فروع :
مگګر فروع څلور دي : دا له دې جهته چي كه د ليكني او كتابت پر نقشونو بحث وي " د خط علم" دى او كه دا بحث په منظوم كلام پوري خاص وي، "قرض الشعر" دى او كه يوازي په نثر پوري اختصاص ولري " د انشاء علم" باله كيږي او كه په يوه پوري اختصاص ونه لري "علم محاضرات" دى چي "تاريخ" او "انساب" هم په دې برخه كي شامل دي. (10)
د سيد شريف وېش اكثرو پوهانو منلۍ او هم دا علوم ئې ادبى فنون بللي دي ځكه نو موږ ځان مجبور ګڼو چي ددې علومو لنډ _ لنډ تعريف راوړو او هم دا تعريفونه به په راتلونكو بحثونو كي څه نه څه مرسته راسره وكړي :

(1) - د صرفو علم :
يو علم دى چي دكلمو د ابنيه له حالاتو څخه ږغيږي، او د ابنيه له حالاتو څخه هغه عوارض مراد دي چي د كلماتو پر جوهر وارديږي، لكه : حركات، سكنات، ډېرول، لږول، اړول، ادغام، اليشېدل (ابدال) او نور داسي ...

(2) د لغتو علم :
دا علم د مفرداتو هغه مدلولات بيانوي چي ددوى دپاره وضع شوي وي او همدارنګه د مركباتو پر وضع او د هغو دلالت پر جزئيه معانيو ښيي.


(3) - د اشتقاق علم :
دا هغه علم دى چي د يوې كلمې څخه د بلي كلمې را ايستل راښيي او دا را ايستل به د يو جوهري تناسب په واسطه وي چي دا تناسب به ددوي په منځ كښي موجود وي، چي يوه كلمه له بلي راوباسي او يوې ته اصل او بلي ته فرع ووايي، او اصل مشتق منه او فرع مشتق بولي، چي ګويا دا علم فيلالوجي كيفيت لري.

(4) _ د خط يا ليكلو علم :
دا هغه علم دى چي د الفاظو د تصوير او ليك د نقوشو كيفيت راښيي.

(5) _ د نحو علم :
ددې علم په مرسته د كلمې او كلام او احوال د اعراب او بناء له حيثه څرګنديږي.

(6) _ د معاني علم :
هغه علم دى چي د لفظ حالات بيانوي، مګر دا بيان له داسي حيثه چي دكلام مطابقت د مقام له اقتضاء سره څرګندوي، لكه د مجاز عقلي بحث چي ( د يوه شى اسناد هغه شى ته وشي چي دده دپاره نه وي.

(7) _ د بيان علم :
ددې علم په مرسته سړى كولاى شي چي يو مطلب په پټه او ښكاره په څو مختلفو لارو اداء كړي چي دا علم زما په عقيده تر بديع يعني د الفاظو تر ښكليتوب ډېر اهميت لري او ضرورى دى.
(8) _ د بديع علم :
چي ددې علم په مرسته د بليغ كلام وجوه او علامې او نښي پېژندل كيږي.

(9) _ د عروض علم :
دا علم د شعر اوزان او بحرونه بيانوى.

(10) _ د قافيې علم :
دا علم د بيتو د پاى حال څرګندول او پېژندل دي.

(11) _ قرض الشعر يا نقد الشعر :
دا هغه علم دى چي د شعري كلماتو حال څرګندوي، مګر نه د وزن او بحر له حيثه بلكي د ښه والي، او بدوالي، خوند، او بې خوندۍ له حيثه يعني شعر ته د تنقيد په سترګه كتل دي، چي دا علم پوهانو د عروض تر علم هم ضرورى ګڼلى دى، ځكه چي كه دا علم منځ ته راشي نو حقيقي اديب او شاعر به له درواغجن او مقلد اوغله اديب او شاعر څخه جلا شي.

(12) _ د انشاء علم :
انشاء په لغت كي شروع او ايجاد او وضع ته وايي، مګر په اصطلاح كي هغه علم دى چي دده په واسطه دمعانيو څخه د استنباط كيفيت پېژندل كېږي مګر دا په داسي الفاظو تعبير شوي وي چي د مقام سره وړ وي.

(13) _ د محاضرات علم :
محاضره په لغت كي تقريباً د محاورې او حاضر جوابۍ په معنا راځي په اصطلاح كي هره وينا پر خپل ځاى ويل او ښه سمه محاوره كول او پر ځاى حاضر جوابه او فى البديهه د محاضرې علم دى (11).
چي دا فن هم په ادبي فنونو كي خورا ډېر اهميت لري او هر څوك چي ددې ملكې څښتن وي د هر چا خوښ او په هر ځاى كي لوړ مقام لري، دا فن تر هر فن د شاعر شعر او وينا كوونكى وينا ورخوندوره او خوږه كوي او اغېزه ئې ډېره وي.

تبصره :
چا اوچابيا علاوه پر دې علومو څو نور علمونه هم مستقلاً ادبي علوم شمېرلي دي چي مشهور ئې دادي :

 _ تاريخ او قصص :
چي د تېرو ورځو او پخوانيو وګړو حال څرګندوي، او د مهمو اشخاصو زېږېدنه او وفات راوړي، او د ملتونو او اولسو رسمونه او دودونه معلوموي.
 _ د انساب علم :
ددې علم په مرسته د اولسو او قبيلو روابط او خپلوى پېژنو او د هر نژاد او ټبر اصل او فرع سره جلا كوى.

 _ د مسالك او ممالك علم :
د ښارو اولارو د نومو پېژندنه او د حالاتو څرګندونه پورتنى علم بولي.
 _ د احاجي او اغلوطات علم :
احاجي د احجيه جمع ده، احجيه په لغت كي مشكله او مغلقه كلمه بولي، اغلوطه په لغت كي د هغه مشكل كلام يا هغي مشكلي مسئلې معنا وركوي چي سړى په اشتباه كي اچوي (12)
په دې علم كي د هغو الفاظو او تركيباتو څخه بحث كيږي چي ظاهراً د قياسي قواعدو سره مخالف وي.

 _ د امثالو علم :
د متلو پيژندل او دهر متل ريښه پيدا كول، او د استعمال ځاى ئې موندل په پورتني علم پوري اړه لري.

 _ دواوين :
د مدونه اشعارو او مصنوعه تراكيبو پېژندل د دواوين علم بولي، د نفايس الفنون ليكونكى (13) دا علم د څورلسو ادبي علومو څخه بللى دى.تر دې ځايه پوري د اولنو پوهانو د نظريو اختلاف و، او هم په دې ترتيب نوري نظريې هم سته چي د پوهانو هر ټولۍ له ځانه ادبى علوم ټاكلي دي او هر چا پخپله خوښه څه چي ئې لازم ګڼلي وېشونه په ګډ كړي دي. مګر زما په عقيده د ادبى فنونو اوعلومو د ټاكلو دپاره به همدغه جملې كافي وي چي ووايو :" ټول هغه فنون او علوم چي د وينا، ليك او لوست، نظم او شعر په ښكلولو او لطيف كولو او سمولو كي برخه اخلي او د هغو تاثير او اغېزه ور ډېروي هغه ادبي علوم باله كيږي".

لمن ليكونه
1. تاريخ ادبيات ايران – همايي – 4 مخ
2. عبدالرحمن معروف په ابن انبازى دعربيت او ادبيت له پوهانو څخه دى (775) _ (513)
3. په ( 538 _ 467) هجري
4. قاضى حميد الدين ذكريا بن محمود د اتمي هجري پېړۍ له محدثينو او د عربي ادب له پوهانو څخه دى.
5. د ابو اسحق د محمود شاه د زوى معاصر.
6. هغه دا علوم دي : خط، لغت، تصريف، اشتقاق، نحو، معاني، بيان، بديع، عروض، قوافي، تقريض، امثال، دواوين، انشاء، استيفا. ( تاريخ ادبيات همايي ، 10 مخ)
7. تاريخ ادب اللغه العربيه ، جرجي زيدان ، 2 ج ، 95 مخ.
8. دائرآ المعارف بستاني ، 2ج، 655 مخ.
9. على د محمد جرجاني زوى چي په ميرسيد شريف معروف او د خورا مشهورو پوهانو څخه دى، په ( 835 هجري) وفات شويدى (تاريخ ادبيات همايي ، 10 مخ).
10. كشف الظنون طبع استنبول، لومړى جلد 44 مخ، تاريخ ادبيات همايي 1 ج ، 11 مخ.
11. تاريخ ادبيات همايي لومړى جلد ، 11، 23 مخ.
12. اقرب الموارد د همايي په حواله.
تاريخ ادبيات ايران ، همايي ، ج1.