ته خو نا آشنا سړى يې!!
٢٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-10 16:34:00 م
هسې هم دنړۍ دټولو دردونو او تكليفونو دتېرولو لپاره افغانان هست شويدي، هغوى دخپلې يوې مړۍ ډوډۍ دپيدا كولو لپاره په نړۍ كې خواره واره شويدي، چې دنورو مزدوري وكړي او بيا خپل ورځنى ژوند ورباندې وچلوي.
ميرآغا، شيرآغا او حميد دهغې كونډې زامن ؤ چې پلار يې دهېواد دازادۍ په مبارزه كې خپل خوږ ژوند له لاسه وركړى او دې نړۍ ته يې يوازې همدا درې زامن په ميراث پرېښي ؤ.
ميرآغا چې دشيرآغا څخه مشر ؤ، ويې ليده چې په هېواد كې يې ورځ نوره نه تيريږي، مجبور شو چې دګاونډي هېواد پرمخ يون وكړي او په دې لاره كې يې شيرآغا هم وهڅاوه چې په دې سفر كې ورسره ملګرتوب وكړي. نو هوډ يې وكړ چې دكار او غريبي لپاره دګاوڼدې هېواد ايران ته لاړ شي.
ايران ته درسېدو سره سم يې ډېرې دبېچارګۍ او نادارۍ شپې او ورځې تېرولې، له يوې خوا ورته دكار زمينه نه مساعدېده او له بلې خوا خپلو ورځنيو مصارفو هك پك حيران كړي ؤ. په چرتونو كې ډوب ول، چې ناڅاپه ديو افغان سره مخامخ شول. ددوى دا ښكلې ځواني او دغه بدمرغه پرېشانې يې چې وليدله، داحوال پوښتنه يې ترې وكړه او ډېرې پوښتنې يې ورڅخه پيل كړې. ميرآغا ورته دژوند ټول ترخه بيان كړل. دهغه افغان له سترګو اوښكې ورته وبهېدې او دواړه ورونه يې له ځان سره بوتلل او په فابريكې كې دكار كولو زمينه ورته برابره كړه.
ميرآغا او شيرآغا له ډېرې خوښۍ په جامو كې نه ځايېدل او له خپل افغان ورور څخه يې مننه وكړه چې ددوى په زخمونو يې ملهم كېښود او دېوې مړۍ ډوډۍ ګټلو جوګه يې كړل. كلونه تېرېدل او دواړو وروڼو په همدې فابرېكې كې كار كاوه.
د ميرآغا او شيرآغا په كلې كې دلته آوازه خپره شوې وه چې دواړو له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي. دمرګ په دې خبر د ميرآغا او شيرآغا مور چې كله دا خبر واورېد، نو غمونو پسې واخيسته، ځورېده به او ورځ تربلې به كمزورې كېده. نوموړې دخپل كشر زوى حميد سره اوسېده. دمرګ له دې اوازې څخه مخكې به يې مور حميد زوى ته ددواړو مشرانو ورونو كيسې كولې او ډاډ به يې وركاوه چې كه خداى كول يوه ورځ به راستانه شي. خو ددې آوازې له اورېدو سره به حميد له خپل مور څخه ددواړو مسافرو مشرانو ورونو په اړه پوښتنې زياتې كولې، خو مور به يې دهغوى دمرګ خبر ترېنه پټاوه.
ميرآغا او شيرآغا به هره ورځ فابرېكې ته ددې لپاره تلل چې د ډېرو پيسو له گټلو وروسته به هېواد ته ستنيږي. دفابريكې مشر هم له دواړو ورونو څخه ډېر راضي ؤ، ځكه دفابريكې هغه تر ټولو ستونزمن كار دوى پرمخ بوو. دفابريكې مشر به دنوموړو دواړو ستاينه تل كوله.
يوه ورځ په كار لګيا ول چې دشيرآغا دچيغې غږ شو، ميراغا او نور ټول كار كوونكې ورباندې راټول شول، ګوري چې دشيرآغا دلاس څخه وينې بهيږي او څلور ګوتې يې دماشين نه اخواته پرتې دي.
كله يې چې روغتون ته ورساوه، هلته يې ددرملنې لپاره ډېرې هغه پيسې چې په ډېرې سختې سره ګټلې وې، مصرف كړې دڅو ورځو دبستر څخه وروسته يې يو ځل بيا په فابريكې كې دكار كولو تمه ورسره پيداشوه او غوښتل يې چې فابريكې كې كار كولو ته ادامه وركړي. فابريكې ته يې چې مراجعه وكړه، دفابريكې مشر له هغه څخه معذرت وغوښت او ورته ويې ويل: اوس چې ستا دلاس څلور ګوتې له مينځه تللي او يوه ګوته دې پاتې ده، نو ته هماغه ماشين نشې چلولاى چې مخكې به دې چلاوه او كه يې وچلوې هم، نو دفابريكې په كارونو كې به سستوالى پيداشي او عايدات به مو كم شي. ددې خبر په اورېدو سره دشيرآغا په سترګو كې داوښكو يو ډنډ پيداشو، غږ يې ژړغونى شو او شونډې يې مرۍ مرۍ شولې. غير له دې څخه چې له خولې څخه يې يو آه ووځي او دآسمان په لور وګوري، نور يې هيڅ نشواى كولاى.
داچې ميرآغا او شيرآغا دوه هغه صميمي ورونه ؤ چې په مينځ كې يې دانډيوالي ټينګ مزي هم غځيدلي ؤ، دوى يو له بله نه غوښتل چې سره جلا شي او كله چې شيرآغا ته په دې فابريكه كې دكار نه كولو خبره وشوه، مشر ورور ميرآغا هم مجبور شو چې له دې دندې څخه لاس په سر شي.
لالهانده په يوې بلې مزدورۍ پسې ګرځېدل، كله كله به په اونۍ كې يوه ورځ، ورته دكار زمينه مساعدېده چې په پاى كې دواړه دې پاېلې ته ورسېدل چې دلته نوره مزدوري سخته ده. له يو خوا غريبي نه پيداكيږي او له بلې خوا بيا دايران پوليسو افغانان دومره ځورول چې له ژوند څخه يې زړه ورتور كړى ؤ. نو دواړو په ګډه پرېكړه وكړه چې پاكستان ته لاړشي.
هماغه ؤ چې پاكستان ته لاړل او چې كله هلته ورسېدل نو دې ته وهڅېدل چې په يوه مدرسه كې شامل شي او ديني زده كړې وكړي. دواړو ورونو به دمزدوۍ سره سره چې دشپې له خوا به يې كوله، خپلې ديني زده كړې هم كولې.
ميرآغا هوډ وكړ چې خپل هېواد ته راستون شي او دخپلې مور له احوال نه ځان خبر كړي. كله چې كلي ته ورسېد نو دكلي خلكو ته دا ډېر هېښوونكى خبر ؤ چې مړ ميرآغا راژوندى شوى دى. مور يې چې كله ميراغا وليد نو دزياتې خوشحالۍ څخه يې له سترګو اوښكې روانې شوې خو په عين حال كې يې دبل زوى شيرآغا دنه ليدو فكر ورسره پيداشو چې له امله يې دمشر زوى تود هركلى هم ونشواى كړاى. په ډيره خواشينۍ يې دشيراغا پوښتنه ځينې وكړه. ميرآغا خپلې مور ته دشيرآغا په اړه ډاډ وركړ چې ژوندى دى او حتما به يوه ورځ ورسره ويني. ميرآغا دسفر ټولې لوړې ژورې، خواږه او ترخه دكور ټول غړو ته بيان كړل او كله يې چې دشيرآغا دژوند خبره ورته وكړه، ټولو دخوښۍ احساس وكړ او دهغه د ليدلو دعاګانې يې كولې، په ځانګړې ډول مور به يې تل دهر لمانځه وروسته دنوموړي دليدلو زاري كولې.
شيرآغا په پاكستان كې دديني زده كړو وروسته دڅو نورو ملګرو سره يوځاى دكشمير په لور وخوځېدل. هلته ورسره بخت ياري وكړه او دهمغه ځاى ديو لوړ پوړي چارواكي په كور كې يې دهغه زامنو ته ديني زده كړې پيل كړې.
دورځو په تېرېدو سره شيرآغا نوموړي لوړپوړي چارواكي ته ډېر نژدي شو او زښت زيات ورباندې ګران شو، آن دخپل زوى په څير به يې ورسره رويه كوله. له شيرآغا سره يې همدردي او مهرباني دومره زياته شوه چې نوموړى يې لندن ته په يو جومات كې دمؤذن په توګه دليږلو تصميم ونيوه. دشيرآغا دسفر ټول لګښت يې په غاړه واخيست او شيرآغا دلندن په لور يون وكړ. په لندن كې يې بيا بخت هغسې نه ؤ لكه په ايران كې چې ؤ، ايران كې دى خلكو ته مجبور ؤ چې كار او غريبي وركړي، خو دلته بيا نور خلك ده ته مجبور ول چې زامنو ته يې په جومات كې ديني زده كړې وښيي.
په كلي كې دمور دعاګانې ورپسې وې او دې دعاګانو شيرآغا دې ته وهڅاوه چې دخپل پلرنې كلي او دخوږې مور دليدو لپاره هېواد ته راستون شي.
شيرآغا دخپل ګران هېواد افغانستان په لور حركت وكړ او كله چې خپل كلي ته راورسېد، له يو چا څخه يې دخپل كور پوښتنه وكړه او ورته ويې ويل چې دميرآغا او شيرآغا كور كوم دى؟ دې كليوال ورته په ځواب كې وويل: ددوى زړه كلا خو دغه ده چې ورانه شوې، ولې هغوى اوس هغه پورې كلا ځانته جوړه كړې. كليوال زياته كړه: ميرآغا دخپلې مور سره يوځاى اوسي خو دشيرآغا خبره چې تا وكړه، دهغه په اړوند څه موده مخكې آوازه خپره شوې وه چې مړ دى، خو كله چې ميرآغا راستون شو، دهغه دژوند خبر يې هم له ځان سره راوړ.
شيراغا دهماغه نوې كلا په لور روان شو. ددروازې له ټكولو وروسته يوه زړه بوډۍ ورته دښه راغلاست ويلو وروسته وويل چې زويه څوك دي په كار دي؟ ددې غږ په اورېدو سره شيرآغا پوه شو چې مهربانه مور يې په مخكې ولاړه ده.
شيرآغا كوښښ وكړ چې ورنژدې شي، خو زړې بوډۍ په وار وار ورته وويل چې كور ته مه راننوزه، ته خو نا آشنا سړى يې!! دشيرآغا دصبر كاسه نوره ډكه شوه او په منډه يې دمور په پښو كې ځان وغورځاوه او په چيغو يې پيل وكړ. مور يې چې كله دى له لاس راونيوه او راجګاوه يې، ګوري چې په لاس يې يوازې يوه ګوته پاتې ده. سمدستي په فكر كې يې دشيرآغا دڅلورو ګوتو دپرې كېدو خبره ذهن ته ورغله، ځكه ميرآغا ورته مخكې دا كېسه كړې وه.
مور يې كلك په غېږ كې ونيوه او له ډيره خوښۍ څخه بې هوښه پرېوته.
پاى









