سميع يوسفزی : مننه او کور ودانی

سميع يوسفزی ٢٦ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-16 12:10:00 م

درنو او قدرمنو ورونو او خويندو!

اسلام عليکم...

تر هرڅه دمخه  دخپل صحت ډاډ درکوم. او بيا له ټولو هغو ورونو او خويندو چې روغتون ته راغلي او يا یې دتليفون په ليکه زما پوښتنه کړې يوه نړۍ مننه کوم او ټولو ته کور ودانی وايم.

 دا ستاسې درنو ملګرو دعا ګانې وې چې الله پاک له دغسې وسله وال بريده روغ وويستم او بیا ستاسې مينه او ډاډ دی  چې دهرې ګړۍ په تېرېدا سره مخ په ښه کېدا يم.

يوارې بيا له ټولو نه مننه کوم،او هيله کوم چې په دعاګانو کې به مې یاد ساتئ.

درنښت

سميع يوسفزی