دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه

خمنډک 01.09.2008 12:40 وايي : « هیندو یې په سر وواهه .... » روسانو له ګرجستان سره دخپلې لانجې بدل په افغانستان کې واخیست . خبره دلته ده ، چې هغه مهال ، چې روسان له ګرجستان سره په جګړه بوخت وو ، امريکا له موقع څخه استفاده وکړه او په اروپا کې یې د توغندیو دفاعي سيستم بشپړ کړ ، د روسانو ، چې ورته پام شو  نو په غوسه یې وویل : چې دوی به ددې په ځواب کې تر ديپلوماسۍ ورهاخوا اقدامات وکړي او هر ځای به امريکايي ګټو ته تاوان ورپېښ کړي ، داسې ښکاري ، چې د دوی اول ډز په افغانستان کې و ، ځکه روسان  لا له مخکې په افغانستان کې خپل تالي څټي لري ، په اصطلاح ملي جبهه ( پخوانۍ شمالی ټلواله ) خو تیاره ورته لاس په نامه ده ، روسانو له خپل بل سیمه یيز متحد ازبکستان  سره هم استخباراتي اړیکي ټينګ کړل او په افغانستان کې يې د ستونزو راپيدا کولو هڅه  وکړه ، ازبکستان او مسکو دجنرال دوستم او قاضي کبیر په څېر غلامان لري ،چې هرکله یې د افغانستان د دولت ، خلکو او نړيوالې ټولنې په سر کې امريکايي ګټو په ضد یې کاروي .
په تخار کې دراستانه شوو پښتنو ملکيتونه غصبول ، دهغوی بې ګناه بندیانول اود ښځو اوماشومانو مرګ ته رسول دهمدې حالت او سیاست زیږنده ده . دوستم او قاضي کبیر له پخوا څخه غواړي ، چې افغانستان تجزیه کړي دغه بدنامه ازبک مليشه دافغانستان ازبکان قومي دښمنۍ ته هڅوي او که نه دسلګونو کلونو په اوږدو کې چې ازبکان له آمو سينده رامهاجر شوي دي له نورو افغانانو سره په دوستۍ کې ژوند کوي خونن يې قاضي کبیر او دوستم د روسانو او ازبکستان په امر دې ته هڅوي ، چې د افغانستان دخلکو ملکيتونه غصب کړي او ملي نفاق ته لمن ووهي .
دا ټول دافغانستان دمصلحت بین حکومت دمضر احتياط نتیجه ده که دغه زبون حکومت دهزاره جات په قضیه کې  عادلانه او جدي برخورد کړی وی او د قانون په رڼا کې يې دکوچانو حق تآمين کړی وای دا پېښه به نه رامنځته کیده ، « دا د پټي سر دی پټی بېرته سورور دی ! » .
داخو دايران ، ازبکستان او روسانو دنخرو پيل دی ، دوی که وليدل ، چې زهر يې کار کوي او نن یې کوچيان له خپلو څړځایونو وشړل او سبا یې په تخار کې ځايي پښتانه  له خپلو ځمکو څخه محروم کړل سباته به دننګرهار ، پکتيا او کندهار پر ځمکو هم دعوه وکړي ، بیا نو ورته ټينګ شه !
که د روسانو ، ايرانيانو او ازبکستان داسې مداخلې رواني وې نو امريکايان او نور انډيوالان به خپل پتلونونه هم ورته پريږدي ، بیا به نه قره قل پاتې وي او نه چپنه .
 شيعه تنظيمونه  ، جنرال دوستم او سقاویان به حکومت کوي ،پښتانه ، خو هسې هم پردې  ځمکه د ژوند حق نه لري .
خدای مو مل شه دځمکې پر سر دوزخيانو پښتنو !

د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟