د سپټمبر د میاشتې ۲۹ ورځپاڼو ته کتنه.حمید مهمند
٨ / ٧ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-09-29 07:06:00 م
ترتیب: .حمید مهمند
نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې ۲۹ نیټه.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې د سعودي عربستان په نوښت او د برطانیې او افغانستان په ملاتړ له طالبانو سره د سولې غونډه جوړیږي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغانستان په اړه شته سیاستونه باید بدلون ومومي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پوځي ځواک د کارولو پر ځاې باید اقتصادي او ټولنیزو مسایلو ته پام وشي.
د ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا هم لیکل شویدي چې افغان ولس مشر په هیواد کې د امریکايې ځواکونو د شمیر د زیاتولو ملاتړ کوي خو افغان سرتیرو ته د لا زیاتې روزنې ورکولو پلوي هم دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې نوي استازي د ریښتینې همکارۍ ژمنه کړې. او ویلي دي چې هڅه به وکړي چې اروپايې ټولنې ته د افغانستان د عینې واقعتونو په اړه معلومات ورکړي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د اختر په مراسمو تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې هغو ستونزو ته په اشارې چې د روان جنګ له امله ځیږیدلي دي د جنګ د پاې غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د وسلوالو پر ضد د لنډي کوتل د خلکو غبرګون ته په اشارې ویلي دي چې ولسونه د ترورستانو پر ضد د پاڅون په حال کې دي.
د ویسا خپلواکې ورخباڼې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د ولس مشر کرزي د خبرو دا برخه راغستې چې ویلي د افغانستان په کلیو کې ترورزم نشته.
دې ورځپاڼې هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې لیکلي دي چې طالبانو یوه یوولس ماده يې طرحه وړاندې کړې چې پکې د ځینو چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه شوې ده.
ورځپاڼې د بلخ پوهنتون وروستۍ ستونزې ته هم په اشارې په یو مطلب کې د بلخ د والي عطا محمد نور په حواله لیکلي دي چې پدې کړکیچ کې د پدرام لاس وو.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د هند د سفیر په حواله لیکلي دي چې امنیتي ستونزو د سلما بند د پروژې کار ټکنې کړې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د اختر د ورځو د نمانځلو لپاره د خلکو په تیاریو تبصره کړې او د اختر په ورځو کې د ډز بندۍ په اړتیا ټینګار کړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هم په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې خو لیکلي دي چې د سولې د نوم د اخستلو پر ځاې باید سوله راوړلې شي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د کوچني اختر په رارسیدو تبصره کړې او د خلکو تیارۍ ته يې په اشارې لیکلي دي چې په افغانستان کې باید د ورو وژنې لړۍ پاې ته ورسولې شي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د اختر په ورځو کې د مسلمانانو مسؤلیتونو ته ګوته نیولې او غوښتې دي چې پدې مبارکو ورځو کې باید د غیر شرعي کارونو نه ډډه وشي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د اقتصاد وزارت په نقل لیکلي دي چې دولت خلکو ته د بیړنیو مرستو د رسولو توان نلري.
ورځپاڼې په امریکا او متحدینو يې د ولس مشر کرزي انتقاد هم راغستې او لیکلي دي هغه کار چې باید وکړي نه يې کوي.
په ورځپاڼه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشارې د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر سپنتا په حواله لیکل شویدي چې د معاملې سیاست خطرناکه دې.









