د هندوستان په سفارت ځانمرګی برید، ۴۰ مړه، ۱۴۱ ټپیان (انځوریز راپور)
١٧ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-07 17:44:00 م
نن سهار په کابل کې د هندوستان په سفارت په ځانمرګي برید کې تر څلویښتو زیات وګړي وژل شوي او تر ۱۴۱ زیات ټپیان شوي دي. د افغان حکومت تور لګولی دی چې دا کار په سیمه کې د فعالو استخباراتي کړیو په مرسته شوی دی. کابل ډېر ځله پاکستان په دې تورن کړی دی چې افغانستان ته اورپکي رالېږي او په افغانستان کې ورانکاري کوي. افغان حکومت په روان کال کې د مجاهدینو په جشن د برید تور هم د پاکستان په استخباراتو لګولی ؤ. د مجاهدینو د جشن د برید په نتیجه کې افغان حکومت د کابل د امنیت د سمبالونکو په منځ کې یو لړ بدلونونه هم راوستل. د دې بدلونونو څخه وروسته د هندوستان په سفارت برید تر ټولو خونړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر برید غندلی دی.
له بلې خوا د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دا ځانمرګی برید طالبانو نه دی کړی. نوموړي ویلي چې کله هم برید وکړي مسولیت یې په غاړه اخلي.
د پېښې ځینې انځورونه په لاندې توګه دي:

سیمه د برید څخه وروسته
په برید کې د هندوستان دوه دیپلوماتان، د سفارت ساتونکي، افغان ولسي وګړي، ماشومان او ملي پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د پېښې ځینې مړي او ټپیان
په پېښه کې یو ټپي هلک د مرستې په تمه. په پېښه کې ډېری هټیوال او هغه ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي چې د هندوستان سفارت د ویزو د لاس ته راوړلو په موخه د سفارت په دروازه کې ولاړ ؤ.
افغان پولیس د برید په سیمه کې
په وینو رنګ یو بل ټپي
یو افغان پولیس یو سپین ګیری ټپي په شای کړی دی او امبولانس ته یې وړي.
د یو روغتون کارمند په روغتون کې د مړو او ټپیانو وینې پاکوي.
انځورونه د یاهو نیوز څخه اخستل شوي دي. ياهو نیوز انځورونه له بیلا بیلو سرچینو لکه ای ایف پي، رویترز او پژواک څخه اخستي دي.









