سميع يوسفزى نه دى نيول شوى

مرجان ١ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-21 06:50:00 م

افغان خبريال سميع يوسفزى وايي دده د نيول کيدو خبرونه سم نه دي .نوموړي وويل نه پوهيږم خلک ولې په خپل سر بې اساسه خبرونه خپروي،او له خپراوي مخکې دې لږ تر لږه ده ته يو زنګ خو ووهي .

د نوموړي په اړونددافغانستان يو خپلواک اژانس نن يو راپور خپور کړى چې د حيات اباد پوليسو نيولى دى ،نوموړي په ټيليفون ټول افغان ته وويل ( که زه نيول شوى واى نو تاسي سره به مې څنګه په ټيليفون خبرې کولې )

د حيات اباد دپوليسو ماموريت هم دسميع يوسفزي دنيول کيدو خبر تاييد نه کړ ، ددغه ماموريت يو مامور زرشاد خان وويل دوى د افغان خبريال د نيول کيدو نه خبر نه دى .

د سميع يوسفزي د نيول کيدو خبر په افغانستان او پاکستان کې د خبريالانو اندېښنې راپارولې وې ،او ځينو خو يې سم له واره د پاکستان د حکومت نه د هغه د خوشي کيدو غوښتنه هم کوله .

افغان خبريال سميع يوسفزى وايي (( اوس زما صحي وضع ښه ده ، د روغتون نه خارج شوى يم او ښايي زر به په پاکستان کې خپل کارته ادامه ورکړم ))

د يادونې وړ ده چې سميع يوسفزى د پاکستان نه معتبرې امريکايي مجلې ( نيوز ويک ) دپاره کار کوي او د سيمي په کچ د نامتو خبريالانو څخه ګڼل کيږي .