'ګېډۍ ګېډۍ مبارکي

فاروق فردا ٢٣ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-14 00:00:00 م

ډېر خوشحاله يم چې د پښتو د ادبياتو يو واقعي خدمتګار زړه غښتی  (ټول افغان)په ټوله ايماندارۍ او نورو ژبو او قومونو ته په پوره درناوی د خپل د تنکي ژوند د پېلامې پر پنځم  پوړ ،ګلګامونه پورته کوي او  په خپل نوي سينګار سره ، د چا پوښتنې ته مخکې له مخکې ځواب ورکوي چې  ټول افغان  به تل ټول افغان وي  او دا نوم به همداسې يوې خپرونې له پاره  دسرلوړۍ  نښه او د همت او پرمختيا شمله وي. همدا ټول افغان به وي، لکه څنګه چې ښکاري، د ميرويس د افغاني  يووالي ارزوګانې،د خوشحال د ادبي لار نوي ګلپاڼې او د احمدشاه د افغاني همت نښې نښانې ژوندۍ ساتي او په يوه پوره افغاني  کچه کې  د جنګ جګړو د پای ته رسولو له پاره دسولې پرښتې ته  د ملي ستاړې  يو ښکلی پاريال هم وي.

د ټولو ټول افغانوالو د همېشني برياو په هيله..سلګونې  نورې پينځه کلنۍ مو په برخه..