(٣) په اسلام کې فکري قیادت
٢٢ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-12 13:41:00 م
په اسلام کې فکري قیادت
کله چې له ټولنې څخه لوړ انساني فکر ورک شي، بيا نو د خلکو تر منځ د وطن پالنې په څېر نورې اړيکې پيدا کيږي او غواړي په دې ډول سره خپل ځانونه، مالونه او خپله ځمکه وساتي، ولې دا بيا ډير سست او بې کاره تړاو دى چې يواځې حيوانات او څاروي پرې خوشاليدلى شي او هميشه د عاطفې له مخې منځ ته راځي، په هغه وخت کې پيدا کيږي چې کله د دوى په ځمکه باندې څوک يرغل وکړي، ولې له دې څخه وروسته بيا هيڅ اثر او هيڅ معنى نه لري او که په دې وخت کې بيا انسان لږ نور هم تنګ نظرى وي، نو بيخي خبره شړيږي او پخپل قوم بلکې خپله کورنۍ باندې سوال کوي، ځکه چې انسان د خپلې بقا او پايښت سره خپله مشري هم غواړي او په دې هکله لومړى د خپل ځان، بيا کورنۍ، بيا قوم او آخر کې د وطن غم خوري او له همدې کبله بيا خپلمنځي او قومي او قبيلوي شخړې منځ ته راځي او دا تعصب چې خپل زور ته رسيږي او شهوت يې پوره کيږي، چې يا به هميشه له بل سره په جګړه کې وي او که نه نو پخپلوکې به اخته کيږي چې له همدې امله يوغير انساني تړاو بلل کيږي. د دې برسيره درى لاملونه دي چي دغه تړاو شنډبولي: لومړى دا چې نشي کولاى يو اسنان له بل انسان سره ونښلوي او د پرمختګ په لور یې روان کړي، دويم دا چې يوه عاطفي غوښتنه ده، نن شته، سبا نه. دريم دا چې يو لنډمهالى تړاو دى، ترځو چې سخت ضرورت ؤ شته، چي نه ؤ بيا نو نشته. خو د استقرار په حالت کې هېڅ وجود نلري- چې دغه د انسان اصلي حالت بلل کېږي- نو همدا لامل دی چې د انسانانو ترمنځ د تړاو وړتیا نلري . همدا راز قومي تړاو هم د درېیو لاملونوله مخي بي اساسه ګڼل کيږي: لومړي داچي انسان ته دپرمختګ په لاره کي ګټه نشي رسولي ، دويم داچي يوه عاطفي غوښتنه ده چې د غریزې له بقا څخه سرچینه اخلي او د مخکښۍ مینه پنځوي او دريم دا چې غير انساني تړاو دى، د دوستۍ پرځاى د چوکۍ پر سر دښمني را منځ ته کوي. دا رنګه يوبل بې کاره تړاو مصلحت پالنه او د مطلب آشنايي تړاو دى او يا هم هغه روحي تړاو چې د هيڅ نظم او دسپلين خاوند نه وي، ځکه چې مصلحت پال تړاو د مصلحت او د ترازو د پلې تر دروندېدلو پورې تړلى وي او بې نظامه روحي تړاو خو د ژوند په ډګرکې هيڅ په درد نه خوري. بلکې يو جزئي او نه پلې کدونکى تړاو دى چې له همدې کبله نصرانيت ونشو کولاى د اروپا له ټولنې څخه يوه قومي ټولنه او يو وطن جوړ کړي، ځکه چې دا یو داسې روحي تړاو دی چې نظام نلري. لنډه دا چې دغه ټول تړاوونه شنډ، بې کاره او بې اساسه دي او د انسانانو لپاره د کار وړ يواځنى تړاو هغه په عقل برابر عقيدوي تړاو دى. همدغه عقيده ده چې نظام ترې جوړيږي او د انسانيت، کايناتو او ژوند په هکله بلکې له دې څخه مخکې او وروسته د هرشي په هکله پوره وړاندوينه کوي او د یو انسان په ذهن کې د ژوند مبداء اوبنسټ بايد يا د الله تعالى له خوا او يا هم د يو نابغه په لاس ورو پيژندل شي، چې لومړى ډول صحيح او حق او دويم ډول يې باطل دى، ځکه چې له یو محدود عقل څخه پنځول شوی. بيا د دې مبداء او بنسټ اساس ټوليز او کلي فکر تشکيلوي، چې موږ يې د عقيدې يا فکري بنسټ او فکري مخکښۍ په نوم هم يادولى شو. د دې له مخې بيا انسان خپله ژوندنۍ او فکري تګلاره جوړوي او هم پکې د ژوندانه ستونزو حل لټوي او دا چې بايد دغه عقيده او مبداء خپل ځانته يو نظام او د پلې کيدو لاره ولري، دا ځکه که چيرې داسې نه وي نو دا خو بيا يوه پوچه خالي او تشه فلسفه بلل کيږي، چې د کتابونو په منځ او پاڼو پر مخ به پرته وي خو ژوند ته به هيڅ پيغام نه لري، ولې يوه رښتينې عقيده بيا هيڅکله دغسې نشې کېدلى، خو بيا هم د فکرې، عقيدې او د هغې د پلي کېدو لار او د نظام شته. ولې دا نه ښايي چې دغه مبداء او بنسټ دې خامخا سم او صحيح وي، بلکې همدومره ويلى شي چې دلته يو څه شته، ځکه هغه څه چې د مبداء او بنسټ يا يو نظام صحيح والى، سمون او حقوالى ثابت او وښودل شي هغه عقيده ده، هغه عقيده چې د فکر، مبداء او د هر شي اساس او بنسټ ګڼل کيږي. اوس نو که دغه بنسټ او اساس حق ؤ، مبداء او نظام به يې هم حق وي او که دا باطل ؤ، نو مبداء او نظام به يې هم باطل وي، يعنې که چېرته يې د انسان فطرت سره سرخوړ او له عقل سره يې هم ټکر نه درلود نو دغه يوه سمه صحيح مبداء ده او که نه نو باطله ده. که په دې هکله ټوله نړۍ وڅېړو او چاڼ يې کړو، نو پرته له درى ډوله ايډيولوژي ګانو څخه بل شى نشو پيدا کولى: پانګوالي يا کپيټاليزم، اشتراکيت يا کمونيزم او اسلام . چې نن ورځ لومړۍ دوه مفکورې خپل ځانته مستقل دولتونه او ټلوالې لري، ولې د دريمې مفکورې په هکله بيا داسې څوک نشته، خو بيا هم په ټوله نړۍ کې شتون لري.
د کپيټاليزم يا پانګوالۍ د مفکورې اساس دا دى چې دين بايد له ژوند څخه ليرې او جدا وي. همدغه يې ګروهه، عقيده او فکري سيادت او مخکښي ده، له همدې مخې انسان پخپله ځان ته خپل نظام او قانون جوړوي او خپلې عقیدوي، فکري، ملکیتي او شخصي آزادۍ ساتي، چې د ملکیتي ازادۍ په پايله کې اقتصادي آزادي يا پانګوالي نظام راځي او په همدې نوم سره ياديږي، که څه هم دغه مفکوره يوه بله لويه مبداء (ايډيالوژي) هم لري، چې ډيموکراسي نوميږي او انسان ته د قانون او نظام جوړولو حق ورکوي، ځانته حاکم ټاکي او بيرته يې لرې کوي، ولې بيا هم دغه له پورته اقتصادي يا پانګوالي مبداء سره نشي برابريدلى، ځکه چې په غرب کې آن نظام، قانون اوحکومت هم دومره د پانګه والو تر اغيزې لاندې دي ته به وايې چې رښتيني حاکمان او واکداران خو همدغه دي، بله دا چې دغه مبداء بيا يوازې په همدې مفکورې پورې تړلې نده پاتې، ځکه چې بل خواته کمونيزم هم د ډيموکراسۍ نارې وهي، ځکه نو بايد لومړۍ مفکوره د پانګوالۍ په نامه ياده شي او دغه مفکوره په اروپا او روسيه کې د حاکمانو، شاهانو او د کاتوليکي، مسيحي پاپانو – ملايانو – او د دين د ټکه دارانو تر منځ د هغو جګړو له مخې منځ ته راغله چې هر يوه غوښتل خپل ملت وزبيښي او وينې يې و څښي. دا ځکه چې په پاى کې داسې فيلسوفان او پوهان منځ ته راغلل چې ځينو خو د ستونزو حل په دې کې ليد چې له يوه سره له دين څخه انکار وکړي، ولې بلې ډلې که څه هم له دين څخه انکار ونکړ، خو له ژوند څخه يې ليرې تش کالبوت غوندې ودراؤ او په دې يې پرېکړه او فيصله وکړه چې نور به دين زموږ سره هيڅ کار نه لري، چې دا د ديندارانو او له دين څخه منکرانو يا روڼ اندو تر منځ يو مځنۍ لاره بلل کيږي، چې نن ورځ ټول غرب همدغه عقيده خپله کړيده. له همدې مخې خپل سياستونه، تګلارې او پلانونه جوړوي، د خپلو ټولو ستونزو حل په کې لټوي او نړى د هغه عملي کولو او قبلولو ته رابولي او همدغه د خپل ژوند مبداء يا ايډيولوژي ګڼي چې دين، حساب او کتاب شته خو له ژوند څخه جلا.
خو اشتراکيه او کمونيزم بيا داسې ګني چې ژوند، انسان او ټول کاينات له مادې څخه عبارت دي، چې دغه ماده د دې شيانو اصل او بنسټ بلل کيږي او د مادې له تطور او پرمختګ سره هر شى منځ ته راغلي، خو د مادې تر شا بيا هېڅ شى نشته، ماده په خپله ازلي ده او خپله پخپله منځ ته راغلې او هيچا ته اړتيا نه لري، چې له همدې لامله د خالق او پيدا کوونکي له ذات او له ټولې روحي او ديني برخې څخه انکار کوي، آن تر دې چې دين د خلکو او ملتونو تباکوونکي مواد يا افيون بولي، او له عملي کولو څخه یې خلک منع کوي، فکر او مفکوره هم پر دماغ باندې د مادې انعکاس بولي، لنډه داچې ماده او د مادې تطور او پرمختګ د ټول ژوند مبدأ يا ايډيولوژي او اساس ګڼي او پرته له دې څخه له هر څه نه انکار کوي، دغه دواړه مفکورې له خپلمنځي اختلاف سربېره په دې سره يو دي چې د انسان لوړ اهدف او لوړې موخې هغه دي چې انسان يې پخپله ځان ته باسي او نيکمرغي او سعادت همدغه دى چې څومره سړى له بدني غوښتنو څخه برخمن وي او دا هم سره مني چې انسان ته بايد په دغه لار کې هر رنګه آزادي ورکړل شي او يا د انسان دغه راز انګيزه او زاويه مقدسه وګڼل شي، ولې دغه دوه مفکورې په خپل منځ کې د فرد يا وګړي او ټولني يا اجتماع او (مجتمع ) په اړه ځانګړي ليدونه لري او د دوى لاري سره جدا کوي.
پانګوال يوه فردي مبدأ ده چې ټولنه يا مجتمع د افرادو يا وګړو مجموعه او ټولګى بولي او له همدې مخې فرد يا وګړي ته لومړى او ټولنې ته په دوهم پوړ کې ځاى ورکوي او هم فرد يا وګړى او د هغه ازادي ګانې مقدسې بولي، هغه ته هر رنګه عقيدوي، فکري او اقتصادي او شخصي آزادي ګانې ورکوي او دولت د هغې ساتونکى او پلي کوونکى بولي او دا هم د وګړو بولي نه د دولت چې له همدې مخې دين هم له ژوند څخه جلا کوي او خپل ځانته په خپله نظام او قانون جوړوي، خلک ورته رابولي او په هر ځاى کې يې د پلي کيدلو غوښتونکي دي.
ولې اشتراکيت يا کمونيزم بيا ټولنيزه مبدأ ده چې د بشر او طبيعت يوځايوالي ته ټولنه وايي او وګړي يا افراد د دغې ټولنې برخه او اجزا بولي او يو د بل د بدن ټوټه يې ګڼي او انسان تر هغې پرمختګ او تطور نشي کولى تر څو يې د بدن بلې ټوټې يعنې طبيعت هم پرمختګ نه وي کړى،ځکه چې پر طبیعت پورې داسې نښتی لکه څنګه چې یو شی په خپل ځان پورې نښي وي، او وګړي له ټولنې سره داسې نښتي وي او داسې ورسره هرې خوا ته تاويږي لکه نټ له ټایر سره !!!! نه فردي، نه عقيدوي آزادۍ شته او نه د اقتصاد، عقيده به هم دولت جوړوي او اقتصادي نظام هم، چې له دې امله دولت يو مقدس شى وي او هر نظام، مفکوره به له هغه ځايه اخيستل کيږي. همدغه د دوى فکري بنسټ يا ايډيالوژي جوړوي، نو لدې کبله اشتراکي یا کمونیستي مبدأ یو فکري قیادت په غېږکې نیسي، چې هغه مادي قیادت او د هغه پرمختګ دی، او پر اساس یې نظامونه جوړوي، دعوت ورته کوي او کوښښ کوي چې په هر ځای کې یې پلي کړي. خو اسلام بيا وايي چې د دې کون، انسانيت او ژوند شاته خپل خالق او پيدا کوونکى ذات شته چې دا هر څه یوازې ده پيدا کړي. همدغه يې عقيده او ژوند نظام او بنسټ دى. هغه دا چې د انسان وجود ژوند او کون د یو خالق مخلوق دي، نو له کبله یې له کون سره تړاو خالق د خلقت له پلوه دی، چې هغه په کون کې روحي پلو دی.او د خلق شوي انسان رابطه له خپل خالق الله تعالی سره، چې دا په انسان کې روحي طرف دی. او په الله متعال باندې ایمان پر محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه په رسالت، قرآن کريم او هر څه يې چې راوړي، بايد ايمان راوړي، اسلام وايي چې له ژوند او پيدايښت د مخه هم الله تعالى ؤ وروسته به هم وي او انسان په هر وخت کې د الله تعالى پر امرونو او نواهي پورې مقید دی. د ده ژوند له مخکې او وروسته له هر شي سره تړاو لري، نو بايد چې د هر کار په وخت الله تعالى په ياد ولري او د هغه له وينا او خوښې سره سم ولاړ شي او له همدې امله د ټولنې د ساتنې لوړ اهداف او نظام هم نه د ټولنې له خوا بلکې د الله تعالى له خوا ټاکل کيږي او هيڅ رنګ تغير او بدلون نه مني.
د انساني نوعې ساتنه، يا د عقل، انساني کرامت، نفس، فردي ملکيت، دين، امن، دولت او ....... د ټولنې د ساتنې لوړ اهداف او ښه نظام دی، چې د دغو حکمونو نه منونکو ته يې رنګارنګ جزا ګانې، حدود او عقوبات هم ټاکلي دي، دغه کارونه بايد په دې نوم سره ترسره شي چې دا د الله تعالى حکمونه دي، نه دا چې څه مادي ګټې لري او همدغه د ټولو وګړو او دولت وظيفه ده او يواځې له همدې لارې، ډاډ او اطمينان او نيکمرغي او هر څه بلکې د الله تعالى رضا تر لاسه کيداى شي. همدغه رنګه د انسان د ګڼو نفسي غوښتنو او غریزو لپاره لکه جنسي، لوږه، تنده او نورو ته هم خپل ځانګرى نظام لري، نه دا چې یوه غوښتنه پوره کړي او پرځای یې بله محرومه پاتې شي، او په ډېر دقیق ډول یې ټولې غوښتنې پوره کوي، چي پدي ډول سره انسانان د حيوانيت له ټيټو څخه د انسانيت لوړوته رسولي دي ، د همدي لپاره اسلام وګړي او ټولني د يو پوره کوونکي او جوړونکي په نظر ګوري نه د یوه تجزیه شوي په نظر، ولي د دي مطلب دا ندی چي يوبل سره به داسي وي لکه د ټایر یوه برخه بلکي مطلب يي دادي چي فرد د ټولني د کلي ډول یوه برخه ده لکه لاس د بدن ، او اسلام هم ورڅخه د ټولني د يو فرد په ډول ساتنه کوي ، نه چي د يو مستقل تن په څېر ، همدا رنګه د تولني څخه د افرادو او وګړ د تولګي په معني ساتنه کوي ، نه چي د يو بي افرادو اوبي وګړو ټولني په اساس . تر ځو هر يو ساتنه او هر يوته پاملرنه بل ته هم شامله شي ، رسول صلي الله عليه وسلم وايي: (د الله تعالی د حکمونو د منونکي او نه منونکي مثال داسې دی لکه یو قوم چې یوه کښتۍ جوړه کړي، ځینې یې لوړ کیني او ځینې نور کښته کیني، کښته ناست خلک چې کله اوبه رااخلي نو پر برنیو خلکو تیریږي، او ورته وایي چې: که موږ په خپله برخه کښتۍ کې سوری وکړو او پاسنیو ته زیان ونه رسوو، که دوی کښتۍ سوری کولو ته پرېږدي نو ټول به هلاک شي، او که یې په خپلو لاسونو منع کړي دوی به هم نجات ومومي او ټولو ته به نجات ورکړي) ........ چي همده د فرد او ټولني رښتيني مثال دي بايد د دواړو تر منځ داسي تړاو وي چي يو دبل ژوند وساتي ، او لکه د يوبدن غوندي ژوند وکړي ، او د يو نظام لاندي و اوسيږي ، او پدي ډول سره د انسان ، مفکوري او نظام څخه يوه منظمه ټولنه جوړه کړي . چي د همدي لپاره اسلام د انسانانو د هر خوځښت او هرې ناستې پاستې لپاره ټاکلي قلمروونه په نښه کړيدي ، او خپل سرته يي ندي پريښي . او له همدي لامله له دين څخه وتل – ارتداد – هغه لوي جرم ګڼل شوي چي کوونکي يي په قتل رسيږي ، او زنا باندي سړي خپلي جزا ته رسيږي په همدارنګه د شرابو څښل یو لوی جرم دی چې باید فاعل ته یې سزا ورکړل شي او ....... همدارنګه په اقتصادي اړخ کي يي فردي ملکيت ته د الله تعالي په امر سره اجازه ورکړي او په هغي تجاوز کول يي د غلا ، غصب او نورو نومونو سره د جزا وړ ګرځولي دي . او بيا يي دغه وګړي او ټولني د ساتنې لپاره دولت ته وظيفه او دنده ورکړې، خو له دولت څخه مخکې دا د وګړو او ټولنې خپله دنده ده چي د عقيدې او مبدأ په اساس خپل ځان وساتي. او دولت يي يواځي پلي کوونکي وي ځکه خو مشري او سيادت هم د شريعت دی نه د دولت او يا ولس ، که څه هم د خلکو واکمني د دولت په شکل کې را څرګنديږي خو دولت يواځي پلي کوونکی دی . چې اصلي لامل يې د وګړي ايمان دې . نو له دې کبله اسلام له خپلې عقيدې او شريعت يا نظام سره يو ځای کيږي ، او د مفکورې او لارې په شکل کې راڅرګندېږي او قانون يا نظام يې له عقيدې څخه جوړيږي ، چي بايد دولت يې د پلې کولو او خپرولو او وړاندې کولو لپاره کار وکړي ، ترڅو خلک دغه نمونه وويني او مسلمانان يې سره په ګډه پلي او خپورکړي ، او ان په غير اسلامي ټولنو کې يې هم پياده کړي تر څو په پراخه اسلامي نړۍ کې هم خپل اغېز برملا کړي .
لنډه دا چي په نړۍ کې درې مفکورې وجود لري: پانګوالي ، کمونيزم او اسلام چې ځانګړې عقيده او نظام لري ، او هم خپل معيار ليد او خپله تګلاره لري . کمونيزم وايي چې اصل شي ماده ده . او د مادې له پرمختګ او تطور څخه منځ ته راځي ، پانګوالي وايي چې بايد دين له ژوند څخه جلا شي او دولت يو بېل شی دی، دا نه څېړي چي دنيا خالق لري که نه ، ولې دا وايي چې د دنيا خالق له دنيا سره سراوکار نلري ، او منونکي او نه منونکي دواړه ورته يو دي ، ولي اسلام وايي چي دا کاينات يو پيدا کوونکی او خالق ذات لري ، چې هغه الله تعالی دی، خپل نبيان او رسولان يي استولي ، او د قيامت په ورځ به له انسانونو سره د کړو وړو حساب کوي.
د نظام او قانون په هکله کمونيزم وايي چي بايد هر شي د انتاجي آلې څخه واخیستل شي، هغه که تبر وي او يا بله پرمختللې اله . دا رنګه پانګوالي نظام هم له همدې آلې څخه اخيستل کيږي او وايي چې دين ، ژوند او دولت سره جدا حقايق دي ، او بايد چې انسان خپل ځان ته پخپله نظام جوړ کړي ، خو اسلام وايي چې نظام بايد د الله تعالی او د هغو د رسول په لاس رسول شوی وي او د هغوی سره سم بايد روان شو ، او له قرآن کريم او سنتو څخه د ستونزو حل پيدا شي.
خو په ژوندانه کې د اعمالو د معیار په هکله بيا کمونيزم وايي چې همدغه ماديت یعنې مادي نظام د ژوند معيار دی، او څومره چي پرمختګ کوي هومره معيار هم پرمختګ ورسره کوي.
خو پانګوالي په ژوندانه کې د اعمالو د معیار بيا نفعیت بولي، چې د نوموړي نفعیت په وسیله د اعمال معیار کېږي او همدا خپل اساس ګرځوي، ولې اسلام بيا په ژندانه کې د اعمالو معیار حلال او حرام بولي، یعنې د الله تعالی اوامر او نواهي، چې په حلالو عمل کېدای شي او له حرامو پرېښودل کېږي، چي هېڅ تغيیر او بدلون نه مني او نه پکې نفعیت کوم لاس لري، بلکې یوازې شریعت پکې حاکم ګرځول کېږي.
خو ټولنې ته په کتو سره کمونيزم داسې انګيري چې ټولنه له ځمکې، انتاجي آلې، طبيعت، او انسان څخه لکه يو واحد غوندې عبارت ده، چي د طبيعت له پرمختګ سره دا هم پرمختګ کوي، او فرد هم ورسره پرمخ ځي، دا پدې چې یو شی بلل کېږي چې هغه ماده ده.
او پانګوالي بيا داسې وايي چي ټولنه د وګړو مجموعې او ټولي ته وايي، کله چې هم وګړي ښيرازه کيږي، ټولنه هم ورسره ښيراز يږي ، ځکه خو هر څه بايد د وګړي په خدمت کي وي ، او ان دولت هم بايد د وګړو لپاره کار وکړي ، خو اسلام بيا د ټولنې اساس له عقيدې، افکارو، او نظام څخه جوړوي، کله چې په يوه ټولنه کې اسلامي عقيده، افکار، مشاعر حاکم وي، هغې ته اسلامي ټولنه ویل کېږي. د وګړي يو ځای کېدل ډله جوړولی شي خو ټولنه نشي جوړولي، ځکه چي ټولنه پرته له افکارو ، مشاعرو او نظام څخه نه جوړيږي ، نو که د يو مصلحت په اساس هم څه افکار او مشاعر او نظام سره يو ځای شي نو څه تړاو به پيداشي او که نه نو هېڅ تړاو او هېڅ ټولنه به نه وي نو اوس که ټول خلک مسلمانان وي خو افکار یې پانګوالي او ديموکراسي وي، او مشاعر یې کنوتي او وطني نظام پيروان وي، او پانګوالي او دیموکراسي نظام ورباندې حاکم او مسلط وي، دا غیر اسلامي ټولنه بلل کېږي، که څه هم چې اکثریت وګړي یې مسلمانان هم وي.
خو د کمونیستي نظام پلې کېدو په هکله کمونیزم دولت يوازې د عسکر په زور او قانون په قوت حقدار بولي، او له افرادو او ټولیوڅخه خپل امور اخلي، چې دا د نظام په پرمختګ کې ښه رول لري. خو پانګوال بيا دولت يوازې د ازادیو او حریتونو څارونکی او د وګړي د حقوقو ساتونکی بولي او يوازې د تجاوز پر وخت وړاندې کېږي، که یو څوک پر بل چا تېری وکړي او حق یې سلب کړي خو دده په خوښه، نو دا پر آزادیو او حریتونو اعتداء نه بلل کېږي، او دولت د مداخلې حق نلري، نو دولت یوازې د آزادیو ضامن دی.
خو اسلام بيا وايي چې نظام به فرد او وګړي د خپل ايمان او تقوی له مخې او دولت به يي د خپل عدالت او د ملت په مرسته او د دولت په قوت پياده کوي.
چي پدې کار کې بيا د اسلام فکري مخکښي د انسان له فطرت سره هم برابره، اسانه، د پوهېدنې او مننې وړ ده، ځکه چې هر انسان پخپل فطرت سره مسلمان او دين لرونکی دی او هېڅوک نشي کولی چې دغه فطرت ترې واخلي . ځکه چې هغه د ده په خټه کې اخښل شوی دی، هغه پدې پوهيږي چې دی ناقص دی او د يو بل قوت له مخې منځ ته راغلی چې بايد د هغه عبادت وکړي ، هغه پيدا کوونکي او پالونکي ته اړتیا لري، همدا لامل دی چې انسانيت پخپل تاريخ کې پرته له دين څخه يوه شپه هم نده تيره کړي، د یوه نه یو څیز عبادت یې کړی دی، کله يې د انسان عبادت کړی، کله د اسمان، کله د تیږې کله د حيوان او کله هم د اور ، خو کله چي اسلام راغی نو انسانان یې د انسان له عبادت څخه راویست او د هغو خالق عبادت ته یې راوبلل چې هر څه یې پخپله پیدا کړي دي، او انسانیت یې له دغو تيارو څخه د دين رڼا ته راوويست . او بيا چي د دين او الله منکرين منځ ته راغلل او ډيرې هڅې يې وکړې چې دين او اسلام له منځه یوسي خو ايله دومره يې له لاسه وشو چې د خلکو قبله وربدله کړي ، او د خالق څخه د خلکو مخ د مخلوق خواته واړوي، او بېرته وروسته پاتې شي. ځکه خو فکري مخکښي په کمونيزم کې هم وروسته پاتې او له طبيعت او فطرت سره ضد او مخالفه ده. چې له همدې امله د چل، غولولو او فريب يا وږي کولو او ....... له مخې وړاندې ځي، چې سپک، بې عقله او هغه بې کاره خلک پرې منګولې لګوي چې غواړي خپل ځانونه مشران کړي او خلکو ته وښايي چې د ديالکتيکي مفکورې خاوندان او پوهان دي. خو پدې نه پوهيږي چې دغه شی هېڅ عقل او حس هم نه مني، او يوازې د زور، پاڅونونو، ورانۍ او تخريب له لارې مخ ته ځي. همدارنګه پانګوالي هم دانسان له فطرت او دين سره داسې مخالفه ده چې غواړي د ژوند پاڼې له مخ څخه يې لرې کړي، چې له همدې امله پانګوالي فکري مخکښي هم پاتې راغلې.
ولي اسلامي فکري مخکښي يواځني مثبته او ايجابي لارده چي د الله تعالي او ايمان په اساس ولاړه ده ، او د کايناتو ، انسانيت او ژوند خواته د خلکو پام اړوي ، ايمان ته يي هځوي ، او د کمال خواته يي روانوي ،
لنډه دا چې اسلامي فکري قیادت او مخکښي د منلو وړ او د انسان له فطرت سره برابره ده، ځکه چې د انسان عقل د الله تعالی پر وجود د ایمان او باور درلودلو اساس ګڼي، او هغه څه ته ګوري چې په کون، انسان او ژوندانه کې وجود لري، چې دا ټول د الله تعالی په وجود او شتون قطعي دلالت کوي چې د هر شي خالق یوازې الله دی، او د انسان لپاره هغه څه روښانوي چې نوموړی یې د فطرت له لارې په مطلق کمال سره په لټه کې دی، چې هغه نه په کون، نه انسان او نه په ژوند کې وجود لري، د انسان عقل ته لارښوونه کوي، درک کوي یې او ایمان ورباندې لري.
خوکمونيزم پدې اند دی، چې د هر شي اساس عقل نه بلکې ماده ده، که څه هم کمونیستان دې مادې ته د عقل په واسطه رسيدلي خو دا خبره د عقل مخالفه ده، اما پانګوالي فکري قیادت پر داسې وسط حل ولاړ دی، چې د یو لړ شخړو په نتیجه کې ورته رسېدلي څو پېړۍ یې د کلیسا د ملایانو او فکري خلکو ترمنځ دوام وکړ، چې پایله یې دین له دولت څخه بېلول وو.
نو لدې کبله د کمونیزم او پانګوالۍ نوموړې دوه فکري قیادتونه نیمګړي او بې نتیجې وو، ځکه چې له فطرت سره تناقض لري، او پر عقل باندې یې اساس نه دی اېښودل شوی.
لنډه دا چې، یوازې اسلامي فکري قیادت سم قیادت دی، او نور ټول فاسد او بې معنی قیادتونه دي، ځکه چې اسلامي فکري قیادت پر عقل باندې مبني دی، او د انسان له فطرت سره موافق دی، او نور قیادتونه ورسره مخالف دي. دا ځکه چې: کمونیستي فکري قیادت پر عقل نه بلکې پر ماده ولاړ دی، ځکه چې ماده له فکر څخه مخکې ده، پدې معنی چې له عقل څخه هم مخکېنۍ ده.
دوی وايې هر شی -ان عقل او فکر هم- پر ماده باندې ولاړ دي، خو دا خبره له دوو لاملونو ناسمه ده: لومړی دا چې د مادې او دماغ تر منځ هېڅ ډول انعکاس نشته، نه دماغ پر ماده باندې منعکس کېږي او نه ماده پر دماغ باندې، ځکه چې په یو شي کې انعکاس د انعکاس قابلیت شتون ته اړتیا لري لکه هینداره، چې نوموړې انعکاس ته ضرورت لري، چې دا نه په دماغ او نه په ماده کې وجود لري، ځکه چې ماده پر دماغ انعکاس نه کوي، او نه ورته لېږدیږي، بلکې د حواسو په واسطه انتقالیږي. بلکې عقل یوازې د خیر له لارې مادې ته رسيږي او بس، چې دولت بيا د دي حس او يا دسترګو ، لمس ، ذوق او ..... حس تر منځ هېڅ توپیر نشته. دويم داچي فکر یوازې د حس له لاري منځ ته نه راځي، که څه هم زرګونه او مليونونه حسونه سره يو ځای شي خو بيا هم هماغه يو حس دی او هېڅ توپیر نکوي، ځکه چي پخوانيو معلوماتوته ضرورت لري، ترڅو وکولی شي د هغې په واسطه دغه نوی شي و پېژني، او نوی فکر ورته پيدا شي، که د بېلګې په ټوګه يو سړي د سریاني ژبې کتاب مخ ته کېږدو، خو نوموړی د سریاني په باب هېڅ معلومات ونلري، او دې ته یې اړباسو چې خپل ټول د لیدو او لمس حسونه د سریاني کتاب ته واړوي، او دا حس په ملیون کراتو سره تکرار کړو، نو دا ناشونې ده چې نوموړی دې په سریاني ژبه لیکل شوي کتاب پوه شي، ترڅو چې د سریاني په هکله معلومات ورنکړو، نو وروسته به نوموړي ته دا احساس پیدا شي چې باید درک یې کړای شي، يا همدارنګه د يو ماشوم مخې ته سره زر، نحاس کېښودل شي هېڅ ګټه نلري او ...... ، نوموړی ماشوم که شل کلنۍ ته هم ورسېږي، او هېڅ ډول معلومات و نلري نو نوموړی به لکه د لومړي ځل یې چې د څیزونو حس کولای شو اوس به هم همدا ډول وي، او د ادراک حس به یې همداشان وي که دماغ یې لوی هم شي، ځکه چې د نوموړي د ادراک آله دماغ نه بلکې له دماغ سره مخکیني معلومات او له واقع سره د نوموړي حس دی، اما شعوري ادراک د غړیو د اړتیاوو او غریزو له لارې رامنځ ته کېږي، چې دا د انسان په څېر په حیوان کې هم راپیدا کېږي، که هر يو ته څو ځله يوه مڼه او تیږه ورکړل شي نو هغه پوهيږي چې دغه د خوراک شی دی، دغه تیږه د خوراک شی ندی، لکه څنګه چې خر پدې پوهېږي چې اوربشې د خوراک څیز دی او خاوره نه خوړل کېږي، خو نوموړی تمییز فکر نه دی، نه ادراک دی، بلکې د غړیو د اړتیاوو او غریزو ته یې اصل راګرځي، چې نوموړي په انسان او حیوان دواړو کې وجود لري، نو لدې کبله یو فکر منځ ته نشي راتلی ترڅو چې د حواسو په وسیله دماغ ته له مخکېنیو معلوماتو سره د واقع د احساس انتقال وجود ونلري، لنډه دا چې فکر او يا مفکوره پرته له مخکنيو معلوماتو څخه هېڅکله هم په لاس نه راځي، او نتيجه يي دا شوه چې کمونیستي مفکوره يوه بې اساسه اوبې عقله مفکوره ده.
همدارنګه پانګوالي مفکوره چې د دين او بې دينۍ ترمنځ د شاهانو او کليساګانو تر منځ د پېړيو جګړو په پای کې منځ ته راغله، او په دي سره سلا شو چې دين دې وي له ژوند، ټولني او دولت سره هېڅ کار نلري، چې له همدا د عقل په خلاف ودرېده ځکه چې هېڅکله هم پداسې ځای کې منځ کې درېدل ګټه نلري، يا به حق وي او يا باطل، يا ايمان او يا کفر، يا رڼا او تياره، ولې اسلامي مفکوره چې د عقل په اساس ولاړه ده، او انسان ته د الله تعالی باندې د ايمان راوړولو او د هغه د نبيانو او رسولانو قرآن کريم منلو امر کوي او عقل دې ته هڅوي چې په مغیباتو ايمان راوړي، چې د انسان له فطرت او پيدايښت سره مناسبه مفکوره ده، په دين، ژوند، انسان او الله تعالی باندې ايمان لري، او له همدې يوازې همدغه مفکوره ده چې د پلې کېدو صلاحيت لري. او يوازې همدغه د کاميابۍ او برياليتوب لاره ده.
اوس دا چې ايا مسلمانانوکله هم دغه اسلام عملي کړی؟ او که نه تش ايمان پري لري، او نور بيا له خپلو نظامونوسره چليږي؟ د دي په ځواب کې بايد ووايو چې مسلمانونو پخپلو ټولو دورو کې يوازې د اسلام دين پلې کړی، له هغې ورځې چې رسول صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، تر ۱۳۳هجري، ١٩١٨ ميلادي کال پورې چې د استعمار په ناوړه لاس د اسلام وروستی دولت ونړېد، چې د شریعت تطبیق شامل و تردې چې مسلمانان پدې ډګر کې تر ډېره بریده بریا ترلاسه کړه.
دا چې مسلمانانو اسلام عملاً تطبیق کړ، چې د نظام تطبیق کوونکی دولت وي، او په دولت کې دوه کسان د نظام تطبیقوونکي وي، چې لومړی یې قاضي وي چې د خلکو ترمنځ خصومتونه له منځه وړي، او دوهم حاکم وي چې دخلکو ترمنځ حکم کوي. هر چې قاضي وي، په تواتر سره دا نقل شوې چې قاضیان ان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې په استانبول کې د خلافت تر پایه پورې د خلکو ترمنځ شخړو او خصوماتو ته د پای ټکی ږدي، نوموړو قاضیانو ټولې چارې او احکام د شریعت په رڼا کې کول، که هغه یوازې د مسلمانانو ترمنځ وو او که د مسلمانانو او نامسلمانو خلکو ترمنځ. او محکمه به اسلامي وه، که هغې حقوقي، جزايي، او یا شخصي مساﺉل حل کول، یوازې په اسلامي شریعت به یې حکم کاوه. هېڅوک داسې روایت نلري چې هېڅ کومه قضیه یې له د اسلامي شریعت له احکامو پرته پای ته رسېدلې وي، چې تر ټولو نېږدې او ستر دلیل یې په اسلامي شریعت برابرو محفوظو محاکمو کې سجلونه دي، لکه قدس، بغداد، دمشق، مصر استانبول او داسې نور، چې دا یو یقیني دلیل دی چې یوازې اسلامي شریعت به قاضیانو تطبیق کاوه.
ان تردي چي غير مسلمانونو ، يهودي او نصاراوو به اسلامي فقه لوسته او ليکنې به يې پکې کولې، لکه سليم الباز او داسې نور چې په وروستیو پېړیو کې یې په اسلامي فقه کې تألیفات کړي دي، چې پر مجلو باندې یې شرحه ليکلې، او کومې قانوني مادې چې په اسلامي فقه کې داخلې شوې، هغه د علماوو د فتواګانو سره سمې داخلې شوې، چې د اسلام له احکامو سره مخالفت نلري، چې په همدې اساس په ١٢٧٥ هـ ١٨٥٧ م کي عثماني جزايي قانون، او په ١٢٨٨ هـ ١٨٧٠ م کې محکمې دوه ډوله شوې، شرعي محاکم او نظامي محکمې، او هرې يوې ته خپل نظام جوړ کړای شو، بيا په ١٩٩٠ هـ ١٨٧٧ کې د نظامي محکمو شخړې جوړي شوې، او بيا په پای کې په ١٢٨٦ هـ مدني قانون د مجلة الأ حکام په شکل سره راووت او په ١٢٩٦ هـ کې د حقوقي او جزايي محاکماتو احوالنامې جوړې شوې.
نو دغه ټول قوانين وروسته له هغې ومنل شول چې علماوو پرې فتواګانې ورکړې، او شيخ الاسلام هم اجازه ورکړه، که څه هم استعمار له ١٩١٨ م څخه پخوا په حقوقي او جزايي مسایلوکې په شريعت باندې فيصلې نکوي، ولې بيا هم هغه دولتونه چې که څه د استعمال زور پري و خو چې لښکرې يې نه وې ور داخلې شوې لکه حجاز، نجد، يمن او افغانستان ترنېږدې وخته پورې په اسلامي فقه فيصلې کېدې، که څه هم اوسمهال پدې هېوادونو کې مشران اسلام نه پلې کوي، خو موږ وینو چې اسلام په قضایي سیستم کې تطبیق کړای شوی، هغه ټکي چې حاکم بايد پکې اسلامي نظام تطبيق کړي په پینځو برخو وېشل کېږي: د اجتماع اړوند شرعي احکام، د اقتصاد، تعليم، بهرنی سياست او د حکومت نظام، چې په اسلامي دولت کې پینځه واړه پلې شوي دي، او پاتې شو د ښځو او نارینه وو اجتماعي نظام او ددوی ترمنځ علاقه او قانون، نو دا خو تراوسه د استعمار او کفريه قوانينو وجود کي هم اسلامي دي او بل شي ندي تطبيق شوي.
اقتصاد هم په دوه ډوله کيږي: يو له عامو وګړو څخه د خلکو د ستونزو د حل په موخه د ماليو اخيستلو کیفیت بل یې پر بېوزله کسانو وېشل ، د اخیستلو کیفیت یې دادی چې زکات له مال، ځمکو، څارویو څخه د عبادت په هدف اخیستل کېږي، او یوازې په هغه اته کسیزه ډله باندې وېشل کېږي کوم چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده او د دولت په چارو کې هېڅ د لګښت جواز نلري، مګر د شریعت له حکم سره سم د دولتي چارو په پرمختګ کې ګټه ترې اخیستل کېدای شي. همدارنګه خراج او جزيه او ګمرکي محصلوونه هم اخيستل شوي. د وېش او مصرف په هکله هم د عاجز او سفيه او مبذر او وصايت احکام تطبيق شوي چې، لنډه دا چې ټول اقتصادي نظام اسلامي و. د تعلیم په برخه کې هم اسلام ښودل کېده اسلامي ثقافت عام و، نصابونه ټول اسلامي وو، او ان پرديو کلتورونو چې کومو ټکو کې اسلام سره مخالفت نه درلود ترې اخيستل شوي. خو د عثماني دورې په پای کې د مدرسو په جوړولو کې څه کمی و، او دا ځکه چې دې وخت کې مسلمانان له فکري اړخه وروسته پاتې وو، ولې له دې څخه لږ مخکې بيا ټول خلک مسلمانانو ته ګوته په غاښ وو، چې د قرطبې، بغداد، دمشق، اسکندريې او قاهرې پوهنتونونو نمونه يادولی شو. په خارجي سياست کې هم دولت پر اسلامي بنسټ ولاړ و، او له هر چا سره يې اړيکې په اسلامي اساس باندې بنا وې او دا هم په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. د حکومت دستوري نظام هم له اسلام سره برابر او په اتو اجزاوو ولاړ و:
خليفه د دولت ريیس، نائب مرستيال، د تنفیذ مرستیال، د جهاد امیر، واليان، قاضيان، دولتي مصالح، ملي شوری – چې تر پایه پورې اته واړه اجزاوو شتون درلود، او هېڅ داسې وخت ندی راغلی چې مسلمانان دې خليفه ونلري، خو وروسته له هغه چي کافر استعمار ګر مصطفی کمال په کرغېړنو لاسو باندې په ١٣٤٢ هـ ١٩٢٤ م کال کې خلافت ړنګ کړ بيا نو خليفه او اسلامي نظام ورسره پيدا نشو، ولې له دې مخکې بيا هر څه وجود درلود، ملي شوری که څه هم له راشده خلفاوو څخه ورته زياته پاملرنه نده شوې يا پرېښودل شوې خو بيا هم حکومتي نظام هماغسې اسلامي و او څه فرق پکي نه و راغلی دارنګه د خليفه د بيعت په هکله بايد ووايو چي هېڅ خليفه پرته له بيعته ندی راغلی هغه که د أمت لخوا ياد اهل حل والعقد لخوا يا د شيخ الاسلام او ....... لخوا وي او يا يې طريقه کي فرق راغلی د بېلګې په توګه پلار پخپل ژوند کې زوی ته بيعت اخيستی او .... خو ټول بيعت و، لکه اوس چې دولت په انتخاباتوکې خپل پلویان کاميابوي خو بيا هم ورته انتسابي نه بلکې انتخابي غړي ويل کيږي.
لنډه دا چې اسلامي مفکوره په پوره ډول سره بريالۍ وه: چې د وه دليلونه ورته يادولی شو:
لومړي دا چي اسلامي فکري قیادت عربي ټولنه د وروسته پاتي والي، تعصب، تيارو څخه د يو فکري پاڅون پخوا او د اسلام د هغه ځليدونکي ستوري پخوا روان کړل چې يوازې عرب نه بلکې ټوله نړۍ ته ورسېد، مسلمانان په نړۍ کې ګرځېدل او اسلام يې نړيوالو ته ورساوه او فارس، عراق، شام، مصر، شمالي افريقيا یې په خپله ولکه کې راوستل، چې په یادو شوو هېوادونو کې ګڼ ملتونه او قومونه له ګڼو دينو، او کلتورونو سره اوسېدل، په فارس کې قوميت د روم او شام له قومیت سره توپیر درلود، او په مصر کې د قبطیانو قومیت له بربر سره په افریقا کې فرق درلود، ددوی عادتونه، تقالید او دینونه بېل وو. خو چې کله هم اسلام ورته راورسېد نو ټول له يو مخې پکې داخل شول او ځان يې پرې پوه کړ، او ټول یو امت او یو ملت وګرځېدل، چې هغه اسلامي امت دی. د اسلام په رنګ رنګ شول سربېره پردې چې سفري وسايل وروسته پاتې او کم وو خو بيا هم اسلام دومره پرمختګ تر لاسه کړ چې هېڅ ساری نلري، او له فتحې څخه يوازې د دښمن د زور ماتون، او د خلکو د لارې خلاصون لپاره کار اخسيتل کېده او نور نو خلکو له خپل عقل څخه کار اخيست او خپل فطرت سره د اسلام دين ته ډلې ډلې ننوتل. ولې استعمار بيا هغه څه دي، چې د فاتح او مفتوح، غالب او مغلوب تر منځ واټن زیاتوي، او استعمار ته د کاميابۍ چانس نه ورکوي، او که چېرې دغه فکري پروپاګند او د مزدورانو ظلم او زياتی نه و، نو بېرته اسلام ته ګرځېدل د سترګو له رپ څخه هم اسانه و... او لکه څنګه چې پخوا بريالی و او ملتونه يې سره يو کړي وو بيا هم کولی شی ان د قيامت تر ورځې پورې د غسې وساتي، او نه هم ترنن ورځي کوم ملت يا قوم له اسلام څخه اوښتی او مرتد شوی دی.
ولې د اندلس مسلمانان د نصراني تفتيشي محکمو ، او د اورونو او د جلا دانو په لاسونو پوپنا شول، دارنګه د بخاری، قفقاز، او ترکستان مسلمانانو باندې هم همدغه حال راغی، ولې بياهم د دې خلکو مسلمان پاتې کېدل او يو ملت او يو موټی ګرځېدل د اسلامي مشرتابه او اسلامي مفکورې اسلامي دولت او د هغې پلې کېدو برياليتوب ښيي.
او ددې قیات د بریالیتوب دويم دليل دادی چې اسلامي امت د فرهنګ، ثقافت، پوهې او مدنیت له پلوه په ټوله نړۍ کې تر ټولو امتونو لوړ امت دی، او په دوولو پېړیو کې اسلامي دولت د نړۍ په ټولو دولتونو کې ستر دولت پاتې شوی دی، له اوومې میلادې پېړۍ څخه پیل ان د اتلسمې پېړۍ تر نیمایي پورې، چې نوموړی امت په ټوله دنیا کې ځلېده، چې دا ټول د اسلام په بریالیتوب او قیادت دلالت کوي، چې یو سم نظام او عقیده درلودونکی دی.
ولي کله چي اسلامي امت او اسلامي دولت له خپلي دندې څخه لاس واخيست او نور یې فکري مخکښۍ ته شاکړه اسلامي دعوت يې پرېښود، په اسلام یې ځان پوه نکړ او نه يي په ځان پلي کړ، د امتونو او ملتونو تر منځ پاتې او وروسته پاتې راغي. ځکه خو يو ځل بيا بايد دغه فکر دنيا ته وړاندي شي ، او يو ځل بيا د دنيا مشري دغه رښتني مشر او صلاحيت لرونکي توانمند سړي په لاس کي واخلي او يو ځل بيا هغه نيکمرغي او کاميابي تر لاسه کړي چي مخکي يي کړي ؤ .
هو اسلام له انساني فطرت سره برابر هغه عقيده ده چي ځانته خپل نظام او قانون لري ، خو داچي انسان يو صناعي شي ندي تر ځو پري يو نظام له هندسي قياسونو سره سم تطبيق شي ، بلکي دا يو اجتماعي موجود دي ، چي د خپل طبيعت سره نظام پلي کوي او د همدي طبيعي فرقونو او اختلافاتوله مخي پکي کمي او زياتي هم راتلي شي ، نو د خلکو تر منځ نزديوالي کيداي شي خو يو شي والي نه ، ولي ټول بايد قانع
او مطمين وي ، او کيداي شي ځوک يي مخالفت هم ونکړي او ځوک به يي له سره مني نه ، او ځيني به بيرته ګرځي ، په ټولنه کي به فاسقان او فاجران هم وي او منافقان او کافران ، مرتدين او ملحدين به هم وي ، ولي اعتبار به د ټولني اکپريت ته وي ، اعتبار به د ټولني افکارو ، مشاعرو ، او نظام ته وي ، او کله چي دا شيان اسلامي ؤ نو ټولنه بيا پخپله اسلامي ده .
دا هم بايد په ياد ولرو چي هيځوک نشي کولي د محمد صلي الله عليه وسلم په ځير نظام او دين پلي کړي ، خو د هغه په وخت کي هم کفار ، منافقين ، فاسقان ، فاجران او مرتدين او ملحدين موجود ؤ ، خو بيا هم هيځوک پرته له دي بل ځه نشي ويلي چي محمد صلي الله عليه وسلم په پوره ډول سره اسلامي پلي کړي ؤ ، او د هغه ټولنه يوه سرتاسري اسلامي ټولنه ده هو د مديني د لومړي ورځي نه د استعمار او پانګوالي نظام تر راتلو پوري په اسلامي نړي اسلام پلي ؤ ، سره له دي چي مسلمانانو له نورو ژبو څخه د فلسفي او کلتورونه وژباړل ، ولي هغوي هيځ قانون او نظام ونه ژباړؤ ، او نه يي ولوست ، ځکه چي هغوي اسلامي نظام درلود ، په هغه پوهيدل او نغي يي پلي کؤ ، دا هم کيداي شي چي کله ناکله به د کمزوري پوهي ، يا کمزوري مشر ، او ...... بل لامخي د اسلامي حکم په پلي کولوکي ځه غلطي راغلي وي چي هيځ له دي ستونزو څخه نشي خلاصيدلي ، ولي دا دوي معني نه ورکوي چي اسلام پلي شوي ندي او يا يي پر ځاي بل شي پلي شوي ، سره له دي چي موږ بايد د اسلامي تاريخ کتلو سره دوه ټکوته پاملرنه وکړو :
لومړي دا چي دا تاريخ بايد د اسلام له دښمنانو بلکي له پوره تحقيق او ځيړني څخه وروسته يي له مسلمانانو څخه واخلو ،
دويم داچي ټولنه دځينو افرادو په تاريخ باندي قياس نکړو ، او يا هم د تولني د يوي خواسره ، مثلاً دا غلطه خبره ده چي موږ له اموري دوري څخه يوازي ديزيد دوره راواخلو او يا داسي له غياسي دوري څخه د الآغاني کتاب يا کوم بل د شعرونو ديوان يا دصوفيانو ځه شي را واخلو او بيا په توله دوره باندي همدا حکم صادر کړو ،
بلکي موږ بايد ټوله ټولنه ولټوو ، دا سره له دي چي تراوسه د اسلامي ټولني تاريخ بيخي ليکل شوي ندي ، کوم چي شته هغه د ځو حاکمانو او او مشرانو چي زياته برخه يي د غير ثقه يا دستايونکو او يا بدونويکو لخوا ليکل شوي ، کله چي اسلامي ټولنه پدغه ډول سره ولولو نو بيا وينو چي اسلامي ټولنه ځومره غوره ټولنه ده ، لکه ځرنګه چي لومړيو پيريوکي وه ، بلکي ان د عثماني دولت تر وروستيو ورځو پوري اسلامي نظام پلي ؤ . بيا هم بايد په پام کي وي چي تاريخ هيځکله د فقي يا نظام يا قانون ځانته خپل منبع او بنسټ لري ، مثلاَ که موږ د روسيا قانون لوستل غواړو نو د روسيا تاريخ نه بلکي د کمونستي قانون کتابونه ګورو همدا رنګه د انګلستان په هکله موږ دانګلستان تاريخ نه بلکي د هغوي قانون لولو . همدارنګه اسلام هم يوه عقيده ، نظام او قانون دي نو بايد چي له تاريخ نه بلکي اصلي مراجعو څخه يي تر لاسه کړو ، که موږ د اسلام پيژندل غواړو بايد د فقي او اصولي فقي کتابونه وګورو نه د تاريخ ، او يا د حاکمانو تاريخ او يا ځو تاريخي پيښي او که چيرته يي ګورو نو بايد پدي
په دي نظر سره يي وګورو چي دغه حکم عمربن الخطاب ، يا عمربن عبدالعزيز يا احمد يا ابو حنيفة شافعي د فلاني بيان کړي او ښکاره کړي يا پيژندلي او راپيژندلي ، نه دا چي د پلاني وخت کي داسي شوي او دبستاني وخت کي هاغسي ، بلکي ښه داده چي پدي هکله خپله د فقي او احکامو، يا نظام او قانون کتابو ته وګرځو او وګورو چي هلته ځه دي او له کوم ځايه ليلک شويدي ، چي پدي وخت کي به رښتيا ځرګندشي او معلوم به شي چي مسلمانانو پرته له اسلام څخه بل هيځ نظام نه لوستي او نه يي منلي او نه يي پلي کړي دي ، بلکي ان دومره هځي يي هم کړي چي خپله فقه له کمزور روايتونو څخه پاکه کړي او له منلو څخه يي ډډه وکړي ، او تر اوسه پوري د اسلامي فقي په کتابوکي هيځ غير اسلامي حکم يا ماده نه ليدل کيږي چي تا پخپله د دي ښکاره دليل ده اسلامي امت هيځکله غير اسلامي نظام نه لوستي ، نه يي منلي او يا پلي کړيدي ، او بيا هم که تاريخ لولو نو بايد د پلي کولو د چل زده کولو لپاره يي ولولو . بيا هم تاريخ په دري ډوله سره نقليږي : ١ – کتابو له لاري . ٢ – د اثارو له لاري – ٣ – د رواياتو له مخي . په لومړي مصدر خو يقين ځکه نشي کيداي چي دا کتابونو په ټولو دورو کي د سياسي ظروفونو اغيزلاندي ؤ ، او يا د دښمنانو په دوره کي يو دبل په ضد ليکل شوي ، چي ښکاره مثال په مصرکي د علوي کورني تاريخ ده چي له ١٩٥٢ م مخکي به يو ځلانده خوله دي وروسته يو لقد تاريخ بلل کيده ، دويم مصدرکه په سمه پاکه طريقه ولوستل شي نو کيداي شي يو ځه لاسته راشي او بيا هم چي د مسلمانانو پاتي شوي اثار وکتل شي نو معلومه به شي چي په اسلامي نړي کي پرته له اسلامه بل شي نه ؤ .
دريم مصدر هم هغه مصدر که په سمه مناسبه طريقه لکه د حديثو روايتونه ولوستل شي نو بيا يو پاکه او يقيني مصدر دي . ځکه خو داسلامي تاريخ پخواني کتابونه طبري يا ابن هشام يا ..... په همدغي طريقي سره ليکل شوي ، لنډه دا چي اسلامي نړي کي يواځي اسلام تطبيق شوي او بس .
ولي کله چي لومړي نړيواله جګړه پاي ته ورسيده خلفا يا متحدين برلاسي شو او لور دلښي بيت المقدس ونيؤ نو هلته يي وويل : الآن انتهت الحروب الصليبية – اوس صليبي جګړي پاي ته ورسيدي . هو له همدغه وخته استعمار او دښمن په موږ باندي خپل پانګوالي نظام په زور باندي پلي کړي ، او غواړي چي د هميش لپاره همداسي وي ، ولي مسلمانان دوي نظام د نړولو او ددي قانون د چپه کولو لپاره لاس په کارشي ، تر ځو يو ځل بيا اسلامي نظام پلي شي ،
دا غلطه خبره ده چي موږ د خپل نظام پر ځاي کوم بل نظام ومنو ، او خپل نظام پرته له عقيدي څخه دستونزي حل ولولو ، سمه خبرداده چي لومړي امت په عقيدي منګولي ولګوي او بيا د هغي عقيده څخه وتلي نظام باندي ، هويو مبدأ او عقيده لرونکي امت بايد دغسي ، ولي نور بي عقيدي اوبي مبدأ امتونه بيا پروانه لري چي داسي ونکړي ځکه هغوي عقيده نلري نو ځه پسي به وګرځي . هغوي ته يواځي همدابس ده چي حاکمان يي په عقيده پوه وي ، او دا هم غلطه ده چي موږ له اسلامي عقيدي سره قومي يا اشتراکي نظام هم ومنو ، ځکه چي دغه مفکوره پرته له ماديت څخه هيځ معني نلري ، او ماديت بيا د فطرت او انسانيت ضد مفکوره ده ، چي يابه اسلام وي او يا ماديت .
او دا هم نشي کيدلي چي ديني نظام مو دي اسلام او نوردي اشتراکيان يو ، او که نه نو دواړه به رانه پاتي وي ، او يا دا چي اسلامي نظام او قانون ومنو خو عقيده يي پريږدو ، بلکي پکار داده چي اسلام عقيده او شريعت او دعوت او فکريه قيادت يا مخکښي ټول يو ځاي سره واخلو .
هو زموږ د پاځون او پرمختګ يوه لاره ده هغه چي بيرته اسلام ته وګرځو ، او اسلام ته تر هغي نشو ګرځيدلي چي ترځو اسلامي دولت نه وي، او اسلامي دولت تر هغي نشي راتلي تر ځو اسلام پوره عقيده او شريعت ، نظام او قانون د ژوند تګلاره ، او هريي ستونزي حل ونه منو ، هغه نظام چي له قرانکريم سنتو ، او اسلامي فقي او ثقافت له کتابو څخه اخيستل شوي ، او دا کار پرته له اسلامي فکر اخيستلو او خپرولو او اسلام پلي کولو نشي کيدي . تر ځو اسلام ټولني او دولت او ټولي نړي کي حاکم شي .
هو دا وموږ يواځني لار ده چي چي له اسلامي مخکښ فکرسره سم اسلام ته راګرځو او بيايي خلکوته د اسلامي دولت له لاري ورسوو .
بشاشه
نور بيا......









