کراچۍ: ۵چاودني،يومړ،څلويښت ټپیان

عنايت الله کاکړ ١٧ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-07 18:51:00 م

نن مازديګردکراچۍ په پښتون ميشته سيمه کي دعوامي نېشنل پارټۍ دیوې غونډي پرمهال پنځه چاودني وشوې چي یوتن يی مړاوڅلويښت نوريی ټپیان کړل.

دغه چاودني دبنارس،قصبه کالوني،اورنګي ټاون اوحيدري په سيموکي وشوې.چاودني سپکي وې خوخلک يی خورا وويرول.دسهيل مسجدپه سيمه کي دموټرسايکل ترشاتړلی بم وچاود اودبم لېږدونکی کس يی وواژه.پوليس پلټني کوي.تردې دمه چاپړه په غاړه نده اخستي خوداهرڅه پداسي حال کي کيږي چي داردوژبي ډلي متحده قومي مومنټ مشرالطاف حسين له تيري یوې اونۍ ادعاوي کوي چي په کراچۍ کي پښتانه طالبان له قبايلي سيموراځي اوغواړي چي داښارونيسي.