بوش: د امریکا راتلونکي ولسمشر ته عراق او افغانستان نه، پاکستان ستر چیلنج دی
١٨ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-08 10:10:00 م
سرچينه: www.usnews.com
د یو ایس نیوز ګورتپاڼې پرون لیکلي دي چې د ولسمشر بوش په باور عراق او افغانستان نه بلکه پاکستان به د امریکا د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر ته ستر کار وي.
خبر د فوکس نیوز ژورنالیست بیل کریستول له قوله زیاتوي چې تېره اونۍ د ژونالیستانو سره په یوه یونیم ساعته ناسته کې ولسمشر بوش د خبرو په جریان کې دې مطلب ته اشاره وکړه چې نوموړی په دې اند دی چې عراق به د امریکا د راتلونکي ولسمشر لوی چیلنج نه وي ځکه د ده په باور تر ډېره حده به بې په ښه شکل کې وروسپاري. نوموړي دا هم ویلي دي چې افغانستان به هم لوی چیلنج نه وي ځکه چې افغانستان هم د ادارې وړ دی. راتلونکي ولسمشر ته به ستر چیلنج \"پاکستان وي، چېرته چې مونږ ملګری حکومت لرو چې هم همکاري کوي او هم یې نه کوي، دا په رښتیا چې پېچلی او سخت حالت دی."\









