ددتخار ٧٠٠ پښتنو سره ښه لوبه لا روانه ده.
12.09.2008 22:14 ددتخار ٧٠٠ پښتنو سره ښه لوبه لا روانه ده.دتخار ٧٠٠راستنو شويو کډوالو ته چه د ازبک والي لطيف ابراهمي او د هغه تر شا ولاړ د کر زي نژ دي ملګري او ازبک جنګ سالار قاضي کبير مرزبان لخوا سره د ميرمنو او ما شومانو د ٢٠ورځي لپاره په خپل پلرني کلي او کرهڼي ځمکو ته د ورتګ په ځايې د زندان ميلمانه او د هري ورځي په تيريدو ئي د ژوند پاڼه ژړيږي.
د کډوالو يو تن مشر وايئ د ازبکو نه زيات د کرزي لخوا راستول شوي هيت مشر وحيدالله سباون په دواړو مخو ووهلو او راته ويل په همدي زندان کي اوسيږي قضايې هيت به ستاسو د قضيه فيصله په څو ورځو کي وکړي خواوس راته واي قضايې هيئت به يوه مياشت وروسته راځي او بيا به ستاسو پريکړه کوي .
دکډولو مشر وايئ دا کوم اسلام ، انصاف او قانون دي چه د خپل حق د حصول لپاره بايد تر نا معلوم وخته پوري په حقه روژه کي په زندان کي کينو او هره شپه مسلح ازبک راته د مرګ او بد ناموسي اخطاري خطونه را ليږي ٠
د کډوالو مشر وايئ هيئت د ازبک والي او قا ضي کبير مرزبان په غوښتنه دا واضحه او روښانه قضيه قضائي هييت ته وسپارله او اوس دهپيت د راتګ ممکن مياشتي ونيسي او دا ټوله هغه څه ورسره وشول چه ازبکو ئي خواهش لرلو او کرزي لخوا راستول شوي هيت مشر وحيدالله سباوون ورته په تحفه کي ورګړل ٠
کډوالو يو تن بل مشرارباب ظاهر وايئ لا تر اووسه په همهغو بده شرايطو کي ژوند کوه راستول شوي هيت راسره يوه ډرامه وکړه تر څو چهد تخار ازبک والي لطيف ابراهمي تبديل شوي نه وي او کبير مرزبان موجود وي زمونږ او د ټولو پښتنو لپارله په تخار کي ژوند کول مشکل دي.
س٠ يوسف زي










