په کونړ کې بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله واوخته!
١٨ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-08 15:07:00 م
نن له غرمې وروسته دکونړ ولايت دڅوکۍ په ولسوالۍ کې دبهرنيو پوځيانو پريو کاروان دسرک دغاړې ماين چاودنه شوې.دجلال اباد په هوايي ډګر کې دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو افغان ژباړن ډاکتر محمدشفيق همدم تول افغان ته وويل په چاودنه کې يو بهرنې سرتيرې وژل شوې او څلور تنه نور ټپيان شويدي.همدم وويل دچاودنې له امله يو ټانګ هم ويجاړ شويدې.هغه وويل ټپيان ددرملنې په موخه پوځي روغتون ته ليږدول شويدي.نوموړي ددغو پوځيانو دهويت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو په کونړ کې ميشت ټول سرتيري دامريکا په هيواد پورې اړه لري









