دامريکا په بمبارۍ کې دواده ناوې او زلمې هم وژل شويدي
١٦ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-06 15:15:00 م
لسګونه ولسي وګړي دامريکايي الوتکو دبمبارۍ له امله په ختيز ولايت ننګرهار کې مړه او ټپيان شويدي دا په تيرو اته څلويښت ساعتونو کې دافغانستان په ختيز کې دويمه پيښه ده چې پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وراوړي.ننۍ پيښه دننګرهار ولايت دهسکې مينې دسرحدي ولسوالۍ داوغز په غريزه سيمه کې سهار مهال وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې دواده په مراسمو امريکايي پوځي چورلکو څو پرله پسې بمونه وغوځول.دسيمې ددود له مخې خلک دناوې دراوړلو لپاره په ډله يزه توګه پلې ورځي.عيني شاهدانو ويلي چې دمراسمو دګډونوالو شمير تر پنځوسو تنو پورې رسيده.ګل سلام دپيښې يو عيني شاهد چې له ټپي سره دجلال اباد روغتون ته راغلې ټول افغان ته وويل په بمبارۍ کې يې ميرمن يوه کوچنۍ لور او دوه خويندې وژل شوي اويو کوچنې ورور يې په ټپي حالت کې روغتون ته راوړې دهسکې مينې ولسوال حاجي هميشه ګل هم دا مني چې امريکايي چورلکو دواده په مراسمو بمونه غورځولي دي.هغه وويل دهسکې مينې ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان دقومې تړون له مخې دپيښې ځاې ته چې دولسوالۍ نه ددرې ساعتونوپه پلې واټن کې دى دمړو او ټپيانودراويستلو په موخه تللي دي.دهسکې مينۍ ولسوالۍ دپرمختيايي شورا مرستيال شاه پور شينواري چې په همدغه ډله کې و، وويل چې دوې (٢٢)تنه ولسي وګړي چې پکې دناوې په ګډون لس ښځې اولس ماشومان شامل دي .دمګړۍ خاور ته وسپارل او ( ٩) تنه چې په دې کې هم ښځې او ماشومان دي په ټپي حالت کې ددرملنې په موخه روغتونونو ته ليږدولي دي.هغه وويل دواده دمراسمو يو شمير ګډونوال تر اوسه لادرکه دي چې خلک يې په ميندلو پسې ګرځي دهسکې مينې ولسوالۍ دروغتيايي مرکز مشر ډاکتر عبدالقادر وايي دوې ته اته تنه ښځې او ماشومان په ټپي حالت کې وررسول شوي چې څلور تنه يې دټپونو دسختيا له امله دننګرهار مرکزي روغتون ته ليږدولي دي.دننګرهار دولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز خيرخوا هم وايي چې دوې ته دسيمې خلکو ددوه ويشت تنو ولسي وګړو دمړينې اودهمدې شمير په نيمايي دټپي کيدو خبر ورکول شويدى.هغه په داسې حال کې چې ددې پيښې غندنه يې کوله او دايې يو قصدي عمل باله وويل که دولت دداډول خپلسرو پيښو په مخنيوي کې پاتې راشي نو خلک به يې پروړاندې پاڅون کولو ته اړ شي بل لور ته دامريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه وايي چې وژل شوي ټول ددولت وسله وال مخالفين دي.دجلال اباد په هوايي ډګر کې دامريکاپه مشرۍ دبهرنيو ځواکونو افغان ژباړن ډاکتر محمدشفيق همدم وايي داهوايي بريد دکره استخباراتي مالوماتو وروسته داستوګنې له سيمو لرې په يوه غريزه سيمه کې دمخالفينو له په نښه کولو ورسته ترسره شويدى همدم وويل دامريکايي ځواکونو استخباراتي راپورونو دا نده په ډاګه کړې چې ګواکې په دې هوايي بريد کې دې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وراوختې وي.دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې داپيښه وروسته له هغې رامنځ ته کيږي چې خواوشاه اته څلويښت ساعته وړاندې دنورستان په ولايت کې هم په يوه ورته پيښه کې نږدې ديرش تنه ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي و،ملګرو ملتونو په افغانستان کې دولسي وګړو پرمرګ ژوبله دانديښنې په څرګندولو سره ويلي چې سږکال په افغانستان کې تر اوه سوه زيات ولسي وګړي وژل شوي چې نږدې نيمايي يې دبهرنيو ځواکونو له لورې په هوايي بريدونو کې وژل شويدي.









