ټول افغان دټول افغان ملت ګډافتخار

صميم کټوازی ٢٥ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-16 00:00:00 م

دخوښۍ ځای دی چې د ټول افغان  ملي ،فرهنګي  ويب سايټ دملي ارمانونوپۀ خدمت کې پنځه کلن شو،ټول افغان دخپل فرهنګي عمر پۀ تېر پنځه کلن پېرکې وکولای شول چې له امو تر اباسينه ،له کندهاره تر اټکه ميشت  ستر افغان ملت پريوملي ټغرسره راټول کړي ،ديو او بل له افکارو ،هيلو او هدفونوڅخه يي خبر او ديو ګډملي هدف لپاره يي  پۀ ټولو جهتونو کې متحرک کړي ،ټول افغان د افغان ملت د يو پياوړي مطبوعاتي او فرهنګي سنګر پۀ توګه د پرديو دکلتوري يرغل پروړاندې درېدلی او له افغاني پولويي دفاع کړې!
پۀ دې  ټول وياړکې ټول افغان ملت شريک او ګډافتخار يې بلل کېږي چې پۀ سختو تاريخي شېبوکې دانټرنېټ پۀ پراخه نړۍ کې خپل فرهنګي سنګرنيولی !
 دستراوتاريخي افغان ملت دعلمي بيدارۍ اوفکري ويښتيادملي هدف لپاره د ټول افغان دتلپاتي ژونداوخدمت پۀ دعا