د کابل په ځانمرګي برید کې د اندونیسیا ديپلوماتان هم ټپیان شوي دي

حمزه مومند ١٧ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-07 18:23:00 م

د کابل په نني ځانمرګي برید کې چې د هندوستان په سفارت شوی دی د هندوستاني ديپلوماتانو برسېره د اندونیسیا ديپلوماتانو هم زیان لیدلی دی.

په برید کې د هندوستان د سفارت پوځي اتاشي او کونسلر وژل شوي دي.

د اندونیسیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په برید کې یې دیپلوماتان سر سري ټپیان شوي او د سفارت د کړکیو ښیښې ماتې شوي دي.

په برید کې  پنځه افغان پولیس چې د اندونیسیا د سفارت ساتنه یې کوله هم وژل شوي دي.