څوک د امن او سولې په راوستو کې خنډ جوړیږي؟
٢٩ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-19 09:40:00 م
څوک د امن او سولې په راوستو کې خنډ جوړیږي؟
نېټه:5/نومبر/2008
د تیرو دوو لسیزو ترخو تجربو دا وښوده چې د هر ډول ستونزو د حل لاره بالاخره سوله او خبرې اترې دي. آن د طالبانو د قدرت ته د راتگ نه وړاندې هم په کورنۍ جگړه کې ښکېلو ډلو داوپتیله چې روغې جوړې ته سره کښیني. ولې ډیره نا وخته وه او د هغوی د ناکامی بنیادي لامل د هغو خپل منځي بې باوري وه. د طالبانو د قدرت له پرزیدو نه وروسته د بن په معاهده کې په سوله او پخلاینې باندی ځانگړی تاکید وشو. او د ډدیرو لومړیتوبونو په سر کې په همدې خبره ټینگار کېده چې باید د ټولو ډدلو، قومونو او ولسونو په خوښه یو بنسټیز او نماینده دولت جوړ شي. ولی په تاسف سره باید ووایم چې ځینې خود خواه او بد نیتې ډلې او گروپونه چې پخوایې هم د پردو په لاسونو افغانستان ټوټې ټوټې کړ، د چور او چپاول ، غلا او لوټمارۍ فرهنگ یې زمونږ هیواد ته راوړ، نړیواله قواوې یې دوکه کړې او ددې پرځای چې په موجوده نظام کی ټولو قومونو او ولسونو ته استازی توب ورکړي او یا د روغې جوړې خواته پل اوچت کړي هغوی ته یی نادرست معلومات ورکړ او نړیوال یې په لوی لاس د جگړې و خواته سوق کړل. جگړه یې د حل لاره ونیوله او په دې ډول یې غوښتل چې د دولت تولې ادارې تر خپل نفوذ لاندې راولي، خپل افراد په دولتي دوایرو کې و گماري، قراردادونه په یو نوم او بل نوم د نړیوالو ادارو څخه تر لاسه کړی او بلاخره د ایران او روس په اشارو موجوده نظام را وپرځوی.
اکثره کارپوهان پدی باور دي چې که له اوله څخه د سولې او پخلاینې پروسه د جگړې او نظامي حل پر ځای کارول شوی وای نو د معضلی حل ډیر آسان و. د ملگرو ملتونو د مرستندویه هئیت (UNAMA ) مشر ښاغلی کایدي پدې ورستیو کې د اکتوبر په شپږمه نېټه په یو مطبوعاتي کنفرانس کې په څرگندو الفاظو وویل چې" د ناباوریو په هکله سخت په اندیښنه کې یم هغه چې د ځینو ناکامو ډلو لخوا څخه راپورته شوي" د ښاغلي کایدي څرگندونې دا په ډاګه کوي چی هم د دولت په چوکاټ کې لکه په پارلمان، کابینه، امنیتي او دفاعي سکتور کې پخواني او مقتدر جنگ سالاران ننوتي او د یوه ځانګړي اجنډا له مخې نه پریږدي چې په حکومت کی د پښتنو او نور قومونو موجودیت د دوی د وزن د کمیدو باعث وگرځی. د ښاغلي کایدي اسرار په سوله ، خبرواترو او مرورو ډلو سره په روغه او جوړه وه. خو د بده مرغه پخواني جنگ سالاران چې نومونه یی د بشری حقونو په راپور کې په څرگند ډول لیکل شوي او وړی ډلې ټپلې یې اوس هم د کابل په ښار او نورو سیمو کې فعالیت لري پدې هیڅ خوښ ندي چې طالبان او نورې مرورې ډلې دې د دولت سره یوځای شي. لاقانونیت ، غلا، انسان تښتونه ، انسان وژنه، د دولتي او شخصي املاکو غصب، چور او چپاول د دې ډول اشخاصو او جنایت کارانو پیشه ده او ټول ولس ددې شاهد دی چې د تیرو دوه نیم کلونو په دوران کې څومره جنایات یواځې د کابل په ښار کې تر سره شول.
اوس اوس د سرمایه دارانو په تښتولو، وژلو، د خلکو په بې پته کولو ، د بهرنیانو په ترور او د مخدره موادو په قاچاق کې نوموړي اشخاص او د دوی ډلی چې د پولیسو په یونیفورم سمبال وي، لوی لاس لري. اوس هم نوموړي جنایت کاران د شخصي امنیتي ادارو په لرو سره چې گواکې دوي نړیوالو ادارو ته امنیت برابروی خپل ځانونه مسلح ساتلي او پدی ډول جنایات ترسره کوي. تازه راپورونه ښئ چې ښاغلی ډاکټر وهاج چې د یو تشخیصیه کلینیک لرونکی دی د ورته اشخاصو په واسطه په کابل کی اخططاف شوی وو او د ډالرو په بدل پریښودلی شو. ډاکتر وهاج چې شل ورځې په بند کې تیرې کړې وې، د ای ،ایف، پی( AFP) سره د روان کال د سپتمبر په دیرشمه نېټه په یوه مرکه کی داسې وویل"زما تښتوونکي افراطي طالبان نه بلکې هغه افراد دي چې اوس هم په دولت کې په یو منصب او یا ادارې پورې تړلي دي... او د لا قانونیت څخه په استفادې سره او یا هم ځینې دولتي چارواکو ته چې په بډې اخیستنې او فساد ککړ دي د څه کمیشن په ورکولو سره په زړورتیا دغه ډول کارونه سرته رسوي"
تر دې پرته ډیري شمیر تاجران او سرمایه داران د هوای ډګر په لاره او یا خیرخانی مینه ته څیرمه ځایونو کی د دغو غیرو قانوني وسلوالو ډلو په واسطه نیول شوي ، مال یې اخیستل شوی او وروسته وهل شوي او یا وژل شوي او بیایې پړه په طالبانو اچول شوی.
نو پدې ډدول که چیرته سوله او امنیت منځ ته راشي او مرورې ډلې بیرته د دولت سره یو ځای شي د نوموړي جنایت کارانو څیرې په خپله څرگندیږی او دوی بیا په قانون منده ټولنه کې خپل ځان او شتون ته خطره احساسوي، نو ځکه د دوي یادشوي مشران غواړي چې د روغې جوړې خبرې وځنډیږي او د سولې او امن په ځای گډوډي او لاقانونیت ته لمنه وهي. همدوی د سولې په وړاندې غټ خنډ او د پردو په اشارو غواړی هیواد نور هم په کنډواله بدل کړي.
نو گران ولس دې نور ددې پلیتو څیرو په خبرو او مکرونو باور نکوی. دغه ډول جنایت کاران او ظالمان چې اوس هم د قوم ، نژاد، ژبې او مذهب په نوم افغانان دوکه کوي او پدې ډول خپل منځی جنگونه او ناخوالی تازه کوي او خپل ځانونه د قدرت گدۍ ته رسوي باید په جدي ډول د قانون منگولو ته وسپارل شي او په نړیوالو محکمو کې د جنگي جنایاتو لپاره محکمه شي او ولس دې نور د دوي په پوچو مفکورو نه دوکه کیږی.









