جمهورېت په افغانستان کښې (لومړې برخه)

عبدالحلېم حلېم توخې (قلات) ٣٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-20 16:21:00 م

په انسانې ټولنه کښې دا رواج او دستور دې چې د فن متخصص دخپل فنې تخصص د بې کچه افادت له امله د ډېر درانه مقام او مراعاتو حقدار ګڼل کېږې د هغه مقام چې ټولنې ورته وضعه کړې وې . مثلا انسانې ژوند تر هر څه اهم دې د ډاکټر چې کم مقام او عزت دې هغه دده د منصب د افادت له امله دې چې د انسانې ژوند محافظ دې ولې هغه سړې ددې مقام حقداره دې چې طب ېې لوستې وې . همداسې انجېنر ،سېاستدان ، فنکار ،ډراېور ، معلېم او ملا .
پدې ټولو شعبو کښې ېواځې سېاست داسې شعبه ده چې زموږ په ټولنو کښې په سلو کښې ۹۹ داسې خلک لدې شعبې سره وابسته دې چې دسېاست له ابجدو نه بېخره دې هېڅ سېاستدان کله هم د سېاسېاتو له فاقلتې نه سند ندې ترلاسه کړې .
دوهم دسېاست او سېاسې نظام د غېر واضح تعرېف او تشخېص مسله ده ترننه د کوم سېاسې نظام او سېاسې اصول داسې جامع نظام انسان ندې اېجاد کړې چې هغه دې دخپل تعرېف پر معنې په درست ډول دلالت وکړې .
مثلا جمهورېت دې لومړې ددې نظام پر تعرېف د افلاطون له دوره اختلاف راروان دې او بېا ددې نظام پر اجزا ترکېبې باندې د اختلافاتو شتون د هغو خلکو لپاره لوې دلېل پلاس راوړې دې چې پدې عقېده دې چې پدې ډګر کښې دانسان پاتې راتلل ېو معجزه ده چې الهې قوانېن دژوند په هر ډګر کښې عملې کړې .
رېاست څلور عنصورونه لرې چې اقتدار اعلې ، ځمکه ، وګړې او حکومت دې .
د اقتدار اعلې په هکله اختلاف دې اکثره د رېاست وګړې د اقتدار اعلې څېښتنان بولې چې هغه د راېو په اکثرېت دا اقتدار مقتدر اعلې ته انتقالوې ولې په عملې لهاذ هېڅ ېو کس باالفعل د هغه اقتدار څېښتن نوې چې دې ېې حکمران ته د انتقال دعوا کوې .
ولې په هرحال د جهورې حکومت (ډېموکراسې) داسې کېږې چې دخلکو حکومت دخلکو له لورې دخلکو لپاره .
زما په فکر ددې ټولو عناصر نه لاس ته راتلونکې قوت نافظه ته اقتدار اعلې وېل کېداې شې .

دجمهورې نظام په هکله دمسلمانو مفکرېنو دوې ډلې دې ددې نظام مخالفېن او موافقېن ددواړو د اراوو او دلاېلو نه ځان خبرول دوخت ضرورت ځکه دې چې په هېواد کښې د راتلونکو ټول ټاکنو نه په صحېح ډول ادراک ترلاسه کړو .
ددې نظام د مخالفېنو لومړنې اعترض پدې نظام کښې داقتدار اعلې پر تصور ده دوې ېواځې زات بارې تعالې د اقتدار اعلې څېښتن مقتدر اعلې ګڼې او نور انسانان دخپلو بشرې نېمګړتېاوو او تخلېقې کمزورېو له امله ددې وړ نه بولې .

دجمهورې نظام دمخالفو علما کرامو دوهم اعتراض د غوراوې په ټولټاکنو کښې دراېې دحق پر استعمال ده . ددوې په فکر د عوام الناس اکثره جاهل ،فاسق ،او ناشکره دې او دراېې اهل ندې .

دا لیکنه دوام لري.