بيت الله محسود روغ اوژوندی دی

عنايت الله کاکړ ١٠ / ٧ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-10-01 13:49:00 م

دپاکستاني طالبانومشرته نژدې سرچینو ټول افغان ته په ډاګه کړه چي ښاغلی بيت الله مسعود روغ رمټ اوژوندی دی. هغه ته یوه نژدې مرستيال دنوم نه څرګندولوپه شرط ټول افغان ته وويل چي بيت الله مسعود دشکراوزړه له ناروغۍ څوريده اوتېره اونۍ يی په وينه کي دشکرسلنۍ خوراپورته شوي وه اودڅوساعتونولپاره بې سده شوی هم وو. دنوموړي په وينادطالبانو دبیړنیو ګامونوپه ترڅ کي هغوي دبيت الله مسعوددژوندپه ژغورلوبريالي شويدي. دده په وینا نوموړی اوس روغ رمټ اوحالت يی له خطره دباندي دی. هېره دي نه وي چي سي ان ان پرون دښاغلي مسعود دمړيني بیړنی خبرخپورکړی وو.