د ټول افغان پښتو بریښنا پاڼې پنځمه ویاړمنه کالیزه مو مبارک شه
٣٠ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-21 00:00:00 م
ګران او هڅاند ورور کامه واله صاحب، د ټول افغان ټولو درنو کارکونکو او مینه والو ته لو مړی د زړه له کومي سلامونه او بیا د د دې ویاړمنې بریښناپاڼې د پنځمې بریالۍ کلیزې مبارکي وړاندې کوم.
دا به له انصاف څخه لرې نه وي چې د ټول افغان بریښنا پاڼې ته د انټرنیټ په نړۍ یا نړیوال کلي کې د پښتو د لومړۍ بریښنا پاڼې لقب ورکړو چې د خپل عمر په تیرو پنځو کلونو کې یې په دې ډګر کې د پښتو، پښتنو او افغانانو خدمت ته په پراخه پیمانه ملا تړلې او په دوامداره توګه یې د افغان ولس خدمت کړی دی. همدارنګه د ژورنالیزم او لیکوالۍ نوې نوې نمونې یې د مینې، اخلاص او ښایست په پلوشو کې د علم او کلتور تږو مینه والو افغانانو ته په ډیره سخاوتمندانه توګه ښودلې دي.
ما غوښتل چې د هماغه لومړي اعلان سره سم چې د ټول افغان تکړه لیکوال او خبریال ښاغلي مجیب الرحمن انګار صاحب د افغان ادبي بهیر له لارې کړی وو خپل نظر در ولیږم او دا مې د ټول افغان د مینه ناکې بريښنا پاڼې له خوا په ځان باندې پور ګڼلی وو چې زه به په دې مناسبت ورته د مبارکۍ پیغام لیږم. خو خیر کله کله د ژوند مصروفیتونه سړي ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل ټول کارونه په یو وخت سر ته ورسوي اوس هم دومره ناوخته نه ده لازمه بولم چې په دې اړه خپل پور ادا کړم.
ټول افغان بريښنا پاڼې په خپل ویاړلي عمر کې د پښتو ادب، تاریخ او هر اړخیزو ډګرونو کې د حد څخه زیات خدمت کړی دی چې د افغانستان په تاریخ کې به په زرینو کرښو لیک وي.
همدارنګه ټول افغان بریښنا پاڼه د خپل پنځه کلن عمر په ترځ کې په دې توانیدلې ده چې د پښتو ادب او لیکنې په ډګر کې د ګلونو بې شمیره نوې غوزې را وسپړي او له ډیرو لیکوالو سره د نوې تکنولوجۍ د زده کړې شوق پیدا کړي.
زه په خپله د ټول افغان د بریښنا پاڼې د یوه بې ساري علاقه مند، نیمګړي لیکوال، ټمبل کارکوونکي او زده کوونکي په حیث له دې ښکلې بریښنا پاڼې څخه د زړه له حده خوښ یم او خپل ځان د ښاغلي کامه وال صاحب او د پاڼې د نورو ټولو چلوونکو د احساناتو پوروړی بولم. همدارنګه په دې اعتراف کوم چې د ټول افغان بريښنا پاڼې له لارې مو ډیر څه زده کړي او د انټرنیټ د پراخې نړۍ له لارې یې له خوږې پښتو ژبې او کلتور سره زما مینه څو برابره کړې ده.
ټول افغان نه یوازې د پښتو ژبې چوپړ ته په خلاص مټ بدې وهلې بلکي د علم، تخنیک، تکتولوجۍ او د ژوند د هر اړخیزو چارو په باب یې د لوستونکو مینه ماته کړې او د ګټورو لیکنو یوې لړۍ ته یې دوام ورکړی او د بریالیتوب کاروان یې اوس هم پر مخ روان دی.
په آخر کې زه ښاغلي کامه وال صیب او د دې ښکلې او وزینې بریښنا پاڼې چلوونکو ته د لوی خدای ج له دربار څخه په خپل کار کې لا نور زیات توفیق غواړم او هیله کوم چې خپلو هڅو ته په دې لړ کې لا ګړندیتوب ورکړي.
د دې خبرې یادونه هم باید وکړم چې شاید زه د دې پاڼې د لا ښه والي لپاره خپل نیمګړي وړاندیزنه په یوه بل فرصت کې ستاسو خدمت ته په ځانګړې ډول درولیږم.
یو ځل بیا هم د دې سترې بریا مبارکي درته وایم او ویاړ لرم چې د انټرنیټ په نړۍ کې زما لومړۍ لیکنه د ټول افغان له لارې د مینه والو مخې ته ایښودل شوې ده.
په لوی خدای ج مو سپارم









