سارا پالين : اوباما د ترهگرو ملگرتيا کوي
١٤ / ٧ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-10-05 12:58:00 م
سارا پالين : اوباما د ترهگرو ملگرتيا کوي

د جمهوريت غوښتونکي گوند د نوماند جان مکين مرستياله سارا پالين
د امريکا د ولسمشرۍ د کانديد مرستياله سارا پالين د ډيموکراټ گوند له خوا نه د دغه هېواد د ولسمشرۍ پر کانديد بارک اوباما تورلگولى چې' له ترهگرو سره ملگرى دى '.
دغه خبرې سارا په کولوروډا ايالت کې د جمهوري غوښتونکو په يوه لويه انتخاباتي غونډه کې کړې دي . چې موخه يې د مرستو راټولونه هم وه .
آغلې پالين دغه خبرې دې ته په اشارې سره کړې، چې ښاغلى اوباما په اويايمه لسيزه کې د ويتنام په جگړو د يوې سخت دريځې ډلې ملاتړ کاوه .
د دغې سخت دريځې ډلې (وېدر انډر گرونډ) مشر ايبرز په هغه وخت کې د يو لړ هغو چاودنو مسووليت په غاړه اخيستى و، چې امريکا يي شاهده وه .
پالين ويلي چې اوباما هغه سړى دى، چې امريکا ته د يوۀ بشپړ هېواد په سترگه نه گوري، چې دا نظريه ترهگرو ته د جگړې لاره هواروي .
څارونکي بيا وايي چې پر اوباما د پالين دغه بريد د جمهوري غوښتونکو د گوند په عامه تگلاره کې شوى دى .
بل خو د ديموکراټ گوند کانديد بارک اوباما د ١٨ زره کسانو پر وړاندې پر خپل انتخاباتي سيال جان مکين تور لگولى چې گواکې هغه تر سياست نه په راديکاليتوب کې ډېره لېوالتيا لري، او له ميليونونو امريکايانو يې غوښتي چې خپلې سالمې پرېکړې وکړي، او د مکين له ناسم سياست څخه ښه گټه واخلي.
خو د مکين وياند بيا د اوباما خبرې رد کړې دي، او دا يو سپېره دروغ بللي دي .
نورالهدى









