(2) قضا او قدر

١٨ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-08 14:02:00 م

اسلامي نظام

قضا او قدر

 الله تعالى د آل عمران په سورت کې وايي: و ما کان لنفس ان تموت الا باذن الله کتابا مؤجلا – هيڅوک نشي کولاى پرته د الله تعالى له اجازې او ټاکلې نيټې څخه مړشي، په الاعراف سورت کې وايي: و لکل اُمة اجل فاِذا جاء اَجلهم لا يستا خرون ساعة و لا يستقدمون -  د هر چا لپاره يوه نيټه ده چې کله راشي بيا نه ورسته کيږي او نه مخکي کيږي . په الحديد سورت کې وايي : ما اَصاب من مصيبة في الارض و لا في انفسکم الا في کتب من قبل ان نبراها ان ذلک علی الله يسير_ هيڅ کوم مصيبت  په ځمکه او ستاسو په ځانونو کې پرته زموږ له ليکلو څخه نشي رسېدلاى، ريښتيا دا کار الله تعالى ته اسان دى.

په التوبه سورت کې وايي: قل لن يصيبنا الا ما کتب الله لنا هو مولنا، و علي الله فليتوکل المؤمنين – ورته ووايه چې موږ ته پرته د الله تعالى له ليکلو بل هيڅ راونه رسيږي ، هغه زموږ مرستيال دى او په الله تعالى باندې بايد مؤمنان توکل وکړي. په سبا سورت کې فرمايي: لا يعزب عنه مثقال ذرة فى السموات والارض ولا اصغر من ذلک ولا اکبر الا فى کتب مبين– له هغه څخه يوه ذره هم نه په آسمانوکې پټېداى شي او نه په ځمکه کې او ټول واړه او غټ په ښکاره کتاب کې شته دي. په الانعام سورت کې وايي: و هو الذي يتوفکم باليل و يعلم ما جرحتم باالنهار ثم يبعثکم فيه ليقضى اجل مسمى ثم اليه مرجعکم ثم ينبئکم بماکنتم تعملون- هغه تاسې د شپې ويده کوي او د ورځې په کارونو مو پوهيږي، بيا مو په ټاکلې نېټه راژوندي کوي، بيا به هغه ته ورګرځئ او په خپلو کړو به مو خبروي، په النساء سورت کې وايي: و ان تصبهم حسنة يقولوا هذه من عندالله و ان تصبهم سيئة يقولوا هذه من عندک قل کل من عند الله فمال هوْلاء القوم لا يکادون يفقهون حديثا- که ښه ور ورسيږي وايي، دا د الله تعالي له خوا دي، که بد ور ورسيږي وايي، دا د تا له خوا دي، ورته ووايه هرڅه د الله تعالى له خوا دي، نو بيا ولې دغه قوم په هيڅ خبره نه پوهيږي.

په دغه او په داسې نورو آياتونو باندې ځينې خلک د قضا او قدر په هکله داسې څه ليکي چې انسان پخپلو ټولو کړو کې مجبور ښيي او وايي چې انسان په هر څه باندې د الله تعالى له خوا مجبور دى. هغه دى او د ده ټول کړه وړه  پيدا کړي دي او وايي : والله خلقکم وما تعملون – يا دا حديث شريف يادوي، چې وايي: (نفث روح القدس فى روعي، لن تموت نفس حتى تستوفى رزقها و اجلها و ما قدر لها)  جبريل عليه السلام زما په زړه راکړل چې يو څوک به تر هغې مړ نشي چې رزق يې نه وي پوره شوى، اجل يې نه وي رارسيدلى او تقدير يې نه وي پوره شوى.

د قضا او قدر مسئلې په اسلامي ډلوکې سخت زور اخيستى ؤ، اهل سنت وايي: انسان په خپل اختيار سره هر څه کوي او همدغسې ورسره حساب هم کيږي. معتزله وايي: انسان د خپلو کړو وړو خالق او پيدا کوونکى دى او په همدې اساس ورسره حساب هم کيږي. جبريه وايي: انسان د بڼکې غوندې دى چې کومې خوا ته يې الوځوي، هيڅ اختيار نه لري.

ولې که دغې مسئلې ته په ژور ليد سره وګورو، نو پوه به شو چې د مسئلې له بنسټ پوهنې څخه د دې د حل لپاره بله هېڅ لاره نشته. دلته اساسي خبره دا نه ده چې انسان خپل کړه وړه پيدا کوي او که الله جل جلاله؟ يا دا د الله تعالى علم کې شته يا دا د الله تعالى له ارادې سره سم تر سره  کيږي. که داسې شي د الله جل جلاله اراده د بنده په اراده پورې تړل کيږي او يا په لوح محفوظ کي ليکل شوي او نه دا چې دا کار په انسان فرض دى.

خو د انسان کړو وړه او په هغې باندې ثواب او عذاب په دې خبرو پورې نه دي تړلي، بلکې د موضوع تړاو په هرشي باندې د الله جل جلاله د محيط علم شتون، د هغه اراده چې په ټولو ممکناتو کې راځي او په لوح محفوظ کې د هرڅه ليکل دي او دا چې د عمل په کړلو ثواب او عذاب ترلاسه کيږي بېله موضوع ده، يعنې آيا انسان د خير او شر په کارونو کې ملزم ګرځول شوى که مخير؟ آيا انسان د عمل په سرته رسولو کې مختار دى که مجبور؟

د انسان په افعالو کې له غور او فکر څخه وروسته څرګنديږي چې د انسان په ژوند او چاپيريال کې چې کوم کارونه ترسره کيږي په دوه دايرو کې راځي، لومړۍ هغه دايره چې په پوره توګه د ده په اختيار کې دي او دويم هغه چې په پوره ډول د ده له اختيار څخه بهر دي او دى پکې هيڅ رنګ لاس نه لري، که له ده څخه صادريږي او که په ده ورواقع کيږي.

هغه چارې چې دى پکې لاس نه لري په خپله په دوه ډوله دي: يو هغه چې د کايناتو له نظام سره سم منځ ته راځي. دويم هغه چې له نظام سره سم منځ ته نه راځي. ولې بيا هم د ده له واک څخه خارج او وتلي دي. لومړى ډول هغه دي چې د نظام سره سم رامنځ ته کيږي او انسان هم ورته سر ټيټوي او په بدلون کې يې څه نشي کولى او دا په انسان باندې جبرا دوران کوي. د بېلګې په توګه د کايناتو او ژوند چارې چې انسان په کې هېڅ بدلون نشي راوستلاى او نه ورسره مخالفت کولاى شي. نو ددې دايرې اعمال د انسان د ارادې څخه وتلي دي او دى په دې کې مجبور دى نه مخير لکه، دنيا ته راتګ بېرته تګ، يا په هوا کې سم تلل، يا د او بوله پاسه سم تګ، يا د سترګو او نورو اندامونو د رنګ او څرنګوالي ټاکل، يا د سر د شکل جوړول، يا د خپل جسم د حجم ټاکل. دا ټول الله جل جلاله جوړ کړي بې له دې چې د مخلوق بنده په کې کوم اغيز وي، ځکه الله تعالى هغه ذات دى چې د وجود نظام يې پيدا کړى او د شتون لپاره يې منظم کړى او کاينات پکې داسې څرخي چې د ده له امر څخه سرغړونه نشي کولاى.

دويم ډول هغه افعال چې د انسان په قدرت کې نه دي، دفع يې نشي کولاى او د وجود د نظام سره هم سمون نه لري. يا له انسان څخه صادريږي او يا په انسان جبرا تحميل کيږي. لکه د يو چا له بامه راغورځېدل او د هغه مړه کېدل، يا د مرمۍ د ويشتلو پرمهال خطا کېدل او د مرغه په ځاى دانسان لګيدل او مړه کيدل، يا د موټر او اورګاډي ټکر او چپه کېدل او د خلکو مړه کيدل او يا د طيارې رالوېدل او د سپرلۍ وژل کېدل، چې د انسان له واکه بهر دي او داسې نور دغو ټولوته قضا ويلى شي، ځکه چې يواځې الله تعالى په دې هکله قضا، فيصله او پرېکړه کړې ده او بل هېڅوک پکې لاس نه لري او ځکه خو په دې هکله له انسان سره حساب هم نه کيږي دا که د انسان لپاره ګټه او يا ضرر هم ولري، ښه يې بولي او که يې بد بولي دا د انسان د تفسير له مخې دي. خو په خيراو شر، ګټه او تاوان باندې يې پرته له الله تعالې څخه بل څوک نه پوهيږي، ځکه چې انسان نه پکې لاس لري، نه ترې خبر دى، کيفيت يې ورته نه دى معلوم او په مطلقه توګه يې نه جلبولى شي او نه يې دفع کولى شي او نه څه کولى شي. په انسان يوازې داده چې په دغه قضا ايمان راوړي او ووايي چې دا د الله جل جلاله له لوري دي.

او قدر بيا دې ته وايي چې ټول هغه کړه وړه چې د انسان په واک کې دي او که نه دي، که کاينات دي، که ژوند دى او که انسان، الله تعالى په يوه تاکلي اندازې سره پيدا کړي دي او هر چا ته يې د هغه له فطرت او پيدايښت سره سم، په ټاکلې اندازه ځانګړي خويونه او واکونه ورکړي دي، چې هېڅکله هم ترې سرغړاوى نشي کولى لکه اور سوځول کوي او لرګى سوځول کيږي او چاقو غوڅول کوي او دا ټول د يوه نظم له مخې کار کوي او که کله هم له خپل خوى او خاصيت څخه سرغړاوى کوي نو بيا به دا ډول څيز نه شمېرل  کيږي او يو خارق العاده کار يا د الله تعالى د رسولانو او انبياوو معجزې بلل کيږي. همدارنګه الله تعالى د انسان په خټه او فطرت کې هم څه خويونه، خاصيتونه، غوښتنې او غريزې  ايښې دي، لکه د نوعې د بقا په غريزه کې جنسي ميل، په عضوي غوښتنو کې دلوږې او تندې غوښتنې چې د وجود له نظام سره سمون لري. نو دغه ټاکل شوي خاصيتونه الله تعالى مقدر کړي  او قدر بلل کيږي او الله جل جلاله دڅيزونو، غرايزو او عضوي غوښتنو خالق دى او په دې کې انسان هېڅ اغيز نه لري. په انسان يوازې داده چې ايمان ورباندې ولري چې دا هرڅه له خاصيتونو سره يوځاى الله سبحانه و تعالى پيدا کړي دي.د دې په واسطې سره انسان کولى شي چې ښه او يا هم بد، ګتور او يا زيانمن کارونه ترسره کړي. نو که دغه کار د الله تعالى له امر سره سم وي ښه، خير او ګته بلل کيږي او که نه نو شر، بد او تاوان بلل کيږي.

لنډه دا چې مسلمان بايد پوه شي چې کوم شيان د ده له واک څخه بهر وي، هغه د الله تعالى له خوا وي که خير وي او که شر او همدغه رنګ د هر شي، عضوي غوښتنو او غريزو، هر ډول خوى او خاصيت د الله تعالى له خوا په يوه ټاکلې اندازه ايښودل شوى دى او انسان يا مخلوق پکې هېڅ اغيز نه لري. دا برابره ده که پايله يې خير وي او که شر، نو له دې امله دا په مسلمان باندې حتمي ده چې د خير په قضا او د  شر په قضا باندې ايمان ولري او دا ومني کوم افعال چې د ده له ارادې بهر دي د الله جل جلاله له لوري دي. او د قدر په خير او شر ايمان ولري ځکه چې په دې عقيده ولري چې د شيانو په طبيعت کې خواص د الله جل جلاله له لوري دي، که پايله يې خير وي او که شر، انسان په کې هېڅ اغيز نه لري. نو د انسان اجل، رزق او نفسي غوښتنې ټول د الله تعالى له خوا په ټاکلې اندازه غوره شوې دي. لکه جنسي غوښتنه او د تملک غوښتنه چې د نوعې او بقا په غريزو کې شتون لري او لوږه او تنده په عضوي غوښتنو کې شتون لري، ټول د الله له لوري دي.

دا د ټولو شيانو د خواصو او د هغه افعالو په اړه وو چې په انسان باندې تسلط لري. هغه افعال چې انسان پر هغو تسلط لري، په هغو کې انسان بشپړ اختيار لري، د خپل واک او اختيار په دايره کې هر څه له شريعت سره سموي او که مخالفت ورسره کوي. که خوراک، څښاک، يا تګ راتګ کوي هم يې خپله کوي او که يې نه کوي هم يې په خپله کوي، که سوځول کوي او که پرېکول، ځان مړوي او مالدار کوي، يا يې وږى کوي هر څه دى کوي. نو له همدې امله په دې دايره کې پوښتل کيږي.

نو د شيانو، غريزو او عضوي غوښتنو خاصيتونه الله جل جلاله مقدر کړي او د هغوى لازمه يې ګرځولې ده، خپله خاصيت عمل نشي کولاى بلکې انسان د دغه په فعل کې اغيز لري او کله يې چې استعمالوي عمل ورڅخه منځ ته راځي.لکه جنسي غوښتنه چې د نوعې په غريزه کې شتون لري، د خير او شر دواړو وړتيا هم لري. د لوږې مړول هم يو ډول عضوي غوښتنه ده چې دا هم د خير او شر دواړو وړتيا لري. نو دا چې د خير له مخې يې عملي کوي او که د شر، دا هم انسان دى نه غريزه او عضوي غوښتنه. نو ځکه الله تعالى انسان ته عقل، ادراک، تميز او پوهه ورکړې او هغه ته يې ښه او بد دواړه لارې ښودلې دي. و هدينه النجدين_ په انسان کې يې د فجور او تقوا ادراک ځاى پرځاى کړى فالهمها فجورها وتقواها_ نو کله چې انسان دغه کار د الله تعالې له وينا سره سم ترسره کوي، نو ښه کار کوي او د تقوى لور ته ځي او که د الله جل جلاله د امر خلاف يې ترسره کوي نو په غلطه ځي د فجور لوري ته مخه کوي. نو په دغو ټولو اعمالو کې انسان خير او شر ترسره کوي او هم په انسان خير او شر ترسره کيږي او په همدې اساس ورسره حساب هم کيږي، ځکه چې دغه کارونه دى پرته له مجبوريته په خپلواکه توګه ترسره کوي، نو ثواب او عذاب ورکول کيږي. ځکه غريزې، عضوي غوښتنې او د هغو خاصيتونه د الله جل جلاله له لوري دي او د خير او شر وړتيا يې هم د الله جل جلاله له لوري ده، خو دا الله جل جلاله الزامي کړې نه ده چې دا به ترسره کوي. دا انسان دى چې په دغه سره عمل ترسره کوي او يا خير لور ته يې بيايي او يا هم د شر لور ته او الله جل جلاله چې کله انسان پيدا کړ عقل، پوهه، تميز او ادراک يې هم ورسره پيدا کړ او دا يې د شرعي مکلفيت اساس هم وګرځاوه. ثواب يې ورته وټاکه ځکه چې د عقل په واسطه خير تشخيص کړي او عملي يې کړي او عذاب يې ورته وټاکه ترڅو د عقل په واسطه حرام تشخيص او ځان ځنې وساتي. نو په دې برخه کې د الله جل جلاله جزا حق او عدل ده، ځکه چې انسان د دغه کارونو په کړنه کې مختار وو نه مجبور  او قضا او قدر په دې هکله هيڅ ګرم نه دي، ځکه خو الله تعالى وايي: کل نفس بما کسبت رهينة – هر سړى په خپلو کړو وړو باندې ګرو دى.

ولې د الله تعالى علم او پوهه يا د هغه اراده څوک په دې نه مجبوروي چې يا دې ښه وکړي يا بد. د الله تعالى علم په دې دى چې انسان به په خپل اختيار سره دغه عمل ترسره کوي او د انسان د کړنې لپاره د الله تعالى علم او اراده اساس او علت نه دى، بلکې يوازې ازلي علم دى چې انسان به دغه چاره ترسره کوي او په لوح محفوظ کې ليکل يوازې دا معنى لري چې د الله جل جلاله علم په هر څه محيط دى.

د الله تعالى د ارادې معنى داده چې د الله جل جلاله اراده بنده نه مجبوروي چې يوڅه ترسره کړي بلکې هر څه په خپلې ارادې سره کوي. نه دا چې دى بل څوک مجبوروي، کله چې بنده يو کار کوي، کولى يې هم شي او الله يې هم په هماغه وخت نه ځنې اړوي او مختار يې پريږدي نو د دغه کار د الله تعالى په اراده وو خو ورباندې مجبور هم نه وو.  او داسې يوه اراده د ده په کار کې وه چې دى يې په عمل مجبور کړى نه وو.

دلته ده چې قضا او قدر په انسان د خير د ترسره کولو او له شر څخه د ځان ساتلو هڅه کوي او په دې يې پوهوي چې الله تعالى د انسان څارونکى او حساب کوونکى دى، انسان ته يې د چارو دکړلو او نه کولو اختيار ورکړى. که په اعمالو کې يې اختيار ښه نه ګڼلى نو بيا يې ولې شديد عذاب انسان ته ټاکلو نو دلته هر صادق مومن د قضا او قدر حقيقت موندلى شي او په حقيقي ډول دا پيژني چې الله جل جلاله انسان ته عقل او اختيار دوه لوى نعمتونه ورکړي، نو ځکه له انسان څخه سخته مراقبه کوي، له الله جل جلاله څڅه سخت ويريږي، د الله تعالى اوامر پرځاى کوي او له نواهيو څخه ځان ساتي، ترڅو د الله تعالى له عذاب څخه ځان وساتي او د جنتونو په مينه او تمه سره يا تر دې هم لوړ مطلب لپاره يعنې د الله تعالى د خوښې او رضا لپاره هڅه او هاند کوي.

 

بشاشه