افغانستان ايران ته ماتې وركړه .
٣٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-20 11:16:00 م
افغان ځوانانو آسيا د کرکټ ددويمې درجې هېوادونو د ځوانانود ملي لوبډلو په سياليو كې ايران ته ماتې وركړه او په دې توګه د روانو سياليو نيمه پاى لوبې ته ووتل .
تر اولس كلونو كم عمره افغان ځوانانو د اځل د ايران ټول لوبغاړي په يو دېرشم اوور كې په پېنځه څلوېښت منډو وسوځول . چې افغان ځوانانو بې له دې چې كوم لوبغاړى يې وسوځي په لس اوورو كې شپږ څلوېښت منډې جوړې كړې او لوبه يې وګټله .
او په دې توګه سره افغان ځوانانو د روانو سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره هم وموندله .









