د افغانستان اوسنی حالت او د رسنيو رسالت

٣٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-20 16:12:00 م

افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ
د افغانستان اوسنی حالت او د رسنيو رسالت

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په نوښت ( د افغانستان اوسنی حالت او د رسنيو رسالت ) تر سرليک لاندي غونډه جوړيږي .

په دې غونډه کي به عمومي ډول د افغانستان په اوسنيو حالاتو کي د رسنيو پر څرنګوالي ويناوي واورول سي او په خاص ډول به د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون پر بېلابېلو اړخونو او ملي راډيو تلويزيون د عمومي ريس ، سناريست ، ډايرکټر او طنزليکونکي ښاغلي ډاکټر واحد نظري پر مسلکي او هنري فعاليتونو بحث او خبري وشي .

په دې غونډه کي د افغانستان د سېنما او تياتر د مشهورو او نومياليو څېرو تر څنګ يو شمېر ليکوال او پوهان هم برخه اخلي .

په دې پروګرام کي د مقالو ، ويناو ، د پردې پر مخ د ډاکټر واحد نظري د فلمونو د لنډو صحنو ښودلو او د موضوع په اړه د بحث ( پوښتنو ځوابونو ) تر څنګ مشاعره ، موسيقي او اتڼونه هم په پام کي نيول سوي دي .

افغاني کلتوري ټولنه د پورتنۍ موضوع مينه والو ته په دې غونډه کي د ګډون بلنه ورکوي .

وخت او نېټه :

د جمعې ورځ د نوامبر د مياشتي ۲۱ د ماځيګر له پينځو بجو د ماخستن تر ۱۱ بجو .

پته :

Van Rootselaarstraat 7

3864EW Nijkerkerveen

يادونه :

کلتوري ټولني ، په بهرنيو هيوادونو کي ليکوال او پوهان او د راډيو ټلويزيون پخواني کارکوونکي خپلي ليکني او پيغامونه پر دې پته راليږلای سي .

 afghaanscvn@gmail.com