واه خدایه! دواړه مړه دي.

حمزه مومند ١٧ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-07 18:17:00 م

نن سهار په کابل کې د هندوستان په سفارت ځانمرګي برید شوی چې تر څلویښتو زیات وګړي پکې وژل شوي او تر ۱۴۱ زیات ټپیان شوي دي.

 د اسوسیټید پریس خبریال امیر شاه په حواله د برید څخه وروسته له روغتونه یوې ښځې منډې وهلې.چېغې یې وهلې، ژړل یې او په دواړه لاسونو یې خپل مخ واهه. دوه کوچنیان یې چې لیمه او میرویس نومېدل په برید کې وژل شوي ؤ.

(واه خدایه!) ښځې چیغې وهلې. (دواړه مړه دي.)


له چاودنې څخه شیبې وروسته یو مور له خپل کوچني سره د پېښۍ له ځایه ځان وباسي

انځور له یاهو نیوز څخه