برتانوى قومندان: د افغانستان جگړه نشو گټلى

عبدالله احمدي ١٤ / ٧ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-10-05 13:08:00 م

برتانوى قومندان: د افغانستان جگړه نشو گټلى

 

جنرال مارک کارلټون سميت

برتانوى جنرال مارک کارلټون سميت

 

په افغانستان کې د برتانيا يوه قومندان ويلي چې له طالبانو سره روانه جگړه نشو گتلى او تر ټولو غوره حل يې د خبرو اترو ميز ته کېناستل دي .

 

جنرال مارک کارلټون سميت، چې له افغانستان څخه برتانيا ته ستون شوى، د دغه هېواد له سنډي ټايمز ورځپاڼې سره يې په خپلو څرگندونو کې ويلي چې ښه لاره به يې دا وي چې هرڅه افغان پوځ پرخپله غاړه واخلي  .

 

ده ويلي چې په افغانستان کې سوېلي ولايتونه تر نورو ټولو نارامه دي، چېرې چې برتانوي پوځيان مېشت دي .

 

د ښاغلي مارک په خبره تر ټولو نارامه ولايت هلمند دى، چې دافغانستان په جنوب کې د طالبانو ډېر فعاليتونه په کې دي .

 

تر دې وړاندې د هلمند والي گلاب منگل هم ويلي وو که څه هم په دغه ولايت کې د برتانوي پوځيانو شمېر په زياتېدو دى، خو د دغه ولايت تر نيمايي ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده .

 

په هلمندکې په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٢ برتانوي پوځيان وژل شوي او نژ دې ١٧٠ نور ټپيان شوي دي .

 

                                      حماد پښتون