د رڼا قاتلان

خان زمان کاکړ ٢٧ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-17 20:24:00 م

د پښتونخوا په ځینو سیمو بالخصوص په جنګځپلي سوات کي د طالبانو له خوا د ښوونځیوسوځول اوس یو معمول جوړ شوی دی. د طالبانو د ګواښونو او یرغلونو له کبله خلک دې ته مجبور شوي دي، چي خپل ماشومان له مکتبونو نه اوباسي. هم دا اوس څه وخت وړاندي د سوات په یو کلي کي طالبانو مکتب ته تلونکي دولس ماشومان وتښتول. د ماشومانو عمرونه له ۹ نه تر ۱۲ کلونو پوري ښوول کېږي. له دې نه وړاندي هم د ماشومانو د تښتوني اطلاعات مخې ته راغلي دي. ددې ماشومانو پلرونو ویره ښوولې ده، چي د هغوي زامن د ځانمرګو بریدونو لپاره استعمالیږي.
طالبان په ځانګړې توګه د نجونو مکتبونه په نښه کوي او د هغوی په نزد دا د بېحیاۍ مرکزونه دي. مولانا فضل الله پر خپل ایف ایم رېډیو چېنل فتوا ورکړې ده چي د نجونو تعلیم زموږ نوی کهول د بې لارۍ او ګمراهۍ خوا ته بیایي. هغه پلرونو ته خبرداری ورکړی دی، چي هغوی دي خپلي لوڼي له مکتبونو اوباسي او د بې حیاۍ مخنیوی دي وکړي.
دا هم هغه پالیسي ده چي طالبانو په افغانستان کي پرې د تعلیم دښمنۍ یو ریکارډ قایم کړو. په افغانستان کی د پخواني طالب رژیم پر مهال نجوني خو نجوني چاته به د هلکانو مکتب هم په نظر نه وي ورغلی. اوس هم هغوی هلته مکتبونو ته د عساییت کلاګاني وايي او نړوي يې.
تر دې هم د خطرناک نوعیت پېښه څو ورځي وړاندي په کندهار ولایت کي رامنځ ته شوه،چي طالبانو مکتب د روانو شپاړسو نجونو پر مخونو تېزاب وروشیندل. د حیوانیت او وحشت انتهاء ده. اوس هلته اکثرو خلکو دا پرېکړه کړې ده چي د شرایطو تر سمېدو پوري به خپلي ماشوماني مکتبونو ته نه لېږي.
روښتیا خبره دا ده چي د ډیورینډ د تورښامار په دواړو غاړو پروت پښتون د یو ډول برخلیک سره لاس او ګرېوان دی. اوس چونکې د طالبانایزیشن مخ د پاکستان په خوا دی، ځکه نو پر قبایلي سیمو او پښتونخوا ددې منفي اغېزي په ډېري چټکۍ سره خورېدونکي دي.
د اطلاعاتو له مخې په دې څو میاشو کي د مولانا فضل الله په امر ۲۰۰ مکتبونه سوځول شوي دي.
دبهرنیو موسسو او این جي اوګانو په مرسته چلېدونکي ټولي تعلیمي ادارې د طالبانو د ګواښونو له امله بندي دي. د امنیت ستونځي یوه خطرناکه بڼه خپله کړې ده. بهرني ډپلوماټان او سفارتکاران اغوا کېږي. سندرغاړو او فنکارانو ته د مرګ ګواښونه کېږي. د استخباراتي ادارو له خوا د پښتونخوا د ایالتي حکومت خلاف په لویه کچه دسیسې او توطیې رواني دي. خطرناک صورتحال دا دی چي مکتبونه سوځول کېږي خو د مدرسو د خورولو عمل په چټکي سره روان دی. ټولنه په ذهني جمود او شنډتوب کي د ساتلو لپاره د مدرسو خورولو مهم تر ټولو کامیابه پالیسي ده. د مادي پرمختګ د مخنیوي او د انتهاپسندۍ خورولو لپاره د پاکستان مدرسې پراخ کردار ادا کوي. دې مدرسو ته د لوی افغانستان د دېرش کلني غمیزي نه واخلې تر نن ورځي پوري د نړیوالو ترهګرو قوتونو هر ډول مرسته حاصل ده.هم دا لامل دی چي ساینسي او سماجي ماهرین نه لرو برعکس ترهګران او طالبان راپکي په پېخرو دي. په ټولنه کي یوه سخا پمنه او بدبوداره ذهني غلامي ،فرسودګي او پسماندګي راج کوي. د پښتنو په خاوره د پېرنګیانو د وخت نه واخلې تر نن ورځي پوري د ملایانو تعلیم دښمني قایمه ده.
بنیادي سوال دادی چي د حفصه مدرسې او سور جومات په حقله چي کوم ان دي ریکارډ احتجاج وشو او کوم جذباتیت وښوول شو، هغه نن د سلګونو ښوونځیو په سوځولو ولي مخي ته نه راځي؟ دا پر پرنټ او الیکټرونک مېډیا قابض خودساخته مفتیان د هر کیڼ لاسي خلاف فتوا ورکولی شي خو د تنکیو ماشومانو اغوا کاران د اسلام د نفاذ علمبرداران ګڼي.
د طالبانو دا تعلیم دښمن فعالیتونه د هغه عظیم باچاخان په خاوره او د هغه د پېروکارانو د حکومت پر مهال روان دي، چا چي د خپل سیاست پېل د ازادو مکلتبونو په اجراء سره کړی وو. باچاخان سترګور وو، هغه د خپلي ټولني تنقیدي جاج اخستی وو، چي د اکاډمیک کلتور پیدا کولو پرته به ټول قام د ملایانو د انتهاپسندۍ په اور کي غرق شي. باچاخان له ټولني نه د جنسي امتیاز د لعنت د ختمولو او سماجي مطابقت پېدا کولو لپاره د نجونو پر تعلیم ډېر زور راوړلو. هغه وخت هم دغه ملایان د باچا خان په لار کي خنډ وو او نن چي په صوبه پښتونخوا کي باچاخان تعلیمي فاونډیشن کار کوي او د سلګونو ښوونځیو د پرانیستلو پر پروسه لګیا دی نو د تیارو استازي د رڼا د قتلولو هڅي کوي او د مکتب د سوځولو له لاري د پښتون دښمنۍ ثبوت ورکوي. پای

Mohamed Safi ٢٩ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-19 00:08:02 م

طالبان څوک دی؟
دطالبانو غورزنګ د څو مختلفو ګروپونو نه جوړ شوی دی٠
اول هغه طالبان چه دخپلوخاصو عقايدو او تفاسيروپر بڼسټ ،ځانونه مکلف ګڼی
چه بايد داسلام مقدس دين په هره ممکنه وسيله په ټوله نړی کی خپور کړی٠دوی
ددی عقیدی دعملی کولو لپاره حاضر دی چه هر څه وکړی او پدی لاره کی مرګ
ورته ستره کاميابی بريښی٠داډله پرون او نن دمختلفو سياسی محافلو داهدافو
دسرته رسولو لپاره په يوه وسيله تبديله شوی ده٠
د طالبانو دويمه برخه هغه افغانان دی چه دافغانستان دازادی لپاره جنګيږی٠که
څه هم دا ډله دطالبانو دعمومی اهدافو سره ډیره علاقه نلری،مګر دسالمی رهبری
دنشتوالی له امله ،د طالبانو تر اداری لاندی فعاليت کوی٠
دریم ډله هغه طالبان دی چه ورته ساختګي او فرمايشی طالبان ويلی شو٠
داډله دISI اونورو دون صفته ادارو لپاره کار کوی٠داډله د ISI دفرمايش سره سم
عمدتا دطالبانو رهبری په لاس کی لری٠داهغه ډله ده چه يوی خوا دپاکستان
دحکومت سره معاهدی امضا کوی اوپه بله خوا د ځينو پخوانيو مجاهدينو پشان
دخپل وطن د بربادی په لاره کی شپه اوورځ پکار بخت دی٠ داډله دکابل د
ګوډاکی حکومت پټ ملاتړ هم دځانه سره لری٠
څلرم ګروپ هغه طالبان دی چه د جنګ نه بغیر بل مسلک او مهارت نلری٠داډله
دديرشو کلو راهيسی کله دی خوا او کله اخوا ټوپک راواخلی او خپل روزګار
چلوی٠

پاکستانی حکومت ولی دطالبان سره معامله وکړه?پدی کی دپاکستان او دهغوی د بادارانو ډیری ګټی خوندی کيږی٠
اول داچه ازاد قبايل چه د خدايه بغير دهيچا غلامی ته ندی حاضر شوی،اوس به
د فرمايشی طالبانو تر اداری لاندی ارام،ارام دپاکستان د مرکزی حکومت طابعدار ګرزی٠
دويم طالبانو ته د يوه مرکزيت د ايجاد په وجه،اوس به ټول سياسی او نظامی
فعاليتونه دISIتر مستقيمی اداری لاندی د همدی مرکز نه سرته رسی٠هغه طالبان به چه لاتر اوسه د ISI تر اداری لاندی ندی راغلی،وپيژندل شی،يابه هغوی هم تابع او يا به هم د
ملا دادالله پشان نابود کړی شی٠
ايا دکابل اداره به هم دپاکستان پشان د طالبانو سره معامله وکړی?
ددی کار امکانات زياد ليدل کږی٠مګر ددی معاملی تر سره کول پدی پوری اړه
لری چه ISI به څومره ژر موفق شی چه د طالبانو سرتاسری اداره تر لاسه کړی٠
_________________

تاواني ٢٨ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-18 07:23:42 م

شمله لږ ځان کنټرول کړه !
ولاکه زما هم چندان خوښيږي خو ناکام دى اول بايد هڅه وشي چې دا خلک پوه شي په مدني ژوند اشنا شي بيا به داسې نه کوي که موږ هم لکه د نورو په شان له دوى پسې داسې سپکي سپوري وليکو اخر ټول خو ختمولى نه شو.
ددغه جهاد ناره چې تا کړي زه يې پلوي يم خو له حکمت نه کار واخله .

شمل ٢٨ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-18 07:01:30 م

دا طالبان او هغه زاړه پالې لعنتې پښتانه دې چې د ښځو تعلېم ېې حرام کړې او عشق او مېنه ېې په پښتنو کښې منعه بللې ده ،
ددوې پر ضد باېد موږ او تاسې روشن فکره ځوانان قلمې ، علمې او د تورې له لارې عملې جهاد وکړو ترڅو رڼا له قتله وژغورو