په پکتيکا ولايت کې يو تن دخپلو چاودېدونکو توکو دچاودېدو له امله ووژل شو

خبري څانګه ٣٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-20 15:44:00 م

رپوټ: محمد رفيع_ ولس غږ راډيو خوست

ديادشوي ولايت دوالي وياند حميدالله ژواک رسنيو ته وويل ،نن ورځ ددې ولايت په برمل ولسوالۍ کې يوتن ،چې پرځان پورې يې ناچاودي توکي تړلي وو،دچاودېدو له امله يې په خپله ووژل شو.

ژواک زياته کړه :يادشوي کس غوښتل ،څو دبر مل وسلوالۍ په انګور اډه کې دملي اردو کاروان په نښه کړي ،خو هدف ته تررسېدو وړاندې ورپورې تړلي ناچاودي مواد وچاودېدل  او له ده پرته بل چاته کوم زيان ندى اوښتى .ده زياته کړه ،يوبل کس چې ده ته يې رهنمايي کوله نيول شوى او دامهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دى .

دياده دې نه وي وتلې چې تېره ورځ په همدې ولايت کې لس تنه ددولت له مخالفينو سره دتړاو په تور په هوايي بريد کې وژل شوي وو.