پاکستانۍ کلداره بیا په غورزېدو شوه
٥ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-26 09:54:00 م
ټول افغان:
نن د دوشنبې په ورځ پاکستانۍ کلداره بیا د یو ډالر په مقابل کې د بانکونو په خپلمنځي راکړه ورکړه کې۷۶،۶۰ او په آزاد بازار کې ۷۶،۷۰ کلدارو ته ټیټه شوه.
دا مهال د پاکستان په تاریخ کې کلداره د بې ساری ټیټ والې لور ته روانه ده. شنونکي وایي چې کېدای شي پاکستانۍ کلداره ډېر زر د یو ډالر په مقابل کې ۸۰ کلدارو ته غوپه ووهي.
دا مهال پاکستانۍ پیسه د ډېر فشار لاندې ده. په بازار کې د ډالر غوښتنه ډېره ده خو د پاکستان مرکزي بانک (سټیټ بینک آف پاکستان) دا غوښتنې نه شي پوره کولای. د ډالرو د کموالي برسېره، په پاکستان کې بې امني او د سیاسي ثبات نه شتون د کلدارو د لویدو غټې وجې دي.
د پروېز مشرف د استعفا سره د کلدارې بیه ۱،۵۰ روپۍ ښه شوې وه خو د واکمن ایتلاف د ړنګېدو سره سم یې اوس بیا په ټیټوالي پیل کړی دی.
د پاکستان اقتصاد د یو لړ ننګونو سره مخ دی چې د کلدارې ټیټ والی به یې نور هم کمزوری او د عامو خلکو په ژوند بده اغېزه وکړي. تمه ده چې په پاکستان کې به د اساسي موادو په بیه کې لوړوالی راشي.
د کلدارې د ټیټ والي سره سم د افغانستان په هغو سیمو کې چې کلداره په کې ښه په درز کې چلېده اوس سوداګر او دوکانداران زړه نه ښه کوي چې په کلدارو راکړه ورکړه وکړي، په ځای یې اوس په افغانیو راکړه ورکړه کوي.
افغان چارواکو په ځانګړې توګه کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ کې سوداګرو ته ډېر ویل چې د کلدارو په ځای په افغانیو راکړه ورکړه وکړي خو سوداګرو نه منله. اوس چې کلداره په بې ساري ډول ټیټه شوه او ثبات یې له لاسه ورکړ نو ډېرو سوداګرو چې کلداره یې کاروله د یوې ثابتې سکې د کارونې په موخه په افغانیو پېرودل او پلورل پیل کړي.









