پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړیکې نه شي زغملای

هلال مومند ١٧ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-07 19:37:00 م

د کلونو مخکې خبره ده. د پېښور څخه په خپرېدونکې ورځپاڼه وحدت کې مې د یو پاکستاني لیکوال مولانا یوسف قریشي یوه ژباړل شوې لیکنه لوستله. په لیکنه کې د هندوستان او افغانستان د اړیکو په هکله د پاکستاني چارواکو د غبرګون او نظر په هکله ډېر مهم مطلب پروت ؤ. ټوله کیسه به درته وکړم.

مولانا یوسف قریشي دا لیکنه د برهان الدین رباني د پاچاهۍ په مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د وجې په اړه کړې وه.

نوموړي لیکلي ؤ چې کابل ته تللی ؤ او د وخت واکمن برهان الدین سره د خبرو په مهال ورته رباني وویل چې دی پخپله او د هغه د دفاع وزیر احمد شاه مسعود دې ته تیار دي چې د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. او په دې اړه چې پاکستان څه غواړي نو دوی یې ورسره مني. مولانا قریشي وایي رباني ورڅخه هیله وکړه چې د پاکستان لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو ته د ده دا پیغام ورسوي.

مولانا قریشي وایي چې کله له کابله پاکستان ته راستون شوم نو په اسلام اباد کې مې د لومړۍ وزېرې بې نظیر بوټو د ملاقات دپاره وخت وغوښته او ومې ویل چې د رباني مهم پیغام ورته لرم. خو راته وویل شول چې بې نظیر بوټو درسره نشي کتلی او که څه پیغام وي نو د وخت د کورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر ته یې ووایه.

مولانا قریشي زیاتوي چې نصیرالله بابر سره یې وکتل او د رباني او مسعود هیلې ورته وړاندې کړې چې غواړي د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. مولانا وایي چې د دې خبرې په اورېدو نصیرالله بابر رباني ته ډېرې بدې کنځاوې وکړې او ویې ویل چې رباني لا اوس هم د هندوستان سره سفارتي اړیکې لري.

دا خبره به مې هر وخت په مغزو کې ګرځېدله چې هغه پاکستان چې د افغانستان او هندوستان تر منځ سفارتي اړیکې نه شي زغملای، کله دا زغملای شي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ دې د سفارتي اړیکو برڅېره پوځي، صحي، تعلیمي، اقتصادي، ...، او بالاخره ستراتیژیکې اړیکې شتون ولري.

عبدالغفور ٢٠ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-10 06:57:57 م

مسافرخانه ياره : فكركوم چې ډيرپه غوصه شوى يې ځكه رښتياويل ترخه وي خيرپروانه كوي زه دومره درته وايم چې په والله كه يادروس ګوډاګى يم اويادامريكې همدا اوس هم پخپل هيوادكې ژوند كوم نه مې ستاپه څيردپنجابي ګوډاګيتوب كړى اونه مې هم ستادرهبرپه څيرله دوستم ، ټني ، جنرال رفيع ، مزاري ، خليلي ، مسعود ، رباني سره دپښتنوپه ضد اتيلاف كړى . ګرانه ستابه هيره وي چې ستارهبرهمدغوطالبانوته دانګريزبچيان ويلې كه يې نه منې ستادرهبرويبلاګ وګوره خيرډيرمه په غوصه كيږه داحتمي نده ټول هغه كسان چې رښتياوايي ياواقعيتونه برملاكوي هغه دې ستاپه آند دروس اوامريكاګوډاګيان وي . ښاغليه هغه كسان دروس اوامريكاګوډاګيان دي چې پخپلواعمالوشرميږي ددې لپاره چې څوك ورته دانتقاد ګوته ونه نيسي نوهغه ته بيادروس اومريكاګوډاګى وايي اوكه يې وپيژني نوبيايې بايد مړكړي .
زه يوله هغوكسانوڅخه يم چې ستادلارې لارويانودطالبانوپرضد جنګولى يم اودابه يې راته ويل چې دغه طالبان نه بلكې دانګريزبچيان دي ستابه دې دخپل رهبرهغه ويناهيره وي چې كله طالبانوله كابل څخه وزغلاوه اوله مسعودسره مزارشريف ته لاړنوپه همغه شپه يې له بي بي سي سره په مركه كې وويل يې چې ترڅوزه ژوندى يم دملاحكومت نه منم دوردګو، لوګر، چهاراسيا ، اوسروبي جګړې يې له طالبانوسره فكركوم داسلام پخاطرنه بلكه دقدرت پخاطروې له طالب سره يې جنګ كاوه اومسعودته يې ګټه كوله اوس قضاوت ستاچې ماته هدايت غواړې اوكه ځانته خوزه ديوه مسلمان په توګه داوايم چې هم دخداى ماته اوهم ستاته دنيكوهدايت وكړي چې واقعيت ووايو .

مسا فر ١٩ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-09 11:40:22 م

عبدالعفور سیب

ډ یره ښه تبصره دی کړی

ته خو د پخوانی کمونیستی ډلو بڼکه یی د ا چه خپل غلا م او تا لیڅټی یی نو هرڅوک د رته تا لیڅټی ښکاری، غفورسیب تا به څو ورځی وړاندی د حکمتیا ر اعلامیه په بینوا کی لوستی وی چه د پا کستا ن مسلما نانو نه یی غوښتنه کړی وه چه په افغا نستا ن کی مجا هد ین ډ یر دی او د پا کستا ن مسلما نا ن دی د امریکا لو جیستیکی کا روانونه د پا کستا ن په خاوره کی په نښه کړی
چه دا د دی ښکا ره ثبوت دی چه حزب ا سلا می لکه څرنګه چه دروس او امریکا ، نا ټو او یهود و غلا می او تا لیڅټی نه منی د اسی د پا کستا ن هم نه منی
خو ستا سو په شا ن د پوچو مغزو خاوند ان اود غرب او روس غلامان کله خپل قهرمانان پژندلی شی بیا خو مو با د ا را ن خپه کیږی

پا ته شو د هند په سفارت برید - پدی هکله هم ستا سو ما غزه کار نه کوی ته پوهیږی چه د ابرید چا کړی ؟ را ځه چه زه یی درته وښیم

ګرانه ددی نه یو ه ورځ مخکی په ننګرهار کی د ناوی او د ورا د ۴۰ کسا نو شها دت او له هغی یو ه ورځ وړا ندی په نورستان کی ستا د با دارانو د لاسه د مظلومو ا فغا نا نو مړینه ددی سبب شول چه په افغانستان کی د اولسونو لخوا د امریکا او د نا ټو د یهود ی ایتلاف او همد ا رنګه یی په کا بل کی د نا ستو تا لیڅټو په خلا ف د ملت غوصه راوپا ریږی - د شورابعضی وکیلا نو هم وویل چه نور نو با ید د ملت څنګ ته ود ریږی او د امریکا خلا ف جها د کی ورګډ شی - د ا غبرګون لاروان و او نور زور یی هم اخسته - چه په دی وخت کی د امریکا او ایتلا ف ملګرو یی بله لار نه درلود ه چه د ننګرهاراو نوریستان پیښی پری پټی کړی - نوزر یی د خپلو تا لیڅټو پواسطه چه په سر کی یی امرالله صا لح او بیا د شما ل ټلوالی جبهه قرا ر لری د هند په سفارت د ریموت کنټرول بمب حمله وکړه او نو م یی ورته انتحا ری حمله کیښود - علت یی د او چه د ا کا ر په اسانه په پا کستا ن ورتپی شی او هم پری د ننګرهار او نوریستا ن پيښی تر شعا ع لاندی راوستلی شی

ګرانه غفورخانه زه خو لیری یم خو ته شا ید په کا بل کی اوسیږی زه چه څومره معلو ما ت لرم نو په د غه سرک غیر د حکومتی ګا ډ و نه نور موټر نه پریږدی - نو بیا څرنګه دا شخصی ګا ډ ی هغه هم له انفجا ری موادو ډ ک د هند د یپلو ما تانو د را تګ له د قیق وخت سره هلته را تلا ی ؟

ستا د هید ا یت په هیله

مننه

عبدالغفور ١٨ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-08 11:07:53 م

محترمه وروره هلال مومند صاحب : سلامونه : ګرانه وروره په رښتياچې ډيره ښه كيسه دې كړې دايوواقعيت دى چې پاكيستان دهند اوافغانستان ترمنځ موجوده تعلقات نشي زغملاى نوهمداوجه ده چې خپلوتالي څټو ( طالبانو اودحزب اسلامي دګلبدين شاخې ته ) دستور وركوي چې هله بمونه والوزوۍ داوكړۍ اوهغه وكړۍ دوه ورځې وړاندې ګمان كوم چې دجولاى دمياشتې شپږمه نيټه وه چې په پاكستان كې يوشميرتش په نوم ديني علماوو ( د آى . اس . آى جاسوسانو ) دپاكستان په پلازمينه اسلام آباد كې دسره جومات خواته چې ايله څوسوه متره دآى . اس . آى له مركزي دفترڅخه لرې دى ، په ډاګه نارې وهلې چې مونږ په افغانستان كې جهادكوو خودپاكستان داستخباراتي شبكې چارواكيوورته هيڅ هم ونه ويل چې سمدلاسه كله چې غونډه پايته ورسيده نو يوه بمي چاودنه هم وشوله خولدې ټولوسره سره چاورباندې غوږ وګراوه دپاكستاني جاسوسي ملايانوپه آند جهاد اومبارزه يوازې په افغانستان كې له كفارو سره فرض دي په پاكستان كې هغه دبيت الله مسيد په آند جنګ كول داسلام په ګټه ندى كله چې په افغانستان دغه شين سترګيو يرغل وكړ خودغه پاكستاني ملايانو ورته لاروركړه همدا اوس دامريكايانوټول اكمالات دپاكستان له لارې شوني دي دكراچې له بندره بياترتورخمه اودګوادرله بندره بياتربولدكه چې كله دامريكايانواكمالات كيږي دپاكستان په خاوره كې دننه هيڅ ملا ورته دجهاد فتوى نه وركوي ځكه هلته جنګ داسلام په ګټه ندى ځكه چې دلاهور ښار دحرا منډوي رنډۍ خانې ( مرده ګاوخانې ) ورانې نشي خوچې كله له تورخم اوبولدګ څخه راداخواشي نوبياجهاد فرض شي زه نه پوهيږم چې اسلام يواځې دافغانانولپاره رانازل شوى اوكه دټولې نړۍ دمسلمانانولپاره دسند ايالت له جيكيب آباد هوايې اډې څخه چې B52 الوتكې را الوزي اوپه افغانستان كې په مسلمانانوبمباري كوي نوهيڅ پاكستاني ملاورته دجهاد فتوى پيدانكړه خوپه افغانستان كې بياړوند ملاعمرپه يوه ورځ په كابل كې 41 تنه وژني او 139 تنه زخمي كوي اوس يې راشه چې ګز كړو چې زمونږ ړانده ملايان څه ډول اسلام غواړي اودهغوى مولاناګان څه ډول اسلام غواړي ..... ؟