خلک پرې دوبۍ ته راولم

هلال مومند ١٩ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-09 12:29:00 م

د دوبۍ په هوایي ډګر کې الوتکې ته وختم او د خپلې څوکۍ په لټه کې شوم. څوکۍ چې مې پیدا کړه ګورم چې په څنګ کې بلې څوکۍ ته یې څښتن ځان وختي رسولی ؤ. راته یې وکتل او موسکی شو:

-  روریه په خیر!

 ما هم ورته وویل په خیر. پېژ‎نګلو مو سره وکړه.

- زما نوم سید اقبال دی.
- زما نوم هلال دی.
- څه کوې؟ پېښور ته ځې؟
- هو پېښور ته ځم.

 بڼدار نور هم اوږد شو خو د بنډار په دوران کې سید اقبال ما ته د کتلو په ځای سترګې د خپل ګرځنده تیلي فون په ښيښه خښې کړې وې. زما سودا شوه چې سید اقبال به په تیلي فون کې څه لټوي؟! خو هغه لکه چې راباندې پوه شوی وي، راوکتل:

-  روریه پیدا مې کړو!!

ما چې وکتل د تیلي فون په ښیښه یې د یوې مشهورې عربۍ سندرغاړې انځور ـ چې د اواز د خوږوالي سره په ښکلا هم مشهوره ده ـ پروت ؤ. ما ورته وویل چې: په دې څه کوې؟ راته یې وخندل.(( دا خو زه کلي کې خلکو ته ښایم؛ خلک پرې دوبۍ ته راولم.))

مارچ ۲۰۰۸، دوبۍ

مسا فر ٢٠ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-10 10:35:15 م

زه به درته د یو شا عر شعر د عربا نو په هکله ډ ا لی کړم

محمد ص ته
ستا قو بي غيرته بي همته شو
ځکه د يهو د و نه هم ښکته شو
پو نفر يهو د زو عربا ن يو شي
د ا عيا ش د يند ا ر آ بي ا يما ن يو شي
دوي چه د قرا ن پيروي پريښود ه
کله ئي د جها د تو ره چه کيښود ه
عيش کښي د شر ا بو ا وکبا بو شو ل
مينه کښي د مست ژوند د ا سبا بو شول
د وي چه ښځي لوڅي ا و بر بنډي کړي
کله چه شيخا نو ږيري شنډي کړي
بيا نو غلا ما ن د ا مريکا شو ل د وي
ځکه د ا سلا مه نو ر جد ا شو ل د وي
و ينه ئي بي قد ره ا و ا رزا نه شو ه
پيغله ئي د بو ش خو ا ته روا نه شوه
د ا د عر با نو مسلما نو حا ل
د ا د ي ا ي سعید ه د شيخا نو حا ل


مننه